• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

غور کې د طالبانو پر امنیه قوماندانۍ برید؛ د طالبانو دوه مخالفو جبهو د برید ادعا کړې

۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۴۸ GMT+۱

د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د طالبانو پر امنیه قوماندانۍ د برید په اړه دوو مخالفو جبهو د مسوولیت ادعا کړې. متحده جبهه د پنځو طالبانو د ټپي کېدو خبره کوي، خو جمهوریت جبهه وايي، طالبانو ته په برید کې «دروند زیان» اوښتی دی.

د افغانستان متحده جبهې د دوشنبې په ورځ ویلي چې ځواکونو یې د فیروزکوه ښار د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د قرارګاه پر دروازه د لاسي بم برید کړی او پنځه طالبان یې ټپیان کړي دي.

بل لور ته، جمهوریت جبهې هم د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې ځواکونو یې د طالبانو پر امنیه قوماندانۍ برید کړی دی. دې جبهې د طالبانو د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه مشخص شمېر نه دی ورکړی او یوازې یې د «درانه زیان» ادعا کړې ده.

تر دې وړاندې سیمه‌ییزو سرچینو هم ویلي وو چې د فیروزکوه ښار د طالبانو پر امنیه قوماندانۍ لاسي بم غورځول شوی دی. د دغو سرچینو په وینا، په برید کې چا ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې، خو د امنیه قوماندانۍ ودانۍ زیانمنه شوې ده.

تر اوسه د طالبانو د حکومت له لوري د برید، د دواړو جبهو د مسوولیت ادعاوو او د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

•
•
•

نور خبرونه

د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه په بیشکک کې د طالبانو د استازي له شتون پرته پیل شوه

۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۱:۴۹ GMT+۱
100%

د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه د دو شنبې په ورځ د قرغزستان په پلازمېنه بیشکک کې پیل شوه. تمه کېږي چې په دې غونډه کې به د افغانستان اړوندو امنیتي اندېښنو، ترهګرۍ او د نشه یي توکو قاچاق په اړه هم بحثونه وشي. خو دغې غونډې ته طالبان نه دې وربلل شوي.

افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهیسې د شانګهای د همکارۍ سازمان د رسمي «څارونکي غړي» په توګه پاتې شوی، خو واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته، افغانستان د دې سازمان په هېڅ کلنۍ سرمشریزه کې حضور نه لري.

د شانګهای د همکارۍ سازمان د هېوادونو د مشرانو اصلي ناسته به سبا، سې شنبه ترسره شي.

د سرمشریزې په لومړۍ ورځ، غړي هېوادونه په ځانګړي ډول دوه اړخیزې او څو اړخیزې ناستې ترسره کوي.

په دې ناسته کې، د غړو هېوادونو مشران د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، د هند د لومړي وزیر نرندرا مودي، د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په ګډون، د قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان، اوزبیکستان او بلاروس له مشرانو سره راټول شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په د دې غونډې له نورو ګډونوالو څخه دي. ترکیه د شانګهای د همکارۍ سازمان بشپړ غړی نه دی او په دې سازمان کې د خبرو اترو د شریک په توګه ځای لري.

د دې غونډې په څنډه کې د هېوادونو د مشرانو ترمنځ ګڼې دوه اړخیزې لیدنې پلان شوي دي.

په دغه غونډه کې د امنیتي مسایلو ترڅنګ، اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ، انرژي، ټرانسپورټ او سیمه ییز اتصال د بحث وړ موضوعات دي.

ټاکل شوې چې د سرمشریزې په پای کې، د شانګهای د همکارۍ سازمان د جوړېدو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د «بیشکک اعلامیه» تصویب شي او قرغزستان به د دې سازمان دوره‌يي ریاست پاکستان ته وسپاري.

په افغانستان کې د تروریستي ډلو، په ځانګړي ډول د داعش، له فعالیتونو اندېښنه د شانګهای د همکارۍ سازمان په بحثونو کې اوږده مخینه لري.

غړي هېوادونه، په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډیان، په دغه هېواد کې د تروریستي ډلو فعالیتونه د سیمې امنیت ته یو ګواښ بولي او تمه کېږي چې دا اندېښنه د ناستې د امنیتي بحثونو په اډانه کې هم مطرح شي.

د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو هم د چنګاښ په ۲۴مه ناسته کې د افغانستان د امنیت موضوع مطرح کړې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له افغانستان څخه رامنځته شوې ترهګري د خپل هېواد تر ټولو جدي امنیتي ننګونه وبلله او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یو باثباته او له ترهګرۍ څخه پر پاک افغانستان ټینکار وکړ.

د شانګهای همکارۍ سازمان بنسټ په ۲۰۰۱ کال کې اېښودل شوی او اوس مهال ۱۰ بشپړ غړي لري.

د کونړ له زلزلې یو کال وروسته؛ زلزله‌ځپلي لاهم اروایي مرستو ته اړتیا لري

۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۱:۱۴ GMT+۱
100%

د کونړ له ویجاړوونکې زلزلې یو کال وروسته زلزله‌ ځپلي لاهم د سرپناه ترڅنګ اروایي مرستو ته اړتیا لري. د کونړ یوشمېر زلزله ځپلي وایي، د یوکال په تېرېدو لاهم د دوی د ماشومانو اروایي وضعیت نه‌دی رغېدلی چې له امله یې د دوی زده‌کړې له ستونزو سره مخ شوې دي.

د ۱۴۰۴کال (د وږي په ۹مه) د شپې شاوخوا ۱۲ بجې ۶،۰ درجې زلزلې کونړ او د افغانستان ختیځې سیمې ولړزولې. په دغه زلزله کې نږدې ۲زره کسان مړه، تر درې نیم زرو ډېر ټپیان او تر ۸زرو ډېر کورونه ویجاړ شول.

نورګل دره، مزاردره، څوکۍ، وټه‌پور، ماڼوګۍ او چپه ‌دره د کونړ له هغه ولسوالیو دي، چې د یادې زلزلې له امله ترټولو ډېرې زیانمنې شوې دي. په دغه سیمو کې ګڼو کورنیو خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.
زلزله هم د نورو طبیعي پېښو په شان په خلکو کې وېره خپروي او د اروپوهانو په وینا، هغه زلزله ځپلي چې په دغه پېښو کې یې د کورنیو غړي له‌منځه تللي، د نورو پېښو په شان په ډېرو کې د ټراما لامل کېږي.
د نورګل درې اوسېدونکې شېنکۍ چې د څلورو ماشومانو مور ده وایي، لایې هم د ماشومانو له زړونو د زلزلې وېره نه‌ده ختمه شوې او لاهم په خوب کې د زلزلې ویجاړوونکې شېبې ګوري. هغه وایي، که څه هم تر زلزلې وروسته په ځینو برخو کې د بېلابېلو بنسټونو له لارې ورسره مرستې شوې دي؛ خو لاهم اروایي ملاتړ ته اړتیا لري.
نوموړې زیاتوي، چې دغه وضعیت یې د ماشومانو پر زده‌کړو هم اغېز کړی او د تېر پرتله ژر درس نه‌شي زده کولی او هر وخت د وېرې احساس ورسره وي. نوموړې له نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې د دوی ماشومانو لپاره د اروایي ملاتړ پروګرامونه پیل کړي.
په دې اړه په کابل کې د یوه پوهنتون استاد او ارواپوه د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي:« ټراما نه یوازې په اغېزمنو کسانو؛ بلکې په نورو هغه کسانو کې چې د دغه کسانو وضعیت ګوري هم پیدا کېږي. له دغه کسانو سره باید اروایي مرستې وشي، باید د دوی درملنه وشي او اروایي مشورې ورکړل شي. که دغه ټراما په دوی کې پاتې شي؛ نو د اوږدمهال لپاره د دوی په چارو، احساساتو او کړنو اغېز کوي او دغه ټراما نه یوازې دا چې پر دوی ان په راتونکې کې د دوی پر ماشومانو هم اغېز کوي».
هغه زیاتوي، دغه ډول پېښې او ناورینونه د خلکو اروایي حالت له کنټروله باسي، داسې حالت کې وېره، بې‌وسي، اندېښنې او بې‌کفایتي رامنځته کېږي.

خو دغه زیانمنې شوې کورنۍ د دغه ستونزو ترڅنګ د زلزلې له لومړیو شېبو وروسته د ژوند د بېرته جوړولو هڅې پیل کړې؛ خو د یو کال په تېرېدو د ډېرو کورنیو لپاره د بیارغونې دغه بهیر لاهم بشپړ شوی نه‌دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر دوشنبه (د وږي ۹مه) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې له زلزلې د یو کال په تېرېدو سره هم سلګونه کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه دي او په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

اوچا وايي، زلزله‌ځپلو کورنیو ته لاهم د دایمي سرپناه، لومړنیو خدمتونو او د معیشت د بېرته جوړولو لپاره مرستو ته اړتیا ده. په افغانستان کې د اوچا د دفتر استازې اېمي مارټین وايي، له زلزله‌ ځپلو کورنیو سره د خبرو پرمهال ډېرو کورنیو غوښتنه کړې چې دایمي سرپناه ورته برابره شي؛ څو وکولای شي خپل ژوند او د عاید سرچینې بېرته ورغوي.

د اوچا په وینا، د دایمي سرپناه برابرولو بهیر د اړتیا پرتله ورو روان دی او له همدې امله یو شمېر کورنۍ لاهم نه‌شي کولی خپلو اصلي سیمو ته ستنې شي.
د زلزلې اغېز یوازې د کورونو تر ویجاړېدو محدود نه و. یادې زلزلې په کونړ کې ښوونځي او ښوونیز مرکزونه هم زیانمن کړل او ګڼ شمېر زده‌کوونکي د یادې طبیعي پېښې قرباني شول.

د طالبانو د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، د زلزلې له امله ۳۰۶ ښونځي او ښوونیز مرکزونه ویجاړ شوي. دغه وزارت وايي، په ختیځو ولایتونو کې شاوخوا ۲۰۰زره زده‌کوونکي د زلزلې له امله اغېزمن شوي دي.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، یوازې په کونړ کې ۲۶۸ زده‌کوونکي مړه او ۸۶۲ نور ټپیان شوي دي. د پوهنې وزارت وايي، د زلزلې له امله یوشمېر زده‌کوونکي له رواني او فزیکي ستونزو سره هم مخ شوي او د ښوونیزو مرکزونو د بیارغونې او د زده‌کوونکو د رواني ملاتړ لپاره مرستو ته اړتیا ده.

د راپورونو له مخې، په اغېزمنو سیمو کې شاوخوا ۲۴۶زره ودانۍ چې کورونه، ښوونځي او روغتیايي مرکزونه پکې شامل دي، زیانمنې شوې دي. سره له دې چې د زلزله‌ځپلو د کورونو د بیارغونې لپاره ځینې مرستې روانې دي؛ خو د اړتیا کچه لاهم لوړه ده.

خو د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر څو میاشتې وړاندې په یو راپور کې ویلي و، چې د زلزلې له پېښې شاوخوا اته میاشتې وروسته هم په کونړ او ننګرهار کې سلګونه زره کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د کونړ ولایت د وټه‌پور ولسوالۍ اوسېدونکی مختار ساپی افغانستان انټرنشل پښتو ته وایي، چې د کونړ په زلزله کې یې کور نږدې بشپړ ویجاړ شوی او د کور ټول وسایل او د ژوند اړین توکي یې هم له‌منځه تللي دي.
ساپی وایي، اوس‌مهال په ننګرهار کې د خپلوانو په کور کې اوسېږي. د هغه په وینا، له زلزلې وروسته یې د همکارو موسسو په مرسته یوشمېر لومړني او د ژوند اړین توکي ترلاسه کړي؛ خو دغه مرستې د ده او نورو زلزله‌ځپلو کورنیو د اړتیاوو لپاره بسنه نه‌کوي او تر ټولو لومړیتوب ورته د یوې خوندي سرپناه جوړول دي.
ساپی وایي، په کونړ کې لاهم داسې کورنۍ شته چې د ګرمۍ، باران او سړې هوا پرمهال په مرستندویه خېمو کې ژوند کوي او د دایمي سرپناه جوړېدو ته په تمه دي؛ څو بېرته خپل عادي ژوند پیل کړي.
هغه دغه زلزله د ختیځ افغانستان لپاره یوه ناڅاپي او دردوونکې پېښه بولي او وایي، د زلزلې له تېرېدو یو کال وروسته یې روغتیايي حالت لا هم بېرته عادي شوی نه‌دی.

شاوخوا ۷۶۰۰ کورنۍ لاهم د بې‌ځایه شویو په لنډمهاله پنډغالو کې ژوند کوي. هغه خېمې چې د لومړنیو ورځو لپاره د لنډمهاله سرپناه په توګه برابرې شوې وې، د ځینو کورنیو لپاره اوس د اوږدې مودې د اوسېدو ځای ګرځېدلې دي؛ خو دغه خېمې د بارانونو، سړې هوا او نورو سختو اقلیمي شرایطو پر وړاندې کافي خونديتوب نه‌شي برابرولای.

یو کال تېر شو خو د کونړ د ډېرو زلزله‌ ځپلو کورنیو لپاره د هغې شپې کیسه لا پای ته نه‌ده رسېدلې. د کورنۍ د غړو له لاسه ورکولو درد ورسره پاتې دی، کورونه یې لا نه‌دي رغېدلي او د عادي ژوند د بېرته پیل لپاره لاهم مرستې ته اړتیا لري.

دوی اوس د بېړنیو مرستو ترڅنګ د داسې دایمي حل غوښتنه لري، چې وکولای شي له یو کال بې‌ځایه‌توب او ستونزو وروسته،یو ځل بیا خپل ژوند له سره پیل کړي.

د تورخم لارې بندښت؛ په پاکستان کې د چایو پر سوداګرۍ اغېز کړی

۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۵۶ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د خیبر پښتونخوا شاوخوا ۸۰ سلنه سوداګري په تورخم پورې تړلې ده؛ خو د تورخم لارې تر تړل کېدو نږدې ۱۱ میاشتې تېرېږي، چې له امله یې د دغه ایالت ګڼ کاروبارونه سخت اغېزمن شوي دي. په پېښور کې د چایو سوداګري هم د دغه بندښت له امله له جدي ستونزو سره مخ شوې ده.

په پېښور کې د چایو سوداګر واحد ګل له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې له تېرو ۳۱ کلونو راهیسې د چایو په سوداګرۍ بوخت دی؛ خو د تورخم لارې تړل کېدو او د اوسني کړکېچ له امله یې کاروبار سخت زیانمن شوی دی.
د هغه په وینا، په پېښور او ټوله پښتونخوا کې لویې فابریکې او صنعتونه کم دي له همدې امله د سیمې ډېری خلک په سوداګرۍ او ورته کاروباري فعالیتونو خپل ژوند چلوي. واحد ګل وویل، چې له تېرو څو لسیزو راهیسې له خیبر پښتونخوا سره ناسم چلند کېږي.
نوموړي زیاته کړې، دغه صوبه له یوې خوا له امنیتي ستونزو سره مخ ده او له بلې خوا یې د سوداګرۍ لویه برخه له افغانستان سره پر ځمکني ترانسپورټ او تورخم لارې ولاړه ده. هغه وایي، چې د تورخم له تړل کېدو سره نه د پاکستان مالونه افغانستان ته رسېږي او نه له افغانستان نه پاکستان ته سوداګریز توکي راځي چې له امله یې د ده په ګډون د ګڼو سوداګرو کاروبارونه د سقوط له ګواښ سره مخ شوي دي.

واحد ګل وویل، پخوا به یې په یوه ورځ له سهاره تر ماښامه پورې شاوخوا ۵۰ تر ۸۰ کیلوګرامه چای پلورل؛ خو اوس تر ماښامه په هټۍ کې د سودا په تمه ناست وي. د نوموړي په وینا، که افغان کډوال په پاکستان کې پاتې کېږي او که خپل هېواد ته ستنېږي دا جلا موضوع ده؛ خو سوداګري او کاروبار باید ونه تړل شي.

واحد ګل وویل. چې د تورخم لارې له تړل کېدو سره افغان سوداګر او عام خلک هم له ستونزو سره مخ دي او په پاکستان کې سوداګر هم له سخت اقتصادي فشار سره لاس او ګرېوان دي.

هغه زیاته کړه، د دوی پخوانۍ پانګه په کاروبار کې ختمه شوې او اوس اړ دي چې په پور مال وپېري؛ خو د کاروبار د نشتوالي له امله همدغه پورونه هم پر وخت نه‌شي ورکولی.

نوموړي وویل، چې سوداګر د خپلو کورونو د لګښتونو، د ماشومانو د اړتیاوو او د ورځني ژوند د لګښټونو برابرولو مسوولیت لري؛ که کاروبار او عاید نه وي، نو سوداګر به څنګه وکولای شي خپل کورني لګښتونه پوره کړي؟

د تورخم بندښت او د بیو لوړوالی

سوداګر عظیم الله افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د چایو د سوداګرۍ دوه لارې وې. یوه دا چې چای په قانوني ډول واردېده او بله دا چې د ټرانزیټي سوداګرۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېده.
د هغه په وینا، د افغانستان لپاره د ټرانزیټي سوداګرۍ له بندېدو سره یو اغېز دا و چې په قانوني ډول د وارد شويو چایو پلور زیات شو؛ خو لوی زیان یې دا دی چې د چایو بیې دومره لوړې شوې چې د بې‌وزلو او منځني قشر د پېرلو توان یې اغېزمن کړی دی.

عظیم الله وویل، چې د تورخم د اوږدې مودې بندېدو په افغانستان کې د پاکستاني چایو بازار هم سخت اغېزمن کړی دی؛ مخکې به پاکستاني سوداګرو چای واردول او افغانستان ته به یې لېږل خو اوس افغان سوداګر له هند څخه په مستقیم ډول چای واردوي.
د هغه په وینا، که څه هم افغانستان ته د هندي چایو لېږد نسبتا ډېر وخت نیسي؛ خو افغان سوداګرو بدیله لار پیدا کړې ده. هغه وویل، چې د دغه بدلون له امله یوازې سوداګرو ته نه بلکې ځايي مزدورانو او هټۍوالو ته هم زیان اوښتی دی؛ ځکه افغانستان ته د چایو له سوداګرۍ سره د ګڼ شمېر خلکو روزګار تړلی و.

د هغه په وینا، د تورخم بندښت او د سوداګرۍ په برخه کې د خنډونو له امله له پېښور نه مردان، نوښار، اېبټ‌اباد او نورو سیمو ته هم د چایو لېږد اغېزمن شوی دی. هغه وویل، هغه کس چې مخکې به یې یو کیلو چای اخیست اوس اړ دی چې یوازې یو پاو چای وپېري؛ له دغه وضعیت څخه تر ټولو ډېر عام خلک اغېزمن شوي دي.

عظیم الله وویل، چې په قانوني ډول وارد شوي مالونه هم د ګمرکي چارواکو له بېلابېلو اعتراضونو سره مخ کېږي. هغه ادعا وکړه، چې کله ناکله له سوداګرو څخه په لاره کې هم د پیسو غوښتنه کېږي.

هغه وویل، چې د دغه وضعیت اصلي زیان په پای کې عامو خلکو او سوداګرو ته رسېږي؛ که د یوه سوداګر مال ګمرک یا محکمې ته ولاړ شي، نو کېدای شي څو میاشتې هلته پاتې شي چې له امله یې د مال د خوسا کېدو وېره هم شته.

دغه سوداګر وایي، چې په قانوني ډول کاروبار کوونکي سوداګر له پرله‌پسې ستونزو سره مخ دي او له همدې امله لوی سوداګر اړ کېږي چې خپل کاروبار نورو سیمو ته ولېږدوي. د هغه په وینا، ځینې سوداګر لاهور، اسلام‌اباد او نورو سیمو ته کډه کوي؛ ځکه هلته د کاروبار لپاره نسبتا ښه شرایط برابر دي.

په پېښور کې د چایو یو هټۍوال احسان بادشاه افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې له تېرو ۲۶ کلونو راهیسې په پېښور کې د چایو په کاروبار بوخت دی؛ خو د تورخم د اوږدې مودې د بندښت له امله یې کاروبار نږدې په بشپړه توګه له‌منځه تللی دی.

احسان بادشاه وايي، پخوا به په بازار کې د پېرودونکو ګڼه ګوڼه ډېره وه؛ خو اوس وضعیت بدل شوی او په بازار کې د پېرودونکو شمېر نږدې صفر ته رسېدلی دی. د نوموړي په وینا، د کاروبار د کمښت له امله د هټۍوالو لپاره د خپل روزګار دوام هم ډېر ستونزمن شوی دی.

هغه وویل، کله چې کاروبار ښه و د دوکان کرایه او نور لګښتونه به یې په اسانۍ ورکول؛ خو اوس د عاید د نشتوالي له امله د دوکان کرایه او نور ضروري لګښتونه هم نه‌شي پوره کولی. احسان بادشاه زیاته کړه، چې له تېرو ۲۶ کلونو راهیسې یې په همدې کاروبار کې کار کړی؛ خو د اوسنیو شرایطو په څېر وضعیت یې تر دې مخکې هېڅکله نه‌دی لیدلی.

د هغه په وینا، په تېرو کلونو کې به که تورخم د کومې ستونزې له امله بند شو نو له یوې اونۍ یا لسو ورځو وروسته به بېرته پرانیستل شو او سوداګریز فعالیتونه به هم عادي حالت ته وګرځېدل؛ خو اوس تورخم شاوخوا ۱۱ میاشتې کېږي چې په دوامداره توګه تړلی دی چې له امله یې د سیمې سوداګري سخته زیانمنه شوې ده.

نوموړي وویل، د کاروبار د خرابېدو له امله اړ شوی چې په خپل دوکان کې کار کوونکي یوشمېر مزدوران هم له دندو لرې کړي؛ ځکه د کاروبار د نشتوالي له امله د هغوی تنخوا او نور لګښتونه ورکول ورته ممکن نه وو.

هغه وویل، اوس د خپل کور او هټۍ کرایه هم نه‌شي پوره کولی نو په داسې حالت کې د مزدورانو لګښتونه څنګه برابر کړي. احسان بادشاه د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه، چې تورخم دې ژر تر ژره پرانیستل شي.

په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو کمښت د ماشومانو او مېندو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی

۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۳۱ GMT+۱
100%

افغانستان کې پر ښځو د طالبانو محدودیتونه، د روغتیايي خدمتونو او د نړۍوالو مرستو کمښت د ماشومانو او مېندو ژوند له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی. د سکای نیوز په راپور کې راغلي، د افغانستان په لویو روغتونونو کې هره ورځ ماشومان د لوږې، انتاني ناروغیو او نورو روغتیايي ستونزو له امله مري.

د سکای نیوز په راپور کې راغلي، د افغانستان په لویو روغتونونو کې هره ورځ یوشمېر ماشومان د لوږې، انتاني ناروغیو او نورو روغتیايي ستونزو له امله مري او ډاکټران د درملو له کمښت سره هم مخ دي.
راپور د «سلمان» په نوم د یوه ماشوم کیسه را اخلي، چې دوه وروڼه یې له لوږې مړه شوي او ډاکټران هڅه کوي د هغه ژوند وژغوري. د راپور له مخې، په افغانستان کې د ماشومانو تر ټولو لوی روغتون کې ګڼ شمېر بسترونه له سختو ناروغیو سره د مخ ماشومانو ډک دي.
ډېری ماشومان په انتاني ناروغیو اخته دي او روغتیايي کارکوونکي د درملو د کمښت له امله د هغوی په درملنه کې له جدي ستونزو سره مخ دي. د راپور له مخې، د ماشومانو ګڼې ناروغۍ د مخنیوي وړ دي؛ خو د روغتیايي خدمتونو محدودیتونه او د درملو کمښت د ناروغیو د درملنې بهیر ستونزمن کړی دی.
راپور کاږي، چې په افغانستان کې د نړۍوالو مرستو د پام وړ کمښت د هېواد پر تر ټولو زیان‌منو خلکو فشار زیات کړی دی. ورته مهال روغتیايي سکتور یو له هغه محدودو برخو بلل کېږي، چې افغان ښځې لاهم په‌کې د کار اجازه لري؛ خو پر نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار محدودیتونه د دې برخې راتلونکی هم له اندېښنو سره مخ کړی دی.
د راپور له مخې، د طالبانو له لوري د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو له امله هغه نجونې چې نن ناروغانې دي، په راتلونکي کې د ډاکټرانو، روغتیاپالو او قابلو په توګه د کار کولو له فرصت څخه بې‌برخې کېږي.
د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت له امله په کلیوالو سیمو کې وضعیت لا سخت بلل شوی؛ ځکه ځینې ښځې نه غواړي یا اجازه نه‌لري چې د نارینه ډاکټرانو له‌خوا یې درملنه وشي.
د نسایي او ولادي ناروغیو د یوې متخصصې په وینا، که ښځینه ډاکټره، روغتیاپاله او قابله نه‌وي، د هغه ښځو درملنه به څوک کوي چې د کورنۍ له‌خوا نارینه ډاکټر ته له تګ سره موافقه نه‌دي. نوموړې دغه وضعیت «ناورین» بللی دی.
راپور د یوې افغان مېرمنې خبره هم رااخلي چې وايي، که مېړه یې اجازه ورنه کړي چې نارینه ډاکټر ته ورشي او ښځینه ډاکټره هم نه‌وي؛ نو اړ کېږي په کور کې پاتې شي. د راپور له مخې، طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ښځو پر عامه ژوند پراخ محدودیتونه لګولي دي. ښځې له ډېرو کاري فرصتونو، عامه ځایونو او زده‌کړو محرومې شوې او د ښځو لپاره د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ مرکزونه هم تړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو له‌خوا د طالبانو د ښځو پر وړاندې سیاستونه د «جنسیتي توبیر» په توګه هم یاد شوي دي. راپور کاږي، په تېرو پنځو کلونو کې طالبانو تر ۸۰۰ ډېر فرمانونه او محدودیتونه صادر کړي چې لږ تر لږه ۱۰۰ یې په مستقیم ډول د ښځو او نجونو د حقونو او فعالیتونو په اړه دي.
سره له دغه محدودیتونو یوشمېر افغان ښځې هڅه کوي له کورونو څخه د کار او زده‌کړو لارې پیدا کړي. ځینې ښځې د انلاین زده‌کړو له لارې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي او ځینې نورې له کورونو څخه د ګنډلو او نورو کوچنیو کاروبارونو فعالیت کوي.
په راپور کې یوه افغانه زده‌کوونکې وايي، د طالبانو د واکمنۍ یو مثبت اړخ د امنیت ښه کېدل او د چاودنو او جګړو کمښت دی؛ خو پر نجونو د کار، زده‌کړې او له کوره د وتلو محدودیتونه د طالبانو د حکومت تر ټولو منفي اړخونه دي.
د ښځو د حقونو یوه افغانه فعاله محبوبه سراج هم وايي، هغه نسل چې پخوا یې د زده‌کړې او کار فرصتونه درلودل؛ اوس دغه فرصتونه له لاسه ورکړي او ګڼې ښځې خپل کورونه د زندان په څېر ګڼي.
راپور زیاتوي، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو له امله مېلیونونه ښځې د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي او ډېری یې د احتمالي غبرګونونو له وېرې نه غواړي په رسنیو کې څرګندې شي.
په همدې حال کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې نجونې لاهم د زده‌کړې او مسلکي راتلونکي لویې هیلې لري. یوه زده‌کوونکې وايي، غواړي ډاکټره شي ځکه په سیمه کې یې ډاکټر نه‌شته او غواړي له خلکو سره مرسته وکړي.

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ یوه نه‌هېرېدونکې سزا؛ زرمینه د ۳۰زره کسانو پر وړاندې ووژل شوه

۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۳۰ GMT+۱
100%

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال په کابل کې د یوې افغانې مېرمنې زرمینې اعدام چې نږدې ۲۷ کاله وړاندې د زرګونه کسانو پر وړاندې ترسره شو، یو ځل بیا د افغانستان د ښځو د حقونو په اړه اندېښنې راپارولې دي.

زرمینه چې د اووه اولادونو مور وه، د ۱۹۹۹کال د نومبر پر ۱۶مه د کابل المپیک لوبغالي ته یووړل شوه او د شاوخوا ۳۰زره نندارچیانو په وړاندې په ډزو ووژل شوه. د هغې د اعدام پټه ویډیو د ښځو د حقونو فعالانو له‌خوا له افغانستان نه بهر ولېږدول شوه او په نړۍواله کچه یې پراخ غبرګونونه راوپارول.
ډيلي میل ورځپاڼې په خپل راپور کې چې (د وږي ۸ مه) خپور کړی ویلي، چې زرمینه په ۱۶ کلنۍ کې له علاالدین خوازک سره واده کړی و. نوموړی د پولیسو افسر و او وروسته یې د خپلې مېرمنې او د هغې د لوڼو پر وړاندې له سخت تاوتریخوالي کار اخیست.
راپور کاږي، زرمینه او د هغې مشره لور نجیبه د کورني تاوتریخوالي له دوام وروسته د علاءالدین د وژلو پلان جوړ کړ. د راپورونو له مخې، دوی هغه په نشه‌يي توکو یا د خوب په ګولیو بې‌هوښه کړ، خو زرمینې ونه توانېده چې هغه ووژني او نجیبې د یوه څټک پر مټ هغه وواژه.
وروسته زرمینه او نجیبه د طالبانو له‌خوا ونیول شوې. د راپورونو له مخې، زرمینه د دوو ورځو لپاره په سخت ډول ووهل شوه او بالاخره یې د خپل مېړه د وژنې اعتراف وکړ. نوموړې شاوخوا درې کاله په زندان کې وساتل شوه او وروسته یې د خپلې لور د رول په اړه هم معلومات ورکړل.
د راپور له مخې، د زرمینې دوه لوڼې نجیبه او شایسته او زوی یې هېواد د هغې د مېړه ورور ته وسپارل شول او وروسته نجیبه او شایسته په خوست کې یوه کس ته وپلورل شوې. خوست هغه مهال د طالبانو له مهمو مرکزونو او د القاعدې د روزنیزو کمپونو له سیمو څخه و.
زرمینې هغه مهال فکر کاوه، چې ښايي د وهلو ټکولو سزا ورکړل شي. د راپورونو له مخې، نوموړې د اعدام له خبرتیا مخکې له دې چې لوبغالي ته یووړل شي، درې جوړه جامې د خپلې بورقې لاندې اغوستې وې، ځکه فکر یې کاوه چې ښايي سل درې ووهل شي.
کله چې زرمینه لوبغالي ته ورسېده، د موټر په وسیله دوه ځله د لوبغالي شاوخوا وګرځول شوه. په نندارچیانو کې د هغې ماشومان هم وو. ځینو کسانو د هغې د ژغورلو غوښتنه کوله؛ خو د طالبانو له‌خوا د اعدام پرېکړه له مخکې اعلان شوې وه.
د راپور له مخې، زرمینه د اعدام پرمهال له سختې وېرې سره مخ وه او حتی د ګونډې وهلو توان یې نه درلود. وروسته د یوه کلاشینکوف په ډزو په سر ووېشتل شوه. د هغې جسد شاوخوا ۲۰ ورځې د کابل په وزیر اکبر خان روغتون کې پاتې شو او وروسته د کابل په خیرخانې مېنې کې په یوه بې‌نښانه قبر کې خاورو ته وسپارل شوه.
د افغانستان د بشري حقونو بنسټ «رواداري» مشره شهرازاد اکبر وایي، د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ پرمهال هم د ښځو د حقونو د محدودولو او د سختو مجازاتو د عملي کېدو په اړه اندېښمنوونکي راپورونه شته.
اغلې اکبر وایي، د دوی ادارې د ښځو د حقونو د محدودېدو یو دوامدار بهیر ثبت کړی او د معلوماتو پر لاسرسي د محدودیتونو له امله ښايي ځینې سختې او غیرانساني سزاوې له خلکو او نړۍوالې ټولنې پټې پاتې شي.
د هغې په وینا، طالبان په وروستیو کلونو کې د عامه وهلو ټکولو او نورو مجازاتو ډېری موارد له عامه سترګو لرې کوي او د ویډیو او تصویر اخیستنې مخه هم نیسي چې له امله یې د بشري حقونو د سرغړونو مستندول لا ستونزمن شوي دي.
راپور کې ادعا شوې، چې د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ پرمهال د ښځو پر زده‌کړو، کار، عامه فعالیتونو او بیان ازادۍ پراخ محدودیتونه لګېدلي دي. د راپور له مخې، د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي او د ماشومانو د ودونو په اړه هم سختې اندېښنې مطرح شوې دي.
د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندویه ماموریت د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۱کال راهیسې په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۲ اعدامونه ثبت شوي دي؛ خو د ښځو د اعدام په اړه یې کومه پېښه نه‌ده ثبت کړې.
د بشري حقونو فعالان اندېښنه لري، که د ښځو پر وړاندې ورته سختې سزاوې د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ پرمهال هم ترسره کېږي، د معلوماتو پر محدودیتونو سربېره ښايي د نړۍوالو له سترګو پټې پاتې شي.

ډېر لیدل شوي

محمودخان اڅکزی: د پښتونخوا، بلوچستان او افغانستان د خلکو ستونزې له یو بل سره تړاو لري
۱

محمودخان اڅکزی: د پښتونخوا، بلوچستان او افغانستان د خلکو ستونزې له یو بل سره تړاو لري

۲

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ بندښت د چرګانو د روزنې صنعت سخت اغېزمن کړی

۳

د ویزې د محدودیتونو له امله د بشري حقونو فعاله په اکسفورډ پوهنتون کې له زده‌کړو پاتې شوه

۴

بلوچستان کې د افغانانو د وژنو لړۍ؛ روان کال کې د پخوانیو نظامیانو په ګډون ۱۳کسان وژل شوي

۵

په بلوچستان کې د جبري لادرکه شویو کسانو د قضیو شمېر نږدې ۱۷زرو ته رسېدلی