• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مشهوره ټيک‌ټاکره «ګیله‌منه» په راولپېنډۍ کې په ډزو وژل شوې

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۱۰ GMT+۱

د پاکستان د راولپېنډۍ په ټېکسلا کې یوه ۲۸ کلنه پېژندل شوې ټيک‌ټاکره عایشه چې په «ګيله منه» مشهوره وه د وسله‌والو موټرسایکل سپرو له لوري په ډزو وژل شوې او کشره خور یې سخته ټپي شوې ده. ویل کېږي، بریدګر له پېښې وروسته په تېښته بریالي شوي دي. دغه ټيک‌ټاکره د پښتونخوا اوسېدونکې وه.

د ټېکسلا پولیسو ويلي، دا پېښه د تېرې جمعې په ماښام (د زمري ۲۳مه) رامنځته شوې او د لومړنیو معلوماتو له‌مخې، وژل شوې ښځه شمسو بي‌بي چې د عایشې او ګیله‌منې په نومونو یې په ټيک‌ټاک کې فعالیت کاوه، له خپلې ۱۵ کلنې خور اسمیا بي‌بي او ورور نعمت‌الله سره په خپل موټر کې له کوره وتلې او په لاره کې پرې وسله‌والو موټرسايکل سپرو ډزې کړې دي.

ځايي پولیس وايي، په دې پېښه کې یاده ټيک‌ټاکره وژل شوې او خور یې سخته ټپي شوې ده او په وینا یې، د وژل شوې ټيک‌ټاکرې پلار فضل په مدعيت کې قضیه ثبت کړې او د پېښې د بېلابېلو اړخونو په اړه پلټنې روانې دي.

فضل ويلي، اصلي د خيبرپښتونخوا د کوز دير اوسېدونکي او اوس له اسلام‌اباد سره نږدې په «فېصل‌هېلز» سيمه کې مېشت او ژوند کوي.

هغه زیاته کړې، چې لور یې له درېیو- څلورو کلونو راهیسې په ټيک‌ټاک کې فعاله وه او په ټولنیزه رسنۍ کې یې شاوخوا ۱،۳ میلیونه پلویان (فالورز) لرل.

د پولیسو په ثبت شوې قضيه کې ویل شوي، چې وژل شوې ښځې له کوثر او جاوېد سره چې په شاهین مشهور دی مالي راکړه ورکړه لرله او د پیسو د بېرته ورکولو په تړاو ورته د مرګ ګواښونه هم شوي وو.

د دغې ټيک‌ټاکرې پلار ويلي، هغه باوري دی چې لور یې دغو کسانو په خپله، يا د چا په لاس وژلې ده، چې په‌کې د کاشف په نوم یو کس چې مستعار نوم یې کاشي دی هم شامل دی.

د راولپېنډۍ د پولیسو په وینا، په تېرې جولای مياشت کې هم د یادې سیمې په شاوخوا کې د علي‌رضا په نوم یو بل ټيک‌ټاکر هم وژل شوی وو.

د روان لمریز کال د وري ۲مه یوه بله مشهوره پېژندل شوې ټیک‌ټاکره ثنا جاوید چې په «لوفره» مشهوره وه، په اسلام اباد کې په ډزو وژل شوې وه. هغه وخت پولیسو ويلي وو، چې شکمن بریدګر محمد صادق چې د ثنا میړه هم وو، له پېښې وروسته ځای پر ځای ځانوژنه کړې وه. یاده ټیک‌ټاکره هم د خیبر پښتونخوا د اټک اوسیدونکې وه.

ډېر لیدل شوي

په کراچۍ کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور پټې شتمنۍ
۱

په کراچۍ کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور پټې شتمنۍ

۲

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟

۳

د ارګ د یوه پخواني کارکوونکي یادښت: له طالبانو سره څو میاشتې ماموریت

۴

مشهوره ټيک‌ټاکره «ګیله‌منه» په راولپېنډۍ کې په ډزو وژل شوې

۵
شننه

د طالب واکمنۍ پنځم کال؛ له سیاسي حل څخه ناهیلي او د شيندلي پوځي مقاومت ګواښونه

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: له ښځو سره د اقتصادي مرستو کمېدل د افغانستان د راتلونکي لپاره جدي خطر دی

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۵۲ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، په افغانستان کې د ښځو اقتصادي ونډه پیاوړې کول لا هم د بېوزلۍ، اقتصادي ستونزو او ټولنیزو فشارونو د کمولو لپاره له تر ټولو اغېزمنو لارو څخه دي او له افغانستانه د نړیوالو مرستو کمېدل باید د دغه هېواد د خلکو د هېرېدو په معنا نه وي.

یو این ډي پي افغانستان د اګست په ۱۵مه په یوه راپور کې، چې د ۲۰۲۱ کال له بدلونونو پنځه کاله وروسته د ښځو پر اقتصادي وضعیت تمرکز کوي، ویلي چې په هېواد کې بېوزلي، بېکاري، د اقلیم اړوند ستونزې او اقتصادي ناڅرګندتیا لا هم د میلیونونو افغانانو ورځنی ژوند اغېزمنوي. د راپور له مخې، اوس درې له څلورو افغانانو څخه د خپلو لومړنیو ورځنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي.

راپور وايي، په تېرو پنځو کلونو کې د افغان ښځو پر وړاندې اقتصادي او ټولنیز فرصتونه محدود شوي او ورسره د خپل راتلونکي په اړه د پرېکړې کولو وړتیا هم اغېزمنه شوې ده. په همدې حال کې، د کورنیو د اقتصادي فشارونو له زیاتېدو سره د ښځو عایداتي ونډه تر بل هر وخت مهمه شوې ده.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې ټینګار کړی چې «اوس د افغانستان د پرېښودلو وخت نه دی»، بلکې د دغه هېواد د روانو ستونزو له امله د دوامدار ملاتړ اړتیا لا ډېره شوې ده. د دې ادارې په وینا، د ښځو په اقتصادي فعالیتونو کې پانګونه د لاسته راوړنو د ساتنې، د ښځو د اقتصادي خپلواکۍ، د ټولنو د پیاوړتیا او د کورنیو د مقاومت د زیاتولو لپاره یوه عملي او اغېزمنه لار ده.

د راپور په وینا، د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا (WE-ACT) پروژه، چې دیو این ډي پيله لوري د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جایکا) په مالي ملاتړ پلې شوې، د ښځینه متشبثینو لپاره مالي مرستې، مسلکي روزنه، وسایل او بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.

یو این ډي پي وايي، د دې پروژې تر بشپړېدو پورې په ټول افغانستان کې د ښځو ۱۴۰۰ کاروبارونه ملاتړ شوي چې له ډلې یې ۱۲۶۰ غیررسمي کوچني کاروبارونه او ۱۴۰ رسمي واړه او منځني شرکتونه وو. د راپور له مخې، دغې پروژې د څه باندې ۵۳۰۰ دندو په رامنځته کولو یا ساتلو کې مرسته کړې چې ۸۷ سلنه یې ښځو ترسره کړې دي.

په راپور کې د مریم په نوم د اوو اولادونو د مور بېلګه هم یاده شوې ده. کله چې یې مېړه خپله دنده له لاسه ورکړه، مریم د خپلې کورنۍ د اقتصادي ملاتړ لپاره د افغان دودیزو کلچو پخول پیل کړل. خو د پانګې او وسایلو له کمښت سره یې کاروبار محدود و.

دد یو این ډي پيپه وینا، مریم د دغه پروژې له لارې د سوداګرۍ روزنه، مالي مرسته او اړین وسایل ترلاسه کړل او خپل کارځای یې پراخ کړ. د هغې میاشتني پلور دوه برابره شوی او اوس هره ورځ شاوخوا ۴۸۰ کلچې تولیدوي، په داسې حال کې چې له سوپرمارکېټونو سره قراردادونو ورته د عاید یوه باثباته سرچینه برابره کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، د ښځو اقتصادي خپلواکي یوازې د هغوی د عاید د زیاتېدو سبب نه کېږي، بلکې ښځو ته دا توان هم ورکوي چې د خپلو ماشومانو د زده کړو او روغتیا لپاره پانګونه وکړي، د کورنیو په پرېکړو کې ونډه واخلي او په ټولنیز ژوند کې پراخه ونډه ولري.

دغه اداره ټینګار کوي چې د افغانستان اقتصادي رغونه او اوږدمهاله ثبات د ښځو او نجونو د بشپړ ظرفیت له کارولو پرته ناشونی دی. دیو این ډي پيپه وینا، د ښځو وړتیاوې، هیلې او ونډه د افغانستان د راتلونکي یوه حاشیوي برخه نه، بلکې د دغه راتلونکي لپاره «اساسي» ارزښت لري.

یو این ډي پي، په پای کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له بدلونونو پنځه کاله وروسته باید راتلونکي پنځه کلونه د شاتګ او ناهیلۍ پر ځای د فرصتونو د ساتنې، د وړتیاوو د پیاوړتیا او له هغو افغانانو څخه د ملاتړ پر نوي تعهد ولاړ وي چې د هېواد د ښه راتلونکي لپاره هڅې کوي.

د تورخم لس‌میاشتنی بندښت؛ پېښور ته د افغان ناروغانو تګ نږدې درېدلی

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۴۵ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د تورخم دروازې د لسو میاشتو بندښت له امله د خیبر پښتونخوا ستر ښار پېښور ته د درملنې لپاره د افغان ناروغانو تګ نږدې په بشپړه توګه درېدلی او د روغتونونو ترڅنګ امبولانس چلوونکي، درملتونونه او هوټلونه هم له جدي مالي زیانونو سره مخ شوي دي.

د روغتونونو د معلوماتو له مخې، د تورخم دروازې له بندېدو مخکې هره ورځ له ۱۲۰۰ ډېر افغان ناروغان د درملنې لپاره د پېښور لویو دولتي او شخصي روغتونونو ته تلل، چې ډېری یې د سرطان، زړه، پښتورګو او هډوکو په څېر سختو ناروغیو درلودونکي وو.

د لېډي ریډنګ روغتون، خیبر ټیچنګ روغتون او حیات‌اباد میډیکل کمپلېکس په ګډون د پېښور په روغتونونو کې د افغان ناروغانو شمېر د ډيورنډ کرښې له بندېدو وروسته په بې‌ساري ډول کم شوی دی. د روغتونونو د چارواکو په وینا، پخوا افغان ناروغانو په ځینو روغتونونو کې د بهرنیو ناروغانو شاوخوا ۳۰ سلنه جوړوله، خو اوس دغه شمېر نږدې له منځه تللی دی.

100%

د سختو ناروغانو د درملنې په اړه اندېښنې

ډاکټران وايي، د تورخم د بندېدو تر ټولو جدي اغېز پر هغو ناروغانو دی چې په افغانستان کې د خپلې ناروغۍ مناسبه درملنه نه شي ترلاسه کولای. د دوی په وینا، د سرطان، زړه او پښتورګو په څېر ناروغیو کې پر وخت تشخیص او دوامداره درملنه ډېره مهمه ده او د درملنې ځنډ د ناروغانو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کولای شي.

د ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ګڼ ناروغان به مخکې د پېښور روغتونونو ته تلل، ځکه په دغه ښار کې د ځینو سختو ناروغیو د درملنې امکانات نسبتاً پراخ او لګښتونه یې هم د افغانستان په پرتله کم وو.

په ورته وخت کې، په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د ستنولو د روانو اقداماتو له امله یو شمېر افغان ناروغان او د هغوی کورنۍ د درملنې لپاره له پېښوره تګ راتګ ته هم زړه نه ښه کوي.

په پېښور کې افغان کډوال اعظیم ګل افغانستان انټرنېشنل پښتو ته وویل چې ورور یې له ناروغ پلار سره پېښور ته تللی و، خو د پلار د درملنې پر مهال پولیسو یې ورور ونیو او وروسته یې افغانستان ته ولېږه.

هغه زیاته کړه: «هغه وخت زما پلار په روغتون کې بستر و او د هغه د ساتنې او پالنې لپاره زموږ سره هېڅوک نه وو.»

د افغان کډوالو په وینا، د ناروغ د ملګري نیول کېدل نه یوازې کورنۍ له ستونزو سره مخ کوي، بلکې ناروغ هم د درملنې او پاملرنې له جدي ستونزې سره مخامخوي. دوی غوښتنه کوي چې د سختو ناروغانو او د هغوی د پاملرنې لپاره د ورسره مل کسانو په اړه ځانګړې اسانتیاوې رامنځته شي.

100%

درملتونونه، امبولانسونه او هوټلونه هم زیانمن شوي

د افغان ناروغانو د تګ راتګ له کمېدو سره په پېښور کې د درملو پلورونکي هم له مالي ستونزو سره مخ شوي دي.

د حیات‌اباد میډیکل کمپلېکس مخې ته د یوه درملتون مالک محمد اقبال وايي، افغان ناروغان یې دایمي پېرېدونکي وو، خو د تورخم له بندېدو وروسته د درملو په پلور کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

اقبال وویل: «قیمتي درمل اخلو او په دوکان کې یې ساتو، خو اوس یې غوښتنه ډېره کمه شوې ده او زموږ پانګه هم په همدې درملو کې بنده پاتې ده.»

د امبولانسونو کاروبار هم له همدې وضعیت اغېزمن شوی دی. له تورخم څخه تر پېښوره د امبولانس خدمت وړاندې کوونکی رحمان‌الله وايي، مخکې به د زړه، سرطان او نورو سختو ناروغیو ناروغان په بېړني ډول پېښور ته لېږدول کېدل، خو اوس کله ناکله څو ورځې هم ورته د ناروغ د انتقال زنګ نه راځي.

هغه وايي: «موږ یوازې خپل روزګار نه له لاسه ورکوو، بلکې زموږ کورنۍ هم د دې بحران بیه پرې کوي.»

د پېښور د لېډي ریډنګ روغتون ته څېرمه د یوه هوټل مالک حاجي نورغلام هم وايي، افغان ناروغان او د هغوی خپلوان یې د هوټل دایمي پېرېدونکي وو، خو د ډيورنډ کرښې له بندېدو وروسته یې ډېری خونې تشې پاتې کېږي.

نوموړي ویلي: «مخکې به خلک زموږ په هوټل کې د خونې لپاره انتظار کاوه، خو اوس کله کله څو څو ورځې هېڅ پېرېدونکی نه راځي.»

اغېزمن شوي افغان ناروغان او د روغتیا له برخې سره تړلي کاروباریان وايي، که د تورخم دروازه په بشپړه توګه نه شي پرانیستل کېدای، لږ تر لږه دې د سختو ناروغانو، د هغوی د ملګرو او امبولانسونو لپاره د بشري دلایلو له مخې ځانګړې لار یا روښانه تګلاره جوړه شي، څو ناروغان پر وخت درملنې ته ورسېږي او له لا ډېرو انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

د بښنې نړۍوال سازمان: بریتانیا باید د زیان‌منو افغان ښځو له پناه غوښتنې ملاتړ وکړي

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۱
100%

د بښنې نړۍوال سازمان له بریتانیا غوښتي چې د افغان ښځو د پناه غوښتنې د ردولو «شرموونکی» بهیر ودروي او هغه پرېکړې بیا وڅېړي چې د دوی د پناه غوښتنې په اړه شوې دي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د بریتانیا حکومت، سره له دې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له پراخې ځپنې خبر دی، لا هم د یو شمېر افغان ښځو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ردوي.

د بښنې نړیوال سازمان د بریتانیا څانګې د جمعه (د زمري ۲۳مه) د طالبانو د بېرته واک ته رسېدو پنځمې کلیزې په مناسبت، په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې په ټول افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه په پراخه کچه محدود کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان د بریتانیا د پالیسۍ او څېړنې مشرې، نایومي مک‌الیف، په دې اعلامیه کې ویلي چې طالبانو د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار کولو بندیزونه لګولي، په عامه ژوند کې یې د هغوی فعالیتونه محدود کړي او د بیان ازادي یې هم ځپلې ده. د هغې په وینا، دې محدودیتونو د ښځو او نجونو غږ کمزوری کړی دی.

نایومي مک‌الیف په بریتانیا کې د افغان ښځو د پناه غوښتنې له لارې د هغوی د منل کېدو کچې له کمېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا کار په داسې وخت کې کېږي چې افغان ښځې تر بل هر وخت ډېرې مرستې او امنیت ته اړتیا لري.

د یاد بنسټ دغه چارواکې زیاته کړې: «د بریتانیا حکومت دا فرصت لري چې دغه شرموونکی بهیر بدل کړي او هغو افغان ښځو او نجونو ته امنیت برابر کړي چې د طالبانو له تاوتریخوالي څخه تښتېدلې او سخت ورته اړتیا لري.»

د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د بریتانیا وزیران نه شي کولای، په داسې حال کې چې زیان‌منې افغان ښځې بېرته افغانستان ته ستنوي، ځانونه د ښځو د حقونو په برخه کې د نړۍ مشران وبولي.

په اعلامیه کې راغلي: «له هغو افغان ښځو سره د بریتانیا چلند چې د ملاتړ او پناه غوښتنه کوي، د هغو اصولو سره خیانت دی چې دغه هېواد ادعا کوي له هغو دفاع کوي. دا وضعیت باید بدل شي.»

په افغانستان کې ښځې او نجونې د طالبانو تر واک لاندې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي. له همدې امله، یو شمېر افغان ښځې اړ شوې چې د دغو شرایطو څخه د تېښتې لپاره له هېواده ووځي.

خو د بریتانیا په ګډون د ځینو هېوادونو د کډوالۍ په سیاستونو کې بدلونونو، یو شمېر افغان ښځې له دې خطر سره مخ کړې دي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شي او بېرته افغانستان ته واستول شي.
د هغې څېړنې له مخې چې د روان کال په لومړیو کې خپره شوې، په بریتانیا کې د افغان وګړو د پناه غوښتنې د منل کېدو کچه د هغه وخت په نسبت ۹۶ سلنې څخه ۳۴ سلنې ته راټیټه شوې چې کییر سټارمر د بریتانیا لومړی وزیر و.

د دې راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۳۷۰ افغان ښځې او نجونې په بریتانیا کې له پناه ترلاسه کولو څخه محرومې شوې دي.

منصور احمد خان: د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د تاریخ تر ټولو بحراني حالت کې دي

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۵۰ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان په خپله تازه مقاله کې چې د طالبانو د واک ته رسېدو د ۵مې کلیزې په مناسبت یې لیکلې، د کابل او اسلام‌اباد اړیکې، افغانستان کې امنیتي وضعیت، د ډیورند کرښې هاخوا د بریدونو زیاتوالی او سیمه کې د اقتصادي همکاریو راتلونکی ارزولی دی.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په نږدې اتیا کلن تاریخ کې له یوه له تر ټولو سختو او بحراني پړاوونو سره مخ دي.

منصور احمد خان چې له ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په افغانستان کې د پاکستان سفیر پاتې شوی وايي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته دې ډلې د افغانستان پر دولتي ادارو خپل واک ټینګ کړی او د تاوتریخوالي کچه یې راټیټه کړې، خو د یوه ټولګډونه نظام د جوړولو، د ښځو او له ټولنې څخه د څنډې ته شویو ډلو د حقونو د خوندي کولو او د ترهګرۍ پر وړاندې د اغېزناکو لارو چارو په رامنځته کولو کې د پام وړ پرمختګ نه‌دی شوی.

د پاکستان پخوانی سفیر لیکي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدل د تلپاتې سولې په معنا نه‌دي. د هغه په اند، تر هغه چې سیاسي ثبات، ټولګډونه حکومت او دوامدار امنیت رامنځته نه‌شي، په افغانستان کې وضعیت به لا هم نازک او بې ثباته وي.

د کابل او اسلام‌اباد اړیکې؛ له هیلو تر مخامخ جګړې

پخوانی سفیر وايي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د افغانستان د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته، په افغانستان، پاکستان او نړیواله ټولنه کې دا هیله موجوده وه، چې د طالبانو واک ته رسېدل به د جګړې د پای ته رسېدو، د ډیورند کرښې دواړه غاړو ته د «ترهګرۍ» د کمېدو او د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو د ښه کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

خو د نوموړي په وینا، په تېرو پنځو کلونو کې دغه هیلې پوره نه‌شوې. د دواړو هېوادونو اړیکې سختې ترینګلې شوې، دوه اړخیزې او سرحدي لارې چارې له خنډ سره مخ شوې او په پاکستان کې د وسله‌والو ډلو بریدونه زیات شوي دي.

پاکستان هم د دغو بریدونو په غبرګون کې پر افغانستان پوځي بریدونه کړي دي. خان اوسنی وضعیت د افغانستان او پاکستان د شاوخوا اتیا کلن تاریخ له تر ټولو بحراني پړاوونو څخه بولي.

تحریک طالبان پاکستان؛ د اختلاف اصلي ټکی

د مقالې له مخې، د تحریک طالبان پاکستان موضوع د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو تر ټولو مهم لامل دی.

خان وايي، چې پاکستان ادعا کوي، تحریک طالبان پاکستان او د بلوڅ بېلتون‌پالو په څېر ډلې د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې د بریدونو لپاره کار اخلي. هغه لیکي، چې د ملګرو ملتونو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو راپورونه هم په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو د حضور په اړه معلومات وړاندې کوي.

د هغه په لیکنه کې راغلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د پاکستان د تمې خلاف، په دغه هېواد کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

منصور احمد خان ادعا کوي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ترهګریزو بریدونو او وسله‌والو فعالیتونو له امله په پاکستان کې له لسو زرو ډېر ملکي وګړي او امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې د ۲۰۲۲ کال هغه هوکړه چې د افغانستان د طالبانو په منځګړیتوب د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ شوې وه، یوازې څو میاشتې یې دوام وکړ او وروسته په پاکستان کې د بریدونو نوې څپه پیل شوه.

پاکستان پوځي چلند زیات کړی

منصور احمد خان وايي، چې په تېرو شاوخوا دولسو میاشتو کې د پاکستان غبرګون له سیاسي فشار او بېلابېلو نورو وسیلو څخه په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکو مورچلو د تر ډېره پوځي چلند پر لور اوښتی دی.

د هغه په وینا، اسلام‌اباد د پوځي بریدونو ترڅنګ له افغانستان سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې، سوداګري او سرحدي تګ راتګ هم محدود یا درولي دي.

نوموړی خبرداری ورکوي، چې د وضعیت دوام ښايي په افغانستان کې د هند د رول د پراخېدو زمینه برابره کړي؛ هغه څه چې د نوموړي په باور د پاکستان له ګټو سره به په ټکر کې وي.

پر ډیورند کړکېچ او اقتصادي زیانونه

پر ډیورنډ کرښه د دروازو تړل کېدو د دواړو هېوادونو اقتصاد ته پراخ زیانونه اړولي دي. منصور احمد خان وايي، افغانستان له لسیزو راهیسې د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره د پاکستان له بندرونو او ترانزیټي لارو څخه د خپلو مهمو او ارزانه سوداګریزو لارو په توګه کار اخیستی دی.

د سوداګرۍ بدیلو لارو ته مخه کول د توکو د لېږد لګښتونه لوړ کړي او د افغانستان په بازارونو کې یې د ځینو لومړنیو اړتیا وړ توکو پر بیو اغېز کړی دی.

له بلې خوا، د پاکستان سوداګري او کاروبارونه هم له افغانستان سره د لارو له تړل کېدو زیانمن شوي دي. د مقالې د اټکل له مخې، پاکستان د سوداګرۍ له اړخه هره میاشت شاوخوا ۵۰ میلیارده کلدارې تاوان کوي او د دواړو هېوادونو لپاره د لارو د تړل کېدو ټول اقتصادي زیان ښايي څو میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

د پاکستان او افغانستان د لارو تړل کېدو د خلکو تګ راتګ هم له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. خان وايي، د ډیورند دواړو غاړو ته کورنۍ، قومي او سوداګریزې اړیکې داسې دي چې زرګونه کسان د درملنې، زده‌کړو او اقتصادي فعالیتونو لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر تګ راتګ تکیه لري.

لویې سیمه‌ییزې پروژې له ګواښ سره مخ

د پاکستان پخوانی سفیر خبرداری ورکوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ دوام ښايي د سیمه‌ییزې نښلونې د سترو پروژو د پراختیا مخه ونیسي.

هغه د ټاپي د ګازو نل‌لیکې، د کاسا-۱۰۰۰ د برېښنا د لېږد پروژې او د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزې اوسپنې پټلۍ یادونه کوي.

د نوموړي په وینا، دغه پروژې د بې ثباتۍ، سیاسي اختلافونو او امنیتي ستونزو له امله له اوږدو ځنډونو سره مخ شوې دي.

په مقابل کې، خان وايي، ازبکستان له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په برخه کې لا فعال دریځ غوره کړی دی.

د هغه په وینا، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا دوه میلیارده ډالرو ته رسېدلې او دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې دغه کچه پنځه میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

د اړیکو د بیا رغولو وړاندیز

منصور احمد خان وايي، سره له دې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ پراخ شوی، اوسنی وضعیت کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بیا رغولو لپاره پر یوه فرصت بدل شي.

هغه وړاندیز کوي، چې دواړه هېوادونه دې یوازې پر جیوپولیټیکو سیالیو تمرکز نه‌کوي، بلکې پر تاریخي، تمدني او ولسي اړیکو دې ټینګار وکړي او د باور فضا دې رامنځته کړي.

خان له طالبانو غواړي، چې د پاکستان امنیتي اندېښنې جدي وګڼي او اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې وکارول شي او نوموړی همداراز له پاکستانه هم غواړي، چې خپله تګلاره له یوې یوازې امنیتي او پوځي تګلارې څخه سیاسي تعامل ته واړوي.

طالبانو په وار وار ویلي، چې هېچاته اجازه نه‌ورکوي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي او د پاکستان امنیتي ستونزې یې د دغه هېواد کورنۍ ستونزه بللې ده.

له کړکېچه د وتلو درې لارې

د پاکستان پخوانی سفیر د اړیکو د بیا رغولو لپاره د همکاریو درې لارې وړاندیز کوي:

لومړی: د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ دې په لوړه کچه، یعنې د لومړي وزیرانو یا بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه، مخامخ سیاسي خبرې پیل شي.

دویم: د ډیورند کرښې د سمبالښت، د کرښې هاخوا د ترهګرۍ د مخنیوي او د خلکو او سوداګرۍ د تګ راتګ د اسانتیا لپاره دې ګډې ادارې او ګډ کاري چوکاټونه جوړ شي.

درېیم: افغانستان او پاکستان دې له سیمه‌ییزو هېوادونو سره خپلې همکارۍ پیاوړې کړي، څو د ټاپي، کاسا-۱۰۰۰ او د ازبکستان–افغانستان–پاکستان د اوسپنې پټلۍ په څېر لویې سیمه‌ییزې پروژې عملي شي.

منصور احمد خان زیاتوي، د دې بهیر د پیل لپاره لازمه نه‌ده، چې حتمي بهرنی منځګړیتوب وشي، خو که دواړه هېوادونه په یوازې ځان د خبرو د بیا پیلولو توان ونه‌لري، نو د چین، افغانستان او پاکستان درې اړخیز نوښت او د چین د ارومچي د خبرو په چوکاټ کې هڅې کولای شي د کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان او پاکستان د اړیکو راتلونکی

په کابل کې د اسلام‌اباد دغه پخوانی سفیر د خپلې مقالې په پای کې ټینګار کوي، چې افغانستان او پاکستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د سویلي اسیا، منځنۍ اسیا او اوراسیا د نښلولو په برخه کې مهم رول لري.

د هغه په باور، دواړه هېوادونه باید د اړیکو د سمولو اوسنی فرصت له لاسه ورنه‌کړي او د دوامدارې مقابلې پر ځای باید د ترهګرو او وسله‌والو ډلو پر وړاندې ګډې مبارزې، د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا او د سیمه‌ییزو پروژو د پلي کېدو لپاره ګډ کار وکړي.

خان باور لري، چې د جیوپولیټیکې سیالۍ پر بنسټ له اړیکو څخه اقتصادي همکاریو ته اوښتل او تاریخي او تمدني اړیکو ته پاملرنه کولای شي د سویلي اسیا، منځنۍ اسیا او اوراسیا ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د نویو لارو د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

۵۶ هېوادونو «د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د تبعیضي پالیسیو» د لغوه کولو غوښتنه وکړه

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۲۵ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو ۵۶ غړو هېوادونو په یوې ګډې اعلامیې کې د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د تبعیضي فرمانونو او پالیسیو د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه وکړه. هغوی د ښځو او نجونو د زده کړو د حق پر بیا احیا او په ټولنه کې یې پر معنالرونکې ګډون ټینګار وکړ.

په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک استازې کریستینا مارکوس لاسن د جمعې په ورځ (د زمري ۲۳مه) پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پنځمې کلیزې سره هم‌مهاله د ۵۶ هېوادونو ګډه اعلامیه ولوسته.

په دې اعلامیه کې راغلي، چې دا هېوادونه د نړیوالې اجنډا په سر کې د افغانستان د ساتلو، د ملګرو ملتونو له لارې د همکاریو او د افغانستان له خلکو د ملاتړ لپاره خپله ژمنتیا تازه کوي.

د دغې اعلامیې لاسلیک کوونکو هېوادونو همداراز له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل ټول تبعیضي فرمانونه او تګلارې لغوه کړي او د افغانستان د خلکو بشري حقونو او اساسي ازادیو ته درناوی وکړي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو ۲۴ ځانګړو راپور ورکوونکو او کارپوهانو هم اعلان کړی وو، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو سازمان شوې ځپنه د «جنسیتي اپارتاید» مصداق دی او له هېوادونو یې غوښتي چې د بشریت پر وړاندې د یوه خپلواک جرم په توګه د دغه مفهوم د پیژندلو ملاتړ وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک استازولۍ هم په خپله اېکس‌پاڼه په یو یادښت کې د نړیوالې ټولنې په کاري لومړیتوبونو کې د افغانستان د ژغورلو او په لومړیتوب کې د ساتلو په برخه کې د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

په دې یادښت کې راغلي، چې ډنمارک به د ملګرو ملتونو له لارې د افغانستان له خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازولۍ هم لیکلي، چې طالبان باید د بشري حقونو نقض له هغې جملې «د ښځو او نجونو وحشیانه ځپلو» ته د پای ټکی کېږدي.

سویډن، لاتویا، لیتوانیا او یو شمېر نورو هېوادونو هم دا اعلامیه په خپلو اېکس‌پاڼو کې خپره کړې او د افغانانو پر وړاندې د طالبانو د محدودوونکو تګلارو پر پای ته رسولو ټینګار کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د سویډن استازولۍ لیکلي: «افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې په کې نجونې له متوسطه او لوړو زده کړو منع شوې دي». دغه هېواد همدا راز له افغانانو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.

دغو هېوادونو په وروستیو پنځو کلونو کې په ځلونو په افغانستان کې د بشري حقونو د پرله پسې نقض، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو او ځپنو په اړه اندېښنې څرګندې کړي او له طالبانو یې غوښتي چې دا تبعیضي پالیسۍ او فرمانونه لغوه کړي.

خو له دې ټولو سره سره طالبانو په دې موده کې له خپل دریځ څخه شاتګ نه‌دی کړی او د نړیوالو نیوکو په ځواب کې یې په وار وار له هېوادونو غوښتي چې له هغه څه ډډه وکړي چې دوی یې «د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله» بولي.