• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د امریکا له وتلو پنځه کاله وروسته؛ افغانستان څه وګټل او څه یې له لاسه ورکړل؟

محبوب‌ شاه محبوب
محبوب‌ شاه محبوب

د افغانستان انټرنشنل - پښتو مشر ایډیټر

۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۵:۱۵ GMT+۱تازه شوی: ۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۲۱ GMT+۱

پنځه کاله وړاندې، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۱مه د امریکا وروستی سرتېری له افغانستانه ووت. د امریکا له وتلو سره نه یوازې د شل کلنې جګړې پوځي فصل پای ته ورسېد، بلکې هغه جمهوریت هم سقوط وکړ چې واشنګټن او متحدانو یې د دوو لسیزو لپاره د جوړولو او ساتلو هڅه کړې وه.

پنځه کاله وروسته، د افغانستان انځور متناقض دی.

له یوې خوا، هغه پراخه جګړه چې نږدې دوه لسیزې یې د هېواد ډېری برخې سوځولې وې، تر ډېره پای ته رسېدلې ده. طالبانو نږدې ټول هېواد تر خپل کنټرول لاندې لري، د جګړې د جبهو کچه په بې‌ساري ډول راټیټه شوې او د پخواني جمهوریت په څېر د پراخو جبهه‌یي جګړو نښې نه لیدل کېږي.

له بلې خوا، افغانستان له یوه بل ډول بحران سره مخ دی؛ د ښځو او نجونو د حقونو محدودېدل، اقتصادي ستونزې، بشري اړتیاوې، نړۍواله انزوا او د یوه ټول‌شموله سیاسي نظام نشتوالی.

نو پنځه کاله وروسته اصلي پوښتنه دا ده چې افغانستان له امریکا وروسته څه وګټل؟ او څه یې له لاسه ورکړل؟

افغانستان څه وګټل؟

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان تر ټولو لوی بدلون د جګړې د کچې کمېدل دي.

د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ ترمنځ افغانستان د طالبانو، افغان حکومت او نړۍوالو ځواکونو ترمنځ د اوږدې جګړې میدان و. په لسګونو زره افغانان هر کال د جګړې، چاودنو او بریدونو قرباني کېدل.

د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته، د پخوانۍ جګړې هغه بڼه نوره نږدې له منځه ولاړه.

د طالبانو حکومت اوس د هېواد پر ډېره برخه کنټرول لري او د پخواني جمهوریت په څېر د ولسوالیو، ولایتونو او لویو ښارونو د نیولو او بېرته له لاسه ورکولو جګړه نه شته.

دا بدلون د افغانستان د عادي خلکو لپاره مهم دی.

هغه بزګر چې پخوا به یې د لارې په اوږدو کې د جګړې له وېرې سفر نه شو کولای، هغه سوداګر چې د سړکونو پر سر له امنیتي ګواښونو وېرېده او هغه کورنۍ چې د چاودنې او جګړې له وېرې یې د شپې خوب نه شو کولای، لږ تر لږه د پخواني پراخ جنګ له خطر سره نه مخ کېږي. که په بل عبارت یې شرحه کړو، اوس طالبان په لارو او کوڅو کې ځانمرګي بریدونه نه کوي، د سړک غاړې ماین چاودنې نه کوي او جګړه درېدلې ده.

خو دا امنیت مطلق نه دی.

داعش خراسان لا هم د طالبانو لپاره امنیتي ګواښ دی او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه نړۍوالې اندېښنې هم دوام لري.

یعنې جګړه کمه شوې، خو امنیتي ستونزه نه ده ورکه شوې.

د طالبانو لپاره د واک بشپړ کنټرول

له ۲۰۲۱ وروسته طالبان د یوه یاغي حرکت له حالت څخه د یوه حاکم ځواک په حالت کې بدل شول.

دوی د افغانستان د ډېرو برخو اداري، امنیتي او قضایي جوړښتونه تر خپل کنټرول لاندې راوستل.

دا د طالبانو لپاره ستره سیاسي لاسته راوړنه ده؛ خو د افغانستان لپاره یې بل اړخ هم شته.

طالبانو تر اوسه داسې سیاسي جوړښت نه دی رامنځته کړی چې د هېواد ټول سیاسي، قومي او ټولنیز جریانونه پکې ځان وویني.

له همدې امله، د جګړې پای ته رسېدل د سیاسي جوړجاړي په معنا نه دي.

افغانستان څه له لاسه ورکړل؟

تر ټولو ستر زیان ښايي د افغانستان د سیاسي نظام بدلون وي.

په ۲۰۲۱ کې یوازې یو حکومت سقوط ونه کړ؛ بلکې د ۲۰۰۱ وروسته جوړ شوی سیاسي نظم هم پای ته ورسېد.

اساسي قانون، ټاکنیز نظام، پارلمان او د جمهوریت ډېری بنسټونه له منځه ولاړل.

هغه نظام، له ټولو ستونزو، فساد، کمزورۍ او سیاسي اختلافونو سره - سره، د انتخاباتو، رسنیو، مدني ټولنې او سیاسي سیالۍ لپاره یو چوکاټ درلود.

د هغه نظام تر سقوط وروسته، دا سیاسي فضا محدوده شوه.

تر ټولو دروند زیان؛ ښځې او نجونې

که د تېرو پنځو کلونو د افغانستان د بدلون یو سمبول انتخاب شي، ښايي هغه د نجونو تړل شوي ښوونځي وي.

د ۲۰۲۶ کال تر اګسټ پورې شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان نجونې له منځنیو ښوونځیو څخه محرومې دي. افغانستان لا هم د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له ثانوي او لوړو زده‌کړو څخه په رسمي ډول منع دي.

دا بدلون یوازې د نن ورځې ستونزه نه ده. که یوه ۱۴ کلنه نجلۍ نن ښوونځي ته نه ځي، اغېزه یې یوازې پر همدې کال نه پاتې کېږي؛ د هغې پر راتلونکي مسلک، عاید، کورنۍ او د ټولنې پر اقتصادي ظرفیت اغېز کوي.

یونیسف خبرداری ورکړی چې د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار محدودیتونه د افغانستان د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو پر راتلونکي هم ژور اغېز کولی شي او د ښځو مساله یوازې تعلیم نه دی. د کار، سفر، عامه ژوند او سیاسي ګډون په برخه کې هم محدودیتونه پراخ شوي دي. ملګري ملتونه وايي چې د ښځو د عامه ژوند څخه د ایستلو بهیر په تېرو پنځو کلونو کې تر ډېره عادي شوی دی.

اقتصاد سقوط ونه کړ، خو عادي هم نه شو

له ۲۰۲۱ وروسته ډېرو خلکو وېره لرله چې افغانستان به په بشپړ اقتصادي سقوط کې ډوب شي.

د نړۍوالو مرستو کمېدو، د بهرنیو اسعارو د زېرمو کنګل کېدو او د بانکدارۍ د ستونزو له امله اقتصاد له سخت فشار سره مخ شو.

خو اقتصاد په بشپړ ډول ونه نړېد؛ سوداګري روانه ده، داخلي عواید راټولېږي او طالبان هڅه کوي چې د کانونو، کرنې، سوداګرۍ او سیمه‌ییز اتصال له لارې اقتصادي فعالیت پراخ کړي.

په وروستیو کلونو کې چین، ایران، روسیه او د سیمې ځینو نورو هېوادونو له طالبانو سره اقتصادي او سیاسي اړیکې پراخې کړې دي. د ۲۰۲۵ کال په جولای کې روسیه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول وپېژاند.

خو دا لا هم د افغانستان د نړۍوال اقتصادي حالت د عادي کېدو معنا نه لري.

افغانستان لا هم له پراخو بشري اړتیاو، کمې پانګونې او د نړۍوالې مرستې له کمېدو سره مخ دی. د ۲۰۲۶ کال د بشري وضعیت په اړه راپورونه ښيي چې د خلکو اړتیاوې د طبیعي افتونو، راستنېدونکو کډوالو او د مرستو د کمېدو له امله لا هم ډېرې دي.

نړۍواله انزوا

د طالبانو یوه مهمه لاسته راوړنه دا ده چې له پنځو کلونو وروسته هم واک یې نه دی له لاسه ورکړی.

ډېرو هېوادونو له طالبانو سره اړیکې ساتلي دي. چین، روسیه، ایران، پاکستان، د منځنۍ اسیا هېوادونه او نور دولتونه له کابل سره سیاسي او اقتصادي تعامل لري.

خو د طالبانو حکومت لا هم د نړۍوالې ټولنې له پراخ رسمي مشروعیت څخه محروم دی.

روسیه په ۲۰۲۵ کې لومړنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول وپېژاند، خو د ډېرو هېوادونو دریځ لا هم د رسمي پېژندنې پر ځای له عملي تعامل سره محدود دی.

نو افغانستان نه په بشپړ ډول منزوي دی او نه نړۍوال نظام ته بېرته بشپړ داخل شوی.

د امریکا میراث څه دی؟

پنځه کاله وروسته د امریکا د شلو کلونو میراث هم دوه مخونه لري. د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ ترمنځ میلیونونه افغان ماشومان ښوونځیو ته لاړل، خصوصاً په ښارونو کې رسنۍ، پوهنتونونه، مدني ټولنه او ښځینه مسلکي حضور پراخ شو.

خو هغه نظام چې دغه بدلونونه یې رامنځته کړل، د بهرني پوځي او مالي ملاتړ د له منځه تلو سره سقوط وکړ.

دا د امریکا د افغانستان پالیسۍ تر ټولو لویه پوښتنه ده چې ولې هغه دولت چې امریکا یې د شلو کلونو لپاره جوړاوه، د امریکا له وتلو وروسته دومره ژر ونړېد؟

ځواب یوازې په طالبانو کې نه دی. د جمهوریت داخلي سیاسي اختلافات، فساد، د واک تمرکز، کمزوری اداري جوړښت، د امنیتي ځواکونو پر بهرني ملاتړ اتکا او د امریکا د وتلو څرنګوالی ټول د دې سقوط په کیسه کې برخه لري.

له پاکستان سره دښمني

له امریکا وروسته افغانستان یو ځل بیا د سیمې په جیوپولیټیک کې ډېر مهم شوی دی.

طالبان هڅه کوي له چین، روسیې، ایران او مرکزي اسیا سره اړیکې پراخې کړي.

خو له پاکستان سره اړیکې، چې یو وخت د طالبانو له مهمو سیمه‌ییزو اړیکو څخه ګڼل کېدې، په وروستیو کلونو کې سختې شوې دي. د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ډېورنډ پر کرښې، تحریک طالبان پاکستان او متقابلو امنیتي تورونو له امله اړیکې ترینګلې شوې دي.

دا بدلون هم د ۲۰۲۱ وروسته افغانستان د نوې جیوپولیټیکي نقشې یوه مهمه برخه ده.

نو که په لنډ ډول ووایو، چې افغانستان څه وګټل او څه یې له لاسه ورکړل؟

افغانستان وګټل:

  • د پراخې جبهه‌یي جګړې پای؛
  • د طالبانو تر کنټرول لاندې نسبي سراسري امنیت؛
  • د یوه مرکزي واک بیا ټینګېدل؛
  • د سیمه‌ییزو هېوادونو له لوري د اقتصادي او سیاسي تعامل زیاتېدل؛
  • د اوږدې بهرنۍ پوځي مداخلې پای.

خو افغانستان له لاسه ورکړل:

  • د جمهوري نظام سیاسي جوړښت؛
  • انتخاباتي او پارلماني نظام؛
  • د ښځو او نجونو د تعلیم او کار پراخ حقونه؛
  • د رسنیو او مدني فعالیتونو ډېره برخه؛
  • د نړۍوالې پراختیايي مرستې لویه برخه؛
  • د میلیونونو افغانانو د راتلونکي په اړه سیاسي او اقتصادي ډاډ.

پنځه کاله وروسته؛ افغانستان د جګړې له پای او د بحران له دوام سره مخ دی

د افغانستان د پنځو کلونو کیسه نه یوازې د «بریا» کیسه ده او نه یوازې د «ماتې».

طالبان کولای شي ووایي چې جګړه یې پای ته ورسوله، بهرني ځواکونه ووتل او د هېواد کنټرول یې ترلاسه کړ.

د دوی مخالفان کولای شي ووایي چې د دې بریا قیمت د سیاسي ازادۍ، د ښځو د حقونو، تعلیم او نړۍوال مشروعیت په برخه کې ډېر دروند دی.

د دواړو روایتونو ترمنځ یو حقیقت شته، افغانستان له یوې جګړې وتلی، خو لا هم له یوه ژور سیاسي، اقتصادي او ټولنیز بحران څخه نه دی وتلی.

پنځه کاله مخکې پوښتنه دا وه چې امریکا به کله ووځي؟ خو نن پوښتنه بدله شوې ده:

افغانستان به کله داسې نظام ومومي چې هم امنیت ولري، هم مشروعیت، هم اقتصادي ثبات او هم د خپلو ټولو وګړو—ښځو او نارینه‌وو—لپاره د راتلونکي حق؟

همدا به د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر ټولو مهم میراث او د راتلونکو کلونو تر ټولو ستره ازموینه وي.

ډېر لیدل شوي

فضلي: طالبان له امریکا هغه څه غواړي چې غني پرې په ۲۰۱۷ کې هوکړه کړې وه
۱

فضلي: طالبان له امریکا هغه څه غواړي چې غني پرې په ۲۰۱۷ کې هوکړه کړې وه

۲

پاکستانۍ لوبډلې د انګلستان پر وړاندې له پرله‌پسې ماتې وروسته خپل ۷ لوبغاړي له ډلې وایستل

۳

ملا شیرین: د کندهار د امنیت لپاره دې ګزمې او پیرې ډېرې شي

۴

غور کې د طالبانو پر امنیه قوماندانۍ برید؛ د طالبانو دوه مخالفو جبهو د برید ادعا کړې

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د امریکا له وتلو پنځه کاله وروسته؛ افغانستان څه وګټل او څه یې له لاسه ورکړل؟

•
•
•

نور خبرونه

د داعش او طالبانو متقابل خدمتونه

۳ وږی ۱۴۰۵ - ۲۵ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۵۷ GMT+۱
•
محمد محق
100%

طالبان او داعش په ظاهره د یو بل سرسخت دښمنان دي. په تېرو کلونو کې د دواړو لورو ځواکونو څو ځله له یو بل سره جګړه کړې او هر لوري مقابل اړخ خپل عقیدوي او پوځي دښمن بللی دی.

همدې دښمنۍ د افغانستان او سیمې په قضیو کې ښکېل یو شمېر هېوادونه دې ته هڅولي چې له داعش سره د طالبانو مبارزه، له دې ډلې سره د تعامل یو دلیل وبولي.

له تاکتیکي پلوه ښايي دا ډول چلند د درک وړ وي، داسې لکه «د دښمن په لاس د مار سر ځپل». که هغه ځواک چې موږ ورسره ستونزه لرو، وکولای شي تر ځان ډېر خطرناک دښمن له منځه یوسي، نو ولې له دې فرصته ګټه وانخلو؟

خو ستونزه له هغه ځایه پیلېږي چې یو لنډمهاله تاکتیک د اوږدمهالې ستراتیژۍ ځای ونیسي. که موضوع ته له پراخ لیدلوري وګورو، طالبان او داعش، له ټولې هغې خونړۍ دښمنۍ سره سره چې ترمنځ یې شته، له ځینو اړخونو د یوې سکې دوه مخونه دي.

دوی په ارادي یا غیرارادي ډول یو بل ته متقابل خدمتونه کوي او داسې شرایط رامنځته کوي چې د یوه بقا د بل د بقا د لاملونو له بیا تولید سره مرسته کوي. له همدې امله، د یوه لوري په لاس د بل تاکتیکي ځپل په افغانستان او سیمه کې د افراطیت د بحران اساسي حل نه شي کېدای.

طالبان؛ د افراطیت د خامو موادو د تولید کارخانه

تر ټولو مهم خدمت چې طالبان یې داعش ته کوي، د جګړې په ډګر کې نه، بلکې د فکر او فرهنګ په ډګر کې ترسره کېږي. طالبان د دین د افراطي تعبیر په ترویجولو، په ټولنه کې د یوه غږ په حاکمولو، د انتقادي فکر په له منځه وړلو او د هغو بهیرونو په محدودولو یا حذفولو سره چې له بل لیدلوري د دیني بنسټپالنې نقد کولای شي، په عملي ډول داسې زمینه برابروي چې لا ډېرو افراطي بهیرونو ته پکې د خلکو ورماتېدل اسانه کېږي.

د دین او سیاست بشپړ ګډول، د جهاد تر عنوان لاندې د دین پر جنګي اړخ ټینګار، د «استشهادي» په نوم د ځانمرګو بریدونو ستاینه او د تکفیر د ادبیاتو او د الحاد، سیکولرېزم او بې‌دینۍ په څېر تورونو پراخ کارول، د هغه فکري روایت برخې دي چې د افراطیت پر وړاندې رواني او اخلاقي پولې کمزورې کوي.

هغه څوک چې کلونه په داسې فکري چاپېریال کې روزل شوی وي، له داعش سره د یوځای کېدو لپاره بشپړ فکري بدلون ته اړتیا نه لري، بسنه کوي چې پر هماغه لار څو نور ګامونه واخلي.

له دې لیدلوري، طالبان له مخکې د داعش د ایډیالوژیک کار ډېره برخه ترسره کوي. هغه ځوان چې لا وړاندې یې منلې وي چې سیاسي نظام باید دین‌محوره وي، وسله‌وال جهاد د سیاسي بدلون مشروع لاره ده، ځانمرګي برید ته «استشهاد» ویل کېدای شي، فکري مخالفان په دیني مفاهیمو رټل کېدای شي او کثرت‌پالنه او سیکولرېزم له دین څخه د انحراف نښې دي، نور د داعش لپاره ناپېژندل شوي خام مواد نه دي.

له دې وروسته به اختلاف پر دې وي چې کومه ډله د دیني حکومت «لا اصیله» بېلګه ده او کوم سازمان دا ایډیالوژي په ډېر قاطعیت پلې کوي.

له داعش سره د یو شمېر افراطي عناصرو د یوځای کېدو تجربه هم ښيي چې د هغوی د افراطي کېدو بهیر تر ډېره د سیاسي اسلام او جهادي روایتونو له منځه تېر شوی دی، داسې نه ده چې هغوی دې په مستقیم ډول له یوه لېبرال یا سیکولر بهیر او یا ان له دودیز اسلام او تصوف څخه داعش ته ورغلي وي.

له دغو کسانو ځینې یې په لومړي سر کې د داسې ادبیاتو تر اغېز لاندې راغلي چې طالبان او هغوی ته نږدې بهیرونه هم له هماغو فکري سرچینو تغذیه کېږي، خو وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې طالبان د خپلو ادعاوو په عملي کولو کې رښتیني نه دي.

اختلاف پر اصولو دی که اصولو ته پر وفادارۍ؟

د دغو عناصرو له نظره، د طالبانو ستونزه حتمي د هغوی فکري بنسټونه نه دي، بلکې له هماغو بنسټونو د طالبانو انحراف دی. د بېلابېلو هېوادونو له استخباراتي ادارو سره د طالبانو پټې او ښکاره اړیکې، له بهرنیو قدرتونو سره سیاسي معاملې او د دې ډلې مصلحت‌پال چلند ښايي د یوه افراطي کس لپاره د «نفاق» یا له ادعا شویو ارمانونو څخه د واټن اخیستو نښه وګڼل شي.

د بېلګې په توګه، جهادي عناصر ښايي د ایمن الظواهري برخلیک په همدې چوکاټ کې داسې تعبیر کړي چې طالبان د سیاسي اړتیاوو پر مهال د ایډیالوژیکو غوښتنو او د خپل واک د بقا د ملاحظاتو ترمنځ یو انتخابولای شي.

له بلې خوا، د طالبانو قومي چلند هم د یو شمېر ایډیالوژیکو عناصرو لپاره ستونزه‌پارونکی دی. کله چې په ځینو مواردو کې قومي تړاو پر عقیدوي پیوستون برلاسی کېږي او د یوه قوم کسان، له بېلابېلو فکري مخینو سره سره، د نورو قومونو پر مذهبي سیالانو غوره ګڼل کېږي، یو سخت‌دریځی بنسټپال ښايي دا چلند پر قومیت د عقیدې د لومړیتوب له اصل سره خیانت وبولي.

په داسې شرایطو کې داعش اړ نه دی چې د دغو کسانو د جذب لپاره نوی نړۍ‌لید رامنځته کړي، یوازې دومره بسنه کوي چې طالبان «خپلو ارمانونو ته په نه وفادارۍ» تورن کړي. په دې مانا، طالبان په دوامداره توګه د داعش د احتمالي بشري ځواک یوه برخه تولیدوي.

داعش؛ د طالبانو د سپین‌ښودنې ماشین

خو دا خدمتونه یو اړخیز نه دي. داعش هم په تېره یوه لسیزه کې طالبانو ته یو ډېر مهم خدمت کړی دی چې طالبان یې د ځان په پرتله معتدل ښودلي دي. داعش له مخالفانو سره د چلند د تر ټولو تاوتریخجنو بڼو، د شیعه‌ګانو د وژلو، له دودیزو سني مسلمانانو سره د دښمنۍ، پر ملکي وګړو د بریدونو او د تکفیر د ادبیاتو د پراخ کارولو له لارې د افراطیت داسې انځور وړاندې کړی چې د طالبانو په څېر ډلې یې په پرتله کم‌خطره ښکاري.

د داعش راڅرګندېدو په حقیقت کې د پرتلې معیار بدل کړ. که طالبان له یوه کثرت‌پال، ډیموکراتیک او د هېواد د ټولو وګړو پر حقونو ولاړ نظام سره پرتله شي، د دې ډلې استبدادي او افراطي ماهیت څرګندېږي، خو کله چې طالبان د داعش ترڅنګ کېښودل شي، ناڅاپه د «اهون‌الشرین» او «اخف‌الضررین» په ځای کې واقع کېدای شي، یعنې د لا بد په مقابل کې د بد انتخاب.

ښايي هېڅ یوې پدیدې د داعش د ظهور په کچه د طالبانو له سپین‌ښودنې او عادي‌کولو سره مرسته نه وي کړې. د داعش له بې‌حده تاوتریخوالي او د بېلابېلو هېوادونو د ځوانانو د جذبولو له وړتیا څخه راولاړې شوې وېرې د یو شمېر دولتونو ترمنځ دا تصور پیاوړی کړ چې طالبان، له ټولو نیمګړتیاوو سره سره، د یوه لا خطرناک ګواښ پر وړاندې خنډ کېدای شي.

له دې لیدلوري، که طالبان داعش ته ایډیالوژیک خام مواد او احتمالي بشري ځواک برابروي، داعش هم طالبانو ته امنیتي اعتبار او د سیاسي تعامل زمینه برابره کړې ده.

طالبانو هم د دې سیاسي پانګې پر اهمیت ښه پوهېدلي دي. په دوامداره توګه د داعش د خطر برجسته کول او د هغه د مهارولو یوازینی ځواک په توګه د ځان معرفي کول، د طالبانو په سیمه‌ییزو اړیکو کې پر یوې مهمې وسیلې بدل شوي دي.

ان داسې تورونه هم مطرح شوي چې ښايي ځینې تاوتریخجنې پېښې داعش ته منسوبې شوې وي، څو د دې ډلې خطر تر واقعي کچې لوی وښودل شي، خو له خپلواکو څېړنو پرته د دغو ادعاوو د بېلګو په اړه پرېکنده حکم نه شي کېدای. له دې سره سره، د هرې ځانګړې قضیې له رښتینولۍ پرته، څرګنده ده چې «د داعش ګواښ» د طالبانو لپاره ارزښتناکه سیاسي او امنیتي پانګه ده.

د افراطیت امنیتي اقتصاد

دا مسئله یو بل اړخ هم لري. له ترهګرۍ سره مبارزه په تېرو څو لسیزو کې د امنیتي او استخباراتي ادارو د فعالیت پر یوې پراخې برخې بدله شوې ده. دولتونه له دې ګواښ سره د مقابلې لپاره پراخې بودجې ځانګړې کوي او امنیتي سازمانونه د ګواښ د کچې له مخې لا ډېر امکانات، صلاحیتونه او اهمیت ترلاسه کوي.

دې وضعیت هغه څه رامنځته کړي چې «د افراطیت امنیتي اقتصاد» یې بللای شو. د یوه مهار شوي او کنټرولېدونکي ترهګریز ګواښ موجودیت ښايي د ځینو امنیتي شبکو لپاره د بودجې، نفوذ او سازماني اهمیت د دوام توجیه شي. له همدې امله، تل دا خطر شته چې د ګواښ مدیریت د هغه د رامنځته کوونکو عواملو د له منځه وړلو ځای ونیسي.

په داسې چاپېریال کې طالبان د ځینو سیمه‌ییزو ادارو لپاره پر یوه تاکتیکي شریک بدلېدای شي، استخباراتي معلومات ورکړي، د داعش غړي وځپي او په بدل کې پیسې، امکانات یا یو ډول زغم او سیاسي تعامل ترلاسه کړي.

خو اساسي تناقض لا هم پر خپل ځای دی؛ هماغه ځواک چې نن د داعش څو غړي نیسي یا وژني، په ورته وخت کې د افراطي ښوونیز او تبلیغاتي نظام په پراخولو سره د داعش د غړیو د جلب لپاره اړین بشري او فکري مواد بیا تولیدوي.

د مار سر او هغه لاس چې نوي ماران روزي

که د سیمې او نړۍ هېوادونه له داعش او ترهګرۍ سره د مبارزې په ادعا کې جدي وي، یوازې پر لنډمهالو امنیتي اقداماتو بسنه نه شي کولای. له افراطیت سره مبارزه یوازې د یوه سازمان د غړو وژل او نیول نه دي؛ تر دې مهمه دا ده چې هغه ریښې وچې شي چې په دوامداره توګه نوي سازمانونه زېږوي.

دا نه شي کېدای چې له یوې خوا د داعش د څو هستو د ځپلو هرکلی وشي او له بلې خوا، د مذهبي تعصب په چاپېریال کې د ګڼ شمېر ځوانانو روزلو، د داعشي فکر لرونکو زرګونو مدرسو پراخېدو، د عصري زده‌کړو او انتقادي فکر له منځه وړلو او د جهاد، تکفیر او ځانمرګو بریدونو د ادبیاتو خپرېدو ته بې‌پامي وشي.

همدلته د «د دښمن په لاس د مار د سر ځپل» بېلګه لا روښانه مانا پیدا کوي. ښايي نن د طالبانو په لاس د داعش د مار سر وځپل شي، خو که همدا لاس داسې چاپېریال رامنځته کړي چې په دوامداره توګه نوي ماران پکې وروزل شي، د نن ورځې تاکتیکي بریا د سبا ستراتیژیکې ماتې ته زمینه برابرولای شي.

پاکستان د دې ډول محاسبې د ناپایښت یوه نږدې بېلګه ده. هغه تاوتریخوالی چې نږدې هره ورځ قرباني اخلي، ښيي چې افراطیت د تل لپاره په ټاکلو جغرافیایي او سازماني پولو کې نه شي مهارېدای. هغه څه چې نن د فشار وسیله یا تاکتیکي شریک ګڼل کېږي، سبا پر یوه خپلواک ګواښ بدلېدای شي.

له همدې امله، اصلي ستونزه یوازې داعش یا طالبان نه دي، بلکې د افراطیت د تولید کړۍ ده. تر هغه چې دا کړۍ ماته نه شي، طالبان او داعش به له خپلې خونړۍ جګړې سره سره، یو بل ته متقابل خدمتونه روان وساتي. طالبان د افراطیت فکري او بشري زمینه بیا تولیدوي او داعش د وېرې په خپرولو سره طالبان د یوه «کم‌خطره» انتخاب په توګه د سیمې سیاسي بازار ته وړاندې کوي. یو له بله ځواک اخلي او بل د لومړي له موجودیته امنیتي مشروعیت ترلاسه کوي.

هغه سیاست چې دا اړیکه له پامه غورځوي، ښايي یو برید شنډ یا د داعش یوه هسته له منځه یوسي، خو د تلپاتې ثبات د رامنځته کولو توان به ونه لري.

له افراطیت سره د مبارزې لاره دا نه ده چې یو افراطیت د بل افراطیت د ځپلو لپاره غوره شي، بلکې د هغې زمینې وچول دي چې دواړه ترې راټوکېږي.

نه طالبان، نه جنګسالاران؛ د افغانستان د بحران د حل درېیمه لار څه ده؟

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۲۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۵:۵۴ GMT+۱
100%

په ۲۰۰۵ کال کې له ارګ نه د کورنیو چارو پر وزیر علي احمد جلالي باندې فشار زیات شو چې د د دغه وزارت امنیتي معین باید د خپلې دندې ګوښه او پر ځای یې بل څوک وټاکل شي. د بدلون موخه د سیستم اصلاح نه وه، بلکې د ارګ او جنګسالارانو په خوښه د یو بل کس ټاکل وو.

له ډیرو فشارونو وروسته، علي احمد جلالي ته د ارګ له خوا د وروستی نوملړ په توګه د دوو کسانو د نومونو یادونه وشول، چې د دغه دوو کسانو څخه باید یو کس خپل په خوښه وټاکي. جلالي ورته وویلي و، چې تاسي د خوشایي یو څپیاکه دوه چنډې کړیده او ما ته وایي چې د څپیاکې د دغه دوه برخو نه یوه انتخاب کړه. جلالي ورته ویلي و چې زما لپاره هیڅ فرق نه کوي چې هر یو تاسي ټاکئ، ځکه دواړه چنډې د خوشایو ټوټې دي. په دغه وخت کې جلالي هم پریکړه کړې وه چې د کورنیو چارو وزارت څخه استعفا وکړي. اخر کې د څپیاکې یوه چنډه وټاکله شوله چې ډیر وخت وزیر هم پاتې شو او د کورنیو چارو وزارت یې د فساد په ځاله بدل کړ.

نن سبا چې یو شمېر کسان چې ځانونو ته پوه، با تجربه، عالم، استاد او عام فهمه کسان وایي، ځینې یې د خوشایو د همهغه یوې برخې صفت او ملاتړ کوي او ځینې یې د خوشایو د بلې برخې صفت او ملاتړ کوي او مفتې نمرې ورکوي. دغه کسان چې اصلا رواني ناروغان دي، داسې فرصت طلبه دلیل راوړي چې دوی د بد او بدتر ترمنځ باید یو انتخاب کړي، په داسې حال کې چې د بد او بدتر تر منځ اصلا هیڅ توپیر نشته.

په سیاست، مبارزه او ټولنیز ژوند کې ځینې اصول مراعاتول مهم دي، خو دا اړینه نه ده چې هرومرو باید د بد او بدتر تر منځ ټاکنه وکړو، دا مهمه نه ده چې څوک په خپله تګلاره کې کامیابیږي یا نه کامیابیږي، خو مهمه خبره دا ده چې باید په بد صف کې ونه دریږئ او یا د بدې تګلارې او ډلې ملاتړ او حمایت ونه کړئ.

که دا مسله نوره هم روښانه ووایم، د طالبانو لابیګران او پلویان وایي چې تر پخوانیو جنګسالارانو او د جمهوریت تر فاسدو غلو طالبان ښه دي، خو په وته مهال بیا د طالبانو فرصت طلبه مخالف پلویان بیا وایي چې له طالبانو څخه پخواني جنګسالاران او د جمهوریت فاسد غله ښه دي. په دې هم بحث نه کوو چې همدا کسان چې د یو او بل صفتونه او مخالفتونه کوي، پخپله یې څومره په فساد کې درلود یا لري.

که اولې ډلې ته ووایې چې طالبان خو یوازې په خپل قوت نه دي راغلې او نه اشغال ختم شویدی، خو سربیره یې افغانستان د تدریجي زوال او نا معلوم برخلیک سره مخامخ کړی، فساد، غلا، تښتونې او د دولتي شتمنیو چور اوس هم روان دی. که د طالبانو کړنې همداسې دوام وکړي، عاقبت به بیا نیابتي جګړې وي او د دغه جګړو مسوولیت به د طالبانو په غاړه وي. دا ډول کسان درته وایي چې جمهوریت کې هم فساد و او هم د بهرنیانو په واسطه رامنځته شو نو څه فرق کوي. دا بې‌منطقه منطقیان د جمهوریت د حکومتدارۍ د سیستم او د طالبانو د انډیوالې د سیستم تر منځ توپیر نشي کولی او یا یې نه کوي. که هغه وخت هم فساد و او اوس هم فساد شته نو تفاوت په څه کې دی؟ له واک څخه ناړه استفادې ته فساد وایي او طالبان د خپل نه په ښکاره ناوړه استفاده کوي.

د پخوانیو جنګسالارانو او د جمهوریت د فساد د ډلې مدني او سیاسي فعالان او د هغوی ملاتړي وایي، که د پاکستان په ګډون که هر څوک له دوی سره د طالبانو په راپرځولو کې مرسته وکړي نو دوی د هغه هیوادونو مرستې په ویاړسره قبلوي. که ورته ووایي چې دا سمه تګلاره نه ده ځکه د پاکستان له لارې بدلون بیا بل بحران رامنځته کوي، دا ډله بیا درته وایي چې طالبانو هم د پاکستان په مرسته قدرت ونیوه، نو څه فرق کوي او بله چاره نشته ځکه د بهرنیانو له ملاتړ پرته جګړه ناشونې ده.

اوس نو که فرق نه کوي، نو د دوی او طالبانو ترمنځ توپیر په څه کې دی؟ او د افغانستان لپاره به یې ګټه څه وي؟ ځکه په تیرو پنځوسو کلونو کې چې د هر بهرني به مرسته تغیر او په خاصه توګه د پاکستان د منفي مداخلو په وسیله رامنځته شوې، پایلې منفې وي او په راتلونکې کې به هم منفې وي.

د طالبانو پلویان دا دلیل هم وړاندې کوي که د طالبانو ملاتړ ونشي، نو د طالبانو د لمنځه تللو سره به افغانستان تجزیه شي. نو د طالبانو لومړۍ دومره چې پای ته ورسېده هغه مهال خو افغانستان تجزیه نه شو، نو په راتلونکې کې به هم افغانستان پر خپل حال پاتې وي.

ځینې کسان په خاصه توګه ځینې پښتانه، چې د اوسینو جنګسالارانو، هغه جنګي او سیاسي ډلو څخه چې د پاکستان او ایران لخوا یې ملاتړ کیږي، د خپلو حمایت او ملاتړ لپاره دا دلیل هم راوړي چې دوی د ملي وحدت د تامین په خاطر د دوی حمایت کوي چې افغانستان تجزیه نشي.

اول خو افغانستان که تجزيه کېدای، اوس به وخته تجزيه شوی و؛ ځکه له پنځوسو کلونو راهيسې افغانستان له نامعلوم برخلک سره مخامخ دی. د افغانستان د تجزيه کېدو سره به دا ټوله سيمه تجزيه کېږي او دا امکان نه لري. دويمه مسله دا ده چې د افغانستان ملي وحدت دومره ضعیف نه دی چې د خوشايو د دغو دواړو چندو صفتونه او ملاتړ ونه کړو، نو ملي وحدت به له منځه لاړ شي. ملي وحدت په تظاهري خبرو او صفتونو نه ترلاسه کېږي او نه له منځه ځي. په دې خاطر د طالبانو یا د طالبانو له مخالفینو څخه جعلي اتلان (قهرمانان) جوړول سم کار نه دی.

ستونزه دا ده چې کله د علم او منطق پر ځای ناپوهي او بې‌منطقي ځای ونیسي، بیا احساساتي ځوانان، سياسي مبصرين، مدني فعالان او حتا سياسيون او ټکنوکراتان هم ولس ته د خوشايو دوه چندې په لاس کې نيسي او ورته وایي چې د دغو دوو چندو نه کومه يوه خوښوې. حال دا چې اکثریت ولس د خوشايو له دواړو چندو څخه نفرت لري؛ ځکه هم طالبانو او هم د هر قوم او سمت جنګسالارانو، زورواکانو او فاسدو چارواکو لومړی په خپلو سيمو کې پر خپلو کسانو ظلمونه کړي او يا یې د هغوی حقوق خوړلي دي.

په ژوند، سیاست، مدني او فرهنګي مبارزه کې د ځينو اصولو مراعاتول مهم دي، ترڅو د يوه انسان، حکومت، حاکمې ډلې يا سياسي خوځښت او مدني حرکتونو اعتبار لوړ او د خلکو د باور وړ وګرځي. د بېلګې په توګه موږ د جګړې مخالف یو او دا تګلاره مو ځکه انتخاب کړې ده چې جګړه د مسایلو د حل لاره نه ده. که طالبان له ولس سره په جګړه کې وو او دي، هم یې مخالف یو او که نور د مسایلو د حل پر ځای جګړې او نيابتي جګړو ته لمن وهي، هم یې مخالف یو. د طالبانو حاکمیت ولسي، قانوني او نړيوال مشروعيت نه لري او کړنې یې هم د دين، قانون او د افغانانو د ټولنيزو ارزښتونو خلاف دي. که دوی په صحرايي توګه د هر قوم، سمت او ژبې کسان وژني، غندو یې او مخالفت یې کوو؛ که مقابل لوری هم پخوا یا اوس فساد، غلا، وژنې او اختطافونه کول، مخالف یې وو او په راتلونکي کې به یې هم مخالف وو.

د واک له نفې او انحصار سره مو پخوا هم مخالفت درلود او اوس یې هم مخالف یو. پخوا مو هم د قانون د تطبیق او ټولنیز عدالت په چوکاټ کې د ټولو افغانانو د حقوقو ملاتړ کاوه او اوس یې هم کوو. پخوا هم په ولسواکۍ او د ولس په رایه د نظام ملاتړي وو او اوس یې هم یو. پخوا مو هم ویل چې د نفې سیاست کار نه ورکوي، لکه طالبان یا نور کسان چې نفې شول؛ اوس هم د طالبانو له خوا د نفې او د قدرت د انحصار د سیاست مخالف یو او پایله هم نه ورکوي. پخوا مو هم د سولې د خبرو د بریالیتوب ملاتړ کاوه او د نظام ړنګېدل مو د افغانستان او ولس په خیر نه باله او اوس یې هم نه بولو.

د افغانستان د اوسني بحران او له انزوا حالت څخه د وتلو يوازېنۍ لاره د جګړې او وحشت، د یو بل د نفې کولو، د نفرت خپرولو او سپکولو پر ځای، د يوې واقعي لويې جرګې دایرېدل دي، چې ټول افغانان په کې خپل ځان وګوري او د يوه قانون‌مند، مشروع او ولسواک نظام د جوړېدو لپاره زمینه برابره شي. بیا د قانون په چوکاټ کې به ټول افغانان مساوي حقوق او وجایب ولري او د افرادو د حاکمیت پر ځای به قانون حاکم وي.

په دې خاطر، پر پرنسپونو او منل شوو اصولو درېدل په اوږدمهال کې پښېماني نه لري. هغوی چې پخوا د احساساتو پر بنسټ د ملي ګټو پر خلاف شعارونه ورکول، اوس هم پښېمانه دي او هغوی چې نن دا ډول شعارونه ورکوي، سبا به خامخا پښېمانه وي.

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟

۲ وږی ۱۴۰۵ - ۲۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۴:۵۲ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

پنځه کاله وروسته، د حامد کرزي د طالبانو د رسمیت‌پېژندنې مخالفت، د ګلبدین حکمتیار د ټاکنو غوښتنه او د سراج‌الدین حقاني د خلکو او طالبانو ترمنځ د واټن په اړه څرګندونې یوه پوښتنه راپورته کوي: ایا د طالبانو د واک تر سیوري لاندې د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟

د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې پنځه کاله تېر شول. طالبان لا هم پر افغانستان بشپړ پوځي او اداري کنټرول لري، خو د واک د ټینګښت تر څنګ یوه بله پدیده هم ورو - ورو راڅرګندېږي: هغه سیاستوال چې په لومړیو کلونو کې یې د طالبانو په اړه په ډېر احتیاط خبرې کولې، اوس په ښکاره د حکومت د مشروعیت، ټاکنو، د خلکو د رضایت او د طالبانو د پالیسۍ په اړه خبرې کوي.

د دې بدلون تازه بېلګه پخوانی ولسمشر حامد کرزی دی. کرزي له بلومبرګ سره په مرکه کې ویلي چې اوس د طالبانو د رسمیت پېژندلو وخت نه دی او د نړۍوال مشروعیت لپاره یې د نجونو د زده‌کړو بیا پیل، د ښځو د کار حق او د ټولو افغانانو د ګډون په څېر شرایط مهم بللي دي. هغه همداراز ویلي چې د افغانستان راتلونکی باید داسې وي چې ټول افغانان پکې ځان شریک او د هېواد د راتلونکي په جوړولو کې د ونډې احساس وکړي.

دا خبره ځکه مهمه ده چې کرزی هغه سیاستوال دی چې له طالبانو سره یې د خبرو او د هغوی د بیا ادغام دریځ په تېرو کلونو کې څو ځله مطرح کړی و. هغه حتا د خپلې واکمنۍ پر مهال طالبان «ورونه» بللي وو. خو اوس د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره د شرایطو خبره کوي.

کرزی یوازې نه دی.

له دې وړاندې ګلبدین حکمتیار هم د افغانستان اوسنی وضعیت «د نه منلو وړ» بللی او د یوه منتخب حکومت، اساسي قانون او داسې سیاسي نظام غوښتنه یې کړې چې د خلکو استازیتوب وکړي.

نو پوښتنه دا ده: ولې اوس، پنځه کاله وروسته، د طالبانو په اړه د خبرو دا جرائت پېدا کېږي؟

د وخت تېرېدو د «موقتي نظام» تصور کمزوری کړ

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په لومړیو میاشتو او کلونو کې ډېرو سیاستوالو او حتا ځینو نړیوالو لوبغاړو داسې تصور درلود چې ښايي طالبان د وخت په تېرېدو د یوه پراخ سیاسي جوړښت پر لور لاړ شي.

خو پنځه کاله وروسته وضعیت تر ډېره روښانه شوی دی.

طالبانو نه یوازې خپل واک وساته، بلکې د نظام بنسټونه یې هم د خپلې امارتي مفکورې له مخې تنظیم کړل. په عین وخت کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار پراخ محدودیتونه دوام لري او د سیاسي مشارکت لپاره هم پراخ میدان نه دی رامنځته شوی. نړیوالې ادارې لا هم د افغانستان له بشري او حقوقي وضعیت څخه جدي اندېښنه ښيي.

یعنې اوس د طالبانو په اړه خبرې یوازې د «نوي حکومت» د راتلونکي په اړه نه دي؛ بلکې د پنځه کلن واقعیت په اړه دي.

طالبان له نړیوالې انزوا څخه د وتلو هڅه کوي

د طالبانو لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه دا ده چې که څه هم د نړۍ د ډېرو هېوادونو له خوا په رسمي ډول نه دي پېژندل شوي، خو له ګڼو دولتونو سره یې عملي اړیکې پراخې شوې دي.

روسیې په ۲۰۲۵ کال کې طالبان په رسمي ډول وپېژندل، په داسې حال کې چې چین، ایران، د سیمې ځینې هېوادونه او یو شمېر لوېدیځ هېوادونه له طالبانو سره د اړیکو بېلابېل ډولونه ساتي. په ۲۰۲۶ کال کې د طالبانو له حکومت سره د ډېپلوماتیک تعامل موضوع نوره هم پراخه شوې ده.

همدا وضعیت د افغان سیاستوالو لپاره هم یو نوی واقعیت جوړوي؛ که طالبان د اوږدې مودې لپاره پاتې کېږي، نو د هغوی په اړه چوپ پاتې کېدل د افغانستان د راتلونکي له بحث څخه د ځان ایستل هم کېدای شي.

له همدې امله ځینې سیاستوال اوس هڅه کوي خپل دریځ له نوې واقعیت سره برابر کړي.

د طالبانو داخلي خاموشه نارضایت

د بحث تر ټولو حساسه برخه ښايي د طالبانو د داخلي اختلافاتو او د هغوی د ځینو لوړپوړو چارواکو څرګندونې وي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني په وروستیو څرګندونو کې له مخالفانو غوښتي چې جګړه ودروي او په غیرمستقیم ډول یې ویلي دي چې باید د افغانستان د خلکو خبرې واورېدل شي.

دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې طالبان د پنځم کال د واک کلیزه د «بریا» په توګه نمانځي، خو حقاني په خپله وینا کې د ستونزو او ناحل شویو مسایلو شتون هم یاد کړی دی.

هغه ویلي چې د افغانستان خلک د طالبانو راتګ د بریا په توګه نه مني.

د اګست د ۱۵مې په اړه د حقاني هغه دریځ چې د خلکو د یوې برخې لپاره د «ازادۍ» دغه تعبیر د منلو وړ نه دی، هم د همدې لویې ستونزې یوه نښه ده. طالبان خپل واک د خپل تعریف له مخې د فتحې او ازادۍ په توګه وړاندې کوي، خو د ټولنې یوه برخه یې د خپل سیاسي راتلونکي د انتخاب او ګډون له حق سره نه برابروي.

دا یوازې د تبلیغاتو اختلاف نه دی؛ دا د مشروعیت د تعریف اختلاف دی.

طالبان وايي: موږ افغانستان له بهرني اشغال څخه ازاد کړ.

منتقدان وايي: له بهرني ځواک څخه خلاصون یو شی دی، خو د افغانانو سیاسي ازادي، د حکومت په جوړولو کې ګډون او د خپل راتلونکي د ټاکلو حق بل شی دی.

همدلته د خلکو او واکمنانو ترمنځ واټن راڅرګندېږي.

که یو نظام د خلکو د یوې برخې په نظر کې امنیت، ثبات او د جګړې پای ته رسېدو معنا ولري، خو د بلې برخې لپاره د سیاسي حقونو د محدودېدو معنا ولري، نو نظام کولای شي واک ولري، خو له مشروعیت سره ستونزه ولري.

دا د طالبانو د پنځه کلن واک یوه مهمه معما ده.

طالبانو په پوځي لحاظ د افغانستان ډېره برخه تر کنټرول لاندې راوستې او د پخواني جمهوري نظام په څېر یې د پراخې داخلي جګړې مخه نیولې ده. خو د حکومت د بقا او د حکومت د مشروعیت ترمنځ توپیر لا هم پاتې دی.

همدا دلیل دی چې د کرزي خبرې یوازې د یوه پخواني ولسمشر خبرې نه دي؛ بلکې د افغانستان د راتلونکي د یوه اساسي بحث بیا راژوندي کېدل دي.

وسله‌وال مخالفت هم له منځه نه دی تللی

د طالبانو د مخالفانو په اړه هم باید مبالغه ونه شي. وسله‌وال مقاومت تر اوسه د طالبانو د واک د نسکورولو لپاره داسې کچه نه لري چې د واک توازن بدل کړي.

خو دا هم سمه نه ده چې ووایو مقاومت ختم شوی دی.

د لانګ وار ژورنال د وروستي تحلیل له مخې، د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته هم وسله‌وال مقاومت دوام لري او ګڼو ډلو د طالبانو مخالفت اعلان کړی، که څه هم یوازې یو شمېر یې په منظم ډول د بریدونو ادعاوې کوي.

په همدې وروستیو ورځو کې د بدخشان د جمعه خان فاتح قضیه او د ملي مقاومت جبهې د مهم قوماندان حسیب پنجشیري وژل کېدل ښيي چې شمالي افغانستان لا هم د طالبانو د وسله‌والو مخالفانو لپاره د فعالیت یوه مهمه ساحه ده.

دا مقاومت په خپله د طالبانو د سقوط معنا نه لري؛ خو یو سیاسي پیغام لري چې د طالبانو د واک د ټینګښت ترڅنګ د هغوی پر وړاندې نارضایتي او وسله‌وال مخالفت هم په بشپړه توګه نه دی ورک شوی.

نو ولې اوس د خبرو جرات زیات شوی؟ د دې پوښتنې ځواب ښايي په یوه جمله کې داسې وي:

ځکه چې د وېرې، انتظار او ابهام لومړی پړاو تېر شوی او د طالبانو پنځه کلن واک خلکو او سیاستوالو ته د نظام د ماهیت په اړه نسبتاً روښانه تصویر ورکړی دی.

په لومړیو کلونو کې د طالبانو پر وړاندې هره خبره ممکن د امنیتي خطر، نیول کېدو یا د سیاسي فضا د لا تنګېدو وېره لرله. خو اوس د هېواد دننه او بهر سیاسي بحث بېرته د دې پوښتنې پر لور روان دی چې که طالبان اوږدمهاله واکمن پاتې کېږي، افغانستان به څنګه اداره کېږي؟

همدا پوښتنه د کرزي، حکمتیار او حتا د طالبانو د ځینو لوړپوړو چارواکو په څرګندونو کې له بېلابېلو زاویو، راڅرګندېږي.

د دې څرګندونو تر ټولو مهمه پایله ښايي سمدستي د طالبانو د نظام بدلون نه وي.

خو درې اوږدمهاله اغېزې لرلی شي.

لومړی، سیاسي بحث بېرته راژوندی کېږي.
کله چې پخوانی ولسمشر، پخواني جهادي مشران او د طالبانو دننه لوړپوړي چارواکي د ټاکنو، مشارکت، مشروعیت او د خلکو د رضایت خبره کوي، دا موضوعات بېرته د افغانستان د راتلونکي د بحث مرکز ته راولي.

دویم، طالبان له یوه مهم انتخاب سره مخ کېږي، ایا یوازې د واک ساتلو ته دوام ورکوي، که د واک د مشروعیت لپاره د ټولنې له نورو قشرونو سره د سیاسي جوړجاړي لاره هم پرانیزي؟

درېیم، د وسله‌وال مقاومت او سیاسي مخالفت ترمنځ واټن ممکن کم شي.
تر اوسه وسله‌وال مقاومت محدود، ټوټه‌ټوټه او له پراخې سیاسي اجماع بې‌برخې دی. خو که سیاسي مخالفان په یوه ګډه اجنډا کې سره نږدې شي او د طالبانو دننه هم د سیاسي مشارکت اړتیا جدي بحث شي، د افغانستان د راتلونکي لپاره به د یوې سیاسي معاملې احتمال زیات شي.

خو برعکس، که طالبان دا ډول خبرې یوازې د دوښمنۍ، توطیې یا بهرني فشار په توګه تعبیر کړي او د سیاسي مشارکت ټولې لارې وتړي، نو سیاسي واټن به لا پراخ شي او د وسله‌وال مخالفت لپاره به د جذب زمینه هم زیاته شي.

پنځه کاله وروسته د افغانستان اصلي پوښتنه ښايي دا نه وي چې «کابل څوک کنټرولوي؟»

دا پوښتنه طالبانو په پوځي لحاظ ځواب کړې ده.

اصلي پوښتنه اوس دا ده: «څوک د افغانستان د راتلونکي د ټاکلو حق لري؟»

که د دې پوښتنې ځواب یوازې د واکمنې ډلې له خوا ورکړل شي، طالبان ښايي واک وساتي؛ خو د مشروعیت ستونزه به ورسره پاتې وي.

او که د دې پوښتنې په ځواب کې د افغانستان د بېلابېلو سیاسي، قومي، ټولنیزو او نسلي قشرونو لپاره ځای پیدا شي، نو د پنځو کلونو جګړې وروسته ښايي افغانستان د واک د ساتلو له مرحلې څخه د مشروع سیاسي جوړجاړي مرحلې ته داخل شي.

همدا ځای دی چې د کرزي، حکمتیار او د طالبانو د ځینو چارواکو وروستۍ څرګندونې خپل اصلي اهمیت پیدا کوي او دوی ښايي لا د یوه ګډ سیاسي حل په اړه یوه خوله نه وي، خو ټول په یوه لوی حقیقت ورنږدې کېږي؛ یوازې په زور د واک ساتل او د خلکو د رضایت ترلاسه کول یو شی نه دي.

په پاکستان کې د سیاسي بدلون بادونه له کومې خوا راځي؟

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۵۴ GMT+۱
•
افراسیاب خټک
100%

هسې خو په پاکستان کې په ظاهره یو اساسي قانون، پارلمان، لومړی وزیر او قضا شته، خو د نهه څلوېښت کالونو راهیسې، یعنې د جنرال ضیاالحق د دیکتاتورۍ د وخت نه، په واقعیت کې زیاتره واک اختیار د جنرالواکۍ په لاس کې پاتې شوی دی.

کله کله چې د لومړي وزیر په توګه نواز شریف، بې نظیر بوټو او یا عمران خان هڅه کړې ده چې د لومړي وزیر د قانوني واک او صلاحیت څخه استفاده وکړي، تصمیم ونیسي او هغه پلی کړي، نو د هغوی د هر لومړي وزیر حکومت سقوط کړی دی، ځکه چې هغوی د جنرالواکۍ سره په ټکر کې راغلي دي.

که څه هم د پاکستان اوسني لومړي وزیر شهباز شریف په تېرو څو کالونو کې په کافي اندازه احتیاط کړی دی چې د جنرالانو سره ټینګ او تاوده مناسبات وساتي، هغه داسې هېڅ ګام نه اوچتوي چې مارشال عاصم منیر نه یې مخکې نه مخکې اجازه نه وي اخیستې، خو سره له دې بیا هم پاکستان کې د یوه نوي سیاسي بحران علامې راڅرګندې شوې دي.

تر ټولو نه غټه علامه د راولپنډۍ په یوه محبس کې د درېیو کالونو نه بندي د پخواني لومړي وزیر عمران خان په باره کې د پاکستان د سترې محکمې دا امر دی چې عمران خان دې د تداوي لپاره د اسلام اباد د شفا انټرنیشنل په نوم یوه شخصي روغتون ته انتقال کړل شي. د شهباز شریف د کابینې د قانون او د اطلاعاتو وزیرانو د سترې محکمې په دغه امر باندې انتقاد کړی دی. که څه هم د کابینې وزیران په ډاګه داسې نه وایي، خو سیاسي شنونکي په دې نظر دي چې د شهباز شریف د حکومت سره دا غم دی چې که چېرې د عمران خان او جنرالانو تر مینځ روغه جوړه کېږي، نو د دې په نتیجه کې به د شهباز شریف حکومت له مینځه ولاړ شي.

دلته پوښتنه دا راولاړېږي چې جنرالواکي به ولې د شهباز شریف حکومت ایسته کوي او د ده په ځای به عمران خان د محبس نه راوباسي او په چوکۍ به یې کینوي؟ که سړی په تېرو دوه نیمو کالونو کې د جنرالانو تر فشار لاندې د لاس‌پوڅي پارلمان له خوا تصویب شوي په اساسي قانون کې د شپږویشتم او اوویشتم تعدیل باندې نظر وغورځوي، نو په دې پوهېدل ګران نه دي چې مارشال عاصم منیر د پاکستان دولتي نظام ته داسې تغییر ورکول غواړي چې په راتلونکي کې هغه لپاره په رسمي توګه سیاسي واک په خپل لاس کې د اخستلو کار اسان شي او د دغې موخې د لاس ته راوړلو لپاره جنرالواکي نن سبا په اساسي قانون کې د اته ویشتم تعدیل د تصویب په پلان کار کوي.

د تعدیل د دغه پلان تر ټولو مهم ټکی د پاکستان د اوسنیو ایالتونو د ټوټې کولو له لارې د نویو ایالتونو د جوړولو ټکی دی.

د پاکستان پنجابي جنرالان په دغه هېواد کې د فدرالي نظام د چلښت خلاف دي او په اساسي قانون کې د اته ویشتم تعدیل عمده موخه د ایالتونو د اولسوالیو په کچ وړوکي کول او د هغو د صلاحیتونو سلبول دي.

د نواز شریف مسلم لیګ د پنجاب د ایالت سره د دغه برخورد ته زړه نه ښه کوي، او د پاکستان پیپلز ګوند نه غواړي چې دا کار د سندھ د ایالت سره وشي. د دغو مخالفتونو په ځواب کې جنرالواکي مسلم لیګ او پیپلز ګوند ګوتې خوځوي چې که دوی د مارشال عاصم منیر د پلان په پلی کولو کې همکاري ونه کړي، نو هغه به د عمران خان سره جوړه وکړي، عمران خان به د محبس نه راوباسي او انتخاباتو کې به ورسره کومک وکړي، چې یو ځل بیا د پاکستان لومړی وزیر شي.

جالبه خبره دا ده چې جنرالان په دې خبره ډاډه دي چې عمران خان به سره د تېرو درې کالونو د تاوتریخوالي، د جنرالانو په کومک د واکمن کېدو په بدل کې، د هغوی سره د هغوی د پلان په پلی کولو کې کومک وکړي، د کوم کار کولو نه چې نواز شریف او اصف زرداري انکار کړی دی.

د سیاسي ګوندونو په کرکټر کې د دغه توپیر علت دا دی چې که څه هم پیپلز ګوند او مسلم لیګ دواړو په وار وار د سیاسي واک د ترلاسه کولو په بدل کې د جنرالانو سره همکاري کړې ده او بیا به یې هم کوي، خو دغه دواړه ګوندونه د پنجاب او د سند د ټوټې کېدلو د پلان سره همکاري ځکه نه شي کولې چې هغوی به خپل سیاسي بېس یا پایګاه له لاسه ورکړي. د عمران خان ګوند ځکه داسې کومه مسئله نه لري چې د هغه سیاسي بېس تش د هغه د شخصیت په کیش ولاړ دی، او نوره کومه برنامه نه لري.

د پاکستان په سیاسي تاریخ کې بنیادم نظر وځغلوي، نو په دې خبره پوهېدل ګران نه دي چې د داخلي سیاسي فاکتورونو په څنګ کې جنرالواکي د عام و تام سیاسي قدرت تر لاسه کولو په کار کې د ابرقدرتونو کومک او ملاتړ ته هم اړتیا لري. جنرال ایوب خان خپله لس کلنه پوځي دیکتاتوري په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کالونو کې په داسې شرایطو کې ټینګه کړې وه چې هغه په اسیا کې د غربي ابرقدرتونو سره د کمونیزم په ضد د سیټو او سنټو په نوم د پوځي پاکتونو د جوړولو او چلولو په کار کې برخه اخیستې وه او غربي ابرقدرتونو د هغه په سر لاس ایښی وو.

جنرال ضیاالحق د ۱۹۷۷ نه تر ۱۹۸۸ پورې خپله یوولس کلنه دیکتاتوري د افغانستان کې د شوروي اتحاد په ضد په جګړه کې د سیمه‌ییز متصدي نقش لوبولو په بدل کې د غربيانو په کومک جوړه کړې وه. جنرال پرویز مشرف د نهه کلنې پوځي واکمنۍ د ساتلو لپاره په اصطلاح د ترهګرۍ په ضد جګړې کې د امریکا د متحد نقش لوبولی و.

مارشال عاصم منیر هم د نړیوال فاکتور نه غافله نه دی. په ایران کې د جګړې په جریان کې او بیا د منځني ختیز د سولې او ثبات په نوم د ترکیې، پاکستان او سعودي عرب د اتحاد په لوظنامه کې مارشال عاصم منیر خپل نقش جوت ساتلی دی او چې خبره په افغانستان کې د طالبانو د امارت د نړیوالو له خوا اداره کولو ته راشي، نو مارشال عاصم منیر امریکا او چین دواړو ته ډاډ ورکوي چې هغه به د ابرقدرتونو د ګټو په لاس ته راوړلو کې پوره هلې ځلې کوي، خو سیاسي شنونکي د مارشال عاصم منیر د ټول سیاسي قدرت په خپل لاس کې د اخستلو په کار کې د پاکستان د اقتصاد سخت ضعف او په بلوچستان او پښتونخوا کې روانې جګړې ستر خنډونه ګڼي. که په داسې شرایطو کې ټول یا اکثر سیاسي ګوندونه د هغه د دیکتاتورۍ د جوړېدو په ضد یو بل ته لاس ورکړي، نو د هغه لپاره به د هغوی مخنیوی اسان کار نه وي.

له حبیب الله تر هبت الله؛ د کلکاني نظام سل کلن دوام

۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶، ۱۴:۵۵ GMT+۱
•
ارشد نور مومند
100%

افغانستان نن یوازې له یوه سیاسي بحران سره مخ نه دی، بلکي د افغانستان ستونزه تر دې هم ژوره ده. داسې ښکاري چې موږ د تاریخ پر معکوس مسیر روان یو او هغه بحثونه، محدودیتونه او ټولنیزې شخړې چې باید سل کاله وړاندې پای ته رسېدلې وای، نن یو ځل بیا زموږ د ژوند پر مهمو موضوعاتو بدل شوې دي.

نږدې سل کاله وړاندې، په ۱۹۲۹م کال کې حبیب‌الله کلکاني، چې د «بچه سقاو» په نوم هم مشهور دی، د امان‌الله خان د حکومت تر سقوط وروسته کابل ونیوه. امان‌الله خان له ټولو نیمګړتیاوو او تېروتنو سره سره، هڅه کوله چې افغانستان د عصري زده کړو، دولتي اصلاحاتو، د ښځو د نسبي ازادۍ، نویو قوانینو او له نړۍ سره د پراخو اړیکو پر لور یوسي.

خو د کلکاني له واکمنېدو سره د دغو اصلاحاتو یوه لویه برخه ودرول شوه او افغانستان له یوه چټک اصلاحاتي بهیر څخه محافظه‌کارانه شاتګ ته داخل شو.

نږدې یوه پېړۍ وروسته، په ۲۰۲۱م کال کې یو ځل بیا یو نظام سقوط وکړ او پر ځای یې د هبت‌الله اخوندزاده تر مشرۍ لاندې طالبان واکمن شول. هغوی هم داسې هېواد ترلاسه کړ چې له ټولو جګړو، فساد، کمزوریو او ستونزو سره سره، میلیونونه ماشومان یې ښوونځیو ته تلل، مېرمنو یې په پوهنتونونو، رسنیو، روغتیا، حکومت، پارلمان، قضا، سوداګرۍ او مدني فعالیتونو کې حضور درلود او نوی نسل یې له نړۍ سره په پراخه کچه وصل شوی و.

خو د سل کلونو په تېرېدو سره نومونه بدل شوي دي، بیرغونه بدل شوي دي، مشران بدل شوي دي خو د ښځو، تعلیم، لباس، ږیرې، محرم، موسیقۍ، فرهنګ، دیني تعبیر او حتی د انسان د شخصي ژوند په اړه د دولت د مداخلې په طرز کې حیرانوونکي تاریخي ورته‌والي لیدل کېږي.

۱. بچه سقاو د اصلاحاتو دروازه وتړله؛ طالبانو بیا هماغه لوری غوره کړ

د امان‌الله خان پروژه یوازې د لباس د بدلون پروژه نه وه. هغه غوښتل دولتي ادارې اصلاح کړي، عصري ښوونځي پراخ کړي، محصلین بهر ته واستوي، قوانین بدل کړي، د ښځو د تعلیم لپاره زمینه برابره کړي او افغانستان له نړیوالو علمي او سیاسي بدلونونو سره نږدې کړي.

خو کله چې کلکاني واک ته ورسېد، د امان‌الله خان د اصلاحاتو پر وړاندې یې د هغه مهال د محافظه‌کارو مذهبي او ټولنیزو قشرونو دریځ خپل کړ. د اصلاحاتو یوه لویه برخه ودرول شوه او د امان‌الله خان د دورې ګڼ بدلونونه شاته وګرځول شول.

نږدې سل کاله وروسته طالبانو ته هم په ۲۰۲۱م کال کې داسې افغانستان په لاس ورغی چې میلیونونه نجونې او هلکان ښوونځیو ته تلل، لسګونه زره ښځې په لوړو زده‌کړو بوختې وې، ښځینه ډاکټرانې، ښوونکې، خبریالانې، قاضیانې، څارنوالانې، وکیلانې او دولتي کارکوونکې موجودې وې.

د نوي نظام په راتګ سره د دې پر ځای چې شته نیمګړتیاوې اصلاح شي، د ښځو او نجونو د تعلیم، کار او عامه ګډون پر ګڼو برخو محدودیتونه ولګېدل. همدلته لومړی لوی تاریخي ورته‌والی څرګندېږي: د مخکیني نظام د اصلاح کولو پر ځای د هغه د ټولنیزو لاسته راوړنو شاته ګرځول.

۲. د جګړې پر مهال د ښوونځیو، سړکونو او عامه پروژو ویجاړول

د طالبانو د شل کلنې جګړې اغېزې یوازې تر پوځ او دولتي ادارو محدودې نه وې، بلکې جګړه د افغانستان کلیو، ښوونځیو، سړکونو، پلونو، برېښنا، مخابراتو او پرمختیایي پروژو ته هم ورسېده.

په ګڼو ناامنو سیمو کې ښوونځي وسوځول شول، ودانۍ ویجاړې شوې، ښوونکي ووژل شول یا وتښتېدل او د زده‌کړو بهیر له جدي خنډونو سره مخ شو. سړکونه او پلونه د ماینونو، چاودنو او جګړو له امله زیانمن شول او په ځینو سیمو کې پرمختیایي پروژې د امنیتي ګواښونو له امله ودرېدې. د دې جګړې تر ټولو دروند قیمت عادي افغانانو ورکړ. په ځانګړي ډول په هغو پښتون‌مېشتو ولایتونو او ولسوالیو کې چې جګړه پکې په شدیده سره وه، نسلونه د جګړې، بې‌ځایه کېدو، فقر او د تعلیم له کمښت سره مخ شول. هغه ماشوم چې ښوونځی یې وسوځېد، هغه بزګر چې پل یې ونړېد، هغه ناروغ چې د جګړې له امله روغتون ته ونه رسېد او هغه کلی چې د ناامنۍ له امله پرمختیایي پروژه پکې ودرېده، د سیاسي جګړې اصلي قربانیان وو.

د نجونو ښوونځي: له سوځولو څخه تر تړلو

د نجونو تعلیم د افغانستان د تېرو څو لسیزو د جګړې یو له تر ټولو حساسو موضوعاتو څخه و.

د جګړې پر مهال په بېلابېلو سیمو کې د نجونو ښوونځي وسوځول شول، ګواښونه ورته وشول او د ناامنۍ له امله ګڼ ښوونځي وتړل شول. په ځینو سیمو کې کورنیو د امنیتي اندېښنو له امله خپلې لوڼې ښوونځیو ته نه استولې. دا یوازې د یوې ودانۍ سوځول نه وو.

کله چې د یوه کلي د نجونو یوازینی ښوونځی تړل کېږي، د لسګونو یا سلګونو نجونو راتلونکی ورسره اغېزمنېږي. یوه نجلۍ چې تعلیم نه شي کولای، سبا یې د ډاکټرې، ښوونکې، نرسې، انجنیرې یا مسلکي کارکوونکې کېدو فرصت هم محدودېږي. تر ټولو دردناکه خبره دا ده چې جګړه پای ته ورسېده، خو د نجونو د تعلیم بحران پای ته ونه رسېد.

کلکاني د نجونو د تعلیم اصلاحات شاته کړل؛ طابانو نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو څخه منع کړې

د امان‌الله خان او ملکې ثریا په دوره کې د ښځو د تعلیم موضوع د دولت د اصلاحاتي پروګرام یوه مهمه برخه وه. د نجونو د تعلیم لپاره نوي ګامونه اخیستل کېدل او هڅه کېده چې ښځې له کور څخه د تعلیم او ټولنیز مشارکت پر لور راووځي. د کلکاني له واکمنېدو سره دغه بهیر شاته وګرځېد او د امان‌الله د دورې د نجونو د تعلیم اصلاحات ودرول شول.

طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې هم نجونې تقریبا له رسمي عصري زده کړو څخه حذف کړې وې.

په ۲۰۲۱م کال کې چې بیا واک ته ورسېدل، په لومړیو کې یې د نجونو د تعلیم د بیا پیل خبرې کولې، خو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ څخه منع شوې.

فکر وکړئ؛نږدې یوه پېړۍ د دواړو پېښو ترمنځ فاصله ده، خو افغانه نجلۍ بیا د همدې پوښتنې مخې ته ولاړه ده: ایا زه ښوونځي ته د تګ حق لرم که نه؟ دا پرمختګ نه دی؛ دا تاریخي شاتګ دی.

کلکاني محصلې نجونې له بهر څخه راوګرځولې؛ طالبانو یې پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې

د امان‌الله خان د اصلاحاتو یوه مهمه برخه دا وه چې افغان ځوانان، او د ښځو یوه ډله هم، د عصري زده‌کړو لپاره بهر ته واستول شي.

کله چې کلکاني واک ته ورسېد، د امان‌الله خان د حکومت له خوا بهر ته استول شوې محصلې بېرته راوګرځول شوې او د ښځو د عصري زده کړو پروژه ودرول شوه او نږدې سل کاله وروسته بیا طالبانو ښځې له پوهنتوني زده‌کړو منع کړې. توپیر یوازې دومره دی چې په ۱۹۲۹م کال کې محصلانې له بهر څخه راوګرځول شوې او په یوویشتمه پېړۍ کې افغانې ښځې حتی په کابل، هرات، کندهار، ننګرهار او نورو ولایتونو کې خپلو پوهنتونونو ته له تګ څخه منع شوې. یوه پېړۍ تېره شوه، خو د افغانې ښځې د پوهنتون دروازه بیا د سیاست او د حکومت د دیني تعبیر قرباني شوه.

محرم: د ښځې د تګ راتګ پر ازادۍ د دولت کنټرول

د ښځې د تګ راتګ مسله هم د دواړو دورو د محافظه‌کارانه فکر یوه مهمه برخه ده.

د کلکاني د واکمنۍ پر مهال د ښځو پر جامو، عامه حضور او تګ راتګ محافظه‌کارانه محدودیتونه بېرته پیاوړي شول. د طالبانو په اوسني نظام کې محرم یوازې یوه کورنۍ یا مذهبي مسله نه ده پاتې شوې، بلکې د ښځو د اوږده سفر، ترانسپورټ او ځینو نورو فعالیتونو لپاره د حکومتي مقرراتو برخه ګرځېدلې ده. په دې ډول دولت یوازې دا نه ټاکي چې ښځه څه واغوندي؛ بلکې دا هم ټاکي چې له چا سره سفر وکړي، کوم ځای ته ولاړه شي او په کومو شرایطو کې له عامه خدماتو استفاده وکړي.

حجاب: له شخصي او مذهبي انتخاب څخه تر حکومتي امر پورې

د امان‌الله خان او ملکې ثریا د اصلاحاتو یوه تر ټولو جنجالي برخه د ښځو د جامو او حجاب مسله وه. کلکاني د امان‌الله خان د لباس اړوند اصلاحات رد کړل او د ښځو د لباس په اړه یې محافظه‌کارانه تګلاره بېرته پیاوړې کړه.

اوس نږدې سل کاله وروسته، د هبت‌الله تر مشرۍ لاندې طابانو هم د ښځو د لباس، مخ او بدن په اړه مفصل مقررات وضع کړي دي. دلته اصلي بحث دا نه دی چې یوه ښځه حجاب کوي او که نه، بلکې میلیونونه مسلمانې ښځې په خپله خوښه حجاب کوي.

اصلي بحث دا دی چې ایا حکومت باید د یوې ښځې د لباس، مخ او بدن تر جزییاتو پورې د پولیس، محتسب او جزا له لارې مداخله وکړي؟ کله چې حجاب د فرد له دیني انتخاب څخه د دولتي اجبار په وسیله بدلېږي، موضوع یوازې دیني نه پاتې کېږي؛ د دولت او فرد د اړیکې مسله هم ګرځي.

ښځه له عامه ژوند څخه بېرته کور ته

ملکې ثریا او امان‌الله خان هڅه کوله چې ښځې د تعلیم، ټولنیز فعالیت او عامه ژوند برخه وګرځوي، خو د کلکاني له واکمنېدو سره دغه بهیر شاته وګرځېد.

اوس نږدې سل کاله وروسته، افغانستان یو ځل بیا ورته څه تجربه کوي. تر ۲۰۲۱م کال وړاندې ښځې وزیرانې، د پارلمان غړې، قاضیانې، څارنوالانې، خبریالانې، ښوونکې، استادانې، پولیسې، سوداګرې او د مدني ټولنې فعالانې وې. خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښځې له ګڼو دولتي ادارو او مسلکونو منع یا محدودې کړې. د ښځې د حضور مسله په تدریج سره له دې پوښتنې څخه چې «څنګه یې حضور زیات کړو؟» دې پوښتنې ته راوګرځېده چې «په کومو ځایونو کې هغې ته د وتلو اجازه ورکړو؟» همدا د یوې پېړۍ شاتګ دی.

له سیاسي واک څخه د ښځو حذف

د امان‌الله خان په دوره کې د ښځو سیاسي او ټولنیز مشارکت لا په لومړنیو پړاوونو کې و، خو د ملکې ثریا حضور او د ښځو د سازمانونو، مطبوعاتو او تعلیم هڅو لږ تر لږه د راتلونکي لپاره یوه دروازه پرانیسته. خو د کلکاني په نظام کې دغه بهیر ودرېد.

نن بیا د طالبانو د مرکزي حکومت په مهمو تصمیم‌نیونکو جوړښتونو کې ښځې هېڅ حقیقي سیاسي حضور نه لري. په داسې هېواد کې چې نږدې نیم نفوس یې ښځې دي، د ټول هېواد په اړه مهمې پرېکړې کېږي، خو د همدې نیم نفوس استازې د تصمیم نیولو پر اصلي مېز نه لیدل کېږي.

دا یوازې د ښځو مسئله نه ده؛ دا د دولت د استازیتوب مسئله ده.

د شریعت د یوه ځانګړي تعبیر پر محور حکومتولي

کلکاني خپل نظام د شریعت او دیني مشروعیت پر اساس توجیه کاوه او ځان یې د امان‌الله خان د هغو اصلاحاتو مخالف باله چې د ده او ملاتړو له نظره له اسلامي او دودیزو ارزښتونو سره په ټکر کې وې. سل کاله وروسته نن طالبان هم خپل نظام د شریعت پر تطبیق تعریفوي.

خو مهمه پوښتنه دا ده چې شریعت د چا د تعبیر له مخې؟

افغانستان د علماوو، فقهي دودونو، قومي رواجونو او بېلابېلو مذهبي ټولنو هېواد دی. کله چې د یوه محدود دیني جوړښت تعبیر د ټول ملت لپاره په یوازیني اجباري قانون بدلېږي، اختلاف یوازې د دین او بې‌دینۍ ترمنځ نه وي؛ بلکې د دین د بېلابېلو تعبیرونو ترمنځ هم رامنځته کېږي.

په داسې نظام کې حکومت د محکمې او جزا تر حده نه درېږي، بلکې د لباس، ږیرې، موسیقۍ، سفر، محرم، تفریح او ورځني ټولنیز چلند تر جزئیاتو پورې رسېږي.

عصري تعلیم تر شک لاندې

د امان‌الله خان یوه اساسي پروژه د عصري تعلیم پراختیا وه. هغه غوښتل چې افغان ځوانان د دیني زده‌کړو ترڅنګ له عصري علومو، ژبو، ساینس، تاریخ او نړیوالو تجربو سره هم بلد شي.

خو د کلکاني له واکمنېدو سره د هغه ګڼ تعلیمي اصلاحات ودرول شول او د تعلیمي نظام پر محافظه‌کارانه کولو ټینګار زیات شو.

نن طالبانو هم د جمهوري نظام نصاب پراخې بیاکتنې ته سپارلی، دیني مضامین یې زیات کړي او هغه محتوا یې بدله یا حذف کړې چې د دوی له دیني او سیاسي لیدلوري سره سمون نه خوري.

افغانستان دیني زده‌کړو ته اړتیا لري، خو همدارنګه ډاکټر، انجنیر، ساینسپوه، اقتصادپوه، ښوونکی، تخنیکر او متخصص هم غواړي. د مدرسې او عصري ښوونځي ترمنځ مصنوعي جګړه د افغانستان ستونزه نه حل کوي. یو ملت چې غواړي له نړۍ سره سیالي وکړي، دواړو ته اړتیا لري.

کلتور، موسیقي او هنر

فرهنګي ازادي هم د دواړو محافظه‌کارو دورو د بحث یوه برخه ده.

طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې موسیقي، سینما، تلویزیون او ګڼ تفریحي فعالیتونه منع کړل. د موسیقۍ وسایل ماتېدل او د هنر ګڼ ډولونه له عامه ژوند څخه ورک شول.

په اوسني دومره کې وضعیت په ټولو برخو کې د ۱۹۹۰مو کلونو عین تکرار نه دی، خو موسیقي او ګڼ هنري فعالیتونه بیا له سختو محدودیتونو سره مخ شوي دي.

د کلکاني د واکمنۍ پر مهال هم د امان‌الله خان د دورې د فرهنګي او ټولنیزو اصلاحاتو پر وړاندې محافظه‌کارانه غبرګون موجود و.

کله چې یو حکومت له موسیقۍ، هنر، تصویر، سینما او فرهنګي تنوع څخه وېرېږي، په حقیقت کې د ټولنې د فکر او بیان ساحه تنګوي.

امر بالمعروف: کله چې حکومت ستا شخصي ژوند ته داخلېږي

د طالبانو د اوسني نظام یو له تر ټولو څرګندو ځانګړنو څخه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پراخ دولتي جوړښت دی. دا اداره یوازې د لویو جرمونو د مخنیوي لپاره نه ده؛ بلکې د خلکو د ورځني ژوند له ډېرو شخصي اړخونو سره مستقیمه اړیکه لري. د ښځو لباس، د نارینه‌وو ږیره، د موسیقۍ غږول، د ښځو سفر، محرم، د موټرچلوونکو چلند او نور ټولنیز مسایل د حکومتي مقرراتو موضوع ګرځېدلي دي.

سل کاله وړاندې د کلکاني د واکمنۍ پر مهال هم د لباس، ښځو د عامه حضور او ټولنیز چلند په اړه محافظه‌کارانه مقررات او فشارونه موجود وو، که څه هم د هغه دولت دومره پراخ اداري او امنیتي کنټرول نه درلود چې په ټول افغانستان کې یې یو ډول عملي کړي.

همدلته د دواړو نظامونو ترمنځ یو مهم فکري ورته‌والی څرګندېږي. دولت یوازې حکومت نه کوي؛ دولت غواړي د انسان د ورځني ژوند طرز هم تعریف کړي.

وفاداري تر تخصص مهمه

کله چې کلکاني واک ته ورسېد، د نوي نظام د جوړولو لپاره یې تر ډېره پر خپلو نږدې ملګرو، جنګیالیو، هم‌فکره کسانو او دیني شخصیتونو تکیه وکړه. په داسې شرایطو کې مسلکي تجربه، تخصص او اداري سابقه د سیاسي او شخصي وفادارۍ په پرتله دوهم اهمیت پیدا کوي.

د طالبانو په اوسني نظام کې هم پر همدې مسلې پراخې نیوکې کېږي.

د پخواني نظام زرګونه مسلکي کادرونه له ادارو ووتل یا وویستل شول او په ګڼو دولتي مقامونو کې د تحریک غړي، دیني عالمان او د مدرسو فارغان مقرر شول.

مدرسه په خپل ځای د احترام وړ ده، خو د یوه عصري دولت اداره یوازې په دیني زده‌کړو نه کېږي.

د برېښنا شبکه انجنیر غواړي، روغتون متخصص ډاکټر غواړي، اقتصاد اقتصادپوه غواړي، هوايي چلند مسلکي تخنیکي کسان غواړي او د دولت اداره تجربه لرونکي مدیران غواړي. کله چې وفاداري د وړتیا ځای ونیسي، زیان یې یوازې یوه اداره نه، بلکې ټول ملت ویني.

شیعه مسلمانان، هزاره قوم او مذهبي تنوع

د امان‌الله خان د دورې یوه مهمه ځانګړنه دا وه چې هغه هڅه وکړه د افغانستان د بېلابېلو ټولنیزو او مذهبي ډلو ترمنځ د دولت اړیکې بدلې کړي. هزاره‌ د افغانستان په پخواني تاریخ کې له سخت تبعیض، غلامۍ او سیاسي محرومیت سره مخامخ شوي وو. د امان‌الله خان په دوره کې د غلامۍ د منع کولو او د اتباعو د حقوقي وضعیت د بدلولو په برخه کې مهم ګامونه واخیستل شول. همدې سیاستونو د هزاره ټولنې په یوه برخه کې د امان‌الله خان ملاتړ زیات کړ.

خو کله چې کلکاني واک ته ورسېد، د هزاره‌وو ځینو مشرانو او ځواکونو له هغه سره مخالفت وکړ او د امان‌الله خان یا د هغه د پلویانو ملاتړ یې وکړ. له همدې امله د کلکاني د ځواکونو او هزاره ډلو ترمنځ سختې جګړې وشوې.

خو دلته باید د تاریخي دقت لپاره یوه مهمه خبره جلا وساتو؛ د کلکاني او هزاره‌وو جګړې یوازې د شیعه او سني مذهبي اختلاف په توګه نه شي تشریح کېدای، بلکې سیاسي وفادارۍ، سیمه‌ییز قدرت او د امان‌الله خان ملاتړ هم مهم عوامل وو.

د طالبانو لومړۍ واکمني بیا له هزاره‌وو سره د افغانستان د معاصر تاریخ له تر ټولو خونړیو فصلونو څخه یوه لري. په مزارشریف او نورو سیمو کې د هزاره ملکي وګړو د ډله‌ییزو وژنو پېښې ثبت شوې دي. په اوسنی دوره کې طالبان ځانونه د ټولو افغانانو حکومت بولي، خو د شیعه مذهبي ازادیو، مذهبي نصاب، سیاسي استازیتوب او د غیرحنفي مذهبي ډلو د ځای په اړه لا هم جدي پوښتنې او اندېښنې موجودې دي.

افغانستان یوازې د یوه قوم یا یوه مذهبي تعبیر هېواد نه دی. که دولت غواړي ملي دولت وي، باید پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، نورستانی، بلوچ او نور ټول ځان پکې وویني؛ سني او شیعه دواړه باید د خپل دیني او مدني ژوند لپاره خوندي ځای ولري.

دواړو د خپلو مخکینیو نظامونو لاسته راوړنې شاته وګرځولې

ښايي د کلکاني او د طالبانو ترمنځ تر ټولو مهم تاریخي ورته‌والی په همدې نقطه کې وي.

امان‌الله خان یو اصلاحاتي دولت پرېښود. هغه نظام بشپړ نه و، تېروتنې یې درلودې، اصلاحات یې ځینې وختونه ډېر چټک وو او د افغانستان د ټولنیز واقعیت له مقاومت سره مخ شول.

خو لوری یې معلوم و، تعلیم، اصلاحات، له نړۍ سره اړیکې، عصري دولت او د ښځو د حضور پراخول. خو کله چې کلکاني واک ته ورسېد، دغه مسیر شاته وګرځېد.

نږدې سل کاله وروسته، جمهوري نظام هم کامل نه و، فساد پکې و، سیاسي انحصار و، بې‌عدالتي وه، جګړه وه، زورواکي وه او حکومتولي یې ګڼې جدي ستونزې درلودې.

خو افغانستان په دغو شلو کلونو کې پوهنتونونه، ښوونځي، رسنۍ، مخابرات، ښځینه مسلکي کادرونه، انتخابات، مدني بنسټونه او له نړۍ سره یو نوی نسل رامنځته کړی و.

کله چې طالبان واک ته ورسېدل، د دې پر ځای چې فساد ختم کړي او لاسته راوړنې وساتي، د نظام له سقوط سره د ښځو او نجونو د تعلیم، کار، سیاسي مشارکت او عامه حضور یوه لویه برخه هم قرباني شوه.

دلته زما بحث د جمهوریت د دفاع لپاره نه دی، بلکې بحث دا دی چې ولې په افغانستان کې هر نوی نظام فکر کوي چې د مخکیني نظام له سیاسي سقوط سره باید د ټولنې لاسته راوړنې هم دفن شي؟

نو ولې وایم چې طالبان او بچه سقاو د یوې سکې دوه مخونه دي؟ ځکه زما بحث د قوم، ژبې، سیمې او نسب بحث نه دی. موضوع د فکر ده. موضوع د حکومتولي ده. موضوع دا ده چې دولت له انسان، ښځې، تعلیم، علم، فرهنګ او شخصي ازادۍ سره څه ډول چلند کوي.

کله چې په ۱۹۲۹م کال کې د نجونو د عصري تعلیم دروازې تړل کېږي او نږدې سل کاله وروسته، په ۲۰۲۶م کال کې، یوه افغانه نجلۍ بیا له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته نه شي تللی، نو موږ باید له ځانه پوښتنه وکړو چې په دې سل کلونو کې څه بدل شوي؟

کله چې سل کاله مخکې افغانې محصلې له زده‌کړو راوګرځول شي او سل کاله وروسته بیا افغانې محصلې د پوهنتون له دروازې راوګرځول شي، یوازې نېټه بدله شوې ده؛ د محرومیت منطق لا ژوندی دی. کله چې هغه مهال د ښځې لباس د حکومت مسئله وه او نن بیا د ښځې مخ، لباس او بدن د دولتي فرمان موضوع ده. کله چې هغه مهال د ښځې عامه حضور د محافظه‌کار سیاست قرباني کېږي او نن بیا ښځه له ګڼو ادارو او مسلکونو حذف کېږي، کله چې د انسان ږیره، موسیقي، لباس، سفر او شخصي چلند د حکومت د څار موضوع ګرځي، کله چې تخصص د وفادارۍ تر سیوري لاندې راځي، او کله چې د یوه ټول ملت د راتلونکي په اړه پرېکړه یوازې د یوې محدودې حلقې له خوا کېږي نو بیا دا پوښتنه مشروع ده، ایا موږ مخکې روان یو، که شاته؟

افغانستان د سل کلن تاریخ په اوږدو کې پاچاهۍ ولیدې، جمهوریتونه یې ولیدل، کمونستي نظام یې ولید، مجاهدین یې ولیدل، طابان یې ولیدل، جمهوریت یې بیا ولید او طالبان بیا واک ته ورسېدل. خو افغانه نجلۍ لا هم د ښوونځي د دروازې مخې ته د خپل حق انتظار کوي.

دا تر ټولو لویه تراژیدي ده.

سل کاله وروسته باید زموږ بحث دا وای چې افغان پوهنتونونه څنګه د نړۍ له غوره پوهنتونونو سره سیالي وکړي، څنګه مصنوعي ځیرکتیا، طب، انجینري او ساینس ته وده ورکړو، څنګه فقر ختم کړو، څنګه صنعت جوړ کړو او څنګه افغانستان د سیمې له اقتصادي قدرتونو څخه کړو.

خو موږ لا هم پر دې بحث کوو چې نجلۍ ښوونځي ته ولاړه شي که نه، ښځه له محرم پرته سفر وکړي که نه، موسیقي واورېدل شي که نه، ږیره څومره اوږده وي او ښځه خپل مخ ښکاره کړي که نه.

دا د یوې پېړۍ پرمختګ نه دی. دا د یوې پېړۍ له تېرېدو وروسته هم د هماغو زړو پوښتنو تکرار دی.

نو اصلي پوښتنه دا نه ده چې په سل کلونو کې مو څومره پرمختګ کړی. اصلي پوښتنه دا ده، ولې مو سل کاله وروسته ځان بېرته هماغه ځای ته رسولی؟ دا پرمختګ نه دی. دا د تاریخ په معکوس ګیر کې د یوه ملت ساتل دي.