• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
فرهنګي سپړنه - د لېوال لیک

شخصي حریم څه دی؟

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۲۸ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۱

انسان که څه هم یو ټولنیز موجود دی او د ژوند ډېره برخه کړه‌وړه، انتخابونه، افکار، ارزښتونه او اړتیاوې یې له نورو او ټولنې سره د اړیکو له مفهومه تعریفېږي، خو بیا هم هر انسان غواړي د خپل محرمیت او شخصي حریم شاوخوا داسې سره کرښه ولري چې هېڅوک یې ور ونه‌ړنګوي.

کور، کورنۍ، څېره، جامې، فکر، د زړه خواله، شخصي معلومات او نورځانګړي انتخابونه یې یوه برخه دي.
د افغانانو ستر حکیم خوشال خان خټک په دستارنامه کې فرمايي:
بل چې د محل د کورونو د ازواج د وابسته‌و وي غیرت. بل چې د ازدواج د محل د مستوراتو وي، دا غیرت دې هسې وي، چې مچ د چا به وجود کیني هم دې پر غیرت شي. غیور دې ترهسې حده وي او په دا کې دوه قسمه غیرت دی: یو غیرت د عاقلانو بل د جاهلانو. د جاهلانو دا چې بدګوماني کا، جاسوسي کا، په تش ګومان یا په تش اروېدو خبره زیاتوي یا څوک وژني یا څوک وهي. دا غیرت نه‌دی دا جهل و حماقت دی. تر محمد رسول الله بل څوک غیور نه‌و په اِفک د بي بي عایشې چې مشرکانو مخ تور کړی و، څو حِلم و تحمل سرور وکړ تر هغه پورې چې باطل وبله روشن شول، آیت نازل شو. د عاقلانو غیرت دا دی، چې هرګز په خپلو مستوراتو بدګوماني نه‌بویه، جاسوس جاسوسي نه بویه، غوږداري وسواس نه‌بویه، دا کارونه څه هسې نه دي چې پټ پاتې کیږي.
که په سل پردې یې نغاړې
پیاز ښکاره کا خپلې غاړې
هرچه خدای تعالی په ازل پاکې پیدا کړې دي، ناپاکې به نه‌شي.
نړیوالو قوانینو او د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې د هروګړي شخصي ژوند، کورنۍ او کورني اړیکي، استوګنځای او شخصي فضا، لیکنې او لیکني روابط، شخصیتي اعتبار د یوه انسان ځانګړي حریمونه ګڼلي چې د هرچا له هرراز لاس‌وهنې خوندي دي.
د مدني او سیاسي حقونو نړیوال میثاق وايي: « هېڅ شخص باید په خپل شخصي ژوند، کورنۍ، کور یا اړیکو کې له خپل‌سرې یا ناقانونې مداخلې سره مخ نه‌شي. دا سند دولتونه مکلفوي چې د افرادو شخصي حریم د ناقانانونه تېري څخه وساتي.»
دلته د شخصي حریم د خوندي‌توب ترڅنګ دا هم اړینه بلل شوې، چې په دې اړه دې روښانه او څرګند وضعي قوانین وي، چې د شخصي حریم بریدونه تعریف کړي.
د شخصي حریم درناوی هم په اخلاقو کې شامل بحث دی او هم په قوانینو کې. دا په حقیقت کې د یوې سالمې ټولنې د رامنځته کولو لپاره بنسټي مسئله ده، چې د انسان د رواني امنیت یوه مهمه برخه جوړوي.
قوانین د وګړیو خصوصي حریم د رعایت بریدونه ټاکي، ځکه انسان داسې یوه حریم ته اړ دی. که د دې حریم بریدونه مشخص نه وي، په دې اړه ابهام ستونزې پېښوي. هره شېبه ویره اوضطراب چې د فرد څه خوندي دي او څه ناخوندي. په افغاني دود دستور او پښتني کوډونو کې شخصي حریم د درناوي وړ دی.

ډېر لیدل شوي

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي
۱
ځانګړی

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي

۲
روغتیا او ژوند

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوارځواکۍ بحران له کنټروله وتلی

۳

د امریکا یوې محکمې د افغان کډوالو کورنیو په ګټه پرېکړه وکړه

۴
ځانګړی

سرچینې: د هبت‌الله د فرمانونو ریاست د طالبانو د یو وزیر له خوا د خپلوانو ګومارنې څېړي

۵

طالبانو په خوست کې ۱۵۱ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

•
•
•

نور کیسې

عدم تشدد څه دی؟

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۴۲ GMT+۱
100%

نه‌تاوتریخوالی، عدم تشدد، عدم خشونت یا (Nonviolence) څه دی؟ دا د سیاسي مبارزې کومه شیوه و لاره ده؟ که د فیلوسوفیک تفکر کومه عملي پایله؟ له استبداد، بې‌عدالتۍ او نیواک سره عاطفي چلند دی؟ که په دینونو او ګروهو کې ریښه لري؟

ایا د نه‌تاوتریخوالي یا عدم تشدد په اړه په افغانانو کې سمه انګېرنه و پېژند شته؟ ولې ځینې هغه مبارزې چې د تشدد له لارې شوط او ډېرې وینې په‌کې بهېدلي دي، بیا هم ناکامې وې، خو ځینې ناتاوتریخجنې مبارزې بریا ته رسېدلي دي. د مبارزې د دغې لارې بنسټونه څه دي؟

اې زما د نیکه زویه اې زما د مینې وروره

اې د نر بابا بچیه اې پیدا له نرې موره

سترګې ډکې د رڼا ستالاس دې تش، توره دې څه شوه؟

د غضب په نیلي سور شوېفولادي زغره دې څه شوه؟

وې: په نوې مستۍ مسته پاکه وینه د پښتون شوه

ولې ګوره که لیلا بیا تش په مینه د مجنون شوه

دا د عدم تشدد تر سرلیک لاندې د غني خان د شعر یوه برخه ده. غني خان د نه‌تاوتریخوالي د لوی مبارز باچا خان شاعر زوی و. داسې ویل کیږي، چې د شاعر غني خان زړه هم کله کله د نه‌تاوتریخوالي مبارزې ته تنګېده او دا یې بریالۍ لاره نه‌ګڼله، ښايي په همداسې ناهیلۍ کې به یې ویلي وي:

خښتګ د پښتون شلیږي باچاخان ورته ګیندې وهي

ګاندي لیونی شوی دی سنډا ته سریندې وهي

نه‌تاوتریخوالی یا عدم تشدد هغه اصل او تګلاره ده، چې له مخې یې ټولنیز، سیاسي، مدني او شخصي بدلونونه د زور، فزیکي تاوتریخوالي او نورو ته د زیان‌رسولو له کارولو پرته رامنځ ته کیږي، د عدم تشدد لوښي و اوزار خبرې، استدلال، سوله‌يیز لاریونونه، مدني نافرمانۍ او بې‌وسلي پاڅونونه دي، چې د حق و عدالت د ټينګښت لپاره ترسره کیږي. ملګرو ملتونو هم د غه مبارزه تعریف کړې او د هغې په بهیر کې یې د بشري حقونو پر درناوي ټینګار کړی دی.

داسې باور دی، چې په ځینو هندويي دینونو کې دغه فکر لرغونې ریښې لرلې، خو په نومهالي تاریخ کې د انګریزي ښکېلاک په وړاندې د مهاتماګاندي مبارزې د نه‌تاوتریخوالي فکر مشهور او خپور کړ. په امریکا کې د مدني حقونو مبارز مارتین لوترکینګ او په سویلي افریقا کې د توکمپالنې په وړاندې مبارز نیلسن ماندیلا هم د دغې لارې مخکښان یادیږي.

خان عبدالغفارخان چې پښتانه یې باچاخان بولي د پښتنو د خپلواکۍ، ویښتیا او مدني حقونو د ترلاسه کولو د لارې مبارز هم خپله مبارزه د نه‌تاوتریخوالي پر فکر و باور ولاړه ساتلې وه. هغه په دې ټینګار کاوه چې د اسلام سپېڅلی دین هم د تاوتریخوالي مخالف دی او پښتانه باید د ټولیزې او ټولنیزې ویښتیا او روښانتیا له لارې دومره پیاوړي شي، چې خپل ټول حقونه واخیستلای شي.

په پښتونخوا کې د انجمن اصلاح الافاغنه او بیا وروسته خدايي خدمتګارو تحریک د پښتنو د ازادۍ او ویښتیا لپاره خپله مبارزه د نه‌تاوتریخوالي پر فکر سنبال کړې وه. په افغانستان کې لومړنی مشروطه نهضت هم له تاوتریخوالي پرته د خلکو د راویښولو او خپلو حقونو ته یې د پام وراړولو سیاست پرمخ ووړ، خو وځپل شو. تر خپلواکۍ روسته د ویښ زلمیان خوځښت هم په سوله‌ییزه خو جدي ویښوونکې مبارزه باورمن نهضت و.

د عدم تشدد په اړه د افغانستان انټرنشنل - پښتو فرهنګي سپړنه پروګرام دلته لیدلی شئ:

استعمار؛ پرون او نن

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۴۷ GMT+۱
100%

ښکېلاک یا استعمار، چې ګڼ ملتونه یې د خپل تاریخ توره دوره بولي، په وړاندې یې مبارزه خپله ملي حماسه او ښکېلاک ضد مبارزین ملي اتلان یادوي. خو ایا دا پوښتنه مو له ځانه کړې ده، چې ښکېلاک څه دی؟ ولې او څنګه رامنځ‌ته شو؟ چا ؟ څوک ولې ښکېل کړل؟

ایا د استعمار موخه او انګېزه یوازې اقتصادي وه؟ فرهنګي ښکېلاک څه دی؟ او تر ټولو مهمه پوښتنه: ایا ښکېلاک پای ته رسېدلی؟ که نه؟ نوی ښکېلاک څه او نوې بڼې یې څنګه دي؟

استعمار له استحمار څخه پیلیږي

ناپوهۍ نه هر ملت کندې ته لویږي

ځان څراغ کړه چې جهان درته ښکاره شي

په تیاره کې رڼې سترګې هم ړندیږي

دا د بشریت لرغونی عادت و، چې زورورې واکمنۍ کمزوري هېوادونه ونیسي او خپله واکمني دې لاپسې پراخه کړي، خو دا نیواک به یا د زمکې د پراختیا او یا هم د شتمنیو د چور تالان لپاره کېده او یا به یې دیني و مذهبي دلایل لرل. خو هغه څه چې موږ یې نن ښکېلاک یا استعمار بولو له هغه لرغوني نیواک سره یوڅه توپیرونه لري.

په شپاړسمه پېړۍ کې، لومړی پرتګالیان و اسپانویان او بیا ورپسې انګلیسان، فرانسویان او هالندیان د نورو هېوادونو د سرچینو او بشري ځواک په ورخپلولو پسې راووتل. په دې ترڅ کې د امریکا لویه وچه کشف او لاندې کړای شوه. همدا چې په اروپا کې د صنعتي انقلاب ماشین وغورېد، سمندري لویې بېړۍ جوړې شوې، اومه توکو ته اړتیا زیاته شوه، نو ورسره د صنعتي دوران ښکېلاک هم پیل شو. د کلونیالیسم (Colonialism) مفهوم د لاتینې ژبې د کالونیا له ریښې راته چې د ودانۍ په مانا و. د عربي ژبې استعمار چې د ودانولو هڅه (د اعمار طلب) یې ژباړلای شو، هم ځکه د کلونیالیسم معادله منل شوې اصطلاح ده.

د تاریخ په یوه پړاو کې لویو صنعتي ځواکونو ښکېل شوې نړۍ یا مستعمرات تر خپل منځه وویشل، دا ویش بشپړ سوله‌ییز نه و. ښکېل شويو هېوادونو د ښکېلاکي رقیبو ځواکونو د خپل‌منځي سیالیو کړاو هم وزغامه.
 لویه لوبه (The Great Game) د همداسې سیالۍ یوه بېلګه ده چې افغانستان یې تباه کړ.

لویې نړیوالې جګړې هم د ښکېلاکي سیاستونو په بهیر کې د نړۍ پر ویش رامنځ‌ته شوې، خو د ښکېل شویو هېوادونو ملتونه هم کرار نه‌ وو ناست. دوی د خپلواکۍ مبارزې کولې او څو پېړۍ وینې وبهېدې. ښکېلاکګرو هڅه کوله خپل قرباني ملتونه وپېژني، د دوی فرهنګ، ژبې، دودونه، دوستۍ او دوښمنۍ، باورونه، جغرافیا، تاریخ او حساسیتونه ځان ته معلوم کړي او پوه شي، چې څنګه یې تر ډېرې مودې ښکېل ساتلای شي. استعمارګرانو په خپلو مستعمرو کې خپل‌منځي شخړې جوړولې، هڅه یې کوله ښکېل شوي ملتونه د علم، پوهې، ساینس، تکنالوژي، ودې، مختګ او هوسا ژوند له امکاناتو محروم وساتي، دوی باور درلود چې که ښکېل شوي ولسونه پوه او هوښیار شول، نو بیا هرومرو خپلواکۍ ته ځان رسوي. د خرافاتو او ناپوهۍ وسله تر ټولو کارنده وسله وه، چې ښکېلاکګرو د خپلو قربانیانو په وړاندې کاروله. که څه هم د شلمې پېړۍ له پیله ګڼو هېوادونو سیاسي خپلواکي ترلاسه کړه، خو ښکېلاک او زبېښاک پای ونه‌موند. بڼې یې بدلې شوې، روایتونه او وسایل یې بدل شول، تنده او تپاس یې لا زیات، خونړی او پېچلی شو.

نن سبا د مخامخ پوځي نیواک پرځای اقتصادي محاصرو، تجارتي پورونو، بندیزونو، تحریمونو، تکنولوژیک ښکېلتیا، فرهنګي اغېز، د ترهګرۍ په نامه جوړو جګړو، د نیابتي ډلو ګومارلو او د امنیتي – استخباراتيزونونو په کرښو کې دننه تر اغېز لاندې جغرافیايي ویش د ښکېلاک نوي چلونه او چلندونه دي.

د نوي ښکېلاک په وړاندې د ټولنو خپلواک پاتېدل اقتصادي پیاوړتیا، فرهنګي روښانتیا، لوړ ملي شعور، د پوهنې، ساینس او تکنولوژي راخپلول او پیاوړي خدمتګار او قانونمند حکومتونه غواړي، چې د کورني مشروعیت پر بنسټ نړیوال پیاوړی حضور ولري او څوک یې د ښکېلولو او زبېښاک جرئت ونه‌کړای شي.

مشروطیت د انسان‌محوره سیاست پیل

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۳۳ GMT+۱
100%

د سیاست او حقونو په بحث کې د زړې او نوې زمانې ترمنځ برید مشروطیت یا قانون‌واله ده. په دغه زمانه کې د انسان ازادي، حق او هوسایینه د سیاستونو او ټولنیزو هڅو په محور کې راځي.«هره ښېګڼه د انسان لپاره!» شعاراو انسان‌محوره تفکر د فرهنګي خواله یا دیسکورس پر افق راڅرګندیږي.

هغه قوانین د ټولنیز تعامل بنسټ ګرځي، چې د ټولنې جمهور پرې هوکړې ته رسېدلی وي او د خپل ټولنیز ژوند د تنظیم لپاره یې سره قراداد کړي، د واک د ویش ځواکونه رامنځ‌ته کیږي او ټولنیزه برابري مانا مومي.

ترک مال و ترک جان و ترک سر

در ره مشروطه اول منزل است

دا بیت د لومړي مشروطه نهضت د مشر مولوي محمد سرور واصف الکوزي له قلم څخه هغه مهال پر کاغذ راغی، چې له خپلوانو او ملګرو سره یې د توپ خولې ته تاړه . او څو شېبې روسته یې د مشروطیت په ارمان ژوند و هرڅه پرېښودل پردغه ورځ مولوي واصف له خپل ورور سعدالله او تره عبدالقیوم سره په توپ والوځول شول، ګڼ نور مشروطه غوښتونکي هم یا ووژل شول او یا داسې شکنجه و زندانیان شول، چې تر مرګ یې کړاو کم نه و.

د افغان انسان لپاره د حق غوښتنې او د استبداد په وړاندې د پاڅونمبارزه له داسې قربانیو راپیل شوه.

مشروطه نهضت د شلمې پېړۍ د پیل په کلونو کې د سراج‌الاخبار له انجمن او د حبیبیې لیسې د روښانفکر ښوونکیو له ناستو څخه راپیل شو. میرقاسم خان،د ارواښاد مولوي عبدالروف خان کندهاري دوه زامن، مولوي عبدالواسع او مولوي عبدالرب، غلام محی الدین افغان، پروفیسور غلام محمد خان مصور میمنه‌ګی، عبدالجلال خان، کاکا سیداحمدخان لودین، بابا عبدالعزیزخان، استاد انور بسمل او نور یې لومړني غړي وو.

هر غړي به دغه نهضت سره تر ملګرتیا وړاندې پر قرآن عظیم الشان او تورې لوړه کوله، چې دیني ارزښتونو ته له درناوي سره به د افغانانو د انساني حقونو د احقاق لپاره مبارزه کوي، د قدرت انحصار به د یوه شخص یا کورنۍ له لاس څخه باسي او د ولس د استازیو په وسیله به یې قانونمند کوي. د افغانستان د ټولو هستوګنو، قومونو او قبیلو ترمنځ به ملي یووالی ټینګوي، د معارف او عصري پوهنو په پراختیا، تعمیم او ټولو ته رسولو کې به هڅه کوي. د خلکو د ويښتیا لپاره به رسنۍ رامنځ‌ته کوي، ملي شورا به جوړوي او د ټولنیز عدالت و برابرۍ ترڅنګ به د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ اخیستو لپاره هڅې کوي. دوی د افغانستان د خلکو لپاره د خپلې زمانې نورې اسانتیاوې لکه پاکې اوبه، برېښنا، ښاري اسانتیاوې، کار او اقتصادي فعالیت هم غوښتل.

لومړی مشروطه نهضت وځپل شو، خو مشروطه غوښتنه لاژوندۍ وه، د دویم مشروطیت نهضت چې مشري یې ځوان شهزاده امان الله کوله، هغه مهال چې دغه روښانه ځوان پاچا شو، د محمود طرزي، ملکې ثریا، عبدالهادي داوي او ګڼو نورو روښانفکرو مبارزانو په مټ په څرګنده خپله مبارزه او هڅه پیل کړه او د یادو غوښتنو لویه برخه یې ترلاسه کړه. افغانستان خپلواک شو، ملي شورا جوړه او اساسي قانون رامنځ‌ته شو. انسان‌محوره سیاست او ولسواکۍ له ټولو ستونزو، خنډونو او غورځو پرځو سره سره خپل مزل له همدې ځایه پیل کړ. مشروطه نهضت د افغانستان د معاصر تاریخ په اوږدو کې د خلکو په ګټه د سیاست کولو ظرفیت رامنځ‌ته کړ او هېواد یې موډېرنې زمانې ته ورننه‌یوست.

روښانفکري څه او روښانفکر څوک دی؟

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۰۴ GMT+۱
100%

فکر او تفکر د هر انسان بشري ځانګړنه ده. فکر کول هغه نعمت دی، چې څښتن هرچا ته ورکړی، خو کله چې د روښانفکر نوم رامخکې شي، داسې معنا ورنه اخیستل کیږي، چې ښايي دا به د لږو او خاصو انسانانو کومه ډله وي. که روښانفکران کم وي، نو ایا پاتې نور خلک د تیاره فکر خاوندان دي؟

همدلته پوښتنه رامنځ‌ته کیږي، چې روښانفکر چا ته ویل کیږي؟ او روښانفکري څه ده؟

استاد ګل پاچا الفت فرمايي:

یو یې لوی بولي، هغه بل ورته وړوکی وايي

خېټه یې لویه او ککره یې وړه ده ډېره

کور یې دی نوی، کالي نوي دي، موټر نوی دی

فکر یې زوړ دی، خیال یې زوړ، ارزو زړه ده ډېره

د بشر یوه ځانګړنه دا ده، چې له خپل فکر څخه د خپل ژوند د شرایطو د لاښه‌والي لپاره ګټه اخلي. بشر ټولنیز موجود دی او د انساني ژوند د شرایطو د ښه‌والي هڅه هم هغه وخت مانا مومي چې ټولیزه یا جمعي وي. هر هغه انسان چې د خپل چاپېریال او ټولنې د انسانانو د ژوند د شرایطو د ښېګڼې لپاره فکر و عمل کوي هغه روښانفکر انسان دی. عادي انسانان د ځان او روښانفکران د نورو لپاره فکر کوي، ځکه باور لري چې له ټولنیزې هوسایینې پرته فردي هوساینه ممکنه نه‌ده.

لوی روښانفکران بیا هغه دي، چې د ټول بشریت د ژوند د ښېګڼې لپاره فکر و عمل کوي.

نامتو اګزستنسیالیست فیلوسوف او لیکوال ژان پُل سارتر ویلي و: «روښانفکر هغه دی، چې د هرې ټولنیزې بېعدالتۍ پروړاندې (نه ) ووایي، همدا یوه شرافتمندانه ( نه ) له سلو هغو ( هو ) ګانو څخه غوره ده چې دبېعدالتۍ په شتون کې یې وایو.»

روښانفکري د هرشر او بدۍ په وړاندې د پاڅون او درېدنې هڅه ده، هغه شر او بدي چې ټولنه زیانمنوي.

د روښانفکرانو د ويښتیايي، روښانتیايي او بدلون راوستونکې ونډې او مسئولیت له مخې پایلې ته رسیږو، چې هر لوستی یا تحصیل‌کړی بنیادم روښانفکر انسان نه‌دی. هغوی چې د خپلې ټولنې د ښېګڼې لپاره مبارزه کوي، که نالوستي هم وي، روښانفکران یې بللی شو.

په یوه ټولنه کې به ډېر تحصیل کړي او لوستي وګړي وي، خو که نه‌شي کولای د استبداد، ظلم، بې‌عدالتۍ، تحجر او خرافاتو له منځه‌وړلو او د ټولنې په ژوند کې د مثبت تغییر لپاره منسجم او هماهنګ عمل وکړي، نو په حقیقت کې دا ټولنه له روښانفکرو څخه تشه ټولنه ده.

د دې معادلې له مخې پایله اخلو، چې هوسا او روښانه ټولنې روښانفکران لري او محرومې و استبدادځپلې ټولنې د روښانفکرانو له لرلو هم محرومې دي.

په یوه حساب د مشروطیت نهضت د افغانستان په معاصر تاریخ کې د یوه منسجم روښانفکري خوځښت پیل ګڼلای شو. داسې یو روښانفکري خوځښت چې هڅو او قربانیو یې پایلې لرلې، د همدوی د هڅو په برکت دویم مشروطیت د افغانستان خپلواکي د خلکو په ملاتړ وګټله او افغانستان ته یې د مدني اصلاحاتو او موډېرن ژوند لومړني ظرفیتونو راوستل. تر دې روسته د افغانستان روښانفکري خوځښتونو وده وکړه. له ټولو لوړو ژورو، خنډونو، بریاوو او ستونزو سره سره یې په تېره یوه پېړۍ کې لویو بدلونونو ته لاره هواره کړه.

له اوسنۍ تیارې او ناورین څخه د ژغورلو لاره هم د روښانفکرو افغانانو په فکر، عمل، هڅو او منسجم فعالیت تیریږي، له دې پرته نورڅوک نه‌شته، چې افغان او افغانستان وژغوري.

د فرهنګي سپړنې پروګرام دلته لیدلی شئ: