نږدې سل کاله وړاندې، په ۱۹۲۹م کال کې حبیبالله کلکاني، چې د «بچه سقاو» په نوم هم مشهور دی، د امانالله خان د حکومت تر سقوط وروسته کابل ونیوه. امانالله خان له ټولو نیمګړتیاوو او تېروتنو سره سره، هڅه کوله چې افغانستان د عصري زده کړو، دولتي اصلاحاتو، د ښځو د نسبي ازادۍ، نویو قوانینو او له نړۍ سره د پراخو اړیکو پر لور یوسي.
خو د کلکاني له واکمنېدو سره د دغو اصلاحاتو یوه لویه برخه ودرول شوه او افغانستان له یوه چټک اصلاحاتي بهیر څخه محافظهکارانه شاتګ ته داخل شو.
نږدې یوه پېړۍ وروسته، په ۲۰۲۱م کال کې یو ځل بیا یو نظام سقوط وکړ او پر ځای یې د هبتالله اخوندزاده تر مشرۍ لاندې طالبان واکمن شول. هغوی هم داسې هېواد ترلاسه کړ چې له ټولو جګړو، فساد، کمزوریو او ستونزو سره سره، میلیونونه ماشومان یې ښوونځیو ته تلل، مېرمنو یې په پوهنتونونو، رسنیو، روغتیا، حکومت، پارلمان، قضا، سوداګرۍ او مدني فعالیتونو کې حضور درلود او نوی نسل یې له نړۍ سره په پراخه کچه وصل شوی و.
خو د سل کلونو په تېرېدو سره نومونه بدل شوي دي، بیرغونه بدل شوي دي، مشران بدل شوي دي خو د ښځو، تعلیم، لباس، ږیرې، محرم، موسیقۍ، فرهنګ، دیني تعبیر او حتی د انسان د شخصي ژوند په اړه د دولت د مداخلې په طرز کې حیرانوونکي تاریخي ورتهوالي لیدل کېږي.
۱. بچه سقاو د اصلاحاتو دروازه وتړله؛ طالبانو بیا هماغه لوری غوره کړ
د امانالله خان پروژه یوازې د لباس د بدلون پروژه نه وه. هغه غوښتل دولتي ادارې اصلاح کړي، عصري ښوونځي پراخ کړي، محصلین بهر ته واستوي، قوانین بدل کړي، د ښځو د تعلیم لپاره زمینه برابره کړي او افغانستان له نړیوالو علمي او سیاسي بدلونونو سره نږدې کړي.
خو کله چې کلکاني واک ته ورسېد، د امانالله خان د اصلاحاتو پر وړاندې یې د هغه مهال د محافظهکارو مذهبي او ټولنیزو قشرونو دریځ خپل کړ. د اصلاحاتو یوه لویه برخه ودرول شوه او د امانالله خان د دورې ګڼ بدلونونه شاته وګرځول شول.
نږدې سل کاله وروسته طالبانو ته هم په ۲۰۲۱م کال کې داسې افغانستان په لاس ورغی چې میلیونونه نجونې او هلکان ښوونځیو ته تلل، لسګونه زره ښځې په لوړو زدهکړو بوختې وې، ښځینه ډاکټرانې، ښوونکې، خبریالانې، قاضیانې، څارنوالانې، وکیلانې او دولتي کارکوونکې موجودې وې.
د نوي نظام په راتګ سره د دې پر ځای چې شته نیمګړتیاوې اصلاح شي، د ښځو او نجونو د تعلیم، کار او عامه ګډون پر ګڼو برخو محدودیتونه ولګېدل. همدلته لومړی لوی تاریخي ورتهوالی څرګندېږي: د مخکیني نظام د اصلاح کولو پر ځای د هغه د ټولنیزو لاسته راوړنو شاته ګرځول.
۲. د جګړې پر مهال د ښوونځیو، سړکونو او عامه پروژو ویجاړول
د طالبانو د شل کلنې جګړې اغېزې یوازې تر پوځ او دولتي ادارو محدودې نه وې، بلکې جګړه د افغانستان کلیو، ښوونځیو، سړکونو، پلونو، برېښنا، مخابراتو او پرمختیایي پروژو ته هم ورسېده.
په ګڼو ناامنو سیمو کې ښوونځي وسوځول شول، ودانۍ ویجاړې شوې، ښوونکي ووژل شول یا وتښتېدل او د زدهکړو بهیر له جدي خنډونو سره مخ شو. سړکونه او پلونه د ماینونو، چاودنو او جګړو له امله زیانمن شول او په ځینو سیمو کې پرمختیایي پروژې د امنیتي ګواښونو له امله ودرېدې. د دې جګړې تر ټولو دروند قیمت عادي افغانانو ورکړ. په ځانګړي ډول په هغو پښتونمېشتو ولایتونو او ولسوالیو کې چې جګړه پکې په شدیده سره وه، نسلونه د جګړې، بېځایه کېدو، فقر او د تعلیم له کمښت سره مخ شول. هغه ماشوم چې ښوونځی یې وسوځېد، هغه بزګر چې پل یې ونړېد، هغه ناروغ چې د جګړې له امله روغتون ته ونه رسېد او هغه کلی چې د ناامنۍ له امله پرمختیایي پروژه پکې ودرېده، د سیاسي جګړې اصلي قربانیان وو.
د نجونو ښوونځي: له سوځولو څخه تر تړلو
د نجونو تعلیم د افغانستان د تېرو څو لسیزو د جګړې یو له تر ټولو حساسو موضوعاتو څخه و.
د جګړې پر مهال په بېلابېلو سیمو کې د نجونو ښوونځي وسوځول شول، ګواښونه ورته وشول او د ناامنۍ له امله ګڼ ښوونځي وتړل شول. په ځینو سیمو کې کورنیو د امنیتي اندېښنو له امله خپلې لوڼې ښوونځیو ته نه استولې. دا یوازې د یوې ودانۍ سوځول نه وو.
کله چې د یوه کلي د نجونو یوازینی ښوونځی تړل کېږي، د لسګونو یا سلګونو نجونو راتلونکی ورسره اغېزمنېږي. یوه نجلۍ چې تعلیم نه شي کولای، سبا یې د ډاکټرې، ښوونکې، نرسې، انجنیرې یا مسلکي کارکوونکې کېدو فرصت هم محدودېږي. تر ټولو دردناکه خبره دا ده چې جګړه پای ته ورسېده، خو د نجونو د تعلیم بحران پای ته ونه رسېد.
کلکاني د نجونو د تعلیم اصلاحات شاته کړل؛ طابانو نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو څخه منع کړې
د امانالله خان او ملکې ثریا په دوره کې د ښځو د تعلیم موضوع د دولت د اصلاحاتي پروګرام یوه مهمه برخه وه. د نجونو د تعلیم لپاره نوي ګامونه اخیستل کېدل او هڅه کېده چې ښځې له کور څخه د تعلیم او ټولنیز مشارکت پر لور راووځي. د کلکاني له واکمنېدو سره دغه بهیر شاته وګرځېد او د امانالله د دورې د نجونو د تعلیم اصلاحات ودرول شول.
طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې هم نجونې تقریبا له رسمي عصري زده کړو څخه حذف کړې وې.
په ۲۰۲۱م کال کې چې بیا واک ته ورسېدل، په لومړیو کې یې د نجونو د تعلیم د بیا پیل خبرې کولې، خو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ څخه منع شوې.
فکر وکړئ؛نږدې یوه پېړۍ د دواړو پېښو ترمنځ فاصله ده، خو افغانه نجلۍ بیا د همدې پوښتنې مخې ته ولاړه ده: ایا زه ښوونځي ته د تګ حق لرم که نه؟ دا پرمختګ نه دی؛ دا تاریخي شاتګ دی.
کلکاني محصلې نجونې له بهر څخه راوګرځولې؛ طالبانو یې پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې
د امانالله خان د اصلاحاتو یوه مهمه برخه دا وه چې افغان ځوانان، او د ښځو یوه ډله هم، د عصري زدهکړو لپاره بهر ته واستول شي.
کله چې کلکاني واک ته ورسېد، د امانالله خان د حکومت له خوا بهر ته استول شوې محصلې بېرته راوګرځول شوې او د ښځو د عصري زده کړو پروژه ودرول شوه او نږدې سل کاله وروسته بیا طالبانو ښځې له پوهنتوني زدهکړو منع کړې. توپیر یوازې دومره دی چې په ۱۹۲۹م کال کې محصلانې له بهر څخه راوګرځول شوې او په یوویشتمه پېړۍ کې افغانې ښځې حتی په کابل، هرات، کندهار، ننګرهار او نورو ولایتونو کې خپلو پوهنتونونو ته له تګ څخه منع شوې. یوه پېړۍ تېره شوه، خو د افغانې ښځې د پوهنتون دروازه بیا د سیاست او د حکومت د دیني تعبیر قرباني شوه.
محرم: د ښځې د تګ راتګ پر ازادۍ د دولت کنټرول
د ښځې د تګ راتګ مسله هم د دواړو دورو د محافظهکارانه فکر یوه مهمه برخه ده.
د کلکاني د واکمنۍ پر مهال د ښځو پر جامو، عامه حضور او تګ راتګ محافظهکارانه محدودیتونه بېرته پیاوړي شول. د طالبانو په اوسني نظام کې محرم یوازې یوه کورنۍ یا مذهبي مسله نه ده پاتې شوې، بلکې د ښځو د اوږده سفر، ترانسپورټ او ځینو نورو فعالیتونو لپاره د حکومتي مقرراتو برخه ګرځېدلې ده. په دې ډول دولت یوازې دا نه ټاکي چې ښځه څه واغوندي؛ بلکې دا هم ټاکي چې له چا سره سفر وکړي، کوم ځای ته ولاړه شي او په کومو شرایطو کې له عامه خدماتو استفاده وکړي.
حجاب: له شخصي او مذهبي انتخاب څخه تر حکومتي امر پورې
د امانالله خان او ملکې ثریا د اصلاحاتو یوه تر ټولو جنجالي برخه د ښځو د جامو او حجاب مسله وه. کلکاني د امانالله خان د لباس اړوند اصلاحات رد کړل او د ښځو د لباس په اړه یې محافظهکارانه تګلاره بېرته پیاوړې کړه.
اوس نږدې سل کاله وروسته، د هبتالله تر مشرۍ لاندې طابانو هم د ښځو د لباس، مخ او بدن په اړه مفصل مقررات وضع کړي دي. دلته اصلي بحث دا نه دی چې یوه ښځه حجاب کوي او که نه، بلکې میلیونونه مسلمانې ښځې په خپله خوښه حجاب کوي.
اصلي بحث دا دی چې ایا حکومت باید د یوې ښځې د لباس، مخ او بدن تر جزییاتو پورې د پولیس، محتسب او جزا له لارې مداخله وکړي؟ کله چې حجاب د فرد له دیني انتخاب څخه د دولتي اجبار په وسیله بدلېږي، موضوع یوازې دیني نه پاتې کېږي؛ د دولت او فرد د اړیکې مسله هم ګرځي.
ښځه له عامه ژوند څخه بېرته کور ته
ملکې ثریا او امانالله خان هڅه کوله چې ښځې د تعلیم، ټولنیز فعالیت او عامه ژوند برخه وګرځوي، خو د کلکاني له واکمنېدو سره دغه بهیر شاته وګرځېد.
اوس نږدې سل کاله وروسته، افغانستان یو ځل بیا ورته څه تجربه کوي. تر ۲۰۲۱م کال وړاندې ښځې وزیرانې، د پارلمان غړې، قاضیانې، څارنوالانې، خبریالانې، ښوونکې، استادانې، پولیسې، سوداګرې او د مدني ټولنې فعالانې وې. خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښځې له ګڼو دولتي ادارو او مسلکونو منع یا محدودې کړې. د ښځې د حضور مسله په تدریج سره له دې پوښتنې څخه چې «څنګه یې حضور زیات کړو؟» دې پوښتنې ته راوګرځېده چې «په کومو ځایونو کې هغې ته د وتلو اجازه ورکړو؟» همدا د یوې پېړۍ شاتګ دی.
له سیاسي واک څخه د ښځو حذف
د امانالله خان په دوره کې د ښځو سیاسي او ټولنیز مشارکت لا په لومړنیو پړاوونو کې و، خو د ملکې ثریا حضور او د ښځو د سازمانونو، مطبوعاتو او تعلیم هڅو لږ تر لږه د راتلونکي لپاره یوه دروازه پرانیسته. خو د کلکاني په نظام کې دغه بهیر ودرېد.
نن بیا د طالبانو د مرکزي حکومت په مهمو تصمیمنیونکو جوړښتونو کې ښځې هېڅ حقیقي سیاسي حضور نه لري. په داسې هېواد کې چې نږدې نیم نفوس یې ښځې دي، د ټول هېواد په اړه مهمې پرېکړې کېږي، خو د همدې نیم نفوس استازې د تصمیم نیولو پر اصلي مېز نه لیدل کېږي.
دا یوازې د ښځو مسئله نه ده؛ دا د دولت د استازیتوب مسئله ده.
د شریعت د یوه ځانګړي تعبیر پر محور حکومتولي
کلکاني خپل نظام د شریعت او دیني مشروعیت پر اساس توجیه کاوه او ځان یې د امانالله خان د هغو اصلاحاتو مخالف باله چې د ده او ملاتړو له نظره له اسلامي او دودیزو ارزښتونو سره په ټکر کې وې. سل کاله وروسته نن طالبان هم خپل نظام د شریعت پر تطبیق تعریفوي.
خو مهمه پوښتنه دا ده چې شریعت د چا د تعبیر له مخې؟
افغانستان د علماوو، فقهي دودونو، قومي رواجونو او بېلابېلو مذهبي ټولنو هېواد دی. کله چې د یوه محدود دیني جوړښت تعبیر د ټول ملت لپاره په یوازیني اجباري قانون بدلېږي، اختلاف یوازې د دین او بېدینۍ ترمنځ نه وي؛ بلکې د دین د بېلابېلو تعبیرونو ترمنځ هم رامنځته کېږي.
په داسې نظام کې حکومت د محکمې او جزا تر حده نه درېږي، بلکې د لباس، ږیرې، موسیقۍ، سفر، محرم، تفریح او ورځني ټولنیز چلند تر جزئیاتو پورې رسېږي.
عصري تعلیم تر شک لاندې
د امانالله خان یوه اساسي پروژه د عصري تعلیم پراختیا وه. هغه غوښتل چې افغان ځوانان د دیني زدهکړو ترڅنګ له عصري علومو، ژبو، ساینس، تاریخ او نړیوالو تجربو سره هم بلد شي.
خو د کلکاني له واکمنېدو سره د هغه ګڼ تعلیمي اصلاحات ودرول شول او د تعلیمي نظام پر محافظهکارانه کولو ټینګار زیات شو.
نن طالبانو هم د جمهوري نظام نصاب پراخې بیاکتنې ته سپارلی، دیني مضامین یې زیات کړي او هغه محتوا یې بدله یا حذف کړې چې د دوی له دیني او سیاسي لیدلوري سره سمون نه خوري.
افغانستان دیني زدهکړو ته اړتیا لري، خو همدارنګه ډاکټر، انجنیر، ساینسپوه، اقتصادپوه، ښوونکی، تخنیکر او متخصص هم غواړي. د مدرسې او عصري ښوونځي ترمنځ مصنوعي جګړه د افغانستان ستونزه نه حل کوي. یو ملت چې غواړي له نړۍ سره سیالي وکړي، دواړو ته اړتیا لري.
کلتور، موسیقي او هنر
فرهنګي ازادي هم د دواړو محافظهکارو دورو د بحث یوه برخه ده.
طالبانو په خپله لومړۍ واکمنۍ کې موسیقي، سینما، تلویزیون او ګڼ تفریحي فعالیتونه منع کړل. د موسیقۍ وسایل ماتېدل او د هنر ګڼ ډولونه له عامه ژوند څخه ورک شول.
په اوسني دومره کې وضعیت په ټولو برخو کې د ۱۹۹۰مو کلونو عین تکرار نه دی، خو موسیقي او ګڼ هنري فعالیتونه بیا له سختو محدودیتونو سره مخ شوي دي.
د کلکاني د واکمنۍ پر مهال هم د امانالله خان د دورې د فرهنګي او ټولنیزو اصلاحاتو پر وړاندې محافظهکارانه غبرګون موجود و.
کله چې یو حکومت له موسیقۍ، هنر، تصویر، سینما او فرهنګي تنوع څخه وېرېږي، په حقیقت کې د ټولنې د فکر او بیان ساحه تنګوي.
امر بالمعروف: کله چې حکومت ستا شخصي ژوند ته داخلېږي
د طالبانو د اوسني نظام یو له تر ټولو څرګندو ځانګړنو څخه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پراخ دولتي جوړښت دی. دا اداره یوازې د لویو جرمونو د مخنیوي لپاره نه ده؛ بلکې د خلکو د ورځني ژوند له ډېرو شخصي اړخونو سره مستقیمه اړیکه لري. د ښځو لباس، د نارینهوو ږیره، د موسیقۍ غږول، د ښځو سفر، محرم، د موټرچلوونکو چلند او نور ټولنیز مسایل د حکومتي مقرراتو موضوع ګرځېدلي دي.
سل کاله وړاندې د کلکاني د واکمنۍ پر مهال هم د لباس، ښځو د عامه حضور او ټولنیز چلند په اړه محافظهکارانه مقررات او فشارونه موجود وو، که څه هم د هغه دولت دومره پراخ اداري او امنیتي کنټرول نه درلود چې په ټول افغانستان کې یې یو ډول عملي کړي.
همدلته د دواړو نظامونو ترمنځ یو مهم فکري ورتهوالی څرګندېږي. دولت یوازې حکومت نه کوي؛ دولت غواړي د انسان د ورځني ژوند طرز هم تعریف کړي.
وفاداري تر تخصص مهمه
کله چې کلکاني واک ته ورسېد، د نوي نظام د جوړولو لپاره یې تر ډېره پر خپلو نږدې ملګرو، جنګیالیو، همفکره کسانو او دیني شخصیتونو تکیه وکړه. په داسې شرایطو کې مسلکي تجربه، تخصص او اداري سابقه د سیاسي او شخصي وفادارۍ په پرتله دوهم اهمیت پیدا کوي.
د طالبانو په اوسني نظام کې هم پر همدې مسلې پراخې نیوکې کېږي.
د پخواني نظام زرګونه مسلکي کادرونه له ادارو ووتل یا وویستل شول او په ګڼو دولتي مقامونو کې د تحریک غړي، دیني عالمان او د مدرسو فارغان مقرر شول.
مدرسه په خپل ځای د احترام وړ ده، خو د یوه عصري دولت اداره یوازې په دیني زدهکړو نه کېږي.
د برېښنا شبکه انجنیر غواړي، روغتون متخصص ډاکټر غواړي، اقتصاد اقتصادپوه غواړي، هوايي چلند مسلکي تخنیکي کسان غواړي او د دولت اداره تجربه لرونکي مدیران غواړي. کله چې وفاداري د وړتیا ځای ونیسي، زیان یې یوازې یوه اداره نه، بلکې ټول ملت ویني.
شیعه مسلمانان، هزاره قوم او مذهبي تنوع
د امانالله خان د دورې یوه مهمه ځانګړنه دا وه چې هغه هڅه وکړه د افغانستان د بېلابېلو ټولنیزو او مذهبي ډلو ترمنځ د دولت اړیکې بدلې کړي. هزاره د افغانستان په پخواني تاریخ کې له سخت تبعیض، غلامۍ او سیاسي محرومیت سره مخامخ شوي وو. د امانالله خان په دوره کې د غلامۍ د منع کولو او د اتباعو د حقوقي وضعیت د بدلولو په برخه کې مهم ګامونه واخیستل شول. همدې سیاستونو د هزاره ټولنې په یوه برخه کې د امانالله خان ملاتړ زیات کړ.
خو کله چې کلکاني واک ته ورسېد، د هزارهوو ځینو مشرانو او ځواکونو له هغه سره مخالفت وکړ او د امانالله خان یا د هغه د پلویانو ملاتړ یې وکړ. له همدې امله د کلکاني د ځواکونو او هزاره ډلو ترمنځ سختې جګړې وشوې.
خو دلته باید د تاریخي دقت لپاره یوه مهمه خبره جلا وساتو؛ د کلکاني او هزارهوو جګړې یوازې د شیعه او سني مذهبي اختلاف په توګه نه شي تشریح کېدای، بلکې سیاسي وفادارۍ، سیمهییز قدرت او د امانالله خان ملاتړ هم مهم عوامل وو.
د طالبانو لومړۍ واکمني بیا له هزارهوو سره د افغانستان د معاصر تاریخ له تر ټولو خونړیو فصلونو څخه یوه لري. په مزارشریف او نورو سیمو کې د هزاره ملکي وګړو د ډلهییزو وژنو پېښې ثبت شوې دي. په اوسنی دوره کې طالبان ځانونه د ټولو افغانانو حکومت بولي، خو د شیعه مذهبي ازادیو، مذهبي نصاب، سیاسي استازیتوب او د غیرحنفي مذهبي ډلو د ځای په اړه لا هم جدي پوښتنې او اندېښنې موجودې دي.
افغانستان یوازې د یوه قوم یا یوه مذهبي تعبیر هېواد نه دی. که دولت غواړي ملي دولت وي، باید پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، نورستانی، بلوچ او نور ټول ځان پکې وویني؛ سني او شیعه دواړه باید د خپل دیني او مدني ژوند لپاره خوندي ځای ولري.
دواړو د خپلو مخکینیو نظامونو لاسته راوړنې شاته وګرځولې
ښايي د کلکاني او د طالبانو ترمنځ تر ټولو مهم تاریخي ورتهوالی په همدې نقطه کې وي.
امانالله خان یو اصلاحاتي دولت پرېښود. هغه نظام بشپړ نه و، تېروتنې یې درلودې، اصلاحات یې ځینې وختونه ډېر چټک وو او د افغانستان د ټولنیز واقعیت له مقاومت سره مخ شول.
خو لوری یې معلوم و، تعلیم، اصلاحات، له نړۍ سره اړیکې، عصري دولت او د ښځو د حضور پراخول. خو کله چې کلکاني واک ته ورسېد، دغه مسیر شاته وګرځېد.
نږدې سل کاله وروسته، جمهوري نظام هم کامل نه و، فساد پکې و، سیاسي انحصار و، بېعدالتي وه، جګړه وه، زورواکي وه او حکومتولي یې ګڼې جدي ستونزې درلودې.
خو افغانستان په دغو شلو کلونو کې پوهنتونونه، ښوونځي، رسنۍ، مخابرات، ښځینه مسلکي کادرونه، انتخابات، مدني بنسټونه او له نړۍ سره یو نوی نسل رامنځته کړی و.
کله چې طالبان واک ته ورسېدل، د دې پر ځای چې فساد ختم کړي او لاسته راوړنې وساتي، د نظام له سقوط سره د ښځو او نجونو د تعلیم، کار، سیاسي مشارکت او عامه حضور یوه لویه برخه هم قرباني شوه.
دلته زما بحث د جمهوریت د دفاع لپاره نه دی، بلکې بحث دا دی چې ولې په افغانستان کې هر نوی نظام فکر کوي چې د مخکیني نظام له سیاسي سقوط سره باید د ټولنې لاسته راوړنې هم دفن شي؟
نو ولې وایم چې طالبان او بچه سقاو د یوې سکې دوه مخونه دي؟ ځکه زما بحث د قوم، ژبې، سیمې او نسب بحث نه دی. موضوع د فکر ده. موضوع د حکومتولي ده. موضوع دا ده چې دولت له انسان، ښځې، تعلیم، علم، فرهنګ او شخصي ازادۍ سره څه ډول چلند کوي.
کله چې په ۱۹۲۹م کال کې د نجونو د عصري تعلیم دروازې تړل کېږي او نږدې سل کاله وروسته، په ۲۰۲۶م کال کې، یوه افغانه نجلۍ بیا له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته نه شي تللی، نو موږ باید له ځانه پوښتنه وکړو چې په دې سل کلونو کې څه بدل شوي؟
کله چې سل کاله مخکې افغانې محصلې له زدهکړو راوګرځول شي او سل کاله وروسته بیا افغانې محصلې د پوهنتون له دروازې راوګرځول شي، یوازې نېټه بدله شوې ده؛ د محرومیت منطق لا ژوندی دی. کله چې هغه مهال د ښځې لباس د حکومت مسئله وه او نن بیا د ښځې مخ، لباس او بدن د دولتي فرمان موضوع ده. کله چې هغه مهال د ښځې عامه حضور د محافظهکار سیاست قرباني کېږي او نن بیا ښځه له ګڼو ادارو او مسلکونو حذف کېږي، کله چې د انسان ږیره، موسیقي، لباس، سفر او شخصي چلند د حکومت د څار موضوع ګرځي، کله چې تخصص د وفادارۍ تر سیوري لاندې راځي، او کله چې د یوه ټول ملت د راتلونکي په اړه پرېکړه یوازې د یوې محدودې حلقې له خوا کېږي نو بیا دا پوښتنه مشروع ده، ایا موږ مخکې روان یو، که شاته؟
افغانستان د سل کلن تاریخ په اوږدو کې پاچاهۍ ولیدې، جمهوریتونه یې ولیدل، کمونستي نظام یې ولید، مجاهدین یې ولیدل، طابان یې ولیدل، جمهوریت یې بیا ولید او طالبان بیا واک ته ورسېدل. خو افغانه نجلۍ لا هم د ښوونځي د دروازې مخې ته د خپل حق انتظار کوي.
دا تر ټولو لویه تراژیدي ده.
سل کاله وروسته باید زموږ بحث دا وای چې افغان پوهنتونونه څنګه د نړۍ له غوره پوهنتونونو سره سیالي وکړي، څنګه مصنوعي ځیرکتیا، طب، انجینري او ساینس ته وده ورکړو، څنګه فقر ختم کړو، څنګه صنعت جوړ کړو او څنګه افغانستان د سیمې له اقتصادي قدرتونو څخه کړو.
خو موږ لا هم پر دې بحث کوو چې نجلۍ ښوونځي ته ولاړه شي که نه، ښځه له محرم پرته سفر وکړي که نه، موسیقي واورېدل شي که نه، ږیره څومره اوږده وي او ښځه خپل مخ ښکاره کړي که نه.
دا د یوې پېړۍ پرمختګ نه دی. دا د یوې پېړۍ له تېرېدو وروسته هم د هماغو زړو پوښتنو تکرار دی.
نو اصلي پوښتنه دا نه ده چې په سل کلونو کې مو څومره پرمختګ کړی. اصلي پوښتنه دا ده، ولې مو سل کاله وروسته ځان بېرته هماغه ځای ته رسولی؟ دا پرمختګ نه دی. دا د تاریخ په معکوس ګیر کې د یوه ملت ساتل دي.