انلاین زدکړې، اړتیا او نیمګړتیا

په وروستیو کلونو کې چې افغان نجونې او ځوانان د بېلابېلو ستونزو او خنډونو له کبله له حضوري زدکړو محروم شوي،دهغوی لپاره د یوې جدي اړتیا له مخې انلاین زدهکړې د بدیل په توګه تربحث لاندې راغلي دي.

په وروستیو کلونو کې چې افغان نجونې او ځوانان د بېلابېلو ستونزو او خنډونو له کبله له حضوري زدکړو محروم شوي،دهغوی لپاره د یوې جدي اړتیا له مخې انلاین زدهکړې د بدیل په توګه تربحث لاندې راغلي دي.
په دې کې هېڅ شک نشته چې له زدکړو څخه دبشپړ محرومیت په نسبت دغه امکان زرین فرصت ګڼل کیږي، خو د کیفیت، اعتبار او تخنیکي اسانتیاوو له نظره یې په اړه اندېښنې شته. انلاین زدکړې څه دي او څنګه یې کیفیت، اعتبار او ورته لاسرسی ښه کېدلای شي؟
له لرې واټن څخه د ښوونې و روزنې تاریخچه یې راته وايي چې داسې زدکړې شاوخوا یوه پېړۍ مخینه لري. هغه مهال چې د نوې ترانسپورتي چټکتیا له برکته پوسټي خدمات اسانه و چټک شول، نو یوشمېر پوهنتونونو او کالجونو خپل لکچرنوټونه او ان د ازمویینو پوښتنپاڼې د پوستې له لارې زدهکوونکیو ته استولې او په ځینو مواردو کې یې د ازمویینو ځوابونه هم ترلاسه کول. د شلمې پېړۍ د دویمې نیمايي په پیل کې چې ټلویزیوني امکانات اسانه شول، ځینې استادانو له یوه هېواده په بل هېواد کې زدهکوونکیو ته تلویزیوني یا غږیز لکچرونه ورکول. خو په نولس سوه نويیمې لسیزې کې انټرنټ نړۍ سره وګنډله او د نړیوالتیا په بهیر کې د نړیوال کلي اصطلاح د اړیکتيايي اسانتیاوو پر بنسټ رامنځ ته شوه، چې د یویشتمې پېړۍ په پیل کې د نویو انلاین پلاتفورمونو له رامنځته کېدو سره له لرې د زدکړې مفهوم ورو ورو د انلاین زدکړو پړاو ته ننوت. مجازي ټولګي جوړ شول او د تکنالوژۍ ماهرانو د تدریس لپاره ځانګړي پلاتفورمونه طرح کړل.
پوهنتونونو او ښوونیزو موسسو په احتیاط او د کیفیت ساتنې له قید سره سم انلاین زدکړو ته لار پرانیستله. په ۲۰۲۰ کال کې کووید ۱۹ یا کرونا ناروغۍ نړۍ پرسرواخیسته او کورناستی یې پر میلیونونو انسانانو لازمي کړ. د دغې ناروغۍ د چټکې خپرېدا پرمهال یوشمېر پوهنتونونو، د زدکړو موسسو او ان په یوشمېر هېوادونو کې ښوونځیو د انلاین زدکړو بهیر راپیل کړ، چې روسته بیا تر یوه بریده دغه دود پاتې شو.
د افغانستان ستونزه بیا نوره هم پراخه وه، که څه هم کووید ۱۹ کمزوری شو او نورو هېوادونو بېرته حضوري ټولګیو ته مخه کړه، خو په افغانستان کې د زدکړو بهیر بېرته هغسې راژوندی نهشو،ګڼ استادان بهر ووتل او نجونې په کور کېنول شوې، کورنیو د خپلو بچیانو له بیخي محرومیت څخه غوره وګڼله چې په هرډول وي باید بچي یې زدکړو ته دوام ورکړي، زرګونه کورنۍ یوازې د بچو په زدکړو پسې له وطنه ووتې خو ټولو ته دا امکان نهو، بیا هم یوازینی بدیل انلاین زدکړې وې. خو څنګه؟ څومره؟ په کومو تخینکي امکاناتو؟ کوم اکاډمیک اعتبار؟ او کوم علمي کیفیت؟ دا پوښتنې جدي وې او لاهم جدي دي.
د دې برخې د کارپوهانو په نظر، داسې انلاین زدکړې یوازې د افغانستان زدهکوونکیو ته نه، بلکې لا هم په ټوله نړۍ کې یوشمېر پوهنتونونو او د زدکړو نورو موسساتو کې دود دي، خو هغه څه چې په افغانستان کې توپیر لري، هغه مجبوریت دی، چې نجونې او ان نارینه محصلان یې لري. استادان له هېواده وتلي دي. د لوړو او منځنیو زدکړو نصاب کې ناعلمي لاسوهنې شوي او لازم تخنیکي امکانات نهشته. ګڼو افغان پېغلو او ځوانانو ته د انترنیټ هغسې اسانتیا نهشته چې د دوی زدکړې پرې منظمې وړاندې ولاړې شي، ځکه خو په دې برخه کې ښايي د افغان زدهکوونکو لپاره باید د بحران او غیرعادي شرایطو په نظر کې نیولو سره ځينې ځانګړي میتودونه په نظر کې ونیول شي.
د زده کړو لپاره علمي اعتبار، د بریا د اسنادو رسمیت او د تدریسي ژبو اړتیاوې باید په کلکه په نظر کې وي. نجونو ته ښايي لومړیتوب ورکړل شي او په دې اړه په نړیوال کچ هغه بنسټونه او هېوادونه چې مرسته کولای شي، په تېره بیا یونیسف، یونیسکو او نور نړیوال سازمانونه ښايي راوننګول شي، چې د بشریت د یوې محرومې برخې لپاره مرسته او د ځانګړیو اسانتیاوو په برابرولو کې خپل مسئولیت ترسره کړي.