عدم تشدد څه دی؟

نهتاوتریخوالی، عدم تشدد، عدم خشونت یا (Nonviolence) څه دی؟ دا د سیاسي مبارزې کومه شیوه و لاره ده؟ که د فیلوسوفیک تفکر کومه عملي پایله؟ له استبداد، بېعدالتۍ او نیواک سره عاطفي چلند دی؟ که په دینونو او ګروهو کې ریښه لري؟

نهتاوتریخوالی، عدم تشدد، عدم خشونت یا (Nonviolence) څه دی؟ دا د سیاسي مبارزې کومه شیوه و لاره ده؟ که د فیلوسوفیک تفکر کومه عملي پایله؟ له استبداد، بېعدالتۍ او نیواک سره عاطفي چلند دی؟ که په دینونو او ګروهو کې ریښه لري؟
ایا د نهتاوتریخوالي یا عدم تشدد په اړه په افغانانو کې سمه انګېرنه و پېژند شته؟ ولې ځینې هغه مبارزې چې د تشدد له لارې شوط او ډېرې وینې پهکې بهېدلي دي، بیا هم ناکامې وې، خو ځینې ناتاوتریخجنې مبارزې بریا ته رسېدلي دي. د مبارزې د دغې لارې بنسټونه څه دي؟
اې زما د نیکه زویه اې زما د مینې وروره
اې د نر بابا بچیه اې پیدا له نرې موره
سترګې ډکې د رڼا ستالاس دې تش، توره دې څه شوه؟
د غضب په نیلي سور شوېفولادي زغره دې څه شوه؟
وې: په نوې مستۍ مسته پاکه وینه د پښتون شوه
ولې ګوره که لیلا بیا تش په مینه د مجنون شوه
دا د عدم تشدد تر سرلیک لاندې د غني خان د شعر یوه برخه ده. غني خان د نهتاوتریخوالي د لوی مبارز باچا خان شاعر زوی و. داسې ویل کیږي، چې د شاعر غني خان زړه هم کله کله د نهتاوتریخوالي مبارزې ته تنګېده او دا یې بریالۍ لاره نهګڼله، ښايي په همداسې ناهیلۍ کې به یې ویلي وي:
خښتګ د پښتون شلیږي باچاخان ورته ګیندې وهي
ګاندي لیونی شوی دی سنډا ته سریندې وهي
نهتاوتریخوالی یا عدم تشدد هغه اصل او تګلاره ده، چې له مخې یې ټولنیز، سیاسي، مدني او شخصي بدلونونه د زور، فزیکي تاوتریخوالي او نورو ته د زیانرسولو له کارولو پرته رامنځ ته کیږي، د عدم تشدد لوښي و اوزار خبرې، استدلال، سولهيیز لاریونونه، مدني نافرمانۍ او بېوسلي پاڅونونه دي، چې د حق و عدالت د ټينګښت لپاره ترسره کیږي. ملګرو ملتونو هم د غه مبارزه تعریف کړې او د هغې په بهیر کې یې د بشري حقونو پر درناوي ټینګار کړی دی.
داسې باور دی، چې په ځینو هندويي دینونو کې دغه فکر لرغونې ریښې لرلې، خو په نومهالي تاریخ کې د انګریزي ښکېلاک په وړاندې د مهاتماګاندي مبارزې د نهتاوتریخوالي فکر مشهور او خپور کړ. په امریکا کې د مدني حقونو مبارز مارتین لوترکینګ او په سویلي افریقا کې د توکمپالنې په وړاندې مبارز نیلسن ماندیلا هم د دغې لارې مخکښان یادیږي.
خان عبدالغفارخان چې پښتانه یې باچاخان بولي د پښتنو د خپلواکۍ، ویښتیا او مدني حقونو د ترلاسه کولو د لارې مبارز هم خپله مبارزه د نهتاوتریخوالي پر فکر و باور ولاړه ساتلې وه. هغه په دې ټینګار کاوه چې د اسلام سپېڅلی دین هم د تاوتریخوالي مخالف دی او پښتانه باید د ټولیزې او ټولنیزې ویښتیا او روښانتیا له لارې دومره پیاوړي شي، چې خپل ټول حقونه واخیستلای شي.
په پښتونخوا کې د انجمن اصلاح الافاغنه او بیا وروسته خدايي خدمتګارو تحریک د پښتنو د ازادۍ او ویښتیا لپاره خپله مبارزه د نهتاوتریخوالي پر فکر سنبال کړې وه. په افغانستان کې لومړنی مشروطه نهضت هم له تاوتریخوالي پرته د خلکو د راویښولو او خپلو حقونو ته یې د پام وراړولو سیاست پرمخ ووړ، خو وځپل شو. تر خپلواکۍ روسته د ویښ زلمیان خوځښت هم په سولهییزه خو جدي ویښوونکې مبارزه باورمن نهضت و.
د عدم تشدد په اړه د افغانستان انټرنشنل - پښتو فرهنګي سپړنه پروګرام دلته لیدلی شئ: