تر استقلال وروسته

د یوه هېواد خپلواکي د ګټلو له اعلان سره پای نهمومي، بلکې راپیلیږي. خپلواکي د یوه ملت لپاره هدف نه، بلکې داسې یو امکان دی، چې د هغه له برکته یو ولس د خپل انساني ژوند شرایط ښه کړای شي.

د یوه هېواد خپلواکي د ګټلو له اعلان سره پای نهمومي، بلکې راپیلیږي. خپلواکي د یوه ملت لپاره هدف نه، بلکې داسې یو امکان دی، چې د هغه له برکته یو ولس د خپل انساني ژوند شرایط ښه کړای شي.
یو سل او اووه کاله کیږي، چې افغانان د افغانستان د خپلواکي د ګټلو جشن لمانځي، خو ایا پوښتنه مو کړې ده، چې دغې خپلواکۍ زموږ لپاره څه بدل کړل؟ څه یې راوړل؟ څومره یې زموږ ژوند ښه کړ؟ او څومره یې پر خپلو پښو ودرولو؟
خپلواکي نوې مانا د نوي ژوند ده
روښانتیا سره د سولې یو پیوند ده
خپلواکي د مور ټيکری د بابا توره
خپلواکي خوب د جانان پر سپین مړوند ده
خپلواکي د جینکو د مکتب زنګ ده
له تیارو سره د سپینې رڼا جنګ ده
خپلواک د ځوان شپانه د یاکوربان غږ
خپلواکي د ملالۍ د سترګو رنګ ده
خپلواکي خپلې اوبه پر خپله زمکه
خپلواکۍ د پوهې کرکه له ټوپکه
خپلواکۍ څپې څپې په ولولو ده
له امو نه رانیولې تر اټکه
ایا ریښتیا خپلواکي یوازې یو احساس دی، چې زموږ خوښیږي؟ ځکه نور نو خپلواک یو! د نړۍ د هر ملت تجربه له خپلواکۍ څخه ښايي له یو ګډ ویاړ او خوند څخه راپیل شي. لکه له زندان څخه د یوه زنداني د وتلو لومړۍ شېبه چې ښايي په ډېرو ولولو او خوښیو چیغه کړي، دا دی! زه ازاد یم. خو له همدې عاطفي او احساسي حالت لږ روسته د عقل څپې رارسیږي، عقل پوښتنه کوي: له زندان څخه تر وتلو روسته چېرته ولاړ شم او څه وکړم؟ له زندانه وتلی زنداني ښايي لومړی د څه خوړلو، څه اغوستلو او یو ځای د شپې تېرولو په اړه فکر وکړي او همدا تر احساسي حالت روسته د عقلانیت پړاو دی. د یوه ولس ملي خپلواکي کټ مټ همداسې ده. کله چې یو ملت د ښکېلاک له تور زندانه وځي، د ویاړونو، حماسي ولولو او خوښیو په اوج کې باید د عقلانیت پړاو ته هم په تمه وي. عقل لومړنۍ پوښتنه راوړاندې کوي، چې ازادۍ ته رسېدلی ملت څنګه له خپلې خپلواکۍ څخه د ژوند او پایښت لپاره استفاده کوي؟ څه باید وکړي، چې بیا ښکېل نهشي؟
د افغانستان تر خپلواکۍ ګټلو روسته ډېر ژر همدا پوښتنه رامنځته شوه، چې اوس نو پر دغې خپلواکۍ څه وکړو؟ اماني نهضت د افغانستان په معاصر تاریخ کې د همدغې پوښتنې ځواب دی: پوهنه، اصلاحات، قانونیت، مختګ، ډوډۍ، مدني ژوند او له نړۍ سره سیال کېدل. اماني نهضت دا هڅې راپیل کړې او ښې یې راپیل کړې، خو د ښکېلاک تور سیوری لا هم ژوندی و. د تحجر، تکفیر، خرافاتو او شاتګپالنې په بڼه کې بېرته راغی او تر نن ورځې پورې د افغانستان د نېکمرغۍ د لارې خنډ دی. تېر یوسل او اووه کاله د اماني نهضت او د ښکېلاک د تور سیوري ترمنځ جګړه روانه ده.
د ځانپېژندنې په نوي فرهنګي پېر کې باید ترخپلواکۍ ګټلو روسته د افغان ولس هغه بریاوې وڅېړو چې د ځان پیاوړي کولو په هځه کې ترلاسه شوې دي. ایا افغانانو وکړای شول د یوه ویښ، روښانه او بدلون غوښتونکي ملت په توګه له بیاځلې جګړو پرته او د ځان پیاوړي کولو په مټ د خپلواکۍ د ساتلو وړتیا ثابته کړي؟ که ملت دومره ځان په پوهنه رڼا کړی وای، چې بیا یې هیچا د ښکېلولو هڅه کړلای نه شوای، نو بیا بیا به بهرنیان ولې راتلل؟
دا زمانه له موږ غواړي، چې د استقلال په اړه تر عاطفي او احساسي ولولو ورهاخوا عقلانیت ته هم مخه کړو او خپل معاصر تاریخ ته په انتقادي نظر وګورو. که داسې کتنه وکړو، ښايي د خپلې اوسنۍ بدمرغۍ د لاملونو او له دغې تیارې څخه د وتلو ګڼې لارې وپېژنو.