ساپکو ویلي، اوس به دا ډېره سخته وي چې څوک پر امریکا باور وکړي. جان ساپکو د پنجشنبې په ورځ د سياېناېن له ویاندې کرېسټين امانپور سره په مرکه کې له هغه افغانانو سره د امریکا د حکومت پر چلند سختې نیوکې وکړې، چې د امریکا له حکومت او پوځ سره یې همکاري کړې ده.
ساپکو د افغانستان د ښځو وضعیت لویه «تراژیدي» وبلله او ویې ویل: «که ښځه یاست، افغانستان ستاسو لپاره دوزخ دی». ساپکو پر نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ډونالډ ټرمپ پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د دغه وضعیت د بدلون لپاره کوم اغېزمن اقدام نهکېږي.
هغه د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې (USAID) د مرستو او بشري پروژو کمښت هغه لاملونه وبلل، چې د افغانانو ژوند یې لا ستونزمن کړی دی. ساپکو د مرکې په یوه بله برخه کې له افغان حکومت او امریکايي ځواکونو سره د همکارو افغانانو وضعیت ته هم اشاره وکړه. هغه وویل، سلګونه زره دغه کسان لاهم په افغانستان کې پاتې دي او په دې لټه کې وو چې امریکا ته ولېږدول شي. د هغه په وینا، شاوخوا ۱۷زره کسان په یوه پړاو کې امریکا ته د لېږد په لړۍ کې شامل وو، هغوی خپل اسناد بشپړ کړي او امنیتي ارزونې یې هم تېرې کړې وې؛ خو اوس دغه بهیر په ټپه درول شوی دی.
ساپکو د دغه کسانو د امنیتي ارزونې له بهیر څخه دفاع وکړه او هغه یې «تر ټولو غوره د امنیتي ارزونې نظام» وباله. د هغه په وینا، دغه نظام د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې جوړ او وروسته لا پیاوړی شو.
ساپکو وویل، له افغان همکارانو سره د امریکا چلند یوازې اخلاقي موضوع نهده؛ بلکې د دغه هېواد له ملي امنیت سره هم تړاو لري. د هغه په وینا، که واشنګټن هغه کسان چې په افغانستان کې د امریکا ترڅنګ ولاړ وو، پرېږدي او له هغوی سره خپله ژمنه پوره نهکړي، نو په راتلونکي کې به د باور وړ متحدانو موندل ورته لا ستونزمن شي.
هغه په پای کې پوښتنه وکړه: «تاسو فکر کوئ، له هغوی سره زموږ د چلند له څرنګوالي وروسته، بل ځل چې موږ د جګړې لپاره متحدانو ته اړتیا ولرو، که هغه په اوکراین کې وي، که ایران او یا په بل هر ځای کې ایا څوک به پر امریکا باور وکړي؟»
د کاکړ په وینا، د کچلاغ تر چاودنې مخکې هم پر ملا هبتالله دوه ځله د برید هڅې شوې وې او له همدې امله نوموړي له خلکو سره ډېر کم لیدل او د خپل امنیت لپاره یې په تګ راتګ کې احتیاط کاوه.
نوموړی وايي، یوه ورځ یې ملا هبتالله ته ویلي و چې «په افغانستان کې ښوونځي، روغتونونه او سړکونه په چاودنو الوځول کېږي، ایا دا د افغانستان په ګټه دي؟». او ملا هبتالله د ده په وینا، په ځواب کې منلې وه، چې دا کار د افغانستان په زیان دی او ناسم عمل دی.
په کچلاغ کې یوه ځایي اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، تر چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه او هیچا ته یې جومات ته د نږدې کېدو اجازه نه ورکوله.
د هغه په وینا، خبریالانو ته هم د وژل شویو کسانو د انځور اخېستلو اجازه نه وه ورکړل شوې.
په کوټه کې د طالبانو د فعالیتونو په اړه راپور ورکول د ځایي خبریالانو لپاره اسان کار نه و او بهرنیو خبریالانو هم کوټې ته د سفر لپاره د پاکستان له امنیتي ادارو څخه د نه اعتراض سند (NOC) ته اړتیا درلوده.
په همدې سیمه کې د «شاه صاحب مدرسه» هم ده، چې د جګړې پرمهال د طالبانو له مهمو مرکزونو شمېرل کېده.
د سیمې د خلکو په وینا، طالب مشران به ډېر ځله دې مدرسې ته راتلل او خپلې ناستې او سلامشورې به یې همدلته کولې.
له سملي وروسته د هندو چینې سیمه او ورپسې د کتر کلي سیمه پیلېږي. په دې سیمه کې د کاسي، کاکړ، سلیمانخېل، ملاخېل او ساګزي قبیلو کورنۍ مېشتې دي. د هندو چینې په شمال کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو یوه بله امنیتي پوسته پرته ده، چې له هغې وروسته د کچلاغ ښار اصلي برخه پیلېږي. له کچلاغ نه یوه لار د چمن ښار او د افغانستان پر لور وتلې ده.
چمن له کچلاغ نه شاوخوا ۹۰ کیلومتره واټن لري او د پښین ولسوالۍ پر لور لاره هم له همدې مسیر ه تېرېږي. د افغان کډوالو د سرانان او سرخاب مشهور پنډغالي هم د کچلاغ په شاوخوا سیمه کې پراته دي.
کچلاغ له کلونو راهیسې د افغان طالبانو د پخوانۍ «کوټې شورا» او د هبت الله له استوګنځي سره تړلې سیمه بلل شوې ده. له ۲۰۰۱ کال وروسته، چې طالبان مات شول، ځینو افغان او لوېدیزو چارواکو او شنونکو باور درلود، چې د طالبانو مشرتابه د بلوچستان کوټې ښار ته تللې ده.
ملک مجید کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې ملا هبتالله اخوندزاده په همدې مدرسه کې استوګن و او کلونه یې همدلته ژوند کړی دی.
مدرسه عربیه اسلامیه خیرالمدارس
مجید کاکړ زیاته کړه، « ملا هبتالله به همدلته درس ورکاوه او د طالبانو د جګړې پرمهال یې له همدې ځایه له خپلو نږدې ملګرو او طالب مشرانو سره اړیکې ساتلې».
د هبت الله د پخوانیو مقتدیانو په وینا، نوموړي هره ورځ د سهار له اتو بجو نه تر غرمې پورې طالبانو ته درس ورکاوه او میاشتنی معاش یې شاوخوا لس زره پاکستانۍ کلدارې و. پر دې سربېره یې چندې، صدقې او د زکات او سرسایې پیسې هم ترلاسه کولې.
پاکستان او ناروې ویلي، چې طالبانو د ښځو او نجونو بنسټیزې ازادۍ په پراخه کچه محدودې کړي او هغوی یې له زدهکړو او په ټولنیز ژوند کې له ګډون څخه بېبرخې کړې دي.
دواړو هېوادونو په افغانستان کې د بیان د ازادۍ او د رسنیو د فعالیتونو د محدودېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
ناروې له هغو اروپایي هېوادونو څخه دی، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې له دې ډلې سره خپلې مستقیمې اړیکې ساتلې دي. دغه هېواد په تېرو کلونو کې د افغانستان په تړاو د خبرو اترو کوربه پاتې شوی او له طالب استازو سره یې لیدنې کړې دي. ناروې د افغانستان په اړه په ډیپلوماټیکو هڅو کې هم ونډه اخیستې ده.
د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې ناروې طالب استازي اوسلو ته وربللي وو، څو د ناروې له چارواکو، د لوېدیځو هېوادونو له استازو او د افغانستان د مدني ټولنې له یو شمېر غړو سره خبرې وکړي.