ایا کابل وچېږي؟

کابل د افغانستان پلازمېنه او د سیمې له ګڼمېشته ښارونو څخه دی. خو اوس اوس دغه ښار له یوه لوی طبیعي او بشري ناورین سره مخ ښکاري. له اوبو څخه د وچېدو ناورین. پلازمېنه هم د څښاک او هم د سمسورتیا لپاره اوبه نهلري.

کابل د افغانستان پلازمېنه او د سیمې له ګڼمېشته ښارونو څخه دی. خو اوس اوس دغه ښار له یوه لوی طبیعي او بشري ناورین سره مخ ښکاري. له اوبو څخه د وچېدو ناورین. پلازمېنه هم د څښاک او هم د سمسورتیا لپاره اوبه نهلري.
د کابل ځمکې لاندې اوبه لاپسې د ځمکې تل ته لوېږي او د ورښتونو کچه ډېره کمهه شوې ده.
اقلیمي ستونزې، د هستوګنو زیاتوالی، د اوبو بېپروا او بېرویې لګښت او د اوبو رسولو د زېربنا کمزوري یې یوه برخه لاملونه دي. ایا کابل وچیږي؟
د کابل میوې خوراک دي د طوطیانو
پرې خواره شول تور کارغان له هندوستانه
یو شدت د بادشاهانو ترمنځ پرېوت
بل دا ملک شو یوڅوکاله بې بارانه
د آوۍ څښتن دعا کړي چې نرخ ګران کړې
للميکار په زړه پریشان مېنه ویرانه
د افغانانو ستر حکیم خوشال خان خټک د کابل مڼې او میوې یادې کړي، خو له ورپېښې وچکالۍ یې هم سر ټکولی، بابرشاه په کابل کې ځان ته باغ جوړ او بیا یې وصیت وکړ، چې په همدې باغ کې دې خښ کړای شي. یو مهال کابل په خپلو باغونو مشهور و، ګل باغ، باغ عمومي، باغ شهرارا، باغ علیمردان، باغ قاضي، باغبالا، باغ جهانارا او باغ چهلستون. د چهاردهي سمسوره سیمه او ښکلې هوا، د پغمان مناظر، قرغه، د ستالف ښکلاوې او د نیلاب څپاندې اوبه. چمچه مست او د ګذرګاه یخدان. دې ټولو ښووله چې کابل پرېمانه اوبه لرلې.
خو په روستیو لسیزو کې کابل تږی شو، کابل بې واورې و بېبارانه شو، نږدې دی، چې بېاوبو او وچ شي. د کابل د ځمکې ستونی وچ دی او د کال ګڼې میاشتې یې په سیند کې اوبه نهبهیږي. د باغونو او کروندو ځای کانکریټي او ډبرینو ودانیو نیولی، چې د زمکې له زړه څخه اوبه زبيښي. دیموګرافیک لېږد او د نفوسو هجوم هغه ښار چې څوسوه زره کسانو ته یې ځای ورکولای شو اوس په کې په میلیونونو وګړي اوسي، پرته له دې چې کانالیزسیون او د اوبو رسولو سیستم یې نوی کړای شي، درګرده یې له رګ رګ څخه اوبه ایستل کیږي او بخیلې وریځې یې هم پر دغه حال یو څاڅکی اوښکه نهبهوي. پوښتنه دا ده، چې اقلیم بدل شوی؟ که انسانان؟ تنده زیاته شوې که اوبه کمې شوې؟ انسانانو څه کړای شول، چې نهیې دي کړي؟ او څه باید وشي؟ چې کابل او کابلیان له دې ناورین څخه وژغورل شي؟
د اوبو د برخې متخصصان او کارپوهان وايي: افغانستان بېاوبو نه دی، خو موږ بې اوبو کړی دی. دولتونه، اړوند سکتوري ادارې، خلک او هغوی چې په دې برخه کې د عامه پوهاوي امکانات لري، په دې برخه کې مسئول دي. کارپوهان درې اساسي لارې وړاندیزوي:
کابل ته له څېرمه بهېدونکیو سیندونو څخه د بندونو او کانالونو له لاره ښار ته د اوبو رسولو پر شبکو کار پیلول. د اوبو د سمې کارونې او د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره اړین اقدامات او له ځمکلاندې اوبو څخه په احتیاط ګټنه او له بېلابېلو لارو څخه یې د زېرمو بېرته ډکول حللارې دي.
د زمکلاندې اوبو د زېرمو بېرته پوره کول د کوچنیو بندونو (چکډېمس)، د ورښتونو د اوبو لپاره د جذب امکانات برابرول او په غونډیو او شېلو کې د کندو په ایستلو سره سمسورتیا او د اوبو زېرمه کولو ته لار هوارول یې اسانه هڅې دي.
د فرهنګي بنسټونو، رسنیو، شخصیتونو او وسایلو مسولیت دا دی، چې د اوبو او چاپېریال په اړه د تخصصي پیامونو په رسولو کې د عامه پوهاوي لپاره هڅې وکړي او کابل له وچېدو څخه وژغوري.