د داعش او طالبانو متقابل خدمتونه

طالبان او داعش په ظاهره د یو بل سرسخت دښمنان دي. په تېرو کلونو کې د دواړو لورو ځواکونو څو ځله له یو بل سره جګړه کړې او هر لوري مقابل اړخ خپل عقیدوي او پوځي دښمن بللی دی.

طالبان او داعش په ظاهره د یو بل سرسخت دښمنان دي. په تېرو کلونو کې د دواړو لورو ځواکونو څو ځله له یو بل سره جګړه کړې او هر لوري مقابل اړخ خپل عقیدوي او پوځي دښمن بللی دی.
همدې دښمنۍ د افغانستان او سیمې په قضیو کې ښکېل یو شمېر هېوادونه دې ته هڅولي چې له داعش سره د طالبانو مبارزه، له دې ډلې سره د تعامل یو دلیل وبولي.
له تاکتیکي پلوه ښايي دا ډول چلند د درک وړ وي، داسې لکه «د دښمن په لاس د مار سر ځپل». که هغه ځواک چې موږ ورسره ستونزه لرو، وکولای شي تر ځان ډېر خطرناک دښمن له منځه یوسي، نو ولې له دې فرصته ګټه وانخلو؟
خو ستونزه له هغه ځایه پیلېږي چې یو لنډمهاله تاکتیک د اوږدمهالې ستراتیژۍ ځای ونیسي. که موضوع ته له پراخ لیدلوري وګورو، طالبان او داعش، له ټولې هغې خونړۍ دښمنۍ سره سره چې ترمنځ یې شته، له ځینو اړخونو د یوې سکې دوه مخونه دي.
دوی په ارادي یا غیرارادي ډول یو بل ته متقابل خدمتونه کوي او داسې شرایط رامنځته کوي چې د یوه بقا د بل د بقا د لاملونو له بیا تولید سره مرسته کوي. له همدې امله، د یوه لوري په لاس د بل تاکتیکي ځپل په افغانستان او سیمه کې د افراطیت د بحران اساسي حل نه شي کېدای.
طالبان؛ د افراطیت د خامو موادو د تولید کارخانه
تر ټولو مهم خدمت چې طالبان یې داعش ته کوي، د جګړې په ډګر کې نه، بلکې د فکر او فرهنګ په ډګر کې ترسره کېږي. طالبان د دین د افراطي تعبیر په ترویجولو، په ټولنه کې د یوه غږ په حاکمولو، د انتقادي فکر په له منځه وړلو او د هغو بهیرونو په محدودولو یا حذفولو سره چې له بل لیدلوري د دیني بنسټپالنې نقد کولای شي، په عملي ډول داسې زمینه برابروي چې لا ډېرو افراطي بهیرونو ته پکې د خلکو ورماتېدل اسانه کېږي.
د دین او سیاست بشپړ ګډول، د جهاد تر عنوان لاندې د دین پر جنګي اړخ ټینګار، د «استشهادي» په نوم د ځانمرګو بریدونو ستاینه او د تکفیر د ادبیاتو او د الحاد، سیکولرېزم او بېدینۍ په څېر تورونو پراخ کارول، د هغه فکري روایت برخې دي چې د افراطیت پر وړاندې رواني او اخلاقي پولې کمزورې کوي.
هغه څوک چې کلونه په داسې فکري چاپېریال کې روزل شوی وي، له داعش سره د یوځای کېدو لپاره بشپړ فکري بدلون ته اړتیا نه لري، بسنه کوي چې پر هماغه لار څو نور ګامونه واخلي.
له دې لیدلوري، طالبان له مخکې د داعش د ایډیالوژیک کار ډېره برخه ترسره کوي. هغه ځوان چې لا وړاندې یې منلې وي چې سیاسي نظام باید دینمحوره وي، وسلهوال جهاد د سیاسي بدلون مشروع لاره ده، ځانمرګي برید ته «استشهاد» ویل کېدای شي، فکري مخالفان په دیني مفاهیمو رټل کېدای شي او کثرتپالنه او سیکولرېزم له دین څخه د انحراف نښې دي، نور د داعش لپاره ناپېژندل شوي خام مواد نه دي.
له دې وروسته به اختلاف پر دې وي چې کومه ډله د دیني حکومت «لا اصیله» بېلګه ده او کوم سازمان دا ایډیالوژي په ډېر قاطعیت پلې کوي.
له داعش سره د یو شمېر افراطي عناصرو د یوځای کېدو تجربه هم ښيي چې د هغوی د افراطي کېدو بهیر تر ډېره د سیاسي اسلام او جهادي روایتونو له منځه تېر شوی دی، داسې نه ده چې هغوی دې په مستقیم ډول له یوه لېبرال یا سیکولر بهیر او یا ان له دودیز اسلام او تصوف څخه داعش ته ورغلي وي.
له دغو کسانو ځینې یې په لومړي سر کې د داسې ادبیاتو تر اغېز لاندې راغلي چې طالبان او هغوی ته نږدې بهیرونه هم له هماغو فکري سرچینو تغذیه کېږي، خو وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې طالبان د خپلو ادعاوو په عملي کولو کې رښتیني نه دي.
اختلاف پر اصولو دی که اصولو ته پر وفادارۍ؟
د دغو عناصرو له نظره، د طالبانو ستونزه حتمي د هغوی فکري بنسټونه نه دي، بلکې له هماغو بنسټونو د طالبانو انحراف دی. د بېلابېلو هېوادونو له استخباراتي ادارو سره د طالبانو پټې او ښکاره اړیکې، له بهرنیو قدرتونو سره سیاسي معاملې او د دې ډلې مصلحتپال چلند ښايي د یوه افراطي کس لپاره د «نفاق» یا له ادعا شویو ارمانونو څخه د واټن اخیستو نښه وګڼل شي.
د بېلګې په توګه، جهادي عناصر ښايي د ایمن الظواهري برخلیک په همدې چوکاټ کې داسې تعبیر کړي چې طالبان د سیاسي اړتیاوو پر مهال د ایډیالوژیکو غوښتنو او د خپل واک د بقا د ملاحظاتو ترمنځ یو انتخابولای شي.
له بلې خوا، د طالبانو قومي چلند هم د یو شمېر ایډیالوژیکو عناصرو لپاره ستونزهپارونکی دی. کله چې په ځینو مواردو کې قومي تړاو پر عقیدوي پیوستون برلاسی کېږي او د یوه قوم کسان، له بېلابېلو فکري مخینو سره سره، د نورو قومونو پر مذهبي سیالانو غوره ګڼل کېږي، یو سختدریځی بنسټپال ښايي دا چلند پر قومیت د عقیدې د لومړیتوب له اصل سره خیانت وبولي.
په داسې شرایطو کې داعش اړ نه دی چې د دغو کسانو د جذب لپاره نوی نړۍلید رامنځته کړي، یوازې دومره بسنه کوي چې طالبان «خپلو ارمانونو ته په نه وفادارۍ» تورن کړي. په دې مانا، طالبان په دوامداره توګه د داعش د احتمالي بشري ځواک یوه برخه تولیدوي.
داعش؛ د طالبانو د سپینښودنې ماشین
خو دا خدمتونه یو اړخیز نه دي. داعش هم په تېره یوه لسیزه کې طالبانو ته یو ډېر مهم خدمت کړی دی چې طالبان یې د ځان په پرتله معتدل ښودلي دي. داعش له مخالفانو سره د چلند د تر ټولو تاوتریخجنو بڼو، د شیعهګانو د وژلو، له دودیزو سني مسلمانانو سره د دښمنۍ، پر ملکي وګړو د بریدونو او د تکفیر د ادبیاتو د پراخ کارولو له لارې د افراطیت داسې انځور وړاندې کړی چې د طالبانو په څېر ډلې یې په پرتله کمخطره ښکاري.
د داعش راڅرګندېدو په حقیقت کې د پرتلې معیار بدل کړ. که طالبان له یوه کثرتپال، ډیموکراتیک او د هېواد د ټولو وګړو پر حقونو ولاړ نظام سره پرتله شي، د دې ډلې استبدادي او افراطي ماهیت څرګندېږي، خو کله چې طالبان د داعش ترڅنګ کېښودل شي، ناڅاپه د «اهونالشرین» او «اخفالضررین» په ځای کې واقع کېدای شي، یعنې د لا بد په مقابل کې د بد انتخاب.
ښايي هېڅ یوې پدیدې د داعش د ظهور په کچه د طالبانو له سپینښودنې او عاديکولو سره مرسته نه وي کړې. د داعش له بېحده تاوتریخوالي او د بېلابېلو هېوادونو د ځوانانو د جذبولو له وړتیا څخه راولاړې شوې وېرې د یو شمېر دولتونو ترمنځ دا تصور پیاوړی کړ چې طالبان، له ټولو نیمګړتیاوو سره سره، د یوه لا خطرناک ګواښ پر وړاندې خنډ کېدای شي.
له دې لیدلوري، که طالبان داعش ته ایډیالوژیک خام مواد او احتمالي بشري ځواک برابروي، داعش هم طالبانو ته امنیتي اعتبار او د سیاسي تعامل زمینه برابره کړې ده.
طالبانو هم د دې سیاسي پانګې پر اهمیت ښه پوهېدلي دي. په دوامداره توګه د داعش د خطر برجسته کول او د هغه د مهارولو یوازینی ځواک په توګه د ځان معرفي کول، د طالبانو په سیمهییزو اړیکو کې پر یوې مهمې وسیلې بدل شوي دي.
ان داسې تورونه هم مطرح شوي چې ښايي ځینې تاوتریخجنې پېښې داعش ته منسوبې شوې وي، څو د دې ډلې خطر تر واقعي کچې لوی وښودل شي، خو له خپلواکو څېړنو پرته د دغو ادعاوو د بېلګو په اړه پرېکنده حکم نه شي کېدای. له دې سره سره، د هرې ځانګړې قضیې له رښتینولۍ پرته، څرګنده ده چې «د داعش ګواښ» د طالبانو لپاره ارزښتناکه سیاسي او امنیتي پانګه ده.
د افراطیت امنیتي اقتصاد
دا مسئله یو بل اړخ هم لري. له ترهګرۍ سره مبارزه په تېرو څو لسیزو کې د امنیتي او استخباراتي ادارو د فعالیت پر یوې پراخې برخې بدله شوې ده. دولتونه له دې ګواښ سره د مقابلې لپاره پراخې بودجې ځانګړې کوي او امنیتي سازمانونه د ګواښ د کچې له مخې لا ډېر امکانات، صلاحیتونه او اهمیت ترلاسه کوي.
دې وضعیت هغه څه رامنځته کړي چې «د افراطیت امنیتي اقتصاد» یې بللای شو. د یوه مهار شوي او کنټرولېدونکي ترهګریز ګواښ موجودیت ښايي د ځینو امنیتي شبکو لپاره د بودجې، نفوذ او سازماني اهمیت د دوام توجیه شي. له همدې امله، تل دا خطر شته چې د ګواښ مدیریت د هغه د رامنځته کوونکو عواملو د له منځه وړلو ځای ونیسي.
په داسې چاپېریال کې طالبان د ځینو سیمهییزو ادارو لپاره پر یوه تاکتیکي شریک بدلېدای شي، استخباراتي معلومات ورکړي، د داعش غړي وځپي او په بدل کې پیسې، امکانات یا یو ډول زغم او سیاسي تعامل ترلاسه کړي.
خو اساسي تناقض لا هم پر خپل ځای دی؛ هماغه ځواک چې نن د داعش څو غړي نیسي یا وژني، په ورته وخت کې د افراطي ښوونیز او تبلیغاتي نظام په پراخولو سره د داعش د غړیو د جلب لپاره اړین بشري او فکري مواد بیا تولیدوي.
د مار سر او هغه لاس چې نوي ماران روزي
که د سیمې او نړۍ هېوادونه له داعش او ترهګرۍ سره د مبارزې په ادعا کې جدي وي، یوازې پر لنډمهالو امنیتي اقداماتو بسنه نه شي کولای. له افراطیت سره مبارزه یوازې د یوه سازمان د غړو وژل او نیول نه دي؛ تر دې مهمه دا ده چې هغه ریښې وچې شي چې په دوامداره توګه نوي سازمانونه زېږوي.
دا نه شي کېدای چې له یوې خوا د داعش د څو هستو د ځپلو هرکلی وشي او له بلې خوا، د مذهبي تعصب په چاپېریال کې د ګڼ شمېر ځوانانو روزلو، د داعشي فکر لرونکو زرګونو مدرسو پراخېدو، د عصري زدهکړو او انتقادي فکر له منځه وړلو او د جهاد، تکفیر او ځانمرګو بریدونو د ادبیاتو خپرېدو ته بېپامي وشي.
همدلته د «د دښمن په لاس د مار د سر ځپل» بېلګه لا روښانه مانا پیدا کوي. ښايي نن د طالبانو په لاس د داعش د مار سر وځپل شي، خو که همدا لاس داسې چاپېریال رامنځته کړي چې په دوامداره توګه نوي ماران پکې وروزل شي، د نن ورځې تاکتیکي بریا د سبا ستراتیژیکې ماتې ته زمینه برابرولای شي.
پاکستان د دې ډول محاسبې د ناپایښت یوه نږدې بېلګه ده. هغه تاوتریخوالی چې نږدې هره ورځ قرباني اخلي، ښيي چې افراطیت د تل لپاره په ټاکلو جغرافیایي او سازماني پولو کې نه شي مهارېدای. هغه څه چې نن د فشار وسیله یا تاکتیکي شریک ګڼل کېږي، سبا پر یوه خپلواک ګواښ بدلېدای شي.
له همدې امله، اصلي ستونزه یوازې داعش یا طالبان نه دي، بلکې د افراطیت د تولید کړۍ ده. تر هغه چې دا کړۍ ماته نه شي، طالبان او داعش به له خپلې خونړۍ جګړې سره سره، یو بل ته متقابل خدمتونه روان وساتي. طالبان د افراطیت فکري او بشري زمینه بیا تولیدوي او داعش د وېرې په خپرولو سره طالبان د یوه «کمخطره» انتخاب په توګه د سیمې سیاسي بازار ته وړاندې کوي. یو له بله ځواک اخلي او بل د لومړي له موجودیته امنیتي مشروعیت ترلاسه کوي.
هغه سیاست چې دا اړیکه له پامه غورځوي، ښايي یو برید شنډ یا د داعش یوه هسته له منځه یوسي، خو د تلپاتې ثبات د رامنځته کولو توان به ونه لري.
له افراطیت سره د مبارزې لاره دا نه ده چې یو افراطیت د بل افراطیت د ځپلو لپاره غوره شي، بلکې د هغې زمینې وچول دي چې دواړه ترې راټوکېږي.