ایا نړیوال نظم ړنګ شوی؟

په نړۍ کې د روانو جګړو او خونړیو پېښو په اړه یوه خبره چې ډېره تکراریږي، دا ده چې ګواکې نړیوال نظم ړنګ شوی دی. او یوځل بیا هرڅوک چې زور و زر لري، پر کمزوریو رابلوسي او هغه څه کوي، چې زړه یې غواړي.

په نړۍ کې د روانو جګړو او خونړیو پېښو په اړه یوه خبره چې ډېره تکراریږي، دا ده چې ګواکې نړیوال نظم ړنګ شوی دی. او یوځل بیا هرڅوک چې زور و زر لري، پر کمزوریو رابلوسي او هغه څه کوي، چې زړه یې غواړي.
د دې په وړاندې نور خلک استدلال کوي، چې د بشریت په تاریخ کې تل همداسې و او ګواکې دا د بشري نړۍ ځانګړنه ده، چې د زورورو اوبه په بره خیژي. په بله ژبه نړیوال نظم هېڅکله ټینګ نهدی او دا یو دروغ دی، چې بشریت ځان ته ویلی. نړیوال نظم څه دی؟ شته که نهشته؟
د افغانانو لوی حکیم خوشال خان خټک فرمايي:
ما چې ولید د دنیا خلق مختوریقابوچي دي واړه ګوري پهتاو سیوری
چې یې څه د دنیا سود څه یې فایده ويد خپل زړه په یرغه نیسي هغه لوری
یا د لېچو زور په کار دی یا د زروخوار هغه شو، چې په دواړو وي کمزوری
تر دویمې نړیوالې جګړې روسته د ملګرو ملتونو د سازمان د جوړېدو منطق نن سبا تر بل هروخته ډېر تر پوښتنې لاندې دی. داسې ښکاري، چې بشریت به هيڅکله هغه اخلاقي بلوغ ته ونهرسیږي، چې زورور دې د خپلو ګټو او قدرت لپاره د هڅو په ترڅ کې یوشمېرهغه اصول رعایت کړي، چې د کمزورۍ پرمهال یې د درناوي ژمنه کړې وه.
په نننۍ نړي کې په دې اړه اصلي پوښتنه ډېره تاریخي یا حقوقي نهده، که څه هم چې د نړیوال نظم مسئله له دې دواړو سره تړاو ولري، اصلي پوښتنه تر یوه بریده فیلوسوفیکه ده، ایا دا د انسانانو تلپاتې ځانګړنه ده، چې زورور به پر کمزوریو بلوسي؟ په دې صورت کې نو اخلاق یعنې څه؟ ایا اخلاق هغه خواږه دروغ دي، چې بشریت یې د کمزورۍ پرمهال ځان ته وايي؟ په انساني ټولنو کې اخلاق او عواطف کله هم په نړیوالو قوانینو بدل شوي دي؟ که هو؟ نو بیا دغه قوانین څه وخت او چا مات کړي دي؟
څنګه سیاستونه، اخلاقي فضایل، قوانین او ان ادیان د زورورو د پراختیا غوښتنې او زبرځواکۍ د توجیه او سپیناوي لپاره استخدامیږي؟
له دغه لیدلوري، هغه څه چې موږ یېنړیوال نظم بولو څه ډول یو تعریف لري؟ د نړیوال نظم د ټینګښت اړتیا اخلاقي- بشري ده؟ که په نړۍ کې د قدرتونو ترمنځ د توازن او تعادل په پایله کې قرارداد کیږي؟ او هرکله چې یو لوری بیا زور ومومي، بېرته یې ړنګوي؟ ایا دغه نظم اوس هم شته؟
که داسې وګڼو، چې نړیوال انساني ارزښتونه، بشري حقوق، ولسواکي او د ښو واکمنیو ټاکل د هر ملت او هر ولس خپله وظیفه ده او نړیوال نظم په دې کې له چا سره مرسته نهکوي، دا د افغانستان غوندې ټولنو لپاره څه ډول پیغام لري؟ اصلاً په روان نړیوال بحران او مطلقه بېنظمۍ کې افغانان چې تل د زورورو تر منځ د لویو لوبو، سړو او تودو جګړو قربانیان دي، باید څه وکړي؟
دا او دې ته ورته نورې پوښتنې نن سبا د دریېمې نړۍ له هر اوسيدونکي سره شته. درېیمه نړۍ مو ځکه ورته وویل، چې د نړیوال نظم د ماتېدو لومړني قربانیان همدغه هېوادونه دي، مختللي او ماړه هېوادونه چې پوځي ځواک هم لري، د نړیوال نظم له ړنګېدو څخه لږ زیان ویني او ان داسې ښکاري چې دوی د خپلو ګټو لپاره په لوی لاس دغه نظم مختل کوي. غم د بېوزلو او روسته پاتې هېوادونو دی، چې لا هم ډېر مزله ته اړ دي، چې په نړیوال نظم کې د ګټو او حرص په دغه لوبه کې ځانونه وساتي. په افغانستان غوندې ټولنو کې د خلکو ویښتیا، ملي یووالي او پر خپل برخلیک د واکمن کېدو اراده د هغو هڅو پیل ګڼل کېدلای شي، چې د هغو په پایله کې په یوه پیاوړې ارادې ځان د دغو سیالیو او نړیوالو سیاسي و امنیتي بداخلاقیو له زیان څخه وژغورلای شي.