د کاکړ په وینا، د کچلاغ تر چاودنې مخکې هم پر ملا هبتالله دوه ځله د برید هڅې شوې وې او له همدې امله نوموړي له خلکو سره ډېر کم لیدل او د خپل امنیت لپاره یې په تګ راتګ کې احتیاط کاوه.
نوموړی وايي، یوه ورځ یې ملا هبتالله ته ویلي و چې «په افغانستان کې ښوونځي، روغتونونه او سړکونه په چاودنو الوځول کېږي، ایا دا د افغانستان په ګټه دي؟». او ملا هبتالله د ده په وینا، په ځواب کې منلې وه، چې دا کار د افغانستان په زیان دی او ناسم عمل دی.
په کچلاغ کې یوه ځایي اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، تر چاودنې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه او هیچا ته یې جومات ته د نږدې کېدو اجازه نه ورکوله.
د هغه په وینا، خبریالانو ته هم د وژل شویو کسانو د انځور اخېستلو اجازه نه وه ورکړل شوې.
په کوټه کې د طالبانو د فعالیتونو په اړه راپور ورکول د ځایي خبریالانو لپاره اسان کار نه و او بهرنیو خبریالانو هم کوټې ته د سفر لپاره د پاکستان له امنیتي ادارو څخه د نه اعتراض سند (NOC) ته اړتیا درلوده.
په همدې سیمه کې د «شاه صاحب مدرسه» هم ده، چې د جګړې پرمهال د طالبانو له مهمو مرکزونو شمېرل کېده.
د سیمې د خلکو په وینا، طالب مشران به ډېر ځله دې مدرسې ته راتلل او خپلې ناستې او سلامشورې به یې همدلته کولې.
له سملي وروسته د هندو چینې سیمه او ورپسې د کتر کلي سیمه پیلېږي. په دې سیمه کې د کاسي، کاکړ، سلیمانخېل، ملاخېل او ساګزي قبیلو کورنۍ مېشتې دي. د هندو چینې په شمال کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو یوه بله امنیتي پوسته پرته ده، چې له هغې وروسته د کچلاغ ښار اصلي برخه پیلېږي. له کچلاغ نه یوه لار د چمن ښار او د افغانستان پر لور وتلې ده.
چمن له کچلاغ نه شاوخوا ۹۰ کیلومتره واټن لري او د پښین ولسوالۍ پر لور لاره هم له همدې مسیر ه تېرېږي. د افغان کډوالو د سرانان او سرخاب مشهور پنډغالي هم د کچلاغ په شاوخوا سیمه کې پراته دي.
کچلاغ له کلونو راهیسې د افغان طالبانو د پخوانۍ «کوټې شورا» او د هبت الله له استوګنځي سره تړلې سیمه بلل شوې ده. له ۲۰۰۱ کال وروسته، چې طالبان مات شول، ځینو افغان او لوېدیزو چارواکو او شنونکو باور درلود، چې د طالبانو مشرتابه د بلوچستان کوټې ښار ته تللې ده.
ملک مجید کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې ملا هبتالله اخوندزاده په همدې مدرسه کې استوګن و او کلونه یې همدلته ژوند کړی دی.
مدرسه عربیه اسلامیه خیرالمدارس
مجید کاکړ زیاته کړه، « ملا هبتالله به همدلته درس ورکاوه او د طالبانو د جګړې پرمهال یې له همدې ځایه له خپلو نږدې ملګرو او طالب مشرانو سره اړیکې ساتلې».
د هبت الله د پخوانیو مقتدیانو په وینا، نوموړي هره ورځ د سهار له اتو بجو نه تر غرمې پورې طالبانو ته درس ورکاوه او میاشتنی معاش یې شاوخوا لس زره پاکستانۍ کلدارې و. پر دې سربېره یې چندې، صدقې او د زکات او سرسایې پیسې هم ترلاسه کولې.
پاکستان او ناروې ویلي، چې طالبانو د ښځو او نجونو بنسټیزې ازادۍ په پراخه کچه محدودې کړي او هغوی یې له زدهکړو او په ټولنیز ژوند کې له ګډون څخه بېبرخې کړې دي.
دواړو هېوادونو په افغانستان کې د بیان د ازادۍ او د رسنیو د فعالیتونو د محدودېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
ناروې له هغو اروپایي هېوادونو څخه دی، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې له دې ډلې سره خپلې مستقیمې اړیکې ساتلې دي. دغه هېواد په تېرو کلونو کې د افغانستان په تړاو د خبرو اترو کوربه پاتې شوی او له طالب استازو سره یې لیدنې کړې دي. ناروې د افغانستان په اړه په ډیپلوماټیکو هڅو کې هم ونډه اخیستې ده.
د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې ناروې طالب استازي اوسلو ته وربللي وو، څو د ناروې له چارواکو، د لوېدیځو هېوادونو له استازو او د افغانستان د مدني ټولنې له یو شمېر غړو سره خبرې وکړي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو منع شوي، ښځې له کاره اېستل او منع شوي او د اعتراض غږونه یې له نیونو، شکنجې، ګواښونو او تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.
د ښځو دغو اعتراضي خوځښتونو ویلي، چې د طالبانو محدودیتونه یوازې پر عادي ښځو نهدي لګېدلي، بلکې ډاکترانې، خبریالانې، استادانې، ښوونکې، محصلانې، ښځینه کارکوونکې، پخوانۍ پولیسې او پوځي ښځینه کارکوونکې او ځوانې نجونې هم له زدهکړو، کار او په ټولنه کې له مشارکت څخه محرومې شوې دي.
په اعلامیه کې راغلي: «هغه څه چې پر افغان ښځو تپل شوي، یوازې د محدودیتونو ټولګه نهده، بلکې د ښځو د له منځه وړلو او له ټولنې او عامه ژوند څخه د هغوی د حذف سیستماتیک سیاست دی».
دوی له ملګرو ملتونو، یوناما، له امنیت شورا او همداراز له بشري حقونو شورا او د نړۍ له حکومتونو غوښتي، چې له تکراري غندنو ورهاخوا، د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د پالیسۍ د پای ته رسولو لپاره عملي او بېړني اقدامات وکړي.
د ښځو خوځښتونو همداراز د طالبانو د «حساب ورکولو» غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه هېڅ بحث او پرېکړه باید د ښځو، په ځانګړي ډول د معترضو او عدالتغوښتونکو ښځو له «واقعي او معناداره حضور» پرته ترسره نه شي.
دوی له نړیوالو رسنیو غوښتي، چې د افغان ښځو د غږونو رسولو ته دوام ورکړي او د هغو نجونو، ډاکترانو، استادانو، خبریالانو او معترضو ښځو د وضعیت په تړاو راپورونه خپاره کړي، چې د طالبانو د محدودیتونو او ځپنې له امله اغېزمنې شوې دي.
په اعلامیه کې د ښځو د حقونو غوښتنې په دې ټکو راټولې شوې دي: «زدهکړه زموږ حق دی. کار زموږ حق دی. ازادي زموږ حق دی. له کرامت سره ژوند زموږ حق دی».
د ښځو خوځښتونو د اګست ۱۵مه د «تسلیمېدو نه، بلکې د افغان ښځو د ازادۍ، عدالت او برابرۍ لپاره د مقاومت او بیا ژمنې ورځ» بللې او ټینګار یې کړی، چې د نجونو تر بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د ستنېدو او ښځو ته د کار او ازادۍ تر حق ورکولو پورې به یې مبارزه دوام ولري.