• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
شننه

د طالب واکمنۍ پنځم کال؛ له سیاسي حل څخه ناهیلي او د شيندلي پوځي مقاومت ګواښونه

ارشاد رغاند
ارشاد رغاند

لیکوال او ژورنالېست

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۵۰ GMT+۱

افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ ۵م کال تېروي. هغه چوپتیا چې نن د «امنیت» په نوم تبلیغېږي، د دوامداره ثبات نښه نه، بلکې د استبداد او سیاسي بندون پایله ده. هېواد داسې پړاو کې داخل شوی چې اقتصادي رکود، ټولنیز فشار، سیاسي انحصار او د جیوپولیټیکي سیالیو خطرونه یو له بل سره نښتي.

د تېرو پنځو کلونو تجربې وښودله چې د زور له لارې واک نیول او ساتل د مشروع دولت بدیل نه‌شي کېدای. کله چې قانون، سیاسي ګډون او ولسي رضایت کمزوري شي، ظاهري ارامي په تدریج سره د ژور بحران بڼه غوره کوي. له همدې امله د اوسنیو ستونزو او د راتلونکو احتمالي بې‌ثباتیو لومړنی مسوولیت د طالبانو او د هغو لوریو پر غاړه دی، چې د دې انحصاري وضعیت په دوام کې یې مرسته کړې ده.

طالبان؛ د دودیز افغانستان استازي که ایډیالوژیک جوړښت؟

طالبان ځان د دودیز، کلیوالي او مذهبي افغانستان استازي معرفي کوي، خو د دوی د حکومتولۍ تجربه له دې ادعا سره بشپړه همغږي نه‌لري. په دودیزو افغاني ټولنو کې مشوره، قومي جرګې، سیمه‌ییزې هوکړې او د ټولنیزو اړیکو توازن مهم ځای لري، په داسې حال کې چې د طالبانو د واکمنۍ اصلي ځانګړنه د پرېکړو تمرکز، د واک انحصار او د مخالفت نه‌زغمل دي.

له همدې امله د طالبانو ستونزه یوازې سختدریځي نه‌ده؛ اصلي ستونزه دا ده، چې دوی د دولت او ټولنې اړیکه د امر او اطاعت په منطق تعریفوي، نه د مشارکت او حساب ورکونې په منطق.

د اصلاح کېدو بې‌باوره شوي تبلیغات

په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو ځینو سیمه‌ییزو او نړیوالو ملاتړو او له هغوی سره تړلو لوریو د «ټولګډوني حکومت»، «د طالبانو اصلاح»، «عمومي عفوې» او «د اساسي حقونو تضمین» په نوم ډېرې ژمنې وکړې، خو عملي تجربې وښودله چې دا اصطلاحات تر ډېره د سیاسي تبلیغاتو او د واک د انتقال د نرمولو وسیلې وې، نه د واقعي بدلون ژمنې.

د حقوقي نظم نشتوالی

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته اساسي قانون او ګڼ نور نافذ قوانین لغوه شول، شفاهي فرمانونه د قانون ځای ناستي شول او د واک د محدودولو هېڅ روښانه میکانیزم رامنځته نه‌شو.

د سیاسي حل ردول

طالبانو سیاسي ګوندونه، ګڼ مدني بنسټونه او د بېلابېلو قومي او فکري جریانونو فعالیتونه لغوه کړل او په عملي ډول یې د حاکم او رعیت اړیکه د دولت د بنسټیز تصور پر ځای ودروله. دوی په څرګنده هر ډول سیاسي جوړجاړی او مشارکتي فورمول رد کړ.

د اعتراضونو ځپل

مدني اعتراضونه، د ښځو حرکتونه او منتقد غږونه د فشار، نیولو او محدودیتونو له لارې وځپل شول.

د دغو تجربو مجموعه دا پیغام ورکوي، چې طالبان سیاسي تفاهم د واک د شریکولو وسیله نه، بلکې د وخت د مدیریت وسیله ګڼي.

کله چې سیاسي لارې وتړل شي

په هره ټولنه کې سیاسي مخالفت هغه مهال سوله‌ییز پاتې کېږي چې د بیان، مشارکت او قانوني شکایت لارې موجودې وي. کله چې دا لارې وتړل شي، نارضایتي سختې بڼې غوره کوي.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د محلي مقاومتونو او امنیتي تحرکاتو راپورته کېدل، سره له دې چې استخباراتي او جیوپولیټیکي عوامل هم لرلای شي، باید یوازې د بهرنیو پروژو په سترګه ونه‌کتل شي. سیاسي بندون، اقتصادي فشار، د بې‌برخېتوب احساس او ځینې سیمه‌ییز حساسیتونه هم مهم عوامل دي. دا تحلیل د جګړې ملاتړ نه‌دی، بلکې د هغې د رامنځته کېدو د شرایطو تشریح ده.

له نا هیلۍ تر شيندلي پوځي مقاومته

تر اوسه په افغانستان کې کوم واحد او سراسري مقاومت نه‌دی رامنځته شوی، خو د شيندلو وسله‌والو تحرکاتو دوام څو مهمې پایلې لرلای شي:

د ناامنۍ جغرافیې پراخېدل

د محلي وسله‌والو شبکو پیاوړتیا

د واکمنې ډلې او ټولنې ترمنځ د بې‌اعتمادۍ ژورتیا

او د اوږدمهاله فرسایشي جګړې احتمال زیاتېدل.

که سیاسي حل همداسې تړلی پاتې شي، دا شيندلي تحرکات کولای شي په تدریج سره د پراخې بې‌ثباتۍ زمینه برابره کړي.

افغانستان د جیوپولیټیکي سیالیو پر څنډه

د طالبانو انحصاري سیاست یوازې کورنی بحران نه‌زېږوي؛ دا د بهرنیو لاسوهنو او نیابتي لوبو خطر هم زیاتوي. د نړۍ تجربه ښيي چې کله یو هېواد له مشروعیتي بحران، امنیتي خلاوو او سیاسي انزوا سره مخ شي، سیمه‌ییز او نړیوال قدرتونه هڅه کوي خپل امنیتي او ستراتیژیک اهداف په‌کې تعقیب کړي.

د افغانستان د وروستیو لسیزو تجربه ښيي، چې نیابتي جګړې تل د افغانانو پر اوږو بار شوې دي. که اوسنی وضعیت دوام وکړي، هېواد یو ځل بیا د استخباراتي سیالیو او غیرمستقیمو شخړو ډګر کېدای شي.

اقتصادي او انساني لګښت

سیاسي بحران یوازې د قدرت موضوع نه‌ده؛ دا د خلکو د ورځني ژوند موضوع هم ده. د فقر پراخوالی، بې‌کاري، د بشري مرستو پر اقتصاد تکیه او د متخصصو کدرونو وتل د ټولنې د کمزوري کېدو نښې دي.

همداراز د ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه، د ځوان نسل د راتلونکي په اړه بې‌باوري او د مدني فضا تنګېدل د ټولنیزې پانګې د کمزوري کېدو سبب ګرځي. هغه ټولنه چې خپل بشري ظرفیت له لاسه ورکړي، اقتصادي او سیاسي بیا رغونه یې لا سخته کېږي.

د بحران درې اړخیزه مسوولیت

۱. د طالبانو مسوولیت

طالبان د واک اصلي څښتنان دي، نو د سیاسي بندون، قانوني خلا، د حقونو د محدودولو او د اوسني بحران لومړنی مسوولیت د دوی پر غاړه دی.

۲. د نړیوالو او سیمه‌ییزو لوبغاړو مسوولیت

ځینو هېوادونو د لنډمهالو امنیتي او جیوپولیټیکي محاسبو له امله د طالبانو پر استبدادي چلند او د دې چلند پر خطرناکو پایلو سترګې پټې کړي او په بېلابېلو بڼو یې ورسره تعامل کړی. دا سیاست د دوامدار ثبات ضمانت نه‌شي کېدای.

۳. د غیرطالباني ځواکونو مسوولیت

غیرطالباني سیاستوال، مدني فعالان، ټکنوکراتان او افغان ډیاسپورا که د بحران اصلي جوړوونکي نه‌دي، خو د یوه واحد، منظم او باور وړ بدیل په رامنځته کولو کې د دوی کمزوري طالبانو ته د انحصار فرصت ورکړ.

د بدیل اړتیا؛ له شعار تر عملي نقشې

د طالبانو د «بې‌بدیلۍ» روایت ماتول یوازې د انتقاد له لارې ممکن نه‌دي. اړتیا ده، چې یو روښانه، عملي او ملي بدیل وړاندې شي.

د واحد چتر رامنځته کول

سیاسي جریانونه، مدني ټولنه، ښځې، ځوانان، متخصصان او ډیاسپورا باید د اساسي اصولو پر محور ګډ کار وکړي.

د عملي پروګرام وړاندې کول

اقتصاد، قانون، امنیت، تعلیم، بهرنۍ اړیکې او د واک د انتقال په اړه باید روښانه نقشه وړاندې شي.

د همغږې دیپلوماسۍ جوړول

نړیوالو ته باید وښودل شي، چې د افغانستان تشه یوازې د طالباني استبداد له لارې نه‌ډکېږي، بلکې د قانون، مشارکت او ملي اجماع پر بنسټ بل سیاسي مسیر هم شته.

ملي ډیالوګ؛ یوازینۍ دوامداره لاره

د افغانستان د بحران پای نه په مطلق زور کې دی او نه په بې‌پایه جګړه کې. دوامداره حل یوازې د ملي ډیالوګ له لارې ممکن دی. دا ډیالوګ باید:

د طالبانو په ګډون د ټولو افغانانو د مشارکت پر اصل ولاړ وي

د اساسي قانون او حساب ورکونې میکانیزمونه رامنځته کړي

د ښځو، ځوانانو او ټولو نورو قشرونو بشپړ ګډون تضمین کړي

او د واک د سوله‌ییز انتقال اصول ومني.

تر هغه چې دا بنسټیز اصول ونه‌منل شي، هر ډول لنډمهالی ثبات به ماتېدونکی پاتې وي.

پایله: د سبا مسوولیت

د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ وښودله چې افغانستان یوازې د زور، وېرو او سیاسي انحصار له لارې نه‌شي اداره کېدای. د دوی د اصلاح هیلې تر ډېره بې‌پایلې ثابتې شوې او د سیاسي حل د لارو تړل د شيندلي پوځي مقاومت او اوږدمهاله بې‌ثباتۍ خطر زیاتوي.

که طالبان له انحصار، بې‌قانونۍ او د مخالفو غږونو له ځپلو لاس وانه‌خلي، د راتلونکو کورنیو شخړو، اقتصادي پاشلتیاوو، انساني ناورینونو او جیوپولیټیکي سیالیو اصلي مسوولیت به د همدوی پر غاړه وي.

خو افغانستان لا هم د بدیل امکان لري. د ملي ډیالوګ، سیاسي انسجام، عملي بدیل او اصولي نړیوال فشار له لارې د قانونمند، مشارکتي او مشروع نظام د رامنځته کېدو لاره پرانېستل کېدای شي. د افغانستان د ژغورنې لار نه مطلق استبداد دی او نه بې‌پایه جګړه؛ لاره یې قانون، ملي اجماع، سیاسي مشارکت او د ملي ارادې درناوی دی.

ډېر لیدل شوي

په کچلاغ کې د هبت‌الله ګاونډیان: «د هبت‌الله په نامه د خپرېدونکو پیغامونو غږ د هغه نه‌دی»
۱

په کچلاغ کې د هبت‌الله ګاونډیان: «د هبت‌الله په نامه د خپرېدونکو پیغامونو غږ د هغه نه‌دی»

۲

په کراچۍ کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور پټې شتمنۍ

۳

په یوه ورځ د اوو ولایتونو سقوط؛ کابل د طالبانو په محاصره کې

۴

د بدخشان د عملیاتو په اړه د طالبانو پوځي مشران د نظر اختلاف لري

۵

پنځه کاله د کمپیوټر د پردې تر شا؛ ایا انلاین ښوونځیو د افغان نجونو د زده کړو تشه ډکه کړې؟

•
•
•

نور کیسې

منصور احمد خان: د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د تاریخ تر ټولو بحراني حالت کې دي

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۵۰ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان په خپله تازه مقاله کې چې د طالبانو د واک ته رسېدو د ۵مې کلیزې په مناسبت یې لیکلې، د کابل او اسلام‌اباد اړیکې، افغانستان کې امنیتي وضعیت، د ډیورند کرښې هاخوا د بریدونو زیاتوالی او سیمه کې د اقتصادي همکاریو راتلونکی ارزولی دی.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په نږدې اتیا کلن تاریخ کې له یوه له تر ټولو سختو او بحراني پړاوونو سره مخ دي.

منصور احمد خان چې له ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په افغانستان کې د پاکستان سفیر پاتې شوی وايي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته دې ډلې د افغانستان پر دولتي ادارو خپل واک ټینګ کړی او د تاوتریخوالي کچه یې راټیټه کړې، خو د یوه ټولګډونه نظام د جوړولو، د ښځو او له ټولنې څخه د څنډې ته شویو ډلو د حقونو د خوندي کولو او د ترهګرۍ پر وړاندې د اغېزناکو لارو چارو په رامنځته کولو کې د پام وړ پرمختګ نه‌دی شوی.

د پاکستان پخوانی سفیر لیکي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدل د تلپاتې سولې په معنا نه‌دي. د هغه په اند، تر هغه چې سیاسي ثبات، ټولګډونه حکومت او دوامدار امنیت رامنځته نه‌شي، په افغانستان کې وضعیت به لا هم نازک او بې ثباته وي.

د کابل او اسلام‌اباد اړیکې؛ له هیلو تر مخامخ جګړې

پخوانی سفیر وايي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د افغانستان د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته، په افغانستان، پاکستان او نړیواله ټولنه کې دا هیله موجوده وه، چې د طالبانو واک ته رسېدل به د جګړې د پای ته رسېدو، د ډیورند کرښې دواړه غاړو ته د «ترهګرۍ» د کمېدو او د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو د ښه کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

خو د نوموړي په وینا، په تېرو پنځو کلونو کې دغه هیلې پوره نه‌شوې. د دواړو هېوادونو اړیکې سختې ترینګلې شوې، دوه اړخیزې او سرحدي لارې چارې له خنډ سره مخ شوې او په پاکستان کې د وسله‌والو ډلو بریدونه زیات شوي دي.

پاکستان هم د دغو بریدونو په غبرګون کې پر افغانستان پوځي بریدونه کړي دي. خان اوسنی وضعیت د افغانستان او پاکستان د شاوخوا اتیا کلن تاریخ له تر ټولو بحراني پړاوونو څخه بولي.

تحریک طالبان پاکستان؛ د اختلاف اصلي ټکی

د مقالې له مخې، د تحریک طالبان پاکستان موضوع د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو تر ټولو مهم لامل دی.

خان وايي، چې پاکستان ادعا کوي، تحریک طالبان پاکستان او د بلوڅ بېلتون‌پالو په څېر ډلې د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې د بریدونو لپاره کار اخلي. هغه لیکي، چې د ملګرو ملتونو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو راپورونه هم په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو د حضور په اړه معلومات وړاندې کوي.

د هغه په لیکنه کې راغلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د پاکستان د تمې خلاف، په دغه هېواد کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

منصور احمد خان ادعا کوي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ترهګریزو بریدونو او وسله‌والو فعالیتونو له امله په پاکستان کې له لسو زرو ډېر ملکي وګړي او امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې د ۲۰۲۲ کال هغه هوکړه چې د افغانستان د طالبانو په منځګړیتوب د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ شوې وه، یوازې څو میاشتې یې دوام وکړ او وروسته په پاکستان کې د بریدونو نوې څپه پیل شوه.

پاکستان پوځي چلند زیات کړی

منصور احمد خان وايي، چې په تېرو شاوخوا دولسو میاشتو کې د پاکستان غبرګون له سیاسي فشار او بېلابېلو نورو وسیلو څخه په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکو مورچلو د تر ډېره پوځي چلند پر لور اوښتی دی.

د هغه په وینا، اسلام‌اباد د پوځي بریدونو ترڅنګ له افغانستان سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې، سوداګري او سرحدي تګ راتګ هم محدود یا درولي دي.

نوموړی خبرداری ورکوي، چې د وضعیت دوام ښايي په افغانستان کې د هند د رول د پراخېدو زمینه برابره کړي؛ هغه څه چې د نوموړي په باور د پاکستان له ګټو سره به په ټکر کې وي.

پر ډیورند کړکېچ او اقتصادي زیانونه

پر ډیورنډ کرښه د دروازو تړل کېدو د دواړو هېوادونو اقتصاد ته پراخ زیانونه اړولي دي. منصور احمد خان وايي، افغانستان له لسیزو راهیسې د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره د پاکستان له بندرونو او ترانزیټي لارو څخه د خپلو مهمو او ارزانه سوداګریزو لارو په توګه کار اخیستی دی.

د سوداګرۍ بدیلو لارو ته مخه کول د توکو د لېږد لګښتونه لوړ کړي او د افغانستان په بازارونو کې یې د ځینو لومړنیو اړتیا وړ توکو پر بیو اغېز کړی دی.

له بلې خوا، د پاکستان سوداګري او کاروبارونه هم له افغانستان سره د لارو له تړل کېدو زیانمن شوي دي. د مقالې د اټکل له مخې، پاکستان د سوداګرۍ له اړخه هره میاشت شاوخوا ۵۰ میلیارده کلدارې تاوان کوي او د دواړو هېوادونو لپاره د لارو د تړل کېدو ټول اقتصادي زیان ښايي څو میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

د پاکستان او افغانستان د لارو تړل کېدو د خلکو تګ راتګ هم له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. خان وايي، د ډیورند دواړو غاړو ته کورنۍ، قومي او سوداګریزې اړیکې داسې دي چې زرګونه کسان د درملنې، زده‌کړو او اقتصادي فعالیتونو لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر تګ راتګ تکیه لري.

لویې سیمه‌ییزې پروژې له ګواښ سره مخ

د پاکستان پخوانی سفیر خبرداری ورکوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ دوام ښايي د سیمه‌ییزې نښلونې د سترو پروژو د پراختیا مخه ونیسي.

هغه د ټاپي د ګازو نل‌لیکې، د کاسا-۱۰۰۰ د برېښنا د لېږد پروژې او د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزې اوسپنې پټلۍ یادونه کوي.

د نوموړي په وینا، دغه پروژې د بې ثباتۍ، سیاسي اختلافونو او امنیتي ستونزو له امله له اوږدو ځنډونو سره مخ شوې دي.

په مقابل کې، خان وايي، ازبکستان له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په برخه کې لا فعال دریځ غوره کړی دی.

د هغه په وینا، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا دوه میلیارده ډالرو ته رسېدلې او دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې دغه کچه پنځه میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

د اړیکو د بیا رغولو وړاندیز

منصور احمد خان وايي، سره له دې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ پراخ شوی، اوسنی وضعیت کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بیا رغولو لپاره پر یوه فرصت بدل شي.

هغه وړاندیز کوي، چې دواړه هېوادونه دې یوازې پر جیوپولیټیکو سیالیو تمرکز نه‌کوي، بلکې پر تاریخي، تمدني او ولسي اړیکو دې ټینګار وکړي او د باور فضا دې رامنځته کړي.

خان له طالبانو غواړي، چې د پاکستان امنیتي اندېښنې جدي وګڼي او اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې وکارول شي او نوموړی همداراز له پاکستانه هم غواړي، چې خپله تګلاره له یوې یوازې امنیتي او پوځي تګلارې څخه سیاسي تعامل ته واړوي.

طالبانو په وار وار ویلي، چې هېچاته اجازه نه‌ورکوي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي او د پاکستان امنیتي ستونزې یې د دغه هېواد کورنۍ ستونزه بللې ده.

له کړکېچه د وتلو درې لارې

د پاکستان پخوانی سفیر د اړیکو د بیا رغولو لپاره د همکاریو درې لارې وړاندیز کوي:

لومړی: د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ دې په لوړه کچه، یعنې د لومړي وزیرانو یا بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه، مخامخ سیاسي خبرې پیل شي.

دویم: د ډیورند کرښې د سمبالښت، د کرښې هاخوا د ترهګرۍ د مخنیوي او د خلکو او سوداګرۍ د تګ راتګ د اسانتیا لپاره دې ګډې ادارې او ګډ کاري چوکاټونه جوړ شي.

درېیم: افغانستان او پاکستان دې له سیمه‌ییزو هېوادونو سره خپلې همکارۍ پیاوړې کړي، څو د ټاپي، کاسا-۱۰۰۰ او د ازبکستان–افغانستان–پاکستان د اوسپنې پټلۍ په څېر لویې سیمه‌ییزې پروژې عملي شي.

منصور احمد خان زیاتوي، د دې بهیر د پیل لپاره لازمه نه‌ده، چې حتمي بهرنی منځګړیتوب وشي، خو که دواړه هېوادونه په یوازې ځان د خبرو د بیا پیلولو توان ونه‌لري، نو د چین، افغانستان او پاکستان درې اړخیز نوښت او د چین د ارومچي د خبرو په چوکاټ کې هڅې کولای شي د کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان او پاکستان د اړیکو راتلونکی

په کابل کې د اسلام‌اباد دغه پخوانی سفیر د خپلې مقالې په پای کې ټینګار کوي، چې افغانستان او پاکستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د سویلي اسیا، منځنۍ اسیا او اوراسیا د نښلولو په برخه کې مهم رول لري.

د هغه په باور، دواړه هېوادونه باید د اړیکو د سمولو اوسنی فرصت له لاسه ورنه‌کړي او د دوامدارې مقابلې پر ځای باید د ترهګرو او وسله‌والو ډلو پر وړاندې ګډې مبارزې، د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا او د سیمه‌ییزو پروژو د پلي کېدو لپاره ګډ کار وکړي.

خان باور لري، چې د جیوپولیټیکې سیالۍ پر بنسټ له اړیکو څخه اقتصادي همکاریو ته اوښتل او تاریخي او تمدني اړیکو ته پاملرنه کولای شي د سویلي اسیا، منځنۍ اسیا او اوراسیا ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د نویو لارو د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

په کراچۍ کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور پټې شتمنۍ

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۳۱ GMT+۱
100%

د ۲۰۱۶میلادي کال د مې پر ۲۱مه د بلوچستان په دالبندین کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور ژوند پای ته ورسېد، خو د پېښې له ځایه ترلاسه شویو اسنادو د یوه وژل شوي طالب مشر د ژوند هغه اړخ ته لاره پرانیسته چې تر دې مهاله پټ پاتې و.

له یوه پاسپورټ او یوې پېژندپاڼې څخه پیل شوې پلټنې د پاکستان تر لوی ښار کراچۍ پورې ورسېدې. له منصور نه پاتې شویو اسنادو دا پوښتنه راپورته کړه، چې د طالبانو امیرالمومنین، چې کلونه یې د پټو عملیاتو مشري کوله، په یوه لوی ښار کې پټې شتمنۍ هم لرلې؟

د پاکستان د پلټنو فدرالي ادارې (اېف‌ای‌اې) د پلټنو له مخې، ملا اختر منصور په «محمد ولي» او «ګل محمد» نومونو پېژندپاڼې لرلې او په کراچۍ کې یې د شتمنیو او ځمکو د معاملاتو اسناد ثبت شوي وو.

100%

د دې قضیې اسناد ښيي چې په ۲۰۱۹میلادي کال کې یوازې په کراچۍ کې د هغه د شتمنیو ارزښت ۷۷،۷ میلیونه پاکستانۍ کلدارې ښودل شوی و.

د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور او د هغه موټرچلوونکی د ۲۰۱۶ کال د مې پر ۲۱مه د بلوچستان د احمدوال ښارګوټي په څنډه کې ووژل شول. دغه ښارګوټی د بلوچستان ایالت له مرکز، کویټې، څخه ایران ته پر غځېدلې لویه لار، د تفتان له پولې شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره لرې پروت دی.

د پاکستان د پلټنو فدرالي ادارې (اېف‌ای‌اې) د ملا اختر منصور د وژل کېدو له ځایه د ترلاسه شوي پاکستاني پاسپورټ او ملي پېژندپاڼې، چې د «محمد ولي» په نوم جوړ شوي وو، پلټنې پیل کړې، څو معلومه کړي چې نوموړي دغه اسناد څنګه ترلاسه کړي وو.

اېف ای اې وروسته وویل چې نوموړي دغه پېژندپاڼه په ۲۰۰۲ کال کې په بلوچستان ایالت کې ترلاسه کړې وه. تر دې وړاندې ورته په ۱۹۹۹ کال کې د بلوچستان د کلاعبدالله ولسوالۍ د دایمي استوګنې سند (ډومیسایل) هم ورکړل شوی و او هلته یې ځان د «محمد ولي» په نوم معرفي کړی و.

100%

د همدې قضیې د پلټنو په ترڅ کې اېف ای اې د پاکستان د ملي معلوماتو او نوم‌لیکنې ادارې (نادرا) د یو شمېر چارواکو پر ضد اقدامات وکړل، ځینې یې ظاهرا ونیول شول او ځینې نور له دندو ګوښه کړل شول.

وروسته پاکستاني چارواکو وویل چې د پلټنو په لړ کې د ملا اختر منصور یوه بله پېژندپاڼه (شناختي کارت) هم ترلاسه شوې وه، چې د «ګل محمد» په نوم جوړه شوې وه.

د پاکستان د رسمي اسنادو له مخې، په دغې پېژندپاڼه کې د ګل محمد د پلار نوم «سید امیر»، د زېږون کال ۱۹۷۴، اوسنۍ پته «پشین، پښتون‌اباد، ګوالمنډۍ، کوټه» او دایمي پته «پشین تالاب، چمن، کلاعبدالله ولسوالۍ» لیکل شوې ده.

دغه پېژندپاڼه د ۲۰۰۲ کال د ډسمبر په ۲مه نېټه صادره شوې وه او د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر پر ۳۱مه یې موده پای ته رسېدله.

د اېف ای اې د معلوماتو له مخې، د ملا اختر منصور د پېژندپاڼو د پلټنو پر مهال څرګنده شوه چې نوموړي د دغو پېژندپاڼو په شمېرو په کراچۍ کې د ځمکو کاروبار کاوه او شپږ ملکیتونه یې هم لرل.

د اېف ای اې له لوري د ملا اختر منصور د مستعارو نومونو د پېژندپاڼو په اړه د چمتو شوي راپور له مخې، چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې ته سپارل شوی و، نوموړي په کراچۍ کې د «محمد ولي» او «ګل محمد» په نومونو ځمکې، اپارتمانونه او پلاټونه لرل. همدارنګه یې په همدې نومونو په بېلابېلو بانکونو کې بانکي حسابونه هم درلودل.

100%

د اوښي په نامه د ځمکو کاروبار

د پاکستان د پاکستان د پلټنو فدرالي ادارې وویل، چې له اخترمحمد منصور سره د د ځمکو او ملکیتونو په چارو کې د «عمار» او «اختر محمد» په نومونو کسانو همکاري کوله او اړینې اسانتیاوې یې ورته برابرولې. اخترمحمد دده خپل نوم و او عمار یاسر د هغه اوښی او د طالبانو د پخواني جګپوړي قوماندان استاد یاسر زوی دی.

ملا اختر منصور د «ګل محمد» په نوم د کراچۍ د ګلشن معمار په «KDA Scheme 45» کې یو پلاټ یا نومره درلوده. دویم پلاټ یې هم په همدې سیمه کې د «ګل محمد» په نوم ثبت و. درېیم ملکست یې یو اپارتمان و، چې د «ګل محمد» په نوم د ګلشن معمار په «هایټس» ودانۍ کې ثبت شوی و.

څلورمملکست یې د «محمد ولي» په نوم د کراچۍ د شهید ملت سړک پر «عمار ټاور» د شپږم پوړ اپارتمان و. پنځم ملکیت یې هم د «محمد ولي» په نوم د کراچۍ د «Scheme 33» د ګلزار هجري سیمې په «بسم‌الله ټېرس» کې اپارتمان و، او شپږم پلاټ یې هم د کراچۍ پر شهید ملت سړک اخیستی و.

100%

په راپور کې زیاته شوې چې ملا اختر منصور د ځمکو کاروبار د عمار یاسر په نوم کاوه.

نوموړي د «محمد ولي» په نوم په الفلاح بانک او د «ګل محمد» په نوم په الحبیب بانک کې حسابونه لرل او د دغو بانکي حسابونو لپاره یې د «اقرا سټېټ اېجنسۍ» نوم کاراوه. خو وروسته څرګنده شوه چې د ځمکو د معاملاتو دغې ادارې له ملا اخترمحمد منصور سره هېڅ ډول اړیکه نه لرله.

نوموړي د کوټې د سټلایټ ټاون په الايډ بانک کې هم د «ګل محمد» په نوم بانکي حساب درلود او هلته یې ځان دوکاندار معرفي کړی و.

ملا اختر منصور د «بسم‌الله ټېرس» اپارتمان، چې ۸۵۰ مربع ګزه مساحت یې درلود، په ۱،۴ میلیونه کلدارو اخیستی و.

د «عمار ټاور» د اپارتمان په اړه ویل شوي چې نوموړي د ۲۰۱۱م کال د جولای پر ۱۹مه نېټه دغه اپارتمان په درې میلیونه او ۶۲۰ زره کلدارو اخیستی و.

همدارنګه، د شهید ملت سړک اپارتمان یې د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر پر ۱۵مه نېټه په ۱۷.۳ میلیونه کلدارو اخیستی و.

دغه راز، په ګلشن معمار کې یې یو پلاټ، چې ۴۴۱،۶۷ مربع ګزه مساحت یې درلود، د ۲۰۰۹م کال د ډسمبر پر لومړۍ نېټه په ۵،۴ میلیونه کلدارو اخیستی و، خو په اسنادو کې یې بیه یوازې ۴۸۶ زره او ۵۰۰ کلدارې ثبت شوې وه.

پنځم ملکیت یې، چې ۲۰۰ مربع ګزه مساحت یې درلود او په ګلشن معمار کې و، د ۲۰۰۷ کال د نومبر پر ۲۹مه نېټه په ۴،۷ میلیونه کلدارو اخیستی و. شپږم ملکیت یې، چې د ګلشن معمار په صنوبر هایټس سیمه کې یو اپارتمان و، د ۲۰۰۸ کال د نومبر په میاشت کې په یونیم میلیون کلدارو پېرلی و.

دغه شتمنۍ وروسته د ۲۰۱۶ کال د نومبر په میاشت کې د پاکستان حکومتي چارواکو دولت ته وسپارلې.

100%

د پاکستان د پلټنو فدرالي ادارې د ۲۰۱۹مکال د جولای پر ۲۵مه نېټه د ملا اختر منصور (په مستعارو نومونو «محمد ولي» او «ګل محمد») او له هغه سره د عمار او اختر محمد پر ضد دوسیه ثبت کړې وه.

یاده دوسیه د پاکستان د ۱۹۹۷م کال د ترهګرۍ ضد قانون د ایچ ۱۱مادې له مخې ثبت شوې وه، چې د پیسو راټولولو او د پیسو مینځلو په اړه ده. همدارنګه دغه قضیه د پاکستان د جزا قانون د ۴۲۰ مې مادې (د دوکې او بد نیتۍ له لارې د شتمنۍ یا جايداد ترلاسه کول)، ۴۶۸ مې مادې (د درغلۍ په موخه جعل کول) او ۴۷۱ مې مادې (د جعلي اسنادو د اصلي اسنادو په توګه کارولو) له مخې هم ثبت شوې وه.

«خړ نوملړ» او د منصور د ملکیتونو دوسیه

د پاکستان د پلټنو فدرالي ادارې د ملا اختر منصور او د هغه د ملګرو پر ضد د شتمنیو او مالي معاملو قضیې د ثبت کېدو اعلان داسې مهال وکړ، چې اسلام‌اباد له نړیوال فشار سره مخ و. پاکستان هغه مهال د مالي اقدام کاري ډلې (FATF) او نورو نړیوالو بنسټونو تر څار لاندې و او هڅه یې کوله چې د ترهګرۍ د تمویل او پیسو مینځلو پر ضد د مبارزې په برخه کې خپل اقدامات وښيي.

100%

له همدې امله، ځینو شنونکو باور درلود چې د ملا اختر منصور د شتمنیو په اړه پلټنې د نړیوالو اندېښنو د کمولو او د پاکستان د ژمنو د ثابتولو یوه برخه کېدای شي.

خو د دې اقدام په اړه اصلي پوښتنه دا وه چې ولې دا ډول پلټنې د ملا اختر منصور له وژل کېدو څو کاله وروسته وشوې؟ په پاکستان کې د هغه له حضور، سفرونو او فعالیتونو سره تړلي بحثونه له وړاندې موجود وو. هغه مهال یو شمېر شنونکو نیوکه کوله چې د طالبانو مشران د اوږدو کلونو لپاره په پاکستان کې دي، خو اسلام‌اباد په رسمي ډول د هغوی د موجودیت په اړه انکار کوي یا یې کم ارزښته ښيي.

د قضیې د اعلان په کلونو کې فاټف په یوه غونډه کې له پاکستان نه غوښتنه کړې وه چې د پیسو مینځلو، د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي او اړوندو قضیو کې د پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړي.

فاټف په ۲۰۱۴ کال کې په یوه راپور کې د طالبانو د مالي سرچینو په تړاو ویلي وو چې د هلمند ولایت د حاجي فاتح اسحاقزي په مشرۍ یوه جنایي شبکه له طالبانو سره مالي او غیرنغدي مرستې کوي او دغه مرستې ډېری د اختر محمد منصوراو اغا جان علیزي له لارې کیږي.

پاکستان په دې کلونو کې په سند ایالت کې د ترهګرۍ ضد دوه محکمې د ترهګرۍ د تمویل اړوندو قضیو ته ځانګړې کړې وې، چې دغه ډول قضیې ژر تر ژره حل شي.

وروسته د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر پر ۲۱مه نېټه، د د مالي اقدام کاري ډلې فاټف (FATF) اعلان وکړ چې پاکستان یې د«خړ نوملړ» د هېوادونو له ډلې اېستلی دی.

یادې ډلې وویل، « پاکستان د پیسو مینځلو ضد او د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي په نظام کې د پام وړ پرمختګ کړی دی».

فاټف دغه راز زیاته کړه، چې پاکستان د خپل نظام د پیاوړتیا ترڅنګ «هغه تخنیکي نیمګړتیاوې هم حل کړې دي چې د فاټف (FATF) له خوا د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۱ کال د جون په ارزونو کې په ګوته شوې وې».

د شنوکو په باور، که څه هم فاټف په رسمي ډول د ملا اختر منصور د شتمنیو قضیه له خړ نوملړ څخه د پاکستان د وتلو له شرطونو سره نه ده تړلې، خو د هغه د ملکیتونو ضبط او د ترهګرۍ د تمویل اړوند قضیو تعقیب په هغه پراخ بهیر کې شامل وو چې اسلام‌اباد د نړیوالو مالي معیارونو د پوره کولو لپاره د خپلو اقداماتو په توګه وړاندې کاوه.

د کراچۍ ترهګرۍ ضد دویمې محکمې د ۲۰۲۰کال د فبرورۍ پر ۱۶مه نېټه د اختر منصور د شتمنیو د عامه لیلام لپاره په ورځپاڼو کې اعلان خپور کړی و. د دغه عامه لیلام له مخې، هغه مهال د منصور د شپږو ملکستونو ټول ارزښت ۷۷،۷ میلیونه کلدارې ښودل شوی و. هغه وخت یو ډالر شاوخوا ۱۵۴ پاکستانۍ کلدارې و، چې له مخې یې ۷۷،۷ میلیونه کلدارې شاوخوا ۵۰۴ زره او ۵۴۵ امریکايي ډالر کېدل.

یادې شتمنۍ د ۲۰۲۰ کال د اګست پر ۱۸مه نېټه پلورل شوې وې.

د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دویمې محکمې د ۲۰۲۱م کال د مارچ پر ۹مه نېټه د اختر منصور او نورو پر ضد په قضیه کې د عمار یاسر او اختر محمد پر ضد د دایمي ناقابل ضمانت نیولو امر صادر کړی و. یاده قضیه لا هم په همدې محکمه کې پرته ده.

« منصور د ځمکو کاروبار ته وخت نه درلود»

طالبانو د پاکستان د پلټنو فدرالي ادارې دا ادعاوې رد کړې. د ۲۰۱۹ کال په جولای کې طالبانو وویل چې منصور د ځمکو د کاروبار لپاره وخت نه درلود او هېڅکله په داسې سوداګرۍ کې ښکېل نه و. طالبانو دغه راپورونه بې‌بنسټه وبلل او ویې ویل چې د دوی د مشرانو په اړه دا ډول ادعاوې د منصور شخصیت ته زیان نه شي رسولی.

طالبانو په خپله اعلامیه کې زیاته کړه، « موږ د داسې راپورونو د خپرېدو په موخه نه پوهېږو، خو په ډاډ سره ویلای شو چې د طالبانو د مشرانو په اړه دا ډول کمزوري او بې‌بنسټه راپورونه نه د چا په ګټه دي او نه هم د منصور شخصیت ته کوم زیان رسولی شي».

پاکستاني ادارو د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې د ملا اختر منصور د شتمنیو قضیه پای ته رسېدلې اعلان کړه. د ملا اختر منصور هغه شتمنۍ چې د جعلي هویتونو په کارولو سره په پاکستان کې ترلاسه شوې وې او ارزښت یې شاوخوا ۴۰،۵ میلیونه کلدارې و، دولتي خزانې ته وسپارل شوې. په کراچۍ کې د ملا اختر منصور پنځه ملکیتونه، چې ارزښت یې شاوخوا ۳۲ میلیونه کلدارې ښودل شوی و،محکمې په ۴۴ میلیونه او ۶۶۵ زره کلدارو لیلام کړل.

100%

دغه راز ملا اختر منصور د بیمې له یوې کمپنۍ څخه د ژوند بیمه هم اخیستې وه، چې کمپنۍ وروسته ۳۴۷ زره کلدارې محکمې ته وسپارلې. د منصور په بانکي حسابونو کې موجودې نغدې پیسې هم، چې اندازه یې له دوو تر دوه نیمو میلیونو کلدارو اټکل شوې وه، هم ضبط او دولتي خزانې ته ولېږدول شوې.

محکمې قاضي عمار او اختر محمد، چې لا هم تښتېدلي وو، د اعلان شویو مجرمانو په توګه اعلان کړل او د هغوی د نیولو لپاره یې د نه‌ضمانت دایمي امرونه صادر کړل. عمار یاسر وروسته قطر ته لاړ او د دوحې دفتر سیاسي غړی وټاکل شو.

د ګډې دفاع د درې اړخیز تړون سیمه‌ییزې پایلې

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۴۱ GMT+۱
•
افراسیاب خټک
100%

د اګست پر اوومه په سعودي عرب کې د مکې په ښار کې د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان تر منځ د دغو هېوادونو مشرانو د ګډې دفاع یو تړون لاسلیک کړ، نو ځکه دا د مکې تړون بلل کېږي. په تېره یوه اونۍ کې پرې په رسنیو کې پراخې تبصرې او تحلیلونه وشول او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د سیاسي او ستراتیژیکو شنونکو او کتونکو له خوا یادې شوې لوظنامې ته دغسې زیاته پاملرنه ګڼ علتونه لري.

وړومبی علت خو یې دا دی چې په لوېدیځه اسیا کې د امریکا او ایران تر منځ روانې جګړې په وجه د نړیوالو پام او هڅې هم په دغه سیمه متمرکز دي او ډېر شنونکي د یادې شوې لوظنامې د لاسلیک کېدلو پرمختګ ته د دغه جنګ د پایلو سره تړاو ورکوي. خو کوم چا چې په زیات دقت او تسلسل سره د منځني ختیځ او د جنوبي اسیا حوادث تعقیب کړي دي، هغوی د دغې لوظنامې تر شا د یوه اوږد شالید او د یوې اوږدې پروسې خبره کوي. هغوی لوستونکو ته د پاکستان او د سعودي عرب تر منځ د تېر کال (۲۰۲۵) د سپتمبر په اوولسمه نېټه د لاسلیک شوې د ګډې دفاع د دوه اړخیزې لوظنامې ته هم ګوته نیسي، چې د هغوی په اند د اوسنۍ لوظنامې د منځته د راتلو په لور وړومبی ګام و.

د نړۍ سیاسي تاریخ لوستونکو ته په یاد دی چې د اوسني منځني ختیځ سیاسي نقشه په شلمه پېړۍ کې د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای کې د ترکانو د عثماني امپراتورۍ د ړنګېدلو نه وروسته جوړه شوې وه، چې په دې پروسه کې د بریتانیا امپراتورۍ مهم نقش لوبولی و. وروسته په دغه سیمه کې د نفت او د ګاز پراخې زیرمې کشف شوې، چې د دغو طبیعي زیرمو په وجه د منځني ختیځ ستراتیژیک اهمیت لا پسې سوا شو.

د دویمې نړیوالې جګړې نه وروسته دغه سیمه د امریکا د سیاسي او ستراتیژیک نفوذ برخه وګرځېده. تر ډېر وخت پورې د نړۍ د نفتو اړتیاوې په سلو کې څلوېښت برخې له منځني ختیځ اکمالېدلې، خو په یوویشتمه پېړۍ کې اوضاعو تغییر کړی دی. اوس امریکا پخپله د نفتو پراخې زیرمې لري، د امریکا د سترې وچې په نورو هېوادونو لکه وینزویلا او برازیل کې هم د نفتو په کافي اندازه زیرمې شتون لري. اوس د منځني ختیځ د نفتو زیرمې د نړۍ د نفتو د اړتیاوو په سلو کې شل برخې اکمالوي، نو ځکه دغه زیرمې هغه پخوانی اهمیت نه لري.

په نړۍ کې د سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکو قواوو انډول هم ورځ په ورځ بدلېږي.

نړۍ د دوه قطبي توب او یوه قطبي توب نه ګڼ قطبي توب خوا ته په حرکت کې ده. چین د نوي اقتصادي ابرقدرت په توګه تبارز کوي، هند، برازیل، کاناډا او ځینې نور هېوادونه د نړۍ د وسطي ځواکونو په توګه رابرسېره شوي دي. نو د منځني ختیځ له مالي اړخه مالدارو هېوادونو کې دا فکر زېږېدلی دی چې د دوی د مصوونیت عنعنوي نړیوالو فاکتورونو په ځای د سیمې د هېوادونو نه جوړ د مصوونیت میکانیزم ته اړتیا لري، چې دوی د زبرځواکونو تر منځ د موجودو سیالیو او انقطابونو نه هم لرې او بهر ساتلی شي.

د مکې لوظنامه د سعودي عرب پراخې مالي منابع، د پاکستان غټ پوځ او ذروي وسله، او د ترکیې پوځ او ټیکنالوجي رایوځای کوي. د دې نه وړاندې هم سعودي عرب د خپل مصوونیت لپاره د پاکستان پوځ ته وخت په وخت مراجعه کړې ده.

ترکیې د تاریخ په اوږدو کې له عربو سره سیاسي او نورې اړیکې لرلې دي، خو شنونکي دا پوښتنه راپورته کوي چې په اصطلاح د ګډې دفاع په لوظنامې لاسلیک کوونکي دغه درې هېوادونه تر کومې اندازې د یوه ګډ دښمن د وجود په باره کې هم نظره دي؟

که څه هم یو شمېر عرب هېوادونه د فلسطین د مسئلې په وجه د اسرائیل سره اړیکې نه لري، خو چې خبره د جګړې راشي نه دغه هېوادونه د ایران اسلامي جمهوریت د ځان د پاره ستر تهدید بولي.

د پاکستان زړه او پخه دښمني د هند سره ده، ترکیې په تاریخي توګه باندې زیاتره پوځي شخړې د یونان سره لرلې دي، نو ځکه دا پوښتنه پوره منطقي حیثیت لری چې ایا سعودي عرب او ترکیه به د پاکستان په خاطر د هند په ضد وجنګېږي؟ او یا به ترکیه او پاکستان د سعودي عرب لپاره پاکستان سره جګړه وکړي؟

د دغو دواړو پوښتنو په ځواب کې باید وویل شي چې د دغو هېوادونو لپاره د یوه او د بل د معلومو دښمنانو په ضد جنګېدل که ناممکن نه دي، خو ډېر ګران هرو مرو دي. ولې باید د دغې لوظنامې د نوم دې اړخ ته هم پاملرنه وشي چې که څه هم دا د ګډې دفاع لوظنامه بلل شوې ده، خو په واقعیت کې دا لوظنامه د بریدګرو په ضد د ګډې جګړې کولو په ځای د برید نه د هغوی د منصرف کولو (deterrence) لپاره لاسلیک شوې ده، ځکه چې که د دغو درې هېوادونو پوځونه د بریدګر په ضد ګډې جګړې لپاره میدان ته نه هم راوځي، خو د دوی جنګي منابع به د دفاع کوونکي هېواد په اختیار کې ولویږي. دوی توقع لري چې تش دغه واقعیت هم بریدګر له برید نه منصرف کولی شي.

چې خبره د دغې لوظنامې د سیمه‌ییزو پایلو ته راشي، نو جوته خبره ده چې د ایران او هند غوندې هېوادونه به د دغې لوظنامې په باره کې یوه اندازه تشویشونه لري. د عربو او ایران تر منځ شخړې یو اوږد تاریخي شالید لري، چې متاسفانه دغه تعصبات او کرکې تر ننه شته او د لوېدیځې اسیا کې د اوسنۍ جګړې په جریان کې د هغې تازه بېلګې هم لیدل شوې دي.

بلې خوا ته هند او پاکستان هم تل د یوه او بل سره د «یا به ته وې او یا به زه وم» د کیفیت والا دښمني پاللې ده. د مکې لوظنامه که څه هم افغانستان لپاره نېغ په نېغه کومه اغېزه نه لري، خو په سیمه او په نړۍ کې د غټو تحولاتو په شرایطو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د مطلقې او خطرناکې انزوا نه سترګې نه شي پټېدای. د سیمې د نوې او مهمې سیاسي، اقتصادي، پوځي او ستراتیژیکې صف بندۍ د منځته د راتلو په جریان کې هېڅوک د افغانستان غوندې مهمې جغرافیا او تاریخ لرونکي د اسیا د قلب هېواد افغانستان پاڼې نه اړوي، ځکه چې د طالبانو امارت افغانستان د نړیوالې سیالۍ نه ایستلی دی، کومه چې د هېواد د راتلونکي لپاره هېڅ ښه نه ده.

پنځه کاله د کمپیوټر د پردې تر شا؛ ایا انلاین ښوونځیو د افغان نجونو د زده کړو تشه ډکه کړې؟

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۵۴ GMT+۱
•
سلسله امام‌زاده
100%

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته میلیونونه افغانې نجونې له زده کړو بې برخې شوې. په دې موده کې انلاین ښوونځي او پټ تعلیمي مرکزونه جوړ شوي چې ګڼو نجونو ته یې د زده کړې زمینه برابره کړې خو د برېښنا، اقتصادي ستونزو او محدود ظرفیت له امله لا هم د زده کړو تشه نه ده ډکه شوې.

له پنځو کلونو راهیسې د شل کلنې افغانې نجلۍ «اسمان» سهار نور د ښوونځي د زنګ په غږ نه پیلېږي. هغه د ښوونځي د یونیفورم پر ځای هر سهار خپل لپټاپ چالانوي او ساعتونه د کمپیوټر د پردې مخې ته تېروي. همدې پردې اوس د هغې لپاره د ښوونځي، ښوونکي او ټولګیوالو ځای نیولی دی.

په افغانستان کې زده کړه اوس د برېښنا له پرله پسې پرې کېدو او د انټرنېټ له کمزوري کیفیت سره تړلې ده. سره له دې، اسمان هر سهار د خپل مېز تر شا کښېني. هغه وايي، لا هم زده کړې ته دوام ورکوي، ځکه باور لري چې پوهه هغه وروستی شی دی چې تر اوسه ترې نه دی اخیستل شوی.

د ۱۴۰۰ کال د اسد میاشتې له سیاسي بدلون وروسته، میلیونونه نجونې له ښوونځیو پاتې شوې. د اسمان کیسه یوازې د یوې نجلۍ کیسه نه ده؛ دا د هغو زرګونو نجونو کیسه ده چې په دې موده کې یې یا د انلاین زده کړو او یا هم د پټو کورنیو ښوونځیو له لارې خپل تعلیم ته دوام ورکړی دی.

100%
د ۱۴۰۰ کال وروسته په میلیونونه افغان نجونې له ښوونځیو پاتې شوې

په همدې کلونو کې لسګونه انلاین ښوونځي او پټې تعلیمي شبکې جوړې شوې، خو دغه لاره هم له ستونزو خالي نه وه. د برېښنا او انټرنېټ کمښت، د ټکنالوژۍ لوړ لګښت، د ځینو پروګرامونو د اعتبار په اړه اندېښنې او د نجونو د زده کړو له بحرانه ناوړه ګټه اخیستنه هغه ننګونې دي چې دغه بهیر ورسره مخ کړی دی.

د دې پوښتنې د ځواب موندلو لپاره چې ایا انلاین ښوونځیو د افغان نجونو د زده کړو تشه ډکه کړې که نه، افغانستان انټرنشنل د «دریچه» ښوونځي، «الکین» بنسټ او «انار» اکاډمۍ له مسوولینو، د زده کړو له فعالانو او له ۱۷ تر ۲۰ کلونو پورې له پنځو نجونو سره خبرې کړې دي.

د دغو درېیو تعلیمي بنسټونو د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د فعالیت له پیل راهیسې تر اوسه له ۲۶۰۰ څخه ډېرو نجونو د دوی په پروګرامونو کې برخه اخیستې ده. په همدې موده کې لږ تر لږه ۱۳۶۰ نجونې له دغو مرکزونو فارغې شوې دي.

«دریچه» ښوونځي خپل فعالیت د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې، د طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا ۴۵ ورځې وروسته، یوازې له ۷۵ زدهکوونکو سره پیل کړ. وروسته یې فعالیت ۲۰ ولایتونو ته وغځېد. د دې ښوونځي مسوولین وایي، تر اوسه له ۱۳۰۰ څخه ډېرې نجونې د حضوري او انلاین پروګرامونو له لارې فارغې شوې دي او ۴۹ تنو یې د همدې ښوونځي د اسنادو پر بنسټ د امریکا، سویلي کوریا، بنګله دېش، اندونیزیا او اذربایجان پوهنتونونو ته لار موندلې ده.

100%
د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسټه ډیریو افغان نجنو انلاین زده کړو ته کخه کړې

د «دریچه» ښوونځي بنسټ ايښودونکی حضرت وهریز خبرداری ورکوي چې له زده کړو د نجونو اوږدمهاله بې برخې کېدل داسې زیان دی چې د ده په وینا، هېڅکله نه شي جبرانېدای.

«انار» اکاډمۍ خپل فعالیت په ۲۰۲۴ کال کې پیل کړ. د دې اکاډمۍ مسوولین وایي، یوازې په دوو دورو کې له اووه زرو ډېرو نجونو د نوملیکنې غوښتنه کړې وه، خو د محدود ظرفیت له امله تر ۱۱۰۰ ډېرې زده کوونکې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو ومنل شوې. تر اوسه د دې اکاډمۍ ۵۱ زده کوونکې د دولسم ټولګي څخه فارغې شوې دي.

د اکاډمۍ مشرې بېنظیر پویا وایي، د نوملیکنې لپاره د غوښتونکو ډېر شمېر ښيي چې افغانې نجونې لا هم د زده کړو فرصتونو ته سخته اړتیا لري.

«الکین» بنسټ هم په ۲۰۲۴ کال کې خپل فعالیت پیل کړ. دغه بنسټ لومړۍ دوره له ۲۹ زده کوونکو سره پیل کړه، خو اوس د نهم څخه تر دولسم ټولګي پورې ۸۱ نجونو ته زده کړې ورکوي.

تر اوسه د دې بنسټ نهه زده کوونکې فارغې شوې دي، چې اووه یې د اندونیزیا، مالیزیا، قطر او هنګري په پوهنتونونو کې منل شوې دي.

د «الکین» بنسټ مشر نصیر کیهان وایي، د انلاین زده کړو د ستونزو د کمولو لپاره یې زده کوونکو ته لپټاپونه، د انټرنېټ لګښت او بشپړ بورسونه برابر کړي دي. د هغه په وینا، د دې بنسټ فارغانې د نړیوال اعتبار لرونکي اسناد ترلاسه کوي.

د دغو درېیو بنسټونو شمېرې ښيي چې انلاین زده کړو سلګونو افغان نجونو ته د خپلو زده کړو د دوام فرصت برابر کړی، خو د هغو میلیونونو نجونو په پرتله چې لا هم له رسمي زده کړو بې برخې دي، د دغو پروګرامونو ظرفیت محدود دی.

سره له دې چې په تېرو پنځو کلونو کې ګڼ انلاین ښوونځي جوړ شوي، د دغو ښوونځیو مسوولین، د زده کړو فعالان او زده کوونکې وایي، انلاین زده کړې د حضوري ښوونځیو بدیل نه شي کېدای. د انټرنېټ لوړ لګښت، د برېښنا پرله پسې پرې کېدل، وسایلو ته نابرابر لاسرسی او امنیتي محدودیتونه لا هم د نجونو پر وړاندې سترې ننګونې دي.

د زده کړو فعاله پرستو حکیم، چې د نجونو لپاره د لسګونو پټو کورنیو ښوونځیو چارې سمبالوي، وایي د همدې ستونزو له امله د دوی اداره د انلاین زده کړو پر ځای پر حضوري کورنیو ښوونځیو تمرکز کوي.

د هغې په وینا، ډېری افغانې کورنۍ د ورځني ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې ستونزې لري، نو ځکه د لپټاپ، ځیرک ټیلیفون او انټرنېټ برابرول د ډېرو لپاره ممکن نه دي.

۱۷ کلنه زده کوونکې سوسن وایي، کله ناکله په یوه شپه او ورځ کې تر ۱۸ ساعتونو پورې برېښنا نه لري او د انټرنېټ د ټیټ سرعت له امله دوه اوونۍ ونه توانېده چې خپل درسي وېبپاڼې ته ننوځي.

100%
اقتصادی ستونزې د بریښنا او انټرنټ محدود شتون لا هم د نجنو د زده کړو ننګونې دي

۲۰ کلنه صاحبه هم وایي، د لګښتونو د کمولو لپاره اړ شوې چې تر ټولو ارزانه انټرنېټي کڅوړه واخلي. د هغې په وینا، یو ځل د برېښنا د پرې کېدو له امله د ژبې ازموینه نیمګړې پاتې شوه.

۱۹ کلنه سحر وایي، د یوې ازموینې پر مهال د برېښنا د پرې کېدو له امله څو ځله اړه شوه خپل سیمکارت بدل کړي او په پای کې یې د ازموینې د دوام لپاره د وایفای انټرنېټ وکاراوه.

حتا په هغو پروګرامونو کې چې د انټرنېټ او وسایلو د لګښت یوه برخه ورکول کېږي، ستونزې لا هم دوام لري. د الکین بنسټ یوه زده کوونکې راضیه وایي، که څه هم هغې ته لپټاپ او د انټرنېټ مرسته ورکړل شوې، خو د برېښنا پرله پسې پرې کېدو یې ازموینې نیمګړې کړې او کله ناکله به د لمریزې برېښنا د کارولو لپاره د خپلې خور کور ته تلله.

د انلاین زده کړو له پراخېدو سره، د دغو پروګرامونو د اعتبار، کیفیت او څارنې په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي. د زده کړو فعالان وایي، د روښانه څارنې نشتوالی د دې لامل شوی چې ځینې کسان او بنسټونه د نجونو د زدهکړو له بحرانه ناوړه ګټه پورته کړي.

پرستو حکیم ټینګار کوي چې انلاین زده کړې هیڅکله د حضوري زده کړو ځای نه شي نیولای. د هغې په وینا، د افغان نجونو له وضعیت څخه د شخصي ګټو لپاره استفاده نه یوازې د بښنې وړ نه ده، بلکې یو غیرانساني عمل هم دی.

په مقابل کې، د «دریچه»، «الکین» او «انار» د تعلیمي بنسټونو مسولین وایي، دوی هڅه کړې چې د زده کوونکو د منلو بهیر، د اسنادو اعتبار او له بهرنیو تعلیمي ادارو سره د همکاریو په برخه کې بشپړ شفافیت وساتي. هغوی ټینګار کوي چې انلاین زده کړې د حضوري ښوونځیو بدیل نه، بلکې د افغانستان د اوسنیو شرایطو لپاره د نجونو د زده کړو یوازینۍ عملي لاره ده.

«موږ زده کړې کوو»

هغه پنځه نجونې چې افغانستان انټرنشنل ورسره خبرې کړې، وایي د پنځو کلونو له محرومیت سره سره لا هم زده کړې د خپل راتلونکي د جوړولو یوازینۍ لار ګڼي.

۱۷ کلنه سوسن وایي، تر ټولو لویه اندېښنه یې دا ده چې ښايي د لوړو زده کړو لپاره بورس ترلاسه نه کړي. د هغې په وینا، که زده کړو ته دوام ور نه کړي، راتلونکی به ونه لري.

۲۰ کلنه صاحبه وایي، تر ټولو ډېر وېره لري چې هغه کلونه او هڅې یې بې پایلې نه شي او یا هم د انلاین زده کړو همدا محدود فرصت له نجونو وانخیستل شي.

۱۹ کلنه سحر وایي، د هغې تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې زرګونه نورې افغانې نجونې هم د زده کړو له فرصته بې برخې پاتې شي. د هغې په باور، انلاین زده کړې د ژغورنې یوه لار ده، خو هېڅکله د حضوري زده کړو ځای نه شي نیولای.

راضیه، چې شپږ میاشتې وړاندې د دولسم ټولګي څخه فارغه شوې، وایي تر ټولو لوی ارمان یې دا دی چې یوه ورځ پوهنتون په حضوري ډول پای ته ورسوي. هغه غواړي په راتلونکي کې نورو نجونو ته هم د زده کړو فرصتونه برابر کړي.

۲۰ کلنه اسمان هم وایي، د ښوونځي له پنځه کلن بندیز وروسته یې د زده کړو په اړه لید بدل شوی دی. هغې وویل: «زه ځکه زده کړې کوم چې باور لرم پوهه هغه وروستی شی دی چې تر اوسه یې له موږ نه دی اخیستی.»

هغې هیله څرګنده کړه چې یوه ورځ به له همدې پوهې څخه د داسې راتلونکي د جوړولو لپاره ګټه واخلي چې هېڅ افغانه نجلۍ پکې د ښوونځي د تګ لپاره مبارزې ته اړ نه وي.

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي، انلاین ښوونځي په تېرو پنځو کلونو کې د سلګونو افغان نجونو لپاره د زده کړو یوازینۍ لار وه. یو شمېر زده کوونکو معتبر اسناد ترلاسه کړي، د بهرنیو هېوادونو پوهنتونونو ته بریالۍ شوې او خپلې راتلونکې ته یې هیله ژوندۍ ساتلې ده.

خو دغه موندنې دا هم څرګندوي چې انلاین زده کړو د حضوري زده کړو ځای نه دی نیولی. د انټرنېټ لوړ لګښت، د برېښنا پرله پسې پرې کېدل، په لرې پرتو سیمو کې وسایلو ته محدود لاسرسی، د ځینو پروګرامونو د اعتبار په اړه اندېښنې، د نجونو د زده کړو له نوم څخه د ناوړه استفادې خطر او د معتبرو ښوونځیو محدود ظرفیت هغه ستونزې دي چې یوازې د نجونو یوې کوچنۍ برخې ته یې د زدهکړو زمینه برابره کړې ده.

له همدې امله، انلاین زده کړو د افغان نجونو د زده کړو تشه نه ده ډکه کړې، بلکې یوازې یې د دې تشې د لا پراخېدو مخه نیولې ده. دې پروګرامونو سلګونو نجونو ته هیله ورکړې، خو لا هم نه دي توانېدلي د هغو میلیونونو نجونو د زده کړو حق تامین کړي چې له رسمي ښوونځیو محرومې دي.

په یوه ورځ د اوو ولایتونو سقوط؛ کابل د طالبانو په محاصره کې

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۳۰ GMT+۱
100%

د ۱۴۰۰کال د زمري ۲۳مه طالبانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې خپل چټک پرمختګ ته دوام ورکړ او د شاوخوا اوو ولایتونو مرکزونه یې تر خپل کنټرول لاندې راوستل.

په همدې ورځ طالبان بلخ، فاریاب، پکتیا، پکتیکا، کونړ، لغمان او دایکنډي ولایتونو ته ننوتل او ډېرې سیمې له جګړې پرته دغه ډلې ته وسپارل شوې.

100%

بلخ د طالبانو په لاس کې

د افغانستان په شمال کې د مزارشریف ښار سقوط د طالبانو لپاره تر ټولو ستره پوځي او سیاسي لاسته راوړنه وه. مزارشریف د افغانستان له مهمو ښارونو او د شمال د سیاسي، اقتصادي او پوځي فعالیتونو له مهمو مرکزونو څخه و.
د بلخ مرکز د پخواني حکومت د ځواکونو، سیمه‌ییزو پاڅون کوونکو او د شمال د مطرح سیاسي څېرو له لوري د طالبانو پر وړاندې د مقاومت له مهمو مرکزونو ګڼل کېده. د همدې ورځې په لړ کې مزارشریف د طالبانو لاس ته ولوېد.
د راپورونو له مخې، د افغان ملي اردو اړوند ځواکونه لومړی له سیمې ووتل او وروسته سیمه‌ییزو ځواکونو او پاڅون کوونکو هم مقاومت پرېښود. د راپورونو له مخې، د ولایت د والي دفتر په ګډون ټول مهم حکومتي تاسیسات د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلل.

د شمال د پخوانیو مطرح قوماندانانو او سیاسي څېرو په ځانګړې توګه عطامحمد نور او د عبدالرشید دوستم د ځواکونو کمزوري کېدو او له سیمې د وتلو راپورونه هم خپاره شول. د افغانستان د بیارغونې څار لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې سیګار په خپل راپور کې ویلي، چې طالبانو مزارشریف له جګړې پرته ونیوه او د شمال د نیولو بهیر یې په دې توګه بشپړ کړ.

100%

فاریاب او کونړ هم له جګړې پرته طالبانو ونیول

په شمال کې له بلخ سره هم‌مهاله د فاریاب مرکز هم د طالبانو لاس ته ولوېده. فاریاب له هغه ولایتونو څخه و، چې طالبانو یې له مرکز سره یوشمېر ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستې وې. د میمنې له سقوط سره د افغانستان په شمال لوېدیځ کې د جمهوري حکومت پوځي حضور نور هم محدود شو.

100%

د زمري په ۲۳مه په ختیځ کې د کونړ مرکز اسعداباد هم د طالبانو تر کنټرول لاندې راغی. د اسعداباد سقوط د هېواد په ختیځ کې د حکومت د دفاعي کرښې د لا کمزورې کېدو نښه وه.

د شنبې په ورځ (د زمري ۲۳مه) طالبانو اعلان وکړ، چې د کونړ مرکز اسعداباد او شاوخوا ولسوالۍ د افغان ځواکونو له ولکې وتلې دي او د دوی جنګیالي پر ښار مسلط دي. له اسعداباد نه ټول امنیتي چارواکي او مسوولان وتلي او ښار طالبانو ته سپارل شوی دی.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د ځانګړي راپور له مخي؛ د کونړ په اسمار او شیګل ولسوالیو کې د وړو نښتو راپورونه ورکول کېده، خو مرکز په بشپړه توګه د طالبانو په کنټرول کې نه‌و. د دغه ولایت څخه په ترلاسه شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، یوشمېر خلک د ملي اردو پر موټرو کاڼي واروي چې په خواله رسنیو کې یې د ګڼو خلکو غبرګونونه پارولي وو.

په همدې ورځ د طالبانو ویاند پر اېکس پاڼه ولیکل، چې د لغمان مرکز مهترلام یې په بشپړ ډول نیولی دی. د مهترلام سقوط داسې مهال وشو، چې طالبان لا د کابل پر لور د پرمختګ په حال کې وو.

100%

پکتیکا، پکتیا او دایکنډي هم سقوط شول

په سوېل ختیځ کې د پکتیکا مرکز ښرنه او د پکتیا مرکز ګردېز هم د همدې ورځې په اوږدو کې سقوط شول. په پکتیا کې تر دې وړاندې ګڼې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې وې او د ولایت مرکز ګردېز له څو اوونیو څخه تر فشار لاندې و. د افغانستان د شنونکو شبکې په هغه وخت کې راپور ورکړی و، چې د پکتیا ګڼې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې وې او جګړه د ګردېز تر شاوخوا سیمو پورې رسېدلې وه.

100%

د زمري د ۲۳مې پر سهار د پکتیکا په مرکز ښرنه کې هم د ښار بازار د طالبانو له لوري د نیول کېدو او د سیمه‌ییزو چارواکو د وتلو راپورونه خپاره شول. په دې توګه د افغانستان په سوېل ختیځ کې هم د جمهوري حکومت دفاعي جوړښت په چټکۍ سره مات شو.

په مرکزي افغانستان کې د دایکنډي مرکز نیلي هم د طالبانو تر کنټرول لاندې راغله. د دایکندي سقوط د طالبانو د چټک پرمختګ جغرافیه نوره هم پراخه کړه.

د زمري په ۲۳مه د دغه اوو مرکزونو حکومتي سقوط داسې مهال شوی، چې یوازې یوه ورځ وړاندې (د اګست په ۱۳مه) طالبانو د کندهار، هلمند، غور، بادغیس، لوګر او زابل په ګډون د څو نورو ولایتونو مرکزونه هم نیولي وو.

د رویټرز د هغه وخت د معلوماتو له مخې، د اګست په ۱۴مه د لوګر مرکز پل‌علم هم د طالبانو لاس ته لوېدلی و. د اګست تر ۱۴مې طالبانو د افغانستان د ډېرو ولایتونو او مهمو ښارونو کنټرول اخیستی و او کابل عملا د حکومت تر کنټرول لاندې تر ټولو مهم لوی ښار پاتې شوی و.

په همدې ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن کابل ته د امریکايي وګړو او خپلو افغان همکارانو د وتلو عملیاتو د خوندي کولو لپاره د نورو سرتېرو استولو اجازه هم ورکړه. د افغانستان امنیتي وضعیت چټک خرابېدو امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه اړ اېستل، چې د خپلو سفارتونو د کارکوونکو او افغان همکارانو د اېستلو لپاره بېړني پلانونه عملي کړي.

د سیګار د راپور له مخې، د اګست په ۱۴مه د امریکا حکومت کابل ته د تخلیې عملیاتو د تنظیم لپاره د نورو ځواکونو د استولو پرېکړه وکړه. د دغه ورځې په پای کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ساحه دومره پراخه شوې وه چې د کابل سقوط د وخت پوښتنه ګرځېدلې وه.

100%

راتلونکې ورځ د زمري ۲۴مه جلال‌اباد، خوست، میدان وردګ، بامیان، پروان، کاپیسا او نور مرکزونه هم د طالبانو لاس ته ولوېدل او طالبان کابل ته داخل شول. د افغانستان جمهوریت په همدې ورځ پای ته ورسېد.

د مزارشریف په څېر د ستراتیژیک ښار له لاسه ورکول، د پکتیا او پکتیکا په څېر د سوېل ختیځو ولایتونو سقوط او په ختیځ او مرکزي افغانستان کې د حکومت د مرکزونو له لاسه ورکول هغه مهمې نښې وې، چې د جمهوریت د پای ته رسېدو بهیر یې چټک کړ.

100%