فرهنګي سپړنه: د مغزو تېښته، ملي فاجعه

د مغزو تېښته څه ده؟ ولې دا اصطلاح رامنځته شوې ده؟ افغانستان په تېره نیمه پېړۍ کې لږ ترلږه درې ځلې د خپلو متخصصینو او علمي کادرونو له ټولیزې کډوالۍ څخه کړېدلی دی.

د مغزو تېښته څه ده؟ ولې دا اصطلاح رامنځته شوې ده؟ افغانستان په تېره نیمه پېړۍ کې لږ ترلږه درې ځلې د خپلو متخصصینو او علمي کادرونو له ټولیزې کډوالۍ څخه کړېدلی دی.
هرځلې چې د ثبات او ملي حاکمیت یو لنډمهالی امکان هم رامنځته شوی، نو مستعدو افغانانو په بېلابېلو څانګو کې خپل استعدادونه ځلولي دي.
خو همدا چې هېواد د علمي کادرونو له اړخه ځان بسیايینې ته ورنږدې شوی، یوه بله غمیزه پېښه شوې او وطن خپل علمي کادرونه بیا بیا بایللي دي.
په ګل پسې ړندیږو د ګلونو په وطن کې
دي کاڼي مو په برخه د لعلونو په وطن کې
دې ژوند ته تاسو څه نوم ورکولی شئ ملګرو
په څاڅکي پسې مړه شو د سیندونو په وطن کې
خیالونه مو لوټ کیږي او فکرونه مو قتلیږي
نه تور شو او نه سپین د تهمتونو په وطن کې
د دغو بیتونو انقلابي شاعر رحمت شاه سایل بل ځای ویلي وو:
« چې کیني نورو وطنونو ته زلمي لویوي
میندې لیونۍ دي نادانې دي»
د کډوالیو له دوو تاریخي لویو څپو روسته چې یوه یې د پخواني شوروي اتحاد یرغل او بله یې د کورنیو تنظیمي جګړو پرمهال وشوې د یویشتمې پېړۍ د پیل په دوو لسیزو کې یوځل بیا افغانستان د خپلو بچیو د روزنې نیمګړي امکانات وموندل. له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ پورې له جګړو او ناخوالو سره سره لسګونه زره پېغلې او ځوانان په کور دننه او له هېواده بهر زدکړو ته ولاړل، تر دکتورا او ماستریو پورې زدکړې وشوې، نوې تجربې راغلې، له تکنولوژی او نویو علمي میتودونو سره بلد نسل د پوهنې دریځ ته راغی او له دې اړخه افغانستان ورو ورو پرځان بسیايینې ته ورنږدې کېده.
خو د افغانستان له سقوط سره یوځای دا بهیر هم سقوط شو، د مغزو تېښته پیل شوه او داسې ویروونکې تشه یې رامنځته کړه، چې بېرته ډکول یې که ناشوني نهوي، نو ډېره سخته به وي.
د پوهنیزو کادرونو، متخصصانو، مفکرانو، تخنیکي ماهرانو او خلکو ته د منلیو او باور وړ شخصیتونو ټولیزې کډوالۍ ته د مغزو تېښته وايي، چې له یوې بشري جغرافیا څخه نورو هېوادونو ته ځي. د ژوند نامساعد شرایط، جګړې، بحرانونه، سیاسي ګواښ د عقایدو تفتیش او د کار نشتوالی یې لوی لاملونه دي. د مغزو د تېښتې غمیزه یوازې د هغوی اصلي هېوادونو او خلکو ته نه ده، بلکې د دې غمیزې بله برخه دا ده، چې په نوې ټولنه کې هم دغه کادرونه په خپلو تخصصي څانګو کې نهجذبیږي او په دې توګه د دوی تخصص ضایع کیږي.
له افغان کادرونو سره هم داسې وشول، ګڼ یې داسې هېوادونو ته ولاړل چې د هغه ځای ژبه یې زدهنهوه. هلته یې تخصص درک نهشو، پوهنیز ستندردونه یې بل ډول ول. له نوي چاپېریال سره نابلده متخصصان له فرهنګي شوک سره مخامخ شول. ځینې یې له خپل مسلک لرې په نورو کارونو بوخت شول او ځینې یې ژورو خپګانونو داسې ډوب کړل لکه خړ سیلاو یې چې یوسي. د افغانستان لپاره دا روزل شوي ماغزه داسې ضایع شول. بېرته په هېواد کې اوس نه په کافي شمېر کې ډاکتر شته، نه استاد، نه څېړونکی نه تکنولوژي پوه او نه هم د ادارې متخصص یا ټولنپوه او د ټولنیز شعور د روښانولو کارپوه. وطن خپلې اړتیا ته په پام له کادرونو داسې تش دی لکه خزانه چې له غمیو تشه شي.
د افغانستان د لوړو زدکړو په سکتور کې تر دوه زره و یویشتم پورې د علمي کادرونو وضعیت مخ په ښه کېدو و. د ظرفیت لوړونې یوه ملي ستراتيژي وه، په زرګونو پېغلې و زلمیان چې لوړو زدکړو ته لېږل شوي وو، پخپله بېرته هېواد ته راستنېدل او کار یې کاوه. علمي کادرونه او متخصصان په ګڼو سکتورونو کې بوخت ول. خو ناڅاپه داسې یو په بل مخ اوښتون راغی چې اوس افغانستان له خپلو علمي کادرونو تش شوی. ایا دا تشه بېرته ډکېدلای شي؟ ایا دا د بشري پانګې یو بحران دي؟ په دې اړه نړیوالې تجربې څه دي؟ دا هغه اساسي پوښتنې دي، چې باید د افغانستان خلک او هر ملي و مشروع حکومت چې په راتلونکي کې راځي باید جدي پام ورته وکړي. افغانستان یوازې د خپلو بچو په پوهه و خولو جوړیږي، هېڅ هېواد په بشپړه توګه پردیو جوړ کړی نهدی.