په یوه ورځ د اوو ولایتونو سقوط؛ کابل د طالبانو په محاصره کې

د ۱۴۰۰کال د زمري ۲۳مه طالبانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې خپل چټک پرمختګ ته دوام ورکړ او د شاوخوا اوو ولایتونو مرکزونه یې تر خپل کنټرول لاندې راوستل.

د ۱۴۰۰کال د زمري ۲۳مه طالبانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې خپل چټک پرمختګ ته دوام ورکړ او د شاوخوا اوو ولایتونو مرکزونه یې تر خپل کنټرول لاندې راوستل.
په همدې ورځ طالبان بلخ، فاریاب، پکتیا، پکتیکا، کونړ، لغمان او دایکنډي ولایتونو ته ننوتل او ډېرې سیمې له جګړې پرته دغه ډلې ته وسپارل شوې.
بلخ د طالبانو په لاس کې
د افغانستان په شمال کې د مزارشریف ښار سقوط د طالبانو لپاره تر ټولو ستره پوځي او سیاسي لاسته راوړنه وه. مزارشریف د افغانستان له مهمو ښارونو او د شمال د سیاسي، اقتصادي او پوځي فعالیتونو له مهمو مرکزونو څخه و.
د بلخ مرکز د پخواني حکومت د ځواکونو، سیمهییزو پاڅون کوونکو او د شمال د مطرح سیاسي څېرو له لوري د طالبانو پر وړاندې د مقاومت له مهمو مرکزونو ګڼل کېده. د همدې ورځې په لړ کې مزارشریف د طالبانو لاس ته ولوېد.
د راپورونو له مخې، د افغان ملي اردو اړوند ځواکونه لومړی له سیمې ووتل او وروسته سیمهییزو ځواکونو او پاڅون کوونکو هم مقاومت پرېښود. د راپورونو له مخې، د ولایت د والي دفتر په ګډون ټول مهم حکومتي تاسیسات د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلل.
د شمال د پخوانیو مطرح قوماندانانو او سیاسي څېرو په ځانګړې توګه عطامحمد نور او د عبدالرشید دوستم د ځواکونو کمزوري کېدو او له سیمې د وتلو راپورونه هم خپاره شول. د افغانستان د بیارغونې څار لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې سیګار په خپل راپور کې ویلي، چې طالبانو مزارشریف له جګړې پرته ونیوه او د شمال د نیولو بهیر یې په دې توګه بشپړ کړ.
فاریاب او کونړ هم له جګړې پرته طالبانو ونیول
په شمال کې له بلخ سره هممهاله د فاریاب مرکز هم د طالبانو لاس ته ولوېده. فاریاب له هغه ولایتونو څخه و، چې طالبانو یې له مرکز سره یوشمېر ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستې وې. د میمنې له سقوط سره د افغانستان په شمال لوېدیځ کې د جمهوري حکومت پوځي حضور نور هم محدود شو.
د زمري په ۲۳مه په ختیځ کې د کونړ مرکز اسعداباد هم د طالبانو تر کنټرول لاندې راغی. د اسعداباد سقوط د هېواد په ختیځ کې د حکومت د دفاعي کرښې د لا کمزورې کېدو نښه وه.
د شنبې په ورځ (د زمري ۲۳مه) طالبانو اعلان وکړ، چې د کونړ مرکز اسعداباد او شاوخوا ولسوالۍ د افغان ځواکونو له ولکې وتلې دي او د دوی جنګیالي پر ښار مسلط دي. له اسعداباد نه ټول امنیتي چارواکي او مسوولان وتلي او ښار طالبانو ته سپارل شوی دی.
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د ځانګړي راپور له مخي؛ د کونړ په اسمار او شیګل ولسوالیو کې د وړو نښتو راپورونه ورکول کېده، خو مرکز په بشپړه توګه د طالبانو په کنټرول کې نهو. د دغه ولایت څخه په ترلاسه شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، یوشمېر خلک د ملي اردو پر موټرو کاڼي واروي چې په خواله رسنیو کې یې د ګڼو خلکو غبرګونونه پارولي وو.
په همدې ورځ د طالبانو ویاند پر اېکس پاڼه ولیکل، چې د لغمان مرکز مهترلام یې په بشپړ ډول نیولی دی. د مهترلام سقوط داسې مهال وشو، چې طالبان لا د کابل پر لور د پرمختګ په حال کې وو.
پکتیکا، پکتیا او دایکنډي هم سقوط شول
په سوېل ختیځ کې د پکتیکا مرکز ښرنه او د پکتیا مرکز ګردېز هم د همدې ورځې په اوږدو کې سقوط شول. په پکتیا کې تر دې وړاندې ګڼې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې وې او د ولایت مرکز ګردېز له څو اوونیو څخه تر فشار لاندې و. د افغانستان د شنونکو شبکې په هغه وخت کې راپور ورکړی و، چې د پکتیا ګڼې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې وې او جګړه د ګردېز تر شاوخوا سیمو پورې رسېدلې وه.
د زمري د ۲۳مې پر سهار د پکتیکا په مرکز ښرنه کې هم د ښار بازار د طالبانو له لوري د نیول کېدو او د سیمهییزو چارواکو د وتلو راپورونه خپاره شول. په دې توګه د افغانستان په سوېل ختیځ کې هم د جمهوري حکومت دفاعي جوړښت په چټکۍ سره مات شو.
په مرکزي افغانستان کې د دایکنډي مرکز نیلي هم د طالبانو تر کنټرول لاندې راغله. د دایکندي سقوط د طالبانو د چټک پرمختګ جغرافیه نوره هم پراخه کړه.
د زمري په ۲۳مه د دغه اوو مرکزونو حکومتي سقوط داسې مهال شوی، چې یوازې یوه ورځ وړاندې (د اګست په ۱۳مه) طالبانو د کندهار، هلمند، غور، بادغیس، لوګر او زابل په ګډون د څو نورو ولایتونو مرکزونه هم نیولي وو.
د رویټرز د هغه وخت د معلوماتو له مخې، د اګست په ۱۴مه د لوګر مرکز پلعلم هم د طالبانو لاس ته لوېدلی و. د اګست تر ۱۴مې طالبانو د افغانستان د ډېرو ولایتونو او مهمو ښارونو کنټرول اخیستی و او کابل عملا د حکومت تر کنټرول لاندې تر ټولو مهم لوی ښار پاتې شوی و.
په همدې ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن کابل ته د امریکايي وګړو او خپلو افغان همکارانو د وتلو عملیاتو د خوندي کولو لپاره د نورو سرتېرو استولو اجازه هم ورکړه. د افغانستان امنیتي وضعیت چټک خرابېدو امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه اړ اېستل، چې د خپلو سفارتونو د کارکوونکو او افغان همکارانو د اېستلو لپاره بېړني پلانونه عملي کړي.
د سیګار د راپور له مخې، د اګست په ۱۴مه د امریکا حکومت کابل ته د تخلیې عملیاتو د تنظیم لپاره د نورو ځواکونو د استولو پرېکړه وکړه. د دغه ورځې په پای کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ساحه دومره پراخه شوې وه چې د کابل سقوط د وخت پوښتنه ګرځېدلې وه.
راتلونکې ورځ د زمري ۲۴مه جلالاباد، خوست، میدان وردګ، بامیان، پروان، کاپیسا او نور مرکزونه هم د طالبانو لاس ته ولوېدل او طالبان کابل ته داخل شول. د افغانستان جمهوریت په همدې ورځ پای ته ورسېد.
د مزارشریف په څېر د ستراتیژیک ښار له لاسه ورکول، د پکتیا او پکتیکا په څېر د سوېل ختیځو ولایتونو سقوط او په ختیځ او مرکزي افغانستان کې د حکومت د مرکزونو له لاسه ورکول هغه مهمې نښې وې، چې د جمهوریت د پای ته رسېدو بهیر یې چټک کړ.