• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو پنځه کاله حاکمیت؛ د ښځو د حقونو، عمومي عفوې او ټولشموله حکومت ژمنې عملي نه‌شوې

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۰۲:۵۱ GMT+۱

د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیلېدو پنځه کاله وروسته، هغه ژمنې چې دغې ډلې کابل ته له ننوتلو مخکې د ښځو د کار او زده‌کړو، عمومي عفوې، د رسنیو د ازادۍ او ټولشموله حکومت په اړه کړې وې، لا هم تر ډېره عملي شوې نه‌دي.

العربیه فارسي په یوه راپور کې لیکلي، چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې له بیا واکمنېدو مخکې د راتلونکي حکومت په اړه ګڼې ژمنې کړې وې، خو پنځه کاله وروسته د ښځو د زده‌کړو او کار محدودیتونه، د پخوانیو حکومتونو د چارواکو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د سرغړونو راپورونه، د رسنیو محدودول او په واک کې د طالبانو انحصار لا هم دوام لري.

د طالبانو د کورنیو چارو اوسني وزیر سراج‌الدین حقاني د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې، هغه مهال چې د طالبانو د مشر مرستیال وو ویلي وو، چې د ښځو هغه حقونه چې اسلام تضمین کړي، «له زده‌کړې تر کار پورې» به خوندي وي.

له حاکمیت مخکې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم د ۲۰۲۱ کال په جولای کې ویلي وو، چې ښځو ته به د کار، زده‌کړې او سیاسي فعالیتونو اجازه ورکړل شي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم کابل ته د دغې ډلې له ننوتلو دوه ورځې وروسته په خپله لومړۍ خبري ناسته کې وویل، چې ښځې به د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې کار او زده‌کړه کوي.

خو د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې نجونې له منځنیو او ثانوي ښوونځیو څخه منع شوې او طالبانو د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د دغو ښوونځیو د بیا پرانیستلو له خپلې اعلان شوې پرېکړې شاتګ وکړ. د همدې کال په ډسمبر کې پر ښځو د پوهنتونونو دروازې هم وتړل شوې او وروسته د ښځو پر کار هم بندیزونه پراخ شول.

د یونېسکو د وروستیو معلوماتو له مخې، طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې شاوخوا ۲،۴ میلیونه نجونې له زده‌کړو محرومې کړې دي.

د عمومي عفوې په اړه هم مجاهد د ۲۰۲۱ کال په اګست کې ویلي وو، چې طالبان «ټول بښلي» او د پخواني حکومت له کارکوونکو، امنیتي ځواکونو او له نورو ورته کسانو څخه د غچ اخیستلو اراده نه‌لري.

خو د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه د ۲۰۲۳ کال تر جون پورې د پخوانیو چارواکو او امنیتي ځواکونو د غړو پر وړاندې لږ تر لږه ۸۰۰ د بشري حقونو د سرغړونې پېښې ثبت شوې دي. په دې مواردو کې له قضايي بهیر پرته وژنې، خپلسري نیونې، شکنجه، ناوړه چلند او جبري ورکېدنې شاملې دي.

د راپور له مخې، یوناما د روان کال د اپرېل او جون ترمنځ هم د طالبانو له لوري د پخوانیو امنیتي کسانو د وژنې اته، د خپلسرو نیونو ۲۹ او د شکنجې یا ناوړه چلند پنځه موارد ثبت کړي دي.

د رسنیو د ازادۍ په اړه مجاهد ویلي وو، چې خصوصي رسنۍ به «ازادې او خپلواکې» وي او د اسلامي او ملي اصولو په چوکاټ کې د چارواکو پر کړنو نیوکې کولای شي. خو د رسنیو د ملاتړ بنسټونو په وینا، طالبانو له ۲۰ څخه زیات فرمانونه او پرېکړې صادرې کړې چې د خبریالانو او رسنیو فعالیت یې محدود کړی دی.

د العربیه فارسي د راپور له مخې، لسګونه خبریالان د طالبانو له لوري نیول شوي او یو شمېر نور اړ شوي چې افغانستان پرېږدي. افغانستان د ۲۰۲۶ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۷۵م ځای ته رالوېدلی دی.

طالبانو واک ته له رسېدو مخکې د ټولشموله حکومت د جوړولو ژمنه کړې وه. ملا عبدالغني برادر په ۲۰۲۰ کال کې ویلي وو، چې طالبان داسې افغانستان غواړي چې «ټول خلک په‌کې له تبعیض پرته ژوند وکړای شي». سهیل شاهین هم د کابل له سقوط څو اونۍ مخکې ویلي وو، چې طالبان «د واک انحصار» نه غواړي.

خو د طالبانو حکومت چې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۷مه اعلان شو، ۳۳ غړي یې لرل چې ټول د طالبانو غړي او پښتانه وو. له پنځو کلونو وروسته هم د هېواد مهم سیاسي او حکومتي پوستونه د طالبانو د غړو په لاس کې دي او له دې ډلې بهر سیاسي جریانونه په واک کې اغېزناکه ونډه نه‌لري.

د طالبانو د نړیوال مشروعیت په برخه کې هم د دغې ډلې د واکمنۍ له بیا پیل پنځه کاله وروسته بدلون محدود پاتې دی. که څه هم طالبانو له یو شمېر هېوادونو سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړي او د افغانستان د ځینو سفارتونو کنټرول یې ترلاسه کړی، خو لا هم د ملګرو ملتونو څوکۍ یې نه ده ترلاسه کړې او د طالبانو د یو شمېر مشرانو پر وړاندې نړیوال بندیزونه پر ځای دي.

روسیه تر اوسه یوازینی هېواد بلل کېږي، چې طالبان یې په رسمي توګه په رسمیت پېژندلي، خو د سیمې او نړۍ نورو هېوادونو لا هم دغه ډله په رسمیت نه‌ده پېژندلې.

د طالبانو پلویان د دغې ډلې له سیاستونو دفاع کوي، خو منتقدان وايي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو، د سیاسي مشارکت د نشتوالي او د بشري حقونو د وضعیت دوام کولای شي د طالبانو د حکومت پر ثبات هم اغېز وکړي.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: پنځوس سلنه افغان ښځې په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله له کوره بهر وتلای شي
۱

ملګري ملتونه: پنځوس سلنه افغان ښځې په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله له کوره بهر وتلای شي

۲

هلمندیانو ته د متحدې جبهې خبرداری: خپل اولادونه مو د طالبانو له لیکو څخه راوباسئ

۳

افغانستان تر ۲۰۲۱کال وروسته؛ امریکا څنګه د افغانستان د اقتصادي سقوط مخه ونیوله؟

۴

نی: د طالبانو له لوري د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۷۰۰ پېښې مستندې شوې دي

۵

د بشري حقونو فعاله: د افغان ښځو مبارزه یوازې د زده‌کړو او ازادۍ لپاره نه‌ده

•
•
•

نور کیسې

امیرخان متقي: له مخالفینو سره د خبرو نوې پروسې ته اړتیا نه‌شته

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۳۳ GMT+۱
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، له مخالفینو سره د خبرو لپاره د نوې پروسې پیلولو ته اړتیا نه‌شته او هغوی کولای شي افغانستان ته ستانه شي. نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په بدخشان کې له ناراضي طالبانو او وسله‌والو مخالفینو سره په وقفه‌يي ډول نښتې روانې دي.

متقي له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې وویل: «د ټولو مخالفینو پر مخ دروازې خلاصې دي، کولای شي وطن ته راشي او په خپل وطن کې ژوند وکړي، خو دې ته اړتیا نه‌شته چې له دوی سره د خبرو لپاره یوه نوې پروسه شروع شي».

هغه په بدخشان کې د روانو نښتو په اړه د وسله‌والو مخالفینو ادعاوې رد کړې او ویې ویل: «په بدخشان کې د شخړو په اړه د مخالفینو ادعا حقیقت نه‌لري».

متقي د بدخشان وضعیت «عادي مشکل» بللی او ویلي یې دي: «په تېرو پنځو کالو کې د لومړي ځل لپاره په بدخشان کې یو عادي مشکل پېښ شوی، چې هېڅ ډول لویه ستونزه نه‌ده».

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې، چې وسله‌والو مخالفینو د ډیورند کرښې ته څېرمه د یوې پوستې عکس اخیستی وو او په وینا، چې هغوی «د نورو مزدوران» وو. هغه زیاته کړې: «زموږ لخوا له ماتې سره مخ شوي، نو څوک دې نه خوشالیږي».

خو د بدخشان د وضعیت په اړه وروستي راپورونه د متقي له ارزونې سره متفاوت انځور وړاندې کوي. د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، په بدخشان کې د وسله‌والو مخالفو جبهو له بریدونو سربېره له یوه ناراضي طالب قومندان جمعه خان فاتح سره هم په وقفه‌يي ډول نښتې روانې دي او په ځینو سیمو کې د طالبانو د پوستو د نیول کېدو ادعاوې هم شوې دي. د دغو ادعاوو ټول جزییات په خپلواکه توګه نه‌دي تایید شوي.

بدخشان په وروستیو میاشتو کې د طالبانو پر وړاندې د وسله‌والو مخالفو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو شاهد هم دی. په یفتل پایین او زېباک ولسوالیو کې د طالبانو او مخالفو ډلو ترمنځ د نښتو او د ځینو سیمو د لنډمهاله نیول کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

متقي په دې مرکه کې د طالبانو د واکمنۍ د لاسته راوړنو په اړه هم خبرې کړي او ویلي یې دي: «لویه لاسته راوړنه دا ده چې موږ افغانستان له اشغال څخه وژغوره».

هغه زیاته کړې: «همدا ډول داسې امنیت مو راوسته چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې مثال نه‌لري او حکومت د یوې رهبرۍ لاندې راغی».

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال له مخالفینو سره د خبرو نوې پروسه غیرضروري بولي چې په بدخشان کې د وسله‌والو نښتو دوام د طالبانو د امنیتي وضعیت په اړه د هغوی د ادعاوو پر وړاندې پوښتنې راپورته کړې دي. د جګړې د مرګ‌ژوبلې او د ښکېلو خواوو د ادعاوو په اړه د معلوماتو خپلواک تایید هم سیمې ته د محدود لاسرسي له امله ستونزمن دی.

باخبره سرچینې: د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې جګړه د تاج‌میر جواد په امر پیل شوې

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۵۹ GMT+۱
100%

باوري سرچینې وايي، د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو او د ناراضه طالب قومندان جمعه‌خان فاتح د پلویانو ترمنځ روانه جګړه درې ورځې وړاندې د طالبانو د استخباراتو د مرستیال تاج‌میر جواد په امر پیل شوې ده.

د دغو سرچینو په وینا، د طالبانو د استخباراتو یوې ځانګړې قطعې د تېرې سې‌شنبې په ورځ د تاج‌میر جواد په مستقیمه لارښوونه د جمعه‌خان فاتح پر ځواکونو برید کړی دی.

سرچینې وايي، د طالبانو دغې ځانګړې قطعې ته دنده سپارل شوې وه، چې په درواز، نسي او یو شمېر نورو سیمو کې د بدخشان د طالبانو اړوند ځایي ځواکونه بې‌وسلې کړي. خو دغه اقدام د فاتح د ځواکونو او د طالبانو د یو شمېر ځایي کسانو له غبرګون سره مخ شوی او له همدې امله جګړه د سې‌شنبې د زمري د ۲۰مې، له ماښام راهیسې روانه ده.

په نسي کې د جګړې ترڅنګ، د بدخشان په یو شمېر نورو سیمو کې هم د ناامنۍ او د طالبانو د وسله‌والو مخالفو ډلو د خوځښتونو د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

حبیب‌الرحمان منصور چې په فیض‌اباد کې د طالبانو له خوا ښاروال ټاکل شوی وو د پنجشنبې په ورځ د زمري په ۲۲مه، د مقاومت جبهې د ځواکونو په یوه برید کې ووژل شو. هغه په دې وروستیو ورځو کې په بدخشان کې دویم طالب چارواکی دی چې په مرکز فیض‌اباد کې وژل کېږي.

سرچینې همداراز وايي، د ازادۍ جبهې اړوند کسان زېباک ولسوالۍ ته څېرمه حضور لري او په دې سیمه کې یې خوځښتونه زیات شوي دي.

ځینې سرچینې اندېښنه څرګندوي، که روانې نښتې مهار نه‌شي، د بدخشان نورو ولسوالیو ته هم د جګړې او ناامنۍ لمن غځېدای شي. ځايي سرچینو مخکې ویلي وو، چې د نسي ولسوالۍ په خوغز، دوابګي، خنیس او ایل‌رمه سیمو کې د جمعه‌خان فاتح اړوند ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې ده.

جمعه‌خان فاتح چې د طالبانو له ډلې سره اختلاف لري، د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۱مه) په یوه غږیز پیغام کې چې یوه کاپي یې رسنیو ته رسېدلې، له خپلو کسانو او خلکو غوښتي چې له طالبانو سره جګړه پیل کړي.

د سرچینو په وینا، په دغو نښتو کې دواړه لوري له سپکو او درنو وسلو کار اخلي او جګړه د نسي ولسوالۍ څو سیمو ته غځېدلې ده.

سرچینې دواړو خواوو ته د مرګ‌ژوبلې د اوښتو خبره هم کوي، خو د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر یې نه‌دی په ډاګه کړی.

په همدې حال کې، داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ګواکې د جمعه‌خان فاتح ځواکونو د طالبانو یوه چورلکه نسکوره کړې، خو طالبانو بیا ویلي، چې یوه چورلکه یې په بدخشان کې د برېښنا له یوې ستنې سره د ټکر له امله زیانمنه شوې ده.

د راپورونو له مخې، د طالبانو چورلکې سیمې ته د خپلو وژل شویو او ټپیانو د لېږد لپاره استول شوې دي. خو سرچینې وايي، د طالبانو د ځانګړې قطعې د یو شمېر وژل شویو کسانو مړي لا هم ځای پر ځای پراته دي. د دې راپور په اړه تر اوسه د طالبانو له لوري رسمي او روښانه معلومات نه‌دي خپاره شوي.

د جګړې له پراخېدو وروسته، د طالبانو مشرتابه له څو ولایتونو څخه زرګونه ځواکونه بدخشان ته استولي دي.

د سرچینو په وینا، د دغو ځواکونو موخه د جمعه‌خان فاتح د پلویانو ځپل او د هغو ځایي طالبانو بې‌وسلې کول دي چې له خپل مشرتابه سره مخالفت لري.

د فاتح او طالبانو ترمنځ اختلاف څه وخت پیل شو؟

د جمعه‌خان فاتح او د طالبانو د مشرتابه ترمنځ اختلافونه له څو میاشتو راهیسې روان دي. سرچینې وايي، د دغو اختلافونو یوه مهمه برخه د کانونو د را اېستلو پر سر رامنځته شوې ده.

وروسته له هغه چې په بدخشان کې د طالبانو د والي په امر د فاتح یو شمېر نږدې کسان ونیول شول، د دواړو خواوو ترمنځ ترینګلتیا نوره هم زیاته شوه.

جمعه‌خان فاتح تر دې مخکې په زابل کې د طالبانو د والي مرستیال وو. له دندې تر لرې کېدو او د طالبانو له مشرتابه سره د اختلافونو له زیاتېدو وروسته کابل ته لاړ او ادعا یې وکړه، چې د طالبانو له رییس‌الوزرا ملا حسن اخوند سره یې لیدلي دي.

د بدخشان د نسي ولسوالۍ روانه جګړه په داسې مهال دوام لري، چې په بدخشان کې د طالبانو د ځایي ځواکونو، د جمعه‌خان فاتح د پلویانو او د طالبانو د مشرتابه ترمنځ د اختلافونو له امله امنیتي وضعیت یو ځل بیا د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

پاکستان او ناروې: د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو پر ضد ونه‌کارول شي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۳۶ GMT+۱
100%

د پاکستان او ناروې د بهرنیو چارو وزیرانو د ترهګرۍ له ټولو بڼو سره پر مبارزې ټینګار کړی او افغانستان کې یې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. طالبانو په دې تړاو لا تراوسه څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې ویلي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

د پاکستان او ناروې د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) په یوې ګډې اعلامیې کې همداراز په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حالت د اندېښنې وړ بللی دی.

دا ګډه اعلامیه په اسلام‌اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت ایدې تر لیدنې وروسته خپره شوې ده.

دواړو لورو ټینګار کړی، چې له ترهګرۍ سره مبارزه باید د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیکونو له مخې ترسره شي او د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو د ګواښلو یا برید لپاره ونه کارول شي.

د پاکستان او ناروې په ګډه اعلامیه کې، پرته له دې چې د کومې ځانګړې ډلې نوم واخیستل شي، په افغانستان کې د «ترهګرو ډلو» د حضور په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده. دواړو هېوادونو ټینګار کړی، چې افغانستان باید د نورو هېوادونو د ګواښلو پر مرکز بدل نه‌شي.

اسلام‌اباد څو ځله طالبان تورن کړي، چې تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون‌پالو ډلو ته یې پناه ورکړې او د فعالیت زمینه یې ورته برابره کړې ده. پاکستان وایي، دغه ډلې د بریدونو د طرحه او ترسره کولو لپاره د افغانستان له خاورې ګټه اخلي.

طالبانو بیا تل دغه ادعاوې رد کړي او په وار وار یې نړۍوالو او په ځانګړې توګه ګاونډیانو ته ډاډ ورکړی، چې هېچا ته اجازه نه‌ورکوي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي او همداراز یې څرګنده کړې، چې د پاکستان امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ مسئله ده.

ناروې هم پر پاکستان د امنیتي ګواښونو په تړاو د تاوتریخوالي د کمولو، د امنیتي اندېښنو د هواري او د نړیوالو قوانینو د مراعاتولو له هڅو ملاتړ کړی دی.

د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه

پاکستان او ناروې د خپلې ګډې اعلامیې په بله برخه کې په افغانستان کې د «بشري حقونو د وضعیت د خرابېدو» په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

پاکستان او ناروې ویلي، چې طالبانو د ښځو او نجونو بنسټیزې ازادۍ په پراخه کچه محدودې کړي او هغوی یې له زده‌کړو او په ټولنیز ژوند کې له ګډون څخه بې‌برخې کړې دي.

دواړو هېوادونو په افغانستان کې د بیان د ازادۍ او د رسنیو د فعالیتونو د محدودېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

ناروې له هغو اروپایي هېوادونو څخه دی، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې له دې ډلې سره خپلې مستقیمې اړیکې ساتلې دي. دغه هېواد په تېرو کلونو کې د افغانستان په تړاو د خبرو اترو کوربه پاتې شوی او له طالب استازو سره یې لیدنې کړې دي. ناروې د افغانستان په اړه په ډیپلوماټیکو هڅو کې هم ونډه اخیستې ده.

د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې ناروې طالب استازي اوسلو ته وربللي وو، څو د ناروې له چارواکو، د لوېدیځو هېوادونو له استازو او د افغانستان د مدني ټولنې له یو شمېر غړو سره خبرې وکړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي وو، چې دغه اړیکې د دې هېواد د هغو هڅو یوه برخه ده، چې موخه یې د خبرو اترو لپاره د زمینې برابرول، د ثبات ملاتړ او په افغانستان کې د یوه ټول‌شموله حکومت د رامنځته کېدو لپاره مرسته کول دي.

ناروې ټینګار کړی، چې له طالبانو سره یې اړیکې د دې ډلې د په رسمیت پېژندلو یا مشروعیت ورکولو په معنا نه‌دي، خو دغه هېواد له طالبانو سره د خبرو د دوام ملاتړ کړی، څو د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خپلې اندېښنې له دې ډلې سره شریکې کړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت ایدې د چهارشنبې په ورځ (د زمري۲۱مه) اسلام‌اباد ته تللی وو.

د ښځو اعتراضي خوځښتونه: د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې دې «جنسیتي اپارتاید» وبلل شي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۱۶ GMT+۱
100%

د افغان ښځو څو اعتراضي خوځښتونو د اګست ۱۵مه «د مقاومت او مبارزې ورځ» بللې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو محدودول دې د «جنسیتي اپارتاید» په توګه په رسمیت وپېژني او د پای ته رسولو لپاره یې عملي او بېړني اقدامات وکړي.

د «ښځو همت» خوځښت، د عدالت‌غوښتونکو ښځو، د ازادۍ لمر، د برابرۍ لپاره د افغان ښځو او د ښځو د ازادۍ شبکې په ګډون د ښځو څو اعتراضي خوځښتونو د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) په یوې ګډې اعلامیه کې ویلي، چې د اګست ۱۵مه د ښځو لپاره یوازې یوه نېټه نه، بلکې د داسې دورې پیل دی چې په‌کې میلیونونه ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو محرومې شوې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو منع شوي، ښځې له کاره اېستل او منع شوي او د اعتراض غږونه یې له نیونو، شکنجې، ګواښونو او تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

د ښځو دغو اعتراضي خوځښتونو ویلي، چې د طالبانو محدودیتونه یوازې پر عادي ښځو نه‌دي لګېدلي، بلکې ډاکترانې، خبریالانې، استادانې، ښوونکې، محصلانې، ښځینه کارکوونکې، پخوانۍ پولیسې او پوځي ښځینه کارکوونکې او ځوانې نجونې هم له زده‌کړو، کار او په ټولنه کې له مشارکت څخه محرومې شوې دي.

په اعلامیه کې راغلي: «هغه څه چې پر افغان ښځو تپل شوي، یوازې د محدودیتونو ټولګه نه‌ده، بلکې د ښځو د له منځه وړلو او له ټولنې او عامه ژوند څخه د هغوی د حذف سیستماتیک سیاست دی».

دوی له ملګرو ملتونو، یوناما، له امنیت شورا او همداراز له بشري حقونو شورا او د نړۍ له حکومتونو غوښتي، چې له تکراري غندنو ورهاخوا، د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د پالیسۍ د پای ته رسولو لپاره عملي او بېړني اقدامات وکړي.

د ښځو خوځښتونو همداراز د طالبانو د «حساب ورکولو» غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه هېڅ بحث او پرېکړه باید د ښځو، په ځانګړي ډول د معترضو او عدالت‌غوښتونکو ښځو له «واقعي او معناداره حضور» پرته ترسره نه شي.

دوی له نړیوالو رسنیو غوښتي، چې د افغان ښځو د غږونو رسولو ته دوام ورکړي او د هغو نجونو، ډاکترانو، استادانو، خبریالانو او معترضو ښځو د وضعیت په تړاو راپورونه خپاره کړي، چې د طالبانو د محدودیتونو او ځپنې له امله اغېزمنې شوې دي.

په اعلامیه کې د ښځو د حقونو غوښتنې په دې ټکو راټولې شوې دي: «زده‌کړه زموږ حق دی. کار زموږ حق دی. ازادي زموږ حق دی. له کرامت سره ژوند زموږ حق دی».

د ښځو خوځښتونو د اګست ۱۵مه د «تسلیمېدو نه، بلکې د افغان ښځو د ازادۍ، عدالت او برابرۍ لپاره د مقاومت او بیا ژمنې ورځ» بللې او ټینګار یې کړی، چې د نجونو تر بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د ستنېدو او ښځو ته د کار او ازادۍ تر حق ورکولو پورې به یې مبارزه دوام ولري.

سرچینه: ۴ نورستاني ځوانان د طالبانو له‌خوا بې‌محکمې شکنجه شوي او ۲ یې په کوما حالت کې دي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۱۶ GMT+۱
100%

په نورستان کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې څلور نورستاني ځوانان د طالبانو له لوري په خپل سر له نیول کېدو وروسته شکنجه شوي او دوه یې په کوما حالت کې دي. د دغو ځوانانو کورنۍ په دې پېښه کې د نورستان د امنیه قوماندان قاري مزمل ساتونکي ښکېل ګڼي.

سرچینه چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي افغانستان انټرنشنل ته وايي، دغه څلور ځوانان، اسراییل د ولي‌الله زوی، زینت د محي‌الدین زوی، قلندرانه د فضل‌مولا زوی او عبدالواجد د عبدالباقي زوی د نورستان اوسېدونکي دي.

100%

د سرچینې او د دغو ځوانانو د کورنیو د معلوماتو له‌مخې، دوی پرته له دې چې د نیولو قانوني دلیل یا پر وړاندې یې تورونه په روښانه ډول وړاندې شي د طالبانو له لوري نیول شوي او وروسته د ساتنې او پوښتنو ګروېږنو پر مهال له تاوتریخوالي او سخت ناوړه چلند سره مخ شوي دي.

د دوی کورنۍ ادعا کوي، چې د شکنجې په دې پېښه کې د نورستان لپاره د طالبانو د امنیه قوماندان قاري مزمل ساتونکي ښکېل دي او په وینا یې، دا کار هم د قاري مزمل په مستقیم امر ترسره شوی دی.

100%

د سرچینې په وینا، د څلورو ځوانانو له ډلې دوه کسان په نازک روغتیايي وضعیت کې دي او د کورنیو د معلوماتو له مخې، په کوما حالت کې دي. د دوی کورنۍ له مسوولو ادارو څخه غواړي، چې د هغوی روغتیايي وضعیت دې د خپلواکو او مسلکي ډاکټرانو له لوري ژر تر ژره وارزول شي او بېړنۍ طبي درملنه دې ورته برابره شي.

د یادو کسانو کورنۍ همداراز غوښتنه کوي، چې د دغو ځوانانو د نیولو، انتقال، ساتنې او پوښتنو ګروېږنو په اړه دې بېړنۍ، بې‌طرفه او شفافه څېړنه وشي او که د کوم چارواکي یا امنیتي کس مسوولیت ثابت شي، د قانون له مخې دې حساب ورکړي.

هغوی له ملګرو ملتونو، په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له مرستندویه پلاوي (یوناما) او د بشري حقونو له دفتر (OHCHR) څخه هم غوښتي، چې د دغې قضیې د مستند کولو او تعقیب لپاره اقدام وکړي.

یوناما د بشري حقونو په تړاو په خپلو راپورونو کې په افغانستان کې د خپل‌سرو نیونو او ناوړه چلند ګڼ موارد ثبت کړي دي.

یوناما د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ تر مارچ پورې لږ تر لږه د ۳۳۶ خپل‌سرو نیونو او توقیفونو او د ښځو او نارینه‌وو پر وړاندې د ناوړه چلند ۵۹ پېښې ثبت کړې دي.

یوناما په ورته مهال ټینګار کړی، چې نیول شوي کسان باید له عادلانه قضايي بهیر او له خپلو اساسي حقونو څخه برخمن وي. دغه سازمان په مې میاشت کې هم د درېیو افغان خبریالانو د نیول کېدو په اړه د قانوني بنسټ او تورونو د روښانتیا او د عادلانه قضايي بهیر غوښتنه کړې وه.

د نورستان د دغې قضیې په اړه تر اوسه د یاد ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندان قاري مزمل د احتمالي مسوولیت، د څلورو ځوانانو د نیول کېدو د علت او د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه تر اوسه په رسمي توګه څه نه‌دي ویلي.