«امانالله خان» او «ګوډ ملا»: د دوو فکرونو تلپاتې ټکر

د امانالله خان د اصلاحاتو د ناکامۍ په اړه یو له عامو روایتونو څخه دا دی، چې هغه خپل اصلاحات په ډېره زیاته بیړه پیل کړل او د افغانستان د ټولنې شرایط او ظرفیتونه یې په پام کې ونه نیول.

د امانالله خان د اصلاحاتو د ناکامۍ په اړه یو له عامو روایتونو څخه دا دی، چې هغه خپل اصلاحات په ډېره زیاته بیړه پیل کړل او د افغانستان د ټولنې شرایط او ظرفیتونه یې په پام کې ونه نیول.
هغه هڅه کوله هغه ماډلونه او تګلارې چې په لوېدیځو هېوادونو یا ترکیه کې یې لیدلې وې، په هماغه بڼه په افغانستان کې پلې کړي. په دې روایت کې د دودیزې او سنتي ټولنې مقاومت د امانالله خان پر وړاندې د چټکو اصلاحاتو په مقابل کې د هغه د زوال تر ټولو مهم لامل و.
که څه هم دا نظر د واقعیت یوه برخه بیانوي، خو د پېښې د ټولو اړخونو د تشریح لپاره بسنه نهکوي. د امانالله خان سقوط د بېلابېلو کورنیو او بهرنیو لاملونو د یوځای کېدو پایله وه؛ له دې ډلې څخه د دولت د مالي سرچینو سخت محدودیت، د پوځ او اداري نظام د لګښتونو د برابرولو ستونزې او د لومړۍ نړۍوالې جګړې له پای وروسته د افغانستان جیوپولیټیک وضعیت یادولای شو.
افغانستان هغه مهال د دوو سترو قدرتونو برېتانیا او روسیې د نفوذ د ساحو په منځ کې پروت و. له همدې امله د افغانستان دننه سیاسي او ټولنیز بدلونونه له سیمهییزې او نړۍوالې سیالۍ څخه جلا نهوو.
له دغه لاملونو سره، سره د دین رول هم له پامه نهشي غورځول کېدای. دین له هغه مهمو وسیلو څخه و، چې د اماني اصلاحاتو پر وړاندې ترې استفاده وشوه؛ هم د هغو بهرنیو ځواکونو لهخوا چې په افغانستان کې له روانو بدلونونو اغېزمن کېدل او هم د هغه کورنیو ډلو لهخوا چې د دودیزو جوړښتونو دوام یې د خپل مقام او ګټو لپاره مناسب باله.
دغه ډلو نوي اصلاحات د خپل ټولنیز او سیاسي نفوذ لپاره یو ګواښ ګڼل او له همدې امله یې د اصلاحاتو پر وړاندې مقاومت کاوه.
ګوډ ملا؛ شخص که نښه؟
په دې برخه کې د افغانستان په تاریخ کې له پاتې شویو مشهورو نومونو څخه یو هم «ګوډ ملا» دی. ملا عبدالله چې په ملا لنګ مشهور و د افغانستان له سترو علمي مراجعو یا له وتلو دیني شخصیتونو څخه نه و.
د هغه تاریخي اهمیت تر ډېره د علمي مقام له امله نه؛ بلکې له اماني اصلاحاتو سره د ښکاره مخالفت او د دغه اصلاحاتو پر وړاندې په پاڅون کې د هغه د رول له امله و. له همدې امله، ملا لنګ ورو، ورو له یوه تاریخي شخص څخه واوښت او د افغانستان په سیاسي او روڼاندو ادبیاتو کې د اصلاحاتو او پرمختګ پر وړاندې د سنتي فکر د مخالفت په یوه نښه بدل شو.
له دې لیدلوري دا پوښتنه چې ملا عبدالله په کره ډول څومره نفوذ لاره او د امانالله خان په سقوط کې د هغه شخصي رول تر کومه حده ټاکونکی و دویم اهمیت پیدا کوي.
تر دې مهمه پوښتنه دا ده، هغه فکري لیدلوری چې ملا لنګ یې سمبول ګرځېدلی، څنګه کولای شي د اصلاحاتو د یوه بهیر پر وړاندې ودرېږي او ان په ځینو پړاوونو کې یې له ماتې سره مخ کړي؟ له همدې امله اصلي موضوع «ګوډ ملا» د یوه شخص په توګه نهده؛ بلکې د «ګوډ ملا فکر» دی.
دغه فکر په تېره یوه پېړۍ کې په بېلابېلو بڼو بیا راڅرګند شوی او توانېدلی، چې نه یوازې لیبرال او دیموکراتیک جریانونه له ستونزو سره مخ کړي؛ بلکې کېڼ اړخي جریانونه او ان د دیني نوښت او نويوالي پروژې هم له ننګونو سره مخ کړي.
له همدې ځایه یوه اساسي پوښتنه مطرح کېږي: دغه ډول فکر تر کومه حده د افغانستان په خپله ټولنه کې ریښې لري او کوم عوامل یې بیا تولید او دوام ته زمینه برابروي؟
ایا د دغه فکر ځواک د هغه له داخلي منطق او فکري وړتیا څخه سرچینه اخلي که سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي لاملونه دي چې ورته ځواک وربخښي؟ او په دې منځ کې د بهرنیو لاسوهنو رول څه دی؟
ځواک تل له فکر څخه نه راځي
که موږ دغه جریان یوازې د هغه د فکري وړتیا او د نوي ژوند د اړتیاوو پوره کولو د ظرفیت له نظره وارزوو؛ نو د هغه د اوږدمهاله پاتې کېدو تشریح به لا ستونزمنه شي.
انساني ټولنې که څه هم د بدلونونو سرعت او بڼه یې له یو بل سره توپیر لري، په هر حال اړې دي چې د نوي عصر له غوښتنو سره مخامخ شي. د اقتصاد، صنعت، زدهکړو، قانون جوړونې، سیاست، کلتور، هنر او عامه ادارو د مدیریت لپاره داسې جوړښتونو ته اړتیا پیدا شوې چې له عصري ژوند سره سمون لري.
هغه فکر چې ګوډ ملا یې په دې بحث کې سمبول دی، په هېڅ یوه په دغه اساسي برخو کې داسې جذاب او اغېزمن طرحه نه وړاندې کوي چې له عملي پلوه د عصري طرحو او اېډیالوژیو، که هغه کېڼ وي او که ښي اړخي سیالي ورسره وکړای شي.
دا فکر نه بدیل اقتصادي نظام لري، نه د صنعت او پرمختګ لپاره کوم اغېزمن ماډل، نه د نوي دولت لپاره مناسب مدیریتي نظام وړاندې کوي او نه هم د قانون جوړونې، سیاست او نړۍوالو اړیکو پېچلتیاوو لپاره قانع کوونکي ځوابونه لري.
له همدې امله د دغه فکر تاریخي ځواک یوازې د هغه د «منطق په ځواک» نهشي تشریح کېدای. د یادې پوښتنې د ځواب یوه مهمه برخه باید د دغه جریان د فکري او معرفتي جوړښت نه بهر ولټول شي.
کورني شرایط او بهرنۍ لاسوهنې
دغه لاملونه په دوو لویو برخو وېشل کېدای شي.
لومړۍ برخه، کورني عوامل دي: نه پرمختګ، د بېسوادۍ لوړه کچه، پراخه بېوزلي، د ټولنې د یوې لویې برخې کلیوالي او قبایلي جوړښت او د بېلابېلو ډلو ترمنځ د واک ترلاسه کولو یا په واک کې د ونډې اخیستلو پر سر دوامداره شخړې.
په داسې شرایطو کې د ساده او احساساتي شعارونو له لارې د خلکو راټولول په ځانګړي ډول هغه مهال چې شعارونه دیني رنګ ولري اسانه کېږي. سیاسي ځواکونه کولای شي له دیني حساسیتونو څخه د هغو شخړو د پرمخ وړلو لپاره استفاده وکړي، چې ریښه یې اړینه نهده چې په دین کې اوسي.
دویمه برخه: بهرني عوامل دي، افغانستان په شاوخوا تېرو یوه نیمه پېړۍ کې په ندرت سره (په ډېر لږ وخت) د بهرنیو قدرتونو له سیالیو څخه خوندي پاتې شوی دی.
د امانالله خان له دورې څخه تر نن ورځې پورې د بېلابېلو هېوادونو سیاسي او استخباراتي ادارو هڅه کړې، چې د افغانستان کورني ځواکونه، اختلافات او نارضایتۍ د خپلو موخو لپاره وکاروي.
په بېلابېلو دورو کې بهرني لوبغاړي بدل شوي دي: یوه دوره برېتانیا او روسیه، بله دوره امریکا او شوروي اتحاد او په نورو پړاوونو کې پاکستان او هند، ایران او سعودي عربستان او نور لوبغاړي وو.
د بهرنۍ مداخلې بڼه هم تل یوه شان نهوه، خو یو تکرارېدونکی الګو موجود و: د سیمهییزو او نړۍوالو سیالیو پرمخ وړلو لپاره له کورنیو ځواکونو او کورنیو اختلافاتو څخه استفاده.
کله چې بېوزلي، بېسوادي، وروستهپاتېوالی، دودیز جوړښتونه، د واک پر سر سیالي او بهرنۍ لاسوهنه له یو بل سره یوځای شي، نو ان هغه اصلاحي جریان چې لوی ارمانونه او موخې ولري هم له پښو غورځېدای شي.
د اماني اصلاحاتو بهیر هم په همدې ډول په یوه پېچلي چاپېریال کې پرمخ ولاړ او امانالله خان په پای کې نه یوازې خپله سیاسي پروژه له لاسه ورکړه؛ بلکې د همدې اصلاحاتو په خاطر یې تاج او تخت هم وبایلود.
امانالله ناکام شو، خو اماني اصلاحاتو ماتې ونه خوړه
له دې ټولو سره، سره د دغه تاریخ یو بل اړخ هم شته، چې لږ پام ورته شوی دی. که ملا لنګ د نوښت او عصري کېدو پر وړاندې د مقاومت په یوه سمبول بدل شوی وي؛ نو امانالله خان هم د داسې یوې تګلارې په سمبول بدل شوی چې له پرلهپسې ماتې سره، سره هېڅکله په بشپړه توګه د افغانستان له ټولنې څخه ورک نه شو.
د یادې تګلارې مهم عناصر روښانه وو: د اساسي قانون پیاوړتیا، د نویو دولتي ادارو رامنځته کول، د حکومتي دندو او واکونو بېلول، د مطبوعاتو پراختیا، عصري زدهکړې، د ښځو د حقونو او ټولنیز رول پراخول، سیاسي او ګوندي فعالیت، د اداري نظام اصلاح او له نړۍ سره د نړۍوالو قوانینو او اړیکو په چوکاټ کې د عادي مناسباتو ټینګول وو.
امانالله واک له لاسه ورکړ او د خپل ژوند پاتې ډېر کلونه یې په جلاوطنۍ کې تېر کړل؛ خو هغه مهم ارمانونه چې ده یې استازیتوب کاوه له ده سره جلاوطنه نهشول. د اماني نظام تر سقوط وروسته د رامنځته شویو ګډوډیو تر پای ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د عصري کېدو بهیر یو ځل بیا پیل شو؛ که څه هم دا ځل په ډېر احتیاط او سوکه روان و.
نوې زدهکړې پراخې شوې، لا ډېرو نجونو او هلکانو ښوونځیو ته مخه کړه، د لوستو کسانو نوی نسل رامنځته شو، نوي هنر او کلتور وده وکړه، مطبوعاتو ډېر شهرت تر لاسه کړ او ورو، ورو د سیاسي جریانونو او ګوندونو د راڅرګندېدو لپاره زمینه برابره شوه.
هغه بدلونونه چې له امانالله خان څخه دوه یا درې لسیزې وروسته رامنځته شول او په پای کې یې د لا ډېر سیاسي پرانیستون او «د دیموکراسۍ لسیزې» فضا رامنځته کړه، له ځینو اړخونو څخه د هماغې لارې دوام و، چې اماني اصلاحاتو په لوړ غږ او ډېرې چټکتیا پیل کړې وه.
له دې نظره ویلای شو: امانالله خان د یوه پاچا په توګه ناکام شو، خو امانالله د یوه فکر او نظریې په توګه ماتې ونه خوړه.
د ګوډ ملا بېرته راګرځېدل
په ورپسې دورو په ځانګړې توګه د سړې جګړې پرمهال د سترو قدرتونو د سیالیو له زیاتېدو سره هغه فکر چې ګوډ ملا یې سمبول و، یو ځل بیا د د راټوکېدو او پیاوړي کېدو فرصت وموند.
خو البته دا ځل په هماغه نوم، جامو او ټولنیز جوړښت کې راڅرګند نه شو؛ ځکه شرایط بدل شوي وو او د نوښت او عصري کېدو ضد سنت پالنې هم ځان په نویو سیاسي او اېډیالوژیکو بڼو کې بیا تولید کړ.
په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو یو ځل بیا د دیني راټولېدو او دین د سیاسي او پوځي شخړو د وسیلې په توګه د کارولو لپاره پراخه زمینه برابره کړه.
د بهرنیو قدرتونو لاسوهنې هم دې بهیر ته لا ډېر ځواک ورکړ. په پایله کې هغه ځواک چې د امانالله خان په دوره کې د سنتي پاڅونونو په بڼه راڅرګند شوی و، په ورپسې دورو کې وتوانېد چې له منظم تشکیلاتي جوړښت، مالي سرچینو، سیمهییزو شبکو او لا پېچلو اېډیالوژیکو ادبیاتو سره د مبارزې ډګر ته داخل شي. خو د دغه جریان بیارغونې هم ونه شو کړای چې د شخړې بل اړخ لهمنځه یوسي.
لکه څنګه چې «ګوډ ملا» په نویو بڼو بېرته راڅرګند شو، «امانالله» هم په نویو بڼو خپل ژوند ته دوام ورکړ.
د دوو تګلارو د شخړو یوه پېړۍ
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو بریا له دې لیدلوري په سمبولیک ډول د ګوډ ملا پر امانالله خان د بیاځلي بریا په توګه تعبیرېدای شي. داسې ښکاري، چې د دغه دواړو فکرونو روح له یوې پېړۍ وروسته لاهم په افغانستان کې له یو بل سره په کشمکش کې ده.
د یادې شخړې یوه خوا غواړي ټولنه د هغو دودیزو جوړښتونو پر بنسټ اداره کړي، چې ریښې یې په سنتي نظام کې دي او د عصري نړۍ د ډېرو غوښتنو پر وړاندې مقاومت کوي؛ بله خوا بیا د نوې زدهکړې، قانون محورۍ، د ښځو حقونو، سیاسي مشارکت، مدني ازادیو، ځوابویونکو ادارو او له نړۍ سره د عادي اړیکو غوښتنه کوي.
خو د تېرې یوې پېړۍ تجربه یوه بله مهمه خبره هم راښيي: د یوه لوري سیاسي بریا لازما د بل لوري د لهمنځه تلو په معنا نهده.
ګوډ ملا وتوانېد، چې د امانالله خان په ماتې کې ونډه واخلي، خو ونه توانېد چې د اماني اصلاحاتو ارمانونه لهمنځه یوسي.
طالبانو هم په ۲۰۲۱ ال کې وتوانېدل، چې جمهوري نظام نسکور کړي او د تېرو دوو لسیزو ګڼ ټولنیز پرمختګونه ودروي یا محدود کړي؛ خو د کابل نیول په دې معنا نهدي چې هغه اړتیاوې لهمنځه تللې دي چې دغه پرمختګونو ورته د ځواب ویلو هڅه کوله.
هغه ټولنه چې مېلیونونو وګړو یې د نوې زدهکړې، پوهنتون، رسنیو، له نړۍ سره د اړیکو، په ټولنیز ژوند کې د ښځو د حضور او د ښاري ژوند د نویو بڼو تجربه کړې ده، په اسانۍ سره هغه ځای ته بېرته نه ستنېږي چې یوه پېړۍ وړاندې پهکې وه.
ښایي دغه غوښتنې د یوې مودې لپاره وځپل شي، خو هغه ټولنیزې اړتیاوې چې دغه غوښتنې یې رامنځته کړې دي لاهم پاتې دي. له همدې امله د افغانستان مسله باید یوازې په دې پورې محدوده نهکړو چې نن څوک سیاسي واک په لاس کې لري.
مهمه پوښتنه دا ده، چې له دغه دوو تګلارو څخه کومه یوه د ټولنې واقعي اړتیاوو او د زمانې غوښتنو ته د ځواب ویلو وړتیا لري؟
اماني اصلاحات؛ یو نیمګړی فصل
له یوې پېړۍ وروسته ښايي د معاصر افغانستان تاریخ له یوه اړخه د همدې شخړې تاریخ وبولو: هغه اصلاحات چې څو ځله پیل شوي، درول شوي او بیا راڅرګند شوي او هغه مقاومت چې هر ځل یې په نوې بڼه د دغه اصلاحاتو پر وړاندې یې دریځ نیولی دی.
له دې لیدلوري ګوډ ملا او امانالله نور یوازې دوه تاریخي شخصیتونه نهدي؛ بلکې دوه سمبولونه دي.
یو د هغه ځواک سمبول دی، چې له دودیزو جوړښتونو، ټولنیز وروستهپاتېوالي، د واک پر سر شخړو او په ځینو پړاوونو کې د بهرنیو قدرتونو له ملاتړ یا ګټې اخیستنې څخه ځواک اخلي.
بل بیا د ټولنې د هغې دوامدارې غوښتنې سمبول دی، چې غواړي له دغه حالت څخه ووځي او داسې ادارې رامنځته کړي چې له نوي ژوند سره سمون ولري. طالبان نن واک په لاس کې لري او له دې پلوه د یادې شخړې دغه پړاو د «ګوډ ملا» په ګټه پای ته رسېدلی دی.
خو لکه څنګه چې د امانالله خان سقوط ونه توانېد اماني اصلاحات د افغانستان له تاریخ څخه پاک کړي، د جمهوري نظام سقوط هم د اصلاح او عصري کېدو اړتیا لهمنځه نهده وړې.
د افغانستان د خلکو د زدهکړې، قانون، د ښځو د حقونو، سیاسي مشارکت، پرمختګ او له نړۍ سره د اړیکو تنده لا هم پر خپل ځای ده.
کېدای شي دغه موخو ته د رسېدو لاره یو ځل بیا اوږده او له لوړو لګښتونو سره مل شي؛ خو د تېرې یوې پېړۍ تجربې ښودلې چې دغه غوښتنې د یوه حکومت په سقوط یا د یوه سنتپال ځواک په بریا سره لهمنځه نه ځي.
له همدې امله ښايي اماني اصلاحات د یوې ماتې شوې پروژې پر ځای یوه نیمګړې پروژه او فصل وبلل شي؛ داسې پروژه چې له یوې پېړۍ راهیسې د افغانستان د تاریخ په لوړو ژورو کې دوام لري.
د «امانالله» او «ګوډ ملا» تاریخي شخړه به هم تر هغه وخته دوام ولري؛ څو د افغانستان ټولنه وکولای شي د سنت او نوې نړۍ ترمنځ یو باثباته توازن رامنځته کړي او داسې ادارې جوړې کړي، چې اصلاح او پرمختګ د اشخاصو او حکومتونو له پروژې څخه د ټولنې او دولت د جوړښت یوه نه بېرته راګرځېدونکې برخه وګرځوي.