• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
فرهنګي سپړنه - د لېوال لیک

ملي هینداره د لرغونو تمدنونو د نښو هینداره

۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۱۶ GMT+۱

سږکال،په کابل ادبي انجمن کې د ملي هینداره د لیکوال ارواښاد محمدګل نوري د کار د پیل ۹۰ کاله پوره شول. همدا راز په کتابي بڼه د ارواښاد نوري د تلپاتې اثر ملي هینداره د دویم ټوک د خپرېدو اتیا کاله ووتل. د دې کتاب لومړی ټوک لا تر دې وړاندې په ۱۳۱۸ کال کې خپور شوی و.

که د پښتني فرهنګ لپاره په شلمه پېړۍ کې لس تر ټولو مهم کتابونه خپاره شوي وي، یو یې ملي هینداره دی.
پتې خان خبر سو، چې مور دي راغلې ده، په پلانۍ دروازه کې ولاړه ده، نه دي پریږدي، د کلابُس دوې دروازې وې، فتح خان پربله دروازه ځني ووت، چي مور یې خبره سوه چي فتح‌خان پر بله دروازه ووت، نو یې ناره وکړه:
که دوې دې لویه خدایه کلابُس دروازې دوې دي
پر دا یوه مې فتح وځي پر دا بله یې د مور، مور سوي نارې دي
یوه پښتو څېړونکي ختیځ‌پوه یوځل لیکلي وو، چې که پښتو ژبې نور هېڅ لیکلي ادبیات نه‌لرلی، یوازې لنډۍ او د ملي هنیداره کیسې یې هم بس وې، چې له فرهنګي پلوه د نړۍ د بډایو ژبو په کتار کې ودریږي. دا کومه احساساتي یا د مبالغې خبره نه‌ده.
ملي هینداره د پښتنو په ګډه ملي حافظه کې د دوی د لرغونیو تمدنونو له میراث او معنوي ارزښتونو څخه هغه راپاتې خزانه ده، چې په کمو تمدني حوزو کې یې داسې سوچه ولسي بېلګې موندلی شو.
ملي هینداره په پراخه پیمانه د بهرنیو پښتوڅېړونکیو او ختیځ‌پوهانو لپاره پاموړ کتاب دی، ارواښاد استاد عبدالروف بېنوا پینځه شپېته کاله مخکې د دې کتاب په اړه ولیکل:
محمدګل نوري په ملي هینداره کې پښتني ملي کیسې لیکلي دي، چې نه یوازې دننه په هېواد کې هېوادوالو خوښې کړي دي، بلکې د خارجي مستشرقینو توجه یې هم جلب کړې ده او په ځینو خارجي ژبو ترجمه سوي هم دي.
په ملي هینداره کې له تاریخي پلوه له اساطیري دوران څخه تاریخي زمانې ته د پښتنو د تکاملي مزل تګلوری موندلی شو،
فتح خان بړیڅي یا فتح خان و رابیا، خوشکیار او شاترینه، ښادي او بیبو، زبزبانه ښاپېرۍ، مومن خان او شیرینو، دلۍ او شهو، ادم خان او درخانۍ انار ژړان او سېب خندان، لمبولال یا نیمبولال یې یوڅو کیسې دي، چې اساطیري عظمت لري، څه کیسې په‌کې د ژویو د کرکټرونو په مرسته لوبیږي، چې د فابل ځانګړنې لري او کټ‌مټ د کلیله و دمنه په شان د سیاست او حکمت تمثیل کوي، د تاریخي دوران ګڼې کیسې هم په کې شته.
که څه هم دا کتاب وار وار چاپ شوی او ګڼو نالوستیو پښتنو ته یې روایتونه په زړه و ذهن کې خوندي او ژوندي دي، خو لا هم هغسې پېژندل شوی نه‌دی، چې د یوې ملي وثیقې په سترګه ورته وکتل شي. یو لامل یې دا دی، چې ان تحصیل‌کړي افغانان هم د دغې ټولګې له تاریخي فرهنګي ارزښتونو ډېر نه‌دي خبر. افغانستان یو بې‌وزلی هېواد دی او پښتو هم له دې اړخه بې‌وزلې ژبه ده، چې یو پیاوړی حاکمیت یې ملاتړ نه‌کوي او که نه ملي هینداره باید د نړۍ په ژوندیو ژبو ژباړل شوې وای او نن د هغو ولسي متنونو په کتار کې ولاړ کتاب وای، چې بشریت یې د خپل ګډ نړیوال فرهنګي میراث برخې بولي.

ډېر لیدل شوي

حزب اسلامي د افغانستان د کړکېچ د حل له نوې طرحې ملاتړ وکړ
۱

حزب اسلامي د افغانستان د کړکېچ د حل له نوې طرحې ملاتړ وکړ

۲

امریکا د محمود شاه حبیبي د بېرته کور ته د ستنولو ژمنه یو ځل بیا تکرار کړې ده

۳
ځانګړی

سرچینه: د نورستان د استخباراتو د مشر ضیاالحق یاسر ساتونکو پر نجونو د جنسي تېري هڅه کړې

۴

افغان ایواک: د افغان متحدینو د ساتنې لپاره په امریکا کې مهم قانوني ګامونه اخیستل شوي

۵

فایق له افغانانو غوښتي چې د هېواد د اوسني او راتلونکي وضعیت په اړه سروې کې ګډون وکړي

•
•
•

نور کیسې

هویت، فرهنګ او سیاست

۷ زمری ۱۴۰۵ - ۲۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۲۶ GMT+۱
100%

« زه څه یم؟» دا په پیل کې یوه فیلوسوفیکه پوښتنه ده، چې ښايي هر انسان یې د ځان‌پېژندنې د شعوري فعالیت په پیل کې له ځانه‌ وپوښتي. د دې پوښتنې بله برخه دا ده چې «زه څوک یم؟» او که دا پوښتنه ټولیزه شي، ، نو ښايي یوشمېر وګړي وپوښتي چې «موږ څوک یو؟»

وګړنی او ټولیز هویت له همدغو پوښتنو راولاړیږي چې له ځانه سره د ټولنیز عمل غبرګون هم لري. هویت څنګه د سیاستونو او ان ویرې په ابزارو بدلیږي؟ د هویت بحران او له بحرانه زېږېدلي هویتونه څه دي؟ مونتسکیو په روح القوانین کې لیکي: « استبدادي واکمني پر ډار ولاړه ده، ناپوهو او پرېوتلیو ولسونو ته ډېر قوانین په‌کار نه‌دي، هلته باید هرڅه پر دوه یا درې زړو فکرونو ولاړ وي، هلته نویو فکرونو ته اړتیا نه‌شته.کله چې تاسو یو څاروی روزئ نو دې ته مو پام وي، چې بل څوک دغه څاروی له تاسو نه ورخپل نه‌کړي، څاروی باید خپل خاوند وپېژني او چلند یې بدل نه‌شي. بس دوه درې حرکتونه د هغه په مغزو کې دا هرڅه کېنوي او بس خلاص.»

مونتسکیو ښايي یو له هغو څو ټولنپوهانو وي، چې په سیاست کې د ډار او ډاراچونې د اغېزو په اړه ډېربحث کوي.

د سیاستوالو د یوې کړۍ له خوا څنګه د ډار سیاست بڼه مومي؟ او د دې لپاره چې خلک تابع کړي، هغوی ډاروي. ډار د دې لپاره نه، چې څوک قوانین مات نه‌کړي او یا ټولنیز نظم ګډوډ نه‌شي‌کړای. دا ښايي له قدرت څخه د استفادې مشروع لاره وګڼل شي، چې حاکمیت یا یو سیاسي بنسټ خلک له قانون‌ماتوونې او د ټولنیز نظم له ګډوډۍ څخه وډار کړي. پولیس، محاکم، جزا او زندان د همداسې قانوني ډار وسایل دي، مګر دلته د بحث وړ موضوع له ډار څخه سیاسي استفاده ده. یو شخص، ډله، یا حاکمیت خلک د دې لپاره ډاروي چې د دوی واک ونه‌ننګوي او دوی د همدې ډاراچونې په مرسته خپلې ظالمانه واکمنۍ ته دوام ورکړي. استبداد دقیقاً همدلته رامنځ‌ته کیږي. د ډار سرچینې څه دي؟ او څنګه د واک، ګټې او سیاستلوبو لپاره کارول کیږي؟ د ډار سرچینې کېدلای شي عقیده، هویت، ګټې، ملکیتونه، طبقاتي ویشونه،حیثیتي حریم او نورڅه وي. ډېرځله په تاریخ کې هویتي ارزښتونه په سیاستونو کې د وېرې په اسبابو بدلیږي. ځینې سیاستوال یا واکمن د خلکو یوه برخه په دې نامه د ځان تابع کوي، چې ګواکې د هغوی د هویتي ارزښتونو دفاع کوي او که دی نه وي، نو خلک به خپل هویت وبایلي. دا هویت کېدای شي قومي، ژبنی، سیمه‌ییز، مذهبي یا ان طبقاتي، ګوندي او صنفي وي.

په دې روستیو کې په همدې اړه، د ښاغلي ډاکتر جاوید قایم په قلم په پښتو ژبه، د یوې نوې خپرې شوې مقالې په یوه برخه کې لولو:

د هویت په نامه د وېرونې د سیاست په یوه پړاو کې خلکو ته دا احساس ورکول کېږي چې د دوی هویت تر اوږدې مودې راهیسې د ظلم، تبعیض او یا توطئې قرباني دی. که څه هم ځینې تاریخي شکایتونه ممکن ریښتیا وي، خو سیاستوال ډېری وخت دغه احساس تر واقعي اندازې لوی او دوامداره انځوروي، ځکه د قرباني احساس د خلکو د بسیج لپاره قوي عاطفي سرچینه ده.

د هویتونو جنګول، یا له هویتونو څخه د سیاسي ابزارو په توګه ناوړه استفاده څومره ګواښمنه ده؟ دا مهمه پوښتنه ده.

د دې برخې څېړونکي په دې باور دي، چې که یو شخص، ډله، ګوند او ان حاکمیت وغواړي د خپلو ګټو او قدرت ساتلو لپاره د خلکو ترمنځ پرهویتي مسایلو شخړو اوجګړو ته لمن ووهي، داسې سیاستونه دملتونو د یووالي او مختګ بنسټونه لړزولی او هېوادونه د ویش له ګواښ سره مخامخ کولای شي، بدي یې دا ده چې هېڅ هویتي مجموعه به خپلواکه او هوسا نه‌شي، بلکې یوازې د داسې سیاستلوبو مسئولین به له خړو اوبو څخه ماهیان نیسي.

د هویتي ارزښتونو د پاللو لپاره فرهنګي هڅې ګټورې دي، د قومونو، ملتونو یا نورو هویتي مجموعو د هویت ځلولو لپاره نورې لارې شته، چې ښايي د دغو مجموعو د ویښتیا او روښانتیا لامل شي او خلک د خپل سیاسي برخلیک د ټاکنې توانمندي زیاته کړای شي، نه دا چې د هغوی پر هویتي ارزښتونو سیاسي تجارت وشي.

شخصي حریم څه دی؟

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۱
100%

انسان که څه هم یو ټولنیز موجود دی او د ژوند ډېره برخه کړه‌وړه، انتخابونه، افکار، ارزښتونه او اړتیاوې یې له نورو او ټولنې سره د اړیکو له مفهومه تعریفېږي، خو بیا هم هر انسان غواړي د خپل محرمیت او شخصي حریم شاوخوا داسې سره کرښه ولري چې هېڅوک یې ور ونه‌ړنګوي.

کور، کورنۍ، څېره، جامې، فکر، د زړه خواله، شخصي معلومات او نورځانګړي انتخابونه یې یوه برخه دي.
د افغانانو ستر حکیم خوشال خان خټک په دستارنامه کې فرمايي:
بل چې د محل د کورونو د ازواج د وابسته‌و وي غیرت. بل چې د ازدواج د محل د مستوراتو وي، دا غیرت دې هسې وي، چې مچ د چا به وجود کیني هم دې پر غیرت شي. غیور دې ترهسې حده وي او په دا کې دوه قسمه غیرت دی: یو غیرت د عاقلانو بل د جاهلانو. د جاهلانو دا چې بدګوماني کا، جاسوسي کا، په تش ګومان یا په تش اروېدو خبره زیاتوي یا څوک وژني یا څوک وهي. دا غیرت نه‌دی دا جهل و حماقت دی. تر محمد رسول الله بل څوک غیور نه‌و په اِفک د بي بي عایشې چې مشرکانو مخ تور کړی و، څو حِلم و تحمل سرور وکړ تر هغه پورې چې باطل وبله روشن شول، آیت نازل شو. د عاقلانو غیرت دا دی، چې هرګز په خپلو مستوراتو بدګوماني نه‌بویه، جاسوس جاسوسي نه بویه، غوږداري وسواس نه‌بویه، دا کارونه څه هسې نه دي چې پټ پاتې کیږي.
که په سل پردې یې نغاړې
پیاز ښکاره کا خپلې غاړې
هرچه خدای تعالی په ازل پاکې پیدا کړې دي، ناپاکې به نه‌شي.
نړیوالو قوانینو او د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې د هروګړي شخصي ژوند، کورنۍ او کورني اړیکي، استوګنځای او شخصي فضا، لیکنې او لیکني روابط، شخصیتي اعتبار د یوه انسان ځانګړي حریمونه ګڼلي چې د هرچا له هرراز لاس‌وهنې خوندي دي.
د مدني او سیاسي حقونو نړیوال میثاق وايي: « هېڅ شخص باید په خپل شخصي ژوند، کورنۍ، کور یا اړیکو کې له خپل‌سرې یا ناقانونې مداخلې سره مخ نه‌شي. دا سند دولتونه مکلفوي چې د افرادو شخصي حریم د ناقانانونه تېري څخه وساتي.»
دلته د شخصي حریم د خوندي‌توب ترڅنګ دا هم اړینه بلل شوې، چې په دې اړه دې روښانه او څرګند وضعي قوانین وي، چې د شخصي حریم بریدونه تعریف کړي.
د شخصي حریم درناوی هم په اخلاقو کې شامل بحث دی او هم په قوانینو کې. دا په حقیقت کې د یوې سالمې ټولنې د رامنځته کولو لپاره بنسټي مسئله ده، چې د انسان د رواني امنیت یوه مهمه برخه جوړوي.
قوانین د وګړیو خصوصي حریم د رعایت بریدونه ټاکي، ځکه انسان داسې یوه حریم ته اړ دی. که د دې حریم بریدونه مشخص نه وي، په دې اړه ابهام ستونزې پېښوي. هره شېبه ویره اوضطراب چې د فرد څه خوندي دي او څه ناخوندي. په افغاني دود دستور او پښتني کوډونو کې شخصي حریم د درناوي وړ دی.

عدم تشدد څه دی؟

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۴۲ GMT+۱
100%

نه‌تاوتریخوالی، عدم تشدد، عدم خشونت یا (Nonviolence) څه دی؟ دا د سیاسي مبارزې کومه شیوه و لاره ده؟ که د فیلوسوفیک تفکر کومه عملي پایله؟ له استبداد، بې‌عدالتۍ او نیواک سره عاطفي چلند دی؟ که په دینونو او ګروهو کې ریښه لري؟

ایا د نه‌تاوتریخوالي یا عدم تشدد په اړه په افغانانو کې سمه انګېرنه و پېژند شته؟ ولې ځینې هغه مبارزې چې د تشدد له لارې شوط او ډېرې وینې په‌کې بهېدلي دي، بیا هم ناکامې وې، خو ځینې ناتاوتریخجنې مبارزې بریا ته رسېدلي دي. د مبارزې د دغې لارې بنسټونه څه دي؟

اې زما د نیکه زویه اې زما د مینې وروره

اې د نر بابا بچیه اې پیدا له نرې موره

سترګې ډکې د رڼا ستالاس دې تش، توره دې څه شوه؟

د غضب په نیلي سور شوېفولادي زغره دې څه شوه؟

وې: په نوې مستۍ مسته پاکه وینه د پښتون شوه

ولې ګوره که لیلا بیا تش په مینه د مجنون شوه

دا د عدم تشدد تر سرلیک لاندې د غني خان د شعر یوه برخه ده. غني خان د نه‌تاوتریخوالي د لوی مبارز باچا خان شاعر زوی و. داسې ویل کیږي، چې د شاعر غني خان زړه هم کله کله د نه‌تاوتریخوالي مبارزې ته تنګېده او دا یې بریالۍ لاره نه‌ګڼله، ښايي په همداسې ناهیلۍ کې به یې ویلي وي:

خښتګ د پښتون شلیږي باچاخان ورته ګیندې وهي

ګاندي لیونی شوی دی سنډا ته سریندې وهي

نه‌تاوتریخوالی یا عدم تشدد هغه اصل او تګلاره ده، چې له مخې یې ټولنیز، سیاسي، مدني او شخصي بدلونونه د زور، فزیکي تاوتریخوالي او نورو ته د زیان‌رسولو له کارولو پرته رامنځ ته کیږي، د عدم تشدد لوښي و اوزار خبرې، استدلال، سوله‌يیز لاریونونه، مدني نافرمانۍ او بې‌وسلي پاڅونونه دي، چې د حق و عدالت د ټينګښت لپاره ترسره کیږي. ملګرو ملتونو هم د غه مبارزه تعریف کړې او د هغې په بهیر کې یې د بشري حقونو پر درناوي ټینګار کړی دی.

داسې باور دی، چې په ځینو هندويي دینونو کې دغه فکر لرغونې ریښې لرلې، خو په نومهالي تاریخ کې د انګریزي ښکېلاک په وړاندې د مهاتماګاندي مبارزې د نه‌تاوتریخوالي فکر مشهور او خپور کړ. په امریکا کې د مدني حقونو مبارز مارتین لوترکینګ او په سویلي افریقا کې د توکمپالنې په وړاندې مبارز نیلسن ماندیلا هم د دغې لارې مخکښان یادیږي.

خان عبدالغفارخان چې پښتانه یې باچاخان بولي د پښتنو د خپلواکۍ، ویښتیا او مدني حقونو د ترلاسه کولو د لارې مبارز هم خپله مبارزه د نه‌تاوتریخوالي پر فکر و باور ولاړه ساتلې وه. هغه په دې ټینګار کاوه چې د اسلام سپېڅلی دین هم د تاوتریخوالي مخالف دی او پښتانه باید د ټولیزې او ټولنیزې ویښتیا او روښانتیا له لارې دومره پیاوړي شي، چې خپل ټول حقونه واخیستلای شي.

په پښتونخوا کې د انجمن اصلاح الافاغنه او بیا وروسته خدايي خدمتګارو تحریک د پښتنو د ازادۍ او ویښتیا لپاره خپله مبارزه د نه‌تاوتریخوالي پر فکر سنبال کړې وه. په افغانستان کې لومړنی مشروطه نهضت هم له تاوتریخوالي پرته د خلکو د راویښولو او خپلو حقونو ته یې د پام وراړولو سیاست پرمخ ووړ، خو وځپل شو. تر خپلواکۍ روسته د ویښ زلمیان خوځښت هم په سوله‌ییزه خو جدي ویښوونکې مبارزه باورمن نهضت و.

د عدم تشدد په اړه د افغانستان انټرنشنل - پښتو فرهنګي سپړنه پروګرام دلته لیدلی شئ:

استعمار؛ پرون او نن

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۴۷ GMT+۱
100%

ښکېلاک یا استعمار، چې ګڼ ملتونه یې د خپل تاریخ توره دوره بولي، په وړاندې یې مبارزه خپله ملي حماسه او ښکېلاک ضد مبارزین ملي اتلان یادوي. خو ایا دا پوښتنه مو له ځانه کړې ده، چې ښکېلاک څه دی؟ ولې او څنګه رامنځ‌ته شو؟ چا ؟ څوک ولې ښکېل کړل؟

ایا د استعمار موخه او انګېزه یوازې اقتصادي وه؟ فرهنګي ښکېلاک څه دی؟ او تر ټولو مهمه پوښتنه: ایا ښکېلاک پای ته رسېدلی؟ که نه؟ نوی ښکېلاک څه او نوې بڼې یې څنګه دي؟

استعمار له استحمار څخه پیلیږي

ناپوهۍ نه هر ملت کندې ته لویږي

ځان څراغ کړه چې جهان درته ښکاره شي

په تیاره کې رڼې سترګې هم ړندیږي

دا د بشریت لرغونی عادت و، چې زورورې واکمنۍ کمزوري هېوادونه ونیسي او خپله واکمني دې لاپسې پراخه کړي، خو دا نیواک به یا د زمکې د پراختیا او یا هم د شتمنیو د چور تالان لپاره کېده او یا به یې دیني و مذهبي دلایل لرل. خو هغه څه چې موږ یې نن ښکېلاک یا استعمار بولو له هغه لرغوني نیواک سره یوڅه توپیرونه لري.

په شپاړسمه پېړۍ کې، لومړی پرتګالیان و اسپانویان او بیا ورپسې انګلیسان، فرانسویان او هالندیان د نورو هېوادونو د سرچینو او بشري ځواک په ورخپلولو پسې راووتل. په دې ترڅ کې د امریکا لویه وچه کشف او لاندې کړای شوه. همدا چې په اروپا کې د صنعتي انقلاب ماشین وغورېد، سمندري لویې بېړۍ جوړې شوې، اومه توکو ته اړتیا زیاته شوه، نو ورسره د صنعتي دوران ښکېلاک هم پیل شو. د کلونیالیسم (Colonialism) مفهوم د لاتینې ژبې د کالونیا له ریښې راته چې د ودانۍ په مانا و. د عربي ژبې استعمار چې د ودانولو هڅه (د اعمار طلب) یې ژباړلای شو، هم ځکه د کلونیالیسم معادله منل شوې اصطلاح ده.

د تاریخ په یوه پړاو کې لویو صنعتي ځواکونو ښکېل شوې نړۍ یا مستعمرات تر خپل منځه وویشل، دا ویش بشپړ سوله‌ییز نه و. ښکېل شويو هېوادونو د ښکېلاکي رقیبو ځواکونو د خپل‌منځي سیالیو کړاو هم وزغامه.
 لویه لوبه (The Great Game) د همداسې سیالۍ یوه بېلګه ده چې افغانستان یې تباه کړ.

لویې نړیوالې جګړې هم د ښکېلاکي سیاستونو په بهیر کې د نړۍ پر ویش رامنځ‌ته شوې، خو د ښکېل شویو هېوادونو ملتونه هم کرار نه‌ وو ناست. دوی د خپلواکۍ مبارزې کولې او څو پېړۍ وینې وبهېدې. ښکېلاکګرو هڅه کوله خپل قرباني ملتونه وپېژني، د دوی فرهنګ، ژبې، دودونه، دوستۍ او دوښمنۍ، باورونه، جغرافیا، تاریخ او حساسیتونه ځان ته معلوم کړي او پوه شي، چې څنګه یې تر ډېرې مودې ښکېل ساتلای شي. استعمارګرانو په خپلو مستعمرو کې خپل‌منځي شخړې جوړولې، هڅه یې کوله ښکېل شوي ملتونه د علم، پوهې، ساینس، تکنالوژي، ودې، مختګ او هوسا ژوند له امکاناتو محروم وساتي، دوی باور درلود چې که ښکېل شوي ولسونه پوه او هوښیار شول، نو بیا هرومرو خپلواکۍ ته ځان رسوي. د خرافاتو او ناپوهۍ وسله تر ټولو کارنده وسله وه، چې ښکېلاکګرو د خپلو قربانیانو په وړاندې کاروله. که څه هم د شلمې پېړۍ له پیله ګڼو هېوادونو سیاسي خپلواکي ترلاسه کړه، خو ښکېلاک او زبېښاک پای ونه‌موند. بڼې یې بدلې شوې، روایتونه او وسایل یې بدل شول، تنده او تپاس یې لا زیات، خونړی او پېچلی شو.

نن سبا د مخامخ پوځي نیواک پرځای اقتصادي محاصرو، تجارتي پورونو، بندیزونو، تحریمونو، تکنولوژیک ښکېلتیا، فرهنګي اغېز، د ترهګرۍ په نامه جوړو جګړو، د نیابتي ډلو ګومارلو او د امنیتي – استخباراتيزونونو په کرښو کې دننه تر اغېز لاندې جغرافیايي ویش د ښکېلاک نوي چلونه او چلندونه دي.

د نوي ښکېلاک په وړاندې د ټولنو خپلواک پاتېدل اقتصادي پیاوړتیا، فرهنګي روښانتیا، لوړ ملي شعور، د پوهنې، ساینس او تکنولوژي راخپلول او پیاوړي خدمتګار او قانونمند حکومتونه غواړي، چې د کورني مشروعیت پر بنسټ نړیوال پیاوړی حضور ولري او څوک یې د ښکېلولو او زبېښاک جرئت ونه‌کړای شي.

مشروطیت د انسان‌محوره سیاست پیل

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۳۳ GMT+۱
100%

د سیاست او حقونو په بحث کې د زړې او نوې زمانې ترمنځ برید مشروطیت یا قانون‌واله ده. په دغه زمانه کې د انسان ازادي، حق او هوسایینه د سیاستونو او ټولنیزو هڅو په محور کې راځي.«هره ښېګڼه د انسان لپاره!» شعاراو انسان‌محوره تفکر د فرهنګي خواله یا دیسکورس پر افق راڅرګندیږي.

هغه قوانین د ټولنیز تعامل بنسټ ګرځي، چې د ټولنې جمهور پرې هوکړې ته رسېدلی وي او د خپل ټولنیز ژوند د تنظیم لپاره یې سره قراداد کړي، د واک د ویش ځواکونه رامنځ‌ته کیږي او ټولنیزه برابري مانا مومي.

ترک مال و ترک جان و ترک سر

در ره مشروطه اول منزل است

دا بیت د لومړي مشروطه نهضت د مشر مولوي محمد سرور واصف الکوزي له قلم څخه هغه مهال پر کاغذ راغی، چې له خپلوانو او ملګرو سره یې د توپ خولې ته تاړه . او څو شېبې روسته یې د مشروطیت په ارمان ژوند و هرڅه پرېښودل پردغه ورځ مولوي واصف له خپل ورور سعدالله او تره عبدالقیوم سره په توپ والوځول شول، ګڼ نور مشروطه غوښتونکي هم یا ووژل شول او یا داسې شکنجه و زندانیان شول، چې تر مرګ یې کړاو کم نه و.

د افغان انسان لپاره د حق غوښتنې او د استبداد په وړاندې د پاڅونمبارزه له داسې قربانیو راپیل شوه.

مشروطه نهضت د شلمې پېړۍ د پیل په کلونو کې د سراج‌الاخبار له انجمن او د حبیبیې لیسې د روښانفکر ښوونکیو له ناستو څخه راپیل شو. میرقاسم خان،د ارواښاد مولوي عبدالروف خان کندهاري دوه زامن، مولوي عبدالواسع او مولوي عبدالرب، غلام محی الدین افغان، پروفیسور غلام محمد خان مصور میمنه‌ګی، عبدالجلال خان، کاکا سیداحمدخان لودین، بابا عبدالعزیزخان، استاد انور بسمل او نور یې لومړني غړي وو.

هر غړي به دغه نهضت سره تر ملګرتیا وړاندې پر قرآن عظیم الشان او تورې لوړه کوله، چې دیني ارزښتونو ته له درناوي سره به د افغانانو د انساني حقونو د احقاق لپاره مبارزه کوي، د قدرت انحصار به د یوه شخص یا کورنۍ له لاس څخه باسي او د ولس د استازیو په وسیله به یې قانونمند کوي. د افغانستان د ټولو هستوګنو، قومونو او قبیلو ترمنځ به ملي یووالی ټینګوي، د معارف او عصري پوهنو په پراختیا، تعمیم او ټولو ته رسولو کې به هڅه کوي. د خلکو د ويښتیا لپاره به رسنۍ رامنځ‌ته کوي، ملي شورا به جوړوي او د ټولنیز عدالت و برابرۍ ترڅنګ به د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ اخیستو لپاره هڅې کوي. دوی د افغانستان د خلکو لپاره د خپلې زمانې نورې اسانتیاوې لکه پاکې اوبه، برېښنا، ښاري اسانتیاوې، کار او اقتصادي فعالیت هم غوښتل.

لومړی مشروطه نهضت وځپل شو، خو مشروطه غوښتنه لاژوندۍ وه، د دویم مشروطیت نهضت چې مشري یې ځوان شهزاده امان الله کوله، هغه مهال چې دغه روښانه ځوان پاچا شو، د محمود طرزي، ملکې ثریا، عبدالهادي داوي او ګڼو نورو روښانفکرو مبارزانو په مټ په څرګنده خپله مبارزه او هڅه پیل کړه او د یادو غوښتنو لویه برخه یې ترلاسه کړه. افغانستان خپلواک شو، ملي شورا جوړه او اساسي قانون رامنځ‌ته شو. انسان‌محوره سیاست او ولسواکۍ له ټولو ستونزو، خنډونو او غورځو پرځو سره سره خپل مزل له همدې ځایه پیل کړ. مشروطه نهضت د افغانستان د معاصر تاریخ په اوږدو کې د خلکو په ګټه د سیاست کولو ظرفیت رامنځ‌ته کړ او هېواد یې موډېرنې زمانې ته ورننه‌یوست.