• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د سپټمبر ۱۱مه

افغانستان لا هم د القاعدې په نقشه کې

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۵:۴۵ GMT+۱

۲۵ کاله وروسته القاعده د ۲۰۰۱ کال په څېر نه ده ځکه د خپلو مشرانو، مالي سرچینو، اړیکو او منظمې مرکزي قوماندې په له لاسه ورکولو سره خورا کمزورې شوې ده. د دې شبکې د ماتې تر ټولو روښانه نښه ښايي د هغې د مشرانو وژل کېدل وي خو د دوی له منځه تلو القاعدې ته د پای ټکی نه دی اېښی.

د ۲۰۰۱ کال له بریدونو وروسته پر القاعدې د امریکا او د هغې د متحدانو پوځي او استخباراتي فشار، د شبکې د مشرانو پرله‌پسې وژل کېدو او د دې شبکې د پټنځایونو او اړیکلارو له منځه وړو د القاعدې وړتیاوې محدودې کړې. خو په ورته وخت کې د دې شبکې سیمه‌ییزو څانګو د ځان لپاره جلا ځایونه پیدا کړل.

په افریقا کې جماعت نصرت الاسلام والمسلمين (JNIM) او الشباب، په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې څانګه (AQAP) او په جنوبي اسیا کې د القاعدې د هند نیمې وچې څانګه (AQIS) د القاعدې د جولې د تغییر بېلابېلې بڼې دي.

په دغه نوي جوړښت کې محلي څانګې مکلفې نه دي، چې دایم د مرکزي مشرتابه تر مستقیمې قوماندې لاندې کار وکړي. اپوټه، د سیمې له سیاسي، ټولنیز او امنیتي چاپېریال سره یې ځان عیارول د پایښت مهمه وسیله ده. له همدې امله نننۍ القاعده د مشرتابه د ځایناستي پرځای له دې اړخه ارزول کیږي، چې په بېلابېلو سیمو کې یې شبکې، کدرونه او نظریاتي نفوذ تر کومه بریده پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څارډلې د ۲۰۲۶ کال په رپوټ کې هم همدې توپیر ته اشاره شوې ده.

رپوټ وايي چې «د القاعدې وضعیت او ځواک د تېر رپوټ په پرتله په بنسټیز ډول نه دي بدل شوي او د دې ډلې د بهرنیو عملیاتو لېوالتیا لا هم موجوده ده». رپوټ همداراز وايي، چې القاعده په افغانستان کې د طالبانو له ملاتړه برخمنه ده او د نورو وسله‌والو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (TTP) د جنګیالیو د روزنې او سلاکارۍ رول لوبوي.

طالبان د ملګرو ملتونو رپوټونه ردوي او وايي، چې په افغانستان کې بهرنۍ جنګیالۍ ډلې نشته.

100%
په مالي کې د القاعدې غړي د مالیاتو راټولولو او مرستو وېشلو له لارې خپل نفوذ پیاوړی کوي.

افغانستان لا هم د القاعدې په نقشه کې دی

د القاعدې لپاره افغانستان لاهم په سیمه کې د حضور، کدرونو ساتلو، روزنې او اړیکو مساعد چاپېریال دی.

په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې د ایمن الظواهري وژل کېدو وښوده چې د القاعدې جګپوړي مشران لا هم په افغانستان کې د فعالیت لپاره پټنځایونه موندلی شي. د ترهګرۍ ضد مرکز د ارزونو له مخې، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته القاعدې او په ځانګړي ډول ددې شبکې د هند نیمه وچې څانګې په افغانستان کې له نوي وضعیت څخه د ګټې اخیستو هڅه کړې ده.

خو د افغانستان اوسنی وضعیت د ۱۹۹۰مو کلونو د پای غوندې نه دی.

القاعده نور هغسې مرکزي او ډاګیز فعالیت نه شي کولی، چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې له افغانستان نه کاوه. اوس یې پایښت تر ډېره د محلي څانګو، سیمه ییزو متحدانو او د طالبانو له واکمن جوړښت سره د اړیکو پر ترکیب ولاړ دی.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال رپوټ وايي، چې د القاعدې د هند نیمه وچې څانګه لا هم د افغانستان په سوېل‌ختیځ کې، چې د حقاني شبکې پام وړ نفوذ پکې دی، فعاله ده. د دې ډلې مشر اسامه محمود او مرستیال یې یحیی غوري په کابل کې لیدل شوي او د شبکې رسنیز مرکز په هرات کې ښودل شوی. رپوټ دا اندېښنه هم ښيي، چې د القاعدې د هند نیمه وچې څانګه ښايي «بهرنیو عملیاتو ته ځیره شوې» وي. دې څانګې تراوسه داسې ډاګیز برید یا عملیات نه دي کړي.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له خپرېدو سره هممهاله، سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د پکتیکا د ګومل ولسوالۍ یو شمېر سیمې د القاعدې له غړو تخلیه کړې او خپل ځواکونه یې پکې ځای پرځای کړي دي.

په فبروري کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تودې نښتې روانې وې او ښايي د القاعدې له غړو د سیمې د تخلیې یو لامل همدا و، خو دا روښانه نه ده، چې دغه غړي د هند نیمه وچې څانګې اړوند وو، که د القاعدې عرب کدرونه هم پکې شامل ول.

پخوانۍ شبکې په نوي رول کې

د القاعدې د هند نیمه وچې څانګه په ۲۰۱۴ کال کې ایمن الظواهري په رسمي ډول اعلان کړه، خو د دې څانګې تاریخ له ۲۰۱۴ کال نه وړاندې پیلېږي.

القاعدې له ۲۰۰۴ کال وروسته، چې په افغانستان کې یې لیکې وپاشل شوې، په وزیرستان او کراچۍ کې د پاکستاني جهادي کدرونو د تنظیم لپاره له بېلابېلو پاکستانۍ او کشمیرۍ جهادي ډلو سره کار کاوه. دغه جوړښتونه په بشپړه توګه یو واحد تنظیم نه و، خو د القاعدې له مشرتابه سره یې له پخوا اړیکې لرلې. وروسته د همدې ډلو یوه برخه د القاعدې د هند نیمه وچې په څانګه کې منظمې شوې.

د هند نیمه وچې څانګه القاعدې ته له دې امله مهمه وه، چې په سویلي اسیا کې له یوه واحد نوم او منظمې سیمه‌ییزې اجنډا سره راڅرګنده شي. د الظواهري په اعلان کې پاکستان، هند، کشمیر، بنګله‌دېش او د میانمار مسلمانې سیمې د دې څانګې د جغرافیایي تمرکز د سیمو په توګه یادې شوې وې. خو په عملي توګه د دې ډلې حضور په ټولو دغو سیمو کې یو ډول نه دی.

په هند کې یې د پراخې او ثابتې شبکې جوړول له ستونزو سره مخ شول، خو په نوې څانګه کې د پاکستاني او کشمیري جهادیانو د حضور له امله کشمیر د دې ډلې په تبلیغاتي او سیاسي روایت کې مهم ځای وموند.

دالقاعدې د هند نیمه وچې څانګې د جوړېدو یو بل مهم اړخ د شبکې د سیمه‌ییز کېدو بهیر و. د بن لادن او الظواهري د نسل پر ځای، د دې څانګې په مشرتابه او کدرونو کې هغه کسان ډېر شول چې له سویلي اسیا سره یې مستقیمه ټولنیزه او جغرافیایي اړیکه لرله. په همدې توګه، القاعدې هڅه کوله چې له یوې بهر مرکزه شبکې څخه په سیمه کې د محلي هویتونو، محلي کدرونو او محلي سیاسي-امنیتي شخړو له لارې د نفوذ وړ جوړښت ته واوړي.

په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا له بریدونو وروسته د القاعدې د مشرانو او غړو یوه برخه د پاکستان ښارونو، په ځانګړي ډول کراچۍ او قبایلي سیمو ته ولېږدېده. له دې سره په شبکه کې د پاکستان او سویلي اسیا د نورو هېوادونو د کدرونو رول هم ورځ تر بلې ډېرېده.

الیاس کشمیري، بدر منصور، احمد فاروق، خالد شیخ محمد او نور هغه پاکستانۍ څېرې وې، چې د شنونکو په باور، د القاعدې په پاکستاني کېدو کې یې ټاکونکی رول درلود. د دوی په منځ کې د پنجاب، کراچۍ او بنګله دېش او میانمار جنګیالیو پام وړ ونډه درلوده.

د القاعدې د پاکستاني کدرونو د ډېرېدونکي رول په پایله کې د دې شبکې او د قبایلي سیمو د وسله‌والو ډلو ترمنځ اړیکې هم پېچلې شوې.

له ۲۰۰۴ کال نه تر ۲۰۱۳ کال پورې د وزیرستان او قبایلي سیمو د جګړه ییز چاپیریال تحلیل ښيي، چې د القاعدې د هند نیمه وچې د نااعلان شوې څانګې د مشرانو او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ اړیکې له پیله د بشپړې همکارۍ اړیکې نه وې. په وزیرستان او قبایلي سیمو کې د دواړو لوریو ترمنځ د مشرتابه، قوماندې، جلب او جذب، جغرافیایي نفوذ، قومي او ژبني هویت او د جګړې پر لومړیتوبونو یو ډول رقابت و. دغه رقابت د حکیم الله مسید د مشرۍ پرمهال تر دې بریده ورسېد، چې د القاعدې مشرانو هغه ته پر پنجابي طالبانو د کار نه لرلو خبرداري ورکړل.

پاکستاني طالبان تر ډېره په قبایلي او پښتني جوړښتونو متکي دي، خو د القاعدې د هند نیمه وچې څانګې خپل مهم کدرونه له پنجاب، کراچۍ او نورو غیرپښتني سیمو جذبول.

د پاکستاني طالبانو په لیکو کې د غیرپښتنو، په ځانګړي ډول پنجابي طالبانو حضور تل له بې‌باورۍ سره مل دی. د قبایلي سیمو طالبان پنجابي طالبان د پاکستان د امنیتي او استخباراتي ادارو د نفوذ له زاویې هم ګوري. هغوی په تېر کې د افغانستان جګړه د خپلې مبارزې له اصلي محورونو ګڼله، خو ټي ټي پي په پاکستان او افغانستان دواړو کې خپلې جګړې ته جهاد وایه.

د دواړو ترمنځ د اړیکو تر شا د دوو بېلابېلو سیمه‌ییزو لیدلوریو اغیز لیدل کېږي. د پاکستاني طالبانو د فعالیت ډېره برخه له پاکستاني دولت، امنیتي ځواکونو او د افغانستان-پاکستان له اوسني امنیتي چاپېریال سره تړلې ده. د القاعدې د هند نیمه وچې څانګې له پیله هڅه کړې چې خپل ځان د سویلي اسیا د پراخې جغرافیا په کچه تعریف کړي او د افغانستان، پاکستان، کشمیر، هند او بنګله‌دېش موضوعات په یوه پراخ تبلیغاتي روایت کې سره وتړي.

دا موضوع دالقاعدې د هند نیمه وچې څانګې په رسنیز چلند کې هم تر یوه حده لیدل کېږي. د دې ډلې رسنیز تولیدات پر افغان طالبانو، کشمیر، هند او د سویلي اسیا پر نورو شخړو ډېر تمرکز لري، خو ټي ټي پي د دوی په روایت کې د یوه مرکزي او خپلواک شریک په توګه نه دی منعکس شوی.

100%
د ملګرو ملتونه رپوټونه وايي، چې القاعده لاهم په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې حضور لري

طالبان د موډل په توګه معرفي کیږي

د القاعدې د هند نیمه وچې په تبلیغاتو کې افغان طالبان د یوې اوږدې جګړې د بري د بېلګې په توګه وړاندې کېږي.

د دوی په خپرونو کې د طالبانو د جګړې، د امریکا د وتلو او د کابل د بیا نیولو موضوع په تکرار سره خپریږي. دا روایت هڅه کوي چې د طالبانو د اوږدې جګړې تجربه د افغانستان له پولو هاخوا د سویلي اسیا او نورو سیمو لپاره د یوه ماډل په توګه وړاندې شي.

ددغو تبلیغاتو یوه مهمه سرچینه د القاعدې حطین مجله او «نوای غزوه هند» ویب‌پاڼه ده. دې «جهادي رسنۍ» په ۲۰۰۸ کال کې د «نوای افغان جهاد» په نوم خپرونې کولې، خو د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې د القاعدې د هند نیمه وچې د رسنیزې کمېټې د غړو په مشرۍ د نوای غزوه هند په نامه خپرونې کوي. ډېری د افغانستان، پاکستان، بنګله‌دېش، کشمیر او هند په اړه تبلیغات کوي او د خپلې رسنیزې محتوا له لارې سیمه‌ییز موضوعات د القاعدې له پراخ نړیوال روایت سره نښلوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر کابل د طالبانو بیا واکمنېدو د القاعدې په تبلیغاتي ادبیاتو کې ځانګړی ځای نیولی. دغه شبکه د طالبانو اوږده جګړه، له ۲۰۰۱ کال وروسته ماتې، بیا مقاومت او په پای کې د کابل بیا نیول د دې لپاره تبلیغوي، چې وښيي اوږدمهاله وسله‌واله مبارزه، یا د دې ډلې په تعبیر «جهاد»، د ماتې له پړاو وروسته هم بېرته بریالی کېدای شي.

دالقاعدې د هند نیمه وچې څانګې د رسنیزو تولیداتو په منځ کې «له دشت لیلې نه د کابل تر سوبې» په نوم مستند فلم هم د همدغه نریټیف برخه ده. په دغه مستند کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ سقوط، له ۲۰۰۱ کال وروسته جګړه، د طالبانو بیا راټولېدل او د کابل بیا نیول انځور شوي دي.

له بن لادن او الظواهري وروسته څه شی پاتې دی؟

د بن لادن او الظواهري وژل کېدل د القاعدې لپاره سترې ضربې وې او د هغې پخوانی مرکزي جوړښت یې سخت کمزوری کړی، خو دا په دې معنا نه دي، چې هغه ټولې اړیکې او سیمه‌ییز جوړښتونه هم له منځه تللي چې القاعدې په تېرو دوو لسیزو کې رامنځته کړي دي.

د ترهګرۍ ضد مرکز د ۲۰۲۵ کال په یوه ارزونه کې القاعده د یوه متمرکز او عمودي سازمان پر ځای یوه غیرمتمرکزه نړیواله شبکه بللې، چې څانګې یې په افغانستان، افریقا، منځني ختیځ، جنوبي اسیا او نورو سیمو کې پام وړ خپلواکي لري. په دې جوړښت کې د مرکزي مشرتابه نفوذ پاتې دی، خو د ورځنیو فعالیتونو، محلي لومړیتوبونو او اړیکو ډېره برخه د څانګو پر غاړه ده.

البته د القاعدې غیر متمرکز کېدل د دې شبکې د ځواک ډېرېدو نښه هم نه ده.

دې چارې د شبکې لپاره نوې ستونزې هم پیدا کړې. کله چې د یوې شبکې واک له مرکز څخه محلي څانګو ته لېږدیږي، پر شبکه د مرکزي مشرتابه کنټرول هم کمېږي. محلي څانګې د خپلو سیمو له شرایطو، جوړښتونو او سیاسي لومړیتوبونو سره ځان برابروي. ددې یوه ښه بېلګه په سوریه کې د القاعدې پخوانۍ متحدې ډلې دي. د القاعدې پخوانۍ سوریایي څانګې، چې جبهه النصره یې تر ټولو مهمه وه، په تدریج له مرکزي القاعدې فاصله واخیسته او د خپل محلي چاپېریال او پوځي او سیاسي اړتیاوو پر بنسټ یې خپل سازماني مسیر بدل کړ. په ۲۰۱۶ کال کې دې ډلې له القاعدې سره د اړیکو پرېکون اعلان کړ او وروسته یې خپل جوړښت هیئت تحریر الشام ونوماوه. دې محلي کېدو له القاعدې ډېره فاصله واخېسته او د القاعدې مرکزي مشرتابه دغه پریکړه د عهد ماتول وبلل.

له همدې امله د القاعدې ټولې څانګې نن د یوه واحد تنظیم په څېر عمل نه کوي. ځینې یې خپل محلي اهداف د القاعدې تر نړیوالې اجنډا مهم ګڼي او ځینې نورې د مرکزي القاعدې د نړیوال جهاد له نریټیف سره نږدې اړیکه ساتي. څېړونکي هم وايي چې د دې غیرمتمرکز جوړښت یوه پایله دا ده چې د القاعدې د نړیوال ایډیولوژیک یووالي او سازماني انسجام کچه تر پخوا کمزورې شوې ده.

نن ۲۵ کاله وروسته د القاعدې په اړه محتاطانه تحلیل ښايي دا وي، چې القاعده ټوټه شوې او د اړیکو او تمویل کانالونه یې ځپل شوي، خو هسته او محلي څانګې یې لا هم په افغانستان، پاکستان، سویلي اسیا، افریقا او عربي نړۍ کې فعالې دي.

ډېر لیدل شوي

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی
۱

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی

۲

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نیول کیږي

۳

د پاکستان د سند ایالت چارواکو هم په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه کړې

۴

د ایران جګړه؛ ټرمپ د افغانستان د جګړې په څېر پر پخوانۍ لار روان دی

۵

د طالبانو استخباراتو د مخالفو جبهو پر ضد د ۷۰ میلیونه افغانیو تبلیغاتي بودجه وړاندیز کړې

•
•
•

نور خبرونه

داعش خراسان؛ «د سپټمبر ۱۱مې تکرار» ممکن دی؟

۱۸ وږی ۱۴۰۵ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۴:۳۳ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې بریدونو وښوده چې ترهګرې ډلې هم کولای شي د یوه هېواد له خاورې نړیوال امنیت او سیاست اغېزمن کړي. نن د داعـ.ـش خراسـان په اړه هم دا پوښتنه مطرح ده چې ایا د خپل قلمرو او ډېرو مرکزونو له بایللو وروسته له افغانستان، پاکستان او شاوخوا سیمو نړۍ ګواښلی شي؟

ځواب د دې ډلې په بدلون کې نغښتی دی. داعش خراسان له ځمکنۍ ولکې او ښکاره سنګرونو اوس پر پټو مرکزونو، ښاري بریدونو، پولې پورې اړیکو او پراخو تبلیغاتي شبکو متمرکز شوی دی.

له تحریک طالبان پاکستان څخه تر ولایت خراسان پورې مزل

د داعش خراسان د جوړېدو بهیر په ۲۰۱۴ کال کې د تحریک طالبان پاکستان له دننه د یو شمېر ناراضه قوماندانانو له بېلتون سره پیل شو. د همدې کال په اکتوبر کې د تحریک طالبان پاکستان پخواني ویاند شاهدالله شاهد د څو سیمه‌ییزو قوماندانانو په ملتیا دداعش له خلیفه ابوبکر البغدادي سره بیعت وکړ. وروسته حافظ سعید خان د دې جوړښت مشري پر غاړه واخیسته. د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې داعش «ولایت خراسان» اعلان کړ او حافظ سعید خان یې لومړنی والي او ملا عبدالرؤف خادم یې مرستیال وټاکل.

داعش خراسان له پیل څخه ځان په یوې سیمې یا قوم پورې محدود نه کړ. د دې فعالیت لومړنی محور د ډیورنډ کرښې هغې غاړې قبایلي سیمې او بلوچستان، د افغانستان سوېل او ختیځ، او وروسته شمال او مرکزي اسیا وو.

په هلمند کې ملا عبدالرؤف خادم د ډلې له لومړنیو مهمو قوماندانانو و، خو د ۲۰۱۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو. وروسته په زابل کې د ملا منصور دادالله او د تحریک اسلامي ازبکستان د مشر عثمان غازي په ګډون یو شمېر قوماندانان ورسره یوځای شول.

د افغان، امریکايي ځواکونو او طالبانو د عملیاتو له زیاتېدو سره داعش په سوېل کې خپل موقعیت ونه ساتلای شوای. د ننګرهار او کونړ غرنۍ سیمې، له پاکستان سره نږدېوالی، سرحدي لارې او د سلفي شبکو شتون یې د نوي مرکز لپاره مناسب وو. په دې توګه د ډلې اصلي تمرکز د افغانستان ختیځ ته ولېږدېد.

د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ پوځي عملیاتو داعش خراسان ته درانده زیانونه واړول. د سیمو د نیولو وړتیا یې کمه شوه، خو ورسره یې د جګړې بڼه هم بدله کړه.

داعش نور د پراخو سیمو نیولو ته اړتیا نه لرله. په ښارونو کې پټې شبکې، محدود شمېر روزل شوي کسان او د بریدونو د طرحې وړتیا ورته کافي وه. د ثناءالله غفاري، چې په شهاب المهاجر هم مشهور دی، د مشرۍ پر مهال دې ډلې د مرکزي اسیا د وګړو د جلب هڅې پراخې کړې. د بدخشان، تخار او کندز له لارې یې له تاجکستاني، ازبکستاني، قرغیزستاني او ایغور وګړو سره اړیکې پراخې شوې. دې بهیر داعش خراسان له یوه سیمه‌ییز ګروپ څخه په پولې پورې شبکه بدل کړ.

همدا بدلون د دې ډلې د اوسني خطر د درک لپاره مهم دی. یوه ډله چې لویه سیمه نه شي نیولای، لا هم کولای شي په یوه ښار کې د خپلو پټو شبکو له لارې داسې برید وکړي چې اغېز یې تر خپل جغرافیایي ځای ډېر پراخ شي.

له ۲۰۲۱ وروسته؛ طالبان د داعش اصلي هدف

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته داعش خراسان د خپلو بریدونو لویه برخه پر طالب چارواکو، عامه ځایونو، بهرنیو وګړو او هغو کسانو متمرکزه کړه، چې له طالبانو سره تړاو لري.

د داعش په تبلیغاتو کې طالبان سیاله او «منحرف» لوری بلل کېږي. داعش هغوی د امریکا «ګوډاګیان» او ملتپال معرفي کوي او له چین، روسیې او ایران سره د طالبانو اړیکې د خپلو تبلیغاتو موضوع ګرځوي.

له ۲۰۲۲ کال نه تر ۲۰۲۴ کال پورې د لوړپوړو طالب چارواکو او نورو هدفونو پر ضد بریدونو دا وښودله چې داعش لا هم د پټو شبکو له لارې د مهمو هدفونو د هدف ګرځولو وړتیا لري. دوی په دې موده کې د حقاني شبکې یو مهم مشر او طالب وزیر خلیل الرحمان حقاني، د بلخ لپاره د طالبانو والي ملا محمد داود مزمل او یو شمېر نور طالب چارواکي ووژل.

د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر «ابي ګېټ» برید، په ۲۰۲۲ کې پر لونګان هوټل برید، د ۲۰۲۴ کال د ایران د کرمان برید او د روسیې د کروکس سټي هال برید وښودله چې د داعش خراسان فعالیت یوازې په افغانستان او پاکستان پورې محدود نه دی.

100%

د طالبانو پوځي عملیات او استخباراتي تعقیب

طالبانو د داعش خراسان پر وړاندې پراخ استخباراتي او پوځي عملیات کړي دي.

په ۲۰۲۳ کال کې طالبانو د داعش د عملیاتي او استخباراتي چارو د مهم مسوول قاري فاتح د وژلو اعلان وکړ. اعجاز امین اهنګر، چې ابو عثمان کشمیري هم بلل کېده، د داعش خراسان یو لوړپوړی هندي الاصله قوماندان و چې په کابل کې ووژل شو. د ثناءالله غفاري په اړه هم په ۲۰۲۳ کال کې راپورونه خپاره شول چې په کونړ کې د طالبانو په کمین کې سخت ټپي او وروسته د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته انتقال شوی دی.

طالبانو د داعش پخوانی مشر ابو عمر خراساني هم کابل ته تر ننوتلو وروسته په څرخي پله زندان کې اعدام کړ. دافغانستان په ختیځ کې د داعش د احتمالي ټولنیزو او فکري بسترونو د کمزوري کولو لپاره یې پر ځینو سلفي مدرسو هم محدودیتونه ولګول.

خو د مشرانو وژل د یوې شبکې د نظریاتي بستر د له منځه تلو معنا نه لري. داعش کولای شي د قوماندې تشه په نوي مشر، کوچنیو کړیو او غیرمتمرکزو اړیکو ډکه کړي. له همدې امله استخباراتي فشار مهم دی، خو یوازې هغه وخت پایدار اغېز لري چې له مالي، تبلیغاتي او ټولنیزو اقداماتو سره یوځای شي.

طالبان د داعش ځپلو د هڅو په لړ کې د جمهوري نظام د یو شمېر امنیتي منسوبینو، سلفي عالمانو، عامو خلکو او خپلو یو شمېر نورو مخالفانو په وژلو او د بشري حقونو په نقض هم تورن شول.

نړیوال فشار پر داعش څومره اغیز کړی

د داعش خراسان خلاف نړیوال اقدامات هم پراخ شوي دي. امریکا د دې ډلې د مهمو مشرانو پر سر د جایزو له لارې د استخباراتي معلوماتو ترلاسه کولو هڅه کوي. د ثناءالله غفاري لپاره تر میلیونونو ډالرو پورې جایزه ټاکل شوې او د ډلې د مهمو مالي او عملیاتي کسانو خلاف هم ورته اقدامات شوي دي.

د داعش د مالي سرچینو، د جلب او جذب شبکو او د تبلیغاتي جوړښتونو ګډوډول د امریکا د کمپاین مهمې برخې دي.

د ۲۰۲۵ کال په مې کې د داعش خراسان د ویاند او د «العزایم» رسنیز بنسټ د بنسټګر سلطان عزیز عزام نیول هم مهم پرمختګ و. د پاکستان چارواکو د هغه د نیولو خبر ورکړ او وروسته د ملګرو ملتونو د څار په ارزونو کې هم د هغه نیول یاد شول. دا اقدام ځکه مهم و چې «العزائم» د داعش خراسان د تبلیغاتو له مهمو مرکزونو څخه دی. دې ډلې په پښتو، دري/فارسي، تاجکي، ازبکي، اردو او انګلیسي ژبو مواد خپرول او خراسان غږ «Voice of Khorasan» یې د تبلیغاتي فعالیت مهمه برخه وه.

د ملګرو ملتونو ارزونې ښيي، چې ترهګرۍ ضد عملیاتو د داعش خراسان عملیاتي وړتیا کمه کړې، خو ګواښ یې له منځه نه دی تللی.

ډیورنډ کرښه د زور ازمویلو نوی میدان

د داعش خراسان په اړه د طالبانو یوه مهمه ادعا دا ده چې د دې ډلې روزنیز او مالي مرکزونه له افغانستان نه بهر په پاکستان کې دي. د طالبانو له نظره، دغه مرکزونه د ډیورنډ کرښې هاخوا، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې فعال دي.

د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۳۰مه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې په کابل او ننګرهار کې نیول شوي ځینې بهرني داعشیان د بلوچستان د مستونګ له شاوخوا سیمو څخه د دې ډلې له روزنیزو کمپونو راغلي وو. د طالبانو دفاع وزارت هم ویلي وو، چې داعش نور په افغانستان کې لوی فزیکي مرکزونه نه لري او ځینې کمپونه او مالي شبکې یې د ډیورنډ کرښې هاخوا دي.

د ۲۰۲۶ کال د جون په ۱۸مه د طالبانو دفاع وزارت وویل چې د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې یې د داعش خراسان اړوند مرکزونه په نښه کړي دي. پاکستان بیا دغه ادعاوې رد کړې.

د دې متقابلو ادعاوو کره کول ستونزمن دي، خو د داعش خراسان موضوع اوس د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د امنیتي بې‌باورۍ په مهم محور بدله شوې ده. که د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د وسله‌والو د تګ راتګ، پټېدو او تمویل زمینه موجوده وي، یوازې د یوه لوري عملیات ستونزه په بشپړه توګه نه شي حل کولی.

100%

د افغانستان ګاونډیان لاهم اندېښمن دي

په افغانستان او پاکستان کې د داعش حضور د سیمې لپاره هم د اندېښنې وړ دی. روسیه په ځانګړي ډول د ۲۰۲۴ کال د کروکس سټي هال له برید وروسته د دې ډلې پر وړاندې حساسه شوې ده. مسکو له طالبانو سره د سیاسي اختلافونو باوجود د داعش پر وړاندې د امنیتي همکارۍ اړتیا مطرح کړې ده.

چین هم د افغانستان له شمال نه د مرکزي اسیا پر لور د افراطي شبکو د پراختیا په اړه اندېښمن دی. په داعش کې د تاجکستاني، ازبکستاني، قرغیزستاني او اویغور وګړو موجودیت او د جلب هڅې د دې اندېښنې یوه برخه ده. ایران هم د داعش د پولې پورې فعالیتونو له مستقیم خطر سره مخ دی.

له همدې امله امریکا، روسیه، چین، ایران، د مرکزي اسیا هېوادونه او طالبان، سره له دې چې د افغانستان په تړاو بېلابېل سیاسي دریځونه لري، د داعش خراسان پر وړاندې ګډه امنیتي اندېښنه لري. استخباراتي معلومات، د تمویل د لارو بندول، سرحدي څارنه او د ترهګرۍ ضد همغږي د همدې ګډې اندېښنې عملي برخې کېدای شي.

«د سپټمبر ۱۱مې تکرار» ممکن دی؟

«د سپټمبر ۱۱مې تکرار» اصطلاح باید د ۲۰۰۱ کال د بریدونو د ورته تکرار په معنا وانخېستل شي. د داعش خراسان لپاره د ورته اغېز د رامنځته کولو لاره ښايي ډېره کوچنۍ او ساده وي.

د ډلې اوسنی خطر په دې کې دی چې د پراخې ځمکنۍ ولکې له اړتیا پرته فعالیت کولای شي. پټنځایونه، انلاین تبلیغات، پولې پورې اړیکې او محدود شمېر بریدګر ورته د لوړ اغېز د یوه برید لپاره کافي کېدای شي.

همدا ټکی د بل «۱۱\۹ » بحث له پخوانۍ بڼې جلا کوي. راتلونکی برید ښايي الوتکې، لوړې ودانۍ او زرګونه قربانیان نه وي، خو که د یوه برید له لارې د یوه هېواد امنیتي محاسبه بدله، سیمه‌ییزې اړیکې ترینګلې او نړیواله وېره زیاته شي، اغېز یې بیا هم له خپل اصلي هدف څخه ډېر پراخېدای شي.

داعش خراسان له ۲۰۱۴ کال راهیسې څو ځله بدلون موندلی دی.

د طالبانو عملیاتو، د امریکا جایزو او مالي فشار، د ملګرو ملتونو څار، د ترکیې او پاکستان نیونو او د روسیې، چین او د سیمې د نورو هېوادونو امنیتي هڅو د دې ډلې وړتیاوې کمې کړې دي. د مشرانو وژل او نیول، د تبلیغاتي شبکو ګډوډول او د مالي سرچینو هدف ګرځول مهمې ضربې دي، خو دا لا د بشپړې ماتې معنا نه لري.

د داعش خراسان اصلي ننګونه دا ده چې د خپلې بقا لپاره نورې پراخې سیمې ته اړتیا نه لري. که یوه شبکه په ښارونو کې د خپلو کانالونو، اړیکو او تبلیغاتو کار اخېستلی شي، د هغې د له منځه وړلو معیار هم باید بدل شي.له همدې امله «د سپټمبر ۱۱مې تکرار» د مخنیوي بحث باید د قوماندې، تمویل، جلب او جذب، تبلیغ او پولې پورې تګ راتګ لارو ګډ محدودول وي.

د پخواني اختلاف نوی مخ؛ مسعود، مقاومت او طالبان

۱۸ وږی ۱۴۰۵ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۰۵ GMT+۱
100%

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، چې طالبان کابل ته ننوتل، د مسعود او مقاومت نومونه یو ځل بیا د افغانستان د سیاسي او امنیتي بحثونو په مرکز کې راغلل، خو دا ځل د طالبانو خلاف د «مقاومت» مشري د مسعود د ځوان زوی احمد مسعود پرغاړه ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سقوط په لومړیو ورځو کې چاریکار او جبل‌السراج ته ولاړ او د احمد مسعود له استازو سره یې خبرې وکړې. دواړو لوریو هڅه کوله چې د نوي نظام او پنجشېر ترمنځ د یوې سیاسي لارې لپاره زمینه برابره کړي، خو د واک، سیاسي مشارکت او د راتلونکي نظام پر جوړښت خبرې هوکړې ته ونه رسېدې. د خبرو له ناکامېدو وروسته طالبانو په پنجشېر کې پوځي عملیات پیل کړل.

د طالبانو مهم پوځي قوماندان ملا عبدالقیوم ذاکر د دغو عملیاتو قومانده پرغاړه درلوده او د مقاومت جبهې سرچینو تور ولګاوه، چې د پاکستان د پوځ ځانګړو ځواکونو په پنجشېر کې د دوی د ځواکونو سنګرونه په هوايي بریدونو کې په نښه کړي دي.

د پنجشېر له سقوط وروسته په ټولنیزو رسنیو کې داسې انځورونه او ویډیوګانې خپرې شوې چې د احمدشاه مسعود د مزار د زیانمنېدو او د طالبانو د ځینو کسانو د اتڼ صحنې پکې لیدل کېدې.

طالبانو وویل چې دا د دوی رسمي سیاست نه و. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا د ځینو کسانو شخصي عمل وباله او ویې ویل چې د ورته پېښو د مخنیوي هڅه به وشي.

خو د دغو صحنو خپرېدو پراخ غبرګونونه راوپارول، ځکه د یوه وژل شوي مخالف د مزار په خوا کې د خوښۍ او اتڼ صحنه، که په هر هدف شوې وي، له عادي سیاسي مخالفت څخه یې د سپکاوي تر کچې د تېرېدو معنا لرله.

د خبرو اترو ناکامي او د طالبانو انحصاري سیاستونو ددې ډلې مخالفان، چې په سر کې یې د مقاومت جبهه ده، د طالبانو خلاف وسله والې جګړې ته وهڅول او پنځه کاله وروسته لیدل کیږي، چې نښتې پراخیږي او نوي اړخونه خپلوي.

طالبان له مسعود نه یو روایت نه لري

د مسعود په اړه د طالبانو پر دریځ د پوهېدو لپاره باید دغه ډله د یوه واحد سیاسي ذهنیت په توګه ونه کتل شي. د دې ډلې مشران بېلابېل سیاسي او جهادي شالیدونه لري. د جګړې تجربې یې هم یو شان نه دي. د سیمو، قوماندانانو او پخوانیو اړیکو له مخې د مسعود په اړه د دوی برداشتونه هم توپیر لري.

د کندهار او هلمند له محور سره تړلي یو شمېر طالب مشران له مسعود او د هغه له ځواکونو سره په مستقیمه جګړه کې ښکېل پاتې شوي دي. ملا عبدالغني برادر، ملا عبیدالله اخوند، ملا فاضل مظلوم، ملا نورالله نوري او ملا عبدالقیوم ذاکر د همدې جګړه‌ییز نسل له مهمو څېرو څخه دي.

د دوی لپاره مسعود د جګړې یو واقعي مخالف و. له همدې امله د هغه نوم له شخصي خاطرو، پوځي تجربو او د اوږدې جګړې له حافظې سره تړلی دی. ښايي د همدې حافظې اغېز د ۲۰۲۱ کال له تحولاتو وروسته په پنجشېر کې د طالبانو په پوځي چلند کې هم لیدل شوی وي.

خو د طالبانو په بل مهم محور حقاني شبکه کې د مسعود په اړه تصویر تر یوه حده متفاوت دی.

د شوروي ضد جهاد پر مهال د جلال‌الدین حقاني او احمد شاه مسعود ترمنځ د اړیکو او متقابل درناوي سابقه یاده شوې ده. دواړه د شوروي ځواکونو پر وړاندې د جګړې په یوه پراخه جهادي جبهه کې شامل وو، خو وروسته یې سیاسي او پوځي لارې له یو بل څخه بېلې شوې. حقاني له مسعود سره نږدې پاتې شوی و او د قوماندانانو په شورا کې یې غړیتوب درلود.

همدغه تاریخي شالید ښايي د دې سبب شوی وي چې خلیل‌الرحمن حقاني په ۲۰۲۱ کال کې مسعود «مجاهد او اتل قوماندان» وباله.

د طالبانو په وسله‌وال جوړښت کې د تاجک‌توکمو قوماندانانو نفوذ هم پراخ دی. د دې ډلې له لوړپوړو تاجک توکمه طالبانو څخه یوهم د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت دی.

فصیح‌الدین په یوه مرکه کې د مسعود د شخصیت په اړه محتاط دریځ څرګند کړی و. هغه ویلي وو، « احمد شاه مسعود هم د جهادي قوماندانانو له ډلې و، چې د روسانو پر وړاندې یې ډېر جهاد او مبارزه وکړه. دا چې وروسته د اسلامي امارت پر وړاندې ودرېد، مخالفتونه پیدا شول... خواشیني یو چې د خپلو افغان وروڼو پر وړاندې ودرېد. هغه له هغو قوماندانانو و چې د جهاد پر وخت یې د روسانو خلاف ډېر زحمت ووېست».

د فصیح‌الدین دا څرګندونې ښيي چې د مسعود په اړه د طالبانو په داخل کې هم د «مخالف» او «جهادي قوماندان» دواړه تعریفونه په یوه وخت کې موجود دي. د هغه د څرګندونو تر شا قومي او سیمه‌ییز حساسیتونه هم مطرح کېدای شي، په ځانګړي ډول دا چې بدخشان د مسعود د فکري او تنظیمي مشر برهان‌الدین رباني د نفوذ له دودیزو مرکزونو څخه و.

100%
د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود د طالبانو د یوې مخالفې وسله والې ډلې ملي مقاومت جبهې مشري کوي

پخوانۍ تربګنۍ لا پرځای دي

د ۱۳۷۳ لمریز کال د سلواغې میاشتې په یوه واورینه ورځ د هغه وخت د ولسمشر برهان الدین رباني د حکومت دفاع وزیر احمد شاه مسعود له خپلو څو ملګرو سره د کابل له سویل لوېدیځ څخه شاوخوا ۳۵ کیلومتره لرې د میدان ښار پر لور لاړ. هغه د هغو وسله والو لیدو ته ورغی چې په سپین بیرغ لرونکو موټرو کې له کندهاره راوتلي وو. دا نوی بهیر د طالبانو اسلامي تحریک و، چې مشري یې ملا محمد عمر کوله او د شرعي نظام د پلي کولو ادعا یې لرله.

مسعود له طالب استازو، په ځانګړي ډول ملا محمد رباني او ملا بورجان، سره شاوخوا څلور ساعته پر یوه ټغر کښېناست. د مسعود او برهان الدین رباني تمه دا وه چې نوي راټوکېدلي طالبان به، د پخوانیو اړیکو او مرستو ترڅنګ، د نوي سیاسي تعامل له لارې ورسره همکاري وکړي او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار پر وړاندې په ګډه وجنګېږي.

خو د طالب استازو ځواب د دوی د تمې خلاف و. هغوی شرط کېښود چې رباني او مسعود باید بې‌شرطه واک پرېږدي، خپلې وسلې طالبانو ته وسپاري او د طالبانو د تعریف له مخې شرعي نظام ته غاړه کېږدي.

دغه څلور ساعته مجلس بې پایلې پای ته ورسېد. یاده ناسته چې ښايي د جوړجاړي یوه لاره یې پرانیستې وای، په راتلونکو کلونو کې د دواړو لوریو ترمنځ د اوږدې او خونړۍ مقابلې پر یوه بل پړاو واوښته.

طالبانو په لومړیو کې د سولې او د وضعیت د کرارولو له شعارونو سره د سپین بیرغ په نوم خپل حضور پراخ کړ، خو د قلمرو له پراختیا او په ۱۹۹۶ کال کې د کابل له نیولو وروسته، د جګړې مسیر هم بدل شو.

مسعود خپل ځواکونه شمالي سیمو، په ځانګړي ډول پروان، پنجشېر او تخار، ته واېستل او د طالبانو پر ضد یې د «افغانستان ملي متحدې جبهې» بنسټ کېښود. طالبانو او پاکستان دې جبهې ته د «شمال ټلوالې» نوم ورکړ.

په همدې کلونو کې د مسعود د جګړې یوه مهمه لوژستیکي او سیاسي تکیه د تاجکستان د کولاب سیمه وه. طالبانو په خپلو رسمي خپرونو او راډیو شریعت کې د مسعود وسله والو ته د «کولاب تښتېدلي» اصطلاح کاروله.

دغه اصطلاح شاوخوا ۲۵ کاله وروسته بیا د طالبانو د یوه لوړپوړي چارواکي په وینا کې راڅرګنده شوه. د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سږنۍ کالیزې په غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د خپل مخالف او د مسعود د یوه نږدې ملګري عبدالرب رسول سیاف یوې وروستۍ وینا ته په اشارې وویل: « زموږ د نظام، د امارت مؤسس مشر ملا صاحب مرحوم، ملامحمد عمر مجاهد څلور وارې د جهاد او د الله په لاره کې زخمي شوی دی. هغه وخت چې ټول افغانستان د تا پاټکونو اخیستی و، خو بیا هم دې سرسپارلو سر نه دی ټیټ کړی، را پورته شوي دي او له ټول افغانستان نه یې جارو کړئ، تر کولابه یې ورسولئ».

دې وښوده، چې د «کولاب» اصطلاح د طالبانو په سیاسي ادبیاتو کې لاهم ځای لري.

له تېر او راتلونکي سره چلند

طالبانو د واکمنۍ په تېره او اوسنۍ دوره کې د سیاسي مخالفانو، تاریخي څېرو او ملي سمبولونو په اړه د دوی چلند تل د بحث وړ پاتې شوی دی.

د ملي بیرغ او ځینو ملي نښانونو پر وړاندې د دریځونو، د عبدالعلي مزاري د مجسمې د نړولو او له ځینو دولتي دفترونو څخه د امان‌الله خان او خان عبدالغفار خان د انځورونو د لرې کولو په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي. په ۲۰۲۲ کال کې د پکتیا له یوه طبي بنسټ څخه د امان‌الله خان د انځور د لرې کېدو راپور ورکړل شوی و او په ۲۰۲۴ کال کې د تورخم د یوه دیوالي انځور په اړه هم د ورته اقدام ادعاوې خپرې شوې وې.

د دوی چلند ډېری د دوی له مذهبي تنګنظرۍ سرچینه اخلي اوقومي او سمتي اړخ ورکول عادلانه قضاوت او منطقي نه دي. په همدې چوکاټ کې د مخالفانو اقدامات هم په هیڅ قوم او سمت پورې اړه نه لري، خو لږترلږه دا روښانه ده، چې جګړه خپل اصول او قوانین لري.

له ډېرو سره لاهم دا پوښتنه مطرح ده، چې که طالبان لسیزې وروسته د خپل یوه وژل شوي مخالف نوم او درناوی نه شي زغملای، د افغانستان په شان د متنوع هېواد له متنوع ارزښتونو او څلوېښت میلیوني نفوس سره به څنګه پخلا او تر یوه چتر لاندې سوله ییز ژوند وکړي؟ طالبانو تراوسه داسې اقدامات نه دي کړي، چې دې پوښتنې ته ځواب وویلای شي.

د پاکستان ولسمشر زرداري ولې لندن کې ناست دی؟

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۱
•
افراسیاب خټک
100%

نزدې ۲ اونۍ وړاندې د پاکستان جمهور رییس اصف علي زرداري له کوم رسمي اعلان پرته په مرموز ډول له پاکستان نه بهر لاړ. دغه کار د ژورنالېسټانو له ډېرو پوښتنو سره مخ شو. د اګست په ۲۷مه د جمهوري ریاست له دفتر نه اعلان وشو چې زرداري د یوې اونۍ لپاره په یوه شخصي سفر اتریش (اسټریا) ته لاړ.

له دې سره د پاکستان په خواله رسنیو کې یو خبر د ځنګل د اور غوندې په ګړندي ډول خپور شو چې ګواکې اصف علي زرداري د خپل زوی بلاول بوټو زرداري د واده په مراسمو کې د ګډون په موخه اتریش ته تللی دی. خبر کې دا هم راغلي وو، چې د بلاول واده د سویس او اتریش تر منځ پروت د یوه کوچني هېواد لشټن سټاین له شهزادۍ سره کېدونکی دی.

له دې وروسته بیا ځینو خبریالانو وویل، چې د بلاول ناوې به د اتریش د پاچا لور وي. د لږ وخت د پاره د زرداري کورنۍ او د هغه ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ پر دغو خبرونو چپ پاتې شوه، خو د اګست په ۳۱مه نېټه بلاول بوټو په یوه ویډیويي پیغام کې د خپل واده خبر رد کړ او د دې خبر په خپروونکو یې تور پورې کړ، چې هغوی دا خبر له مهمو ملي مسایلو نه د پاکستان د خلکو پام اړولو د پاره خپور کړی دی.

بلاول په خپل ویډیويي پیغام کې د داخله چارو د وزیر محسن نقوي نوم وانه‌خیست، خو هغه ته یې په اشارې کولو پر هغه تور پورې کړ، چې هغه د پاکستان د ایالتونو د وېش د پلان په وړاندې کولو سره له ځان نه د پاکستان ګورباچوف جوړول غواړي.

د بلاول بوټو له‌خوا د پاکستان د ګورباچوف جوړېدو تور یعنې د ګورباچوف غوندې عمل د تکرار په وسیله د پاکستان د ړنګولو تور؛ ځکه هم ډېر سنګین دی چې هغه پر دې خبره ښه خبر دی، چې د ایالتونو د وېشلو پلان د داخله چارو د وزیر محسن نقوي پلان نه‌دی، په حقیقت کې دا د پاکستان د پوځ د لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر پلان دی او محسن نقوي په سیاسي چارو کې د عاصم منیر ویاند بلل کیږي، نو بلاول په غیر مستقیم ډول عاصم منیر ته د پاکستان ګورباچوف ویلی دی.

پاکستان یو نوی هېواد دی، خو د دغه هېواد څلور واړه ایالتونه یعنې پنجاب، سندھ، پښتونخوا او بلوچستان ډېر ستر شالیدونه لري او دغه ایالتونه د تاریخي قومونو یعنې د پنجابیانو، سندھیانو، پښتنو او بلوچو وجود ترسیموي.

شنونکي وايي، چې د پاکستان جنرال‌واکي په درېیو وجوهاتو د دغو ایالتونو له‌منځه وړل غواړي؛ وړومبۍ وجه یې دا ده، لکه څرنګه چې دغه ایالتونه تاریخي قومونه، ژبې او هویتونه ترسیموي، نو دا د یوه نوي پاکستاني قوم د جوړېدو په لاره کې خنډ دي. دویمه وجه یې دا ده، چې دغه ایالتونه د فدرالي ډيموکراټيک نظام د نسبي مالي او سیاسي اختیار په چوکاټ کې کار کوي او تل د پوځي دیکتاتورۍ د جوړیدو پرضد مقاومت کوي. درېیمه وجه یې دا ده، چې د پاکستان د اساسي قانون له‌مخې، ایالتونه په‌خپله خاوره کې د شته طبیعي منابعو او د معدنونو د ملکیت حق لري. د جنرال‌واکۍ اقتصادي امپراتورۍ پورې تړلي شرکتونه دا غوښتنه لري، چې دغه طبیعي منابع او معدنونه د جنرالانو تر لاس لاندې مرکزي دولت ته په لاس ورشي او د پوځ سوداګریز شرکتونه به د دغو معدنونو تولید په نړۍ‌وال مارکېټ کې په اسانه وپلوري او په میلیاردونه ډالر به وګټي.

په لندن کې په ظاهره د زرداري بې‌وجې ناستي کې یوه نوې موخه هغه وخت ولیدلای شوه، چې سندھیانو د سندھ ایالت د وېش پر ضد سترې مظاهرې وکړې. د سندھ ایالتي پارلمان د ایالت د وېش پر ضد یوه سخته پریکړه تصویب او د سندھ په پارلمان کې د زرداري خور فریال تالپور، د سندھ لومړی وزیر مراد علي‌شاه او د پیپلز ګوند نورو غړو توندې ویناوې وکړې.

اوس ځینې پاکستاني ژورنالېسټان وايي، چې د پاکستان د اوسني ولسمشر په توګه په لندن کې د زرداري مېشت کېدل که د تبعیض جدي عمل نه هم وي، خو د خپلې مرورتیا د څرګندونې په موخه د تبعیض علامتي ګام ضرور دی.

دا خبره د یادونې وړ ده، چې دوه کاله وړاندې جنرالانو غوښتل چې د پنجاب په سویل کې کوم ځای چې پوځي صاحب منصبانو ته د دولت له‌خوا وړیا ترلاسه شوې ځمکې دي له اباسین نه د یادو ځمکو د خړوبولو په موخه درې کانالونه جوړ کړای شي، خو د کانالونو پروژې په سندھ کې په لویه کچه مخالفت وزېږاوه، ځکه چې د پنجاب او سندھ تر منځ د اباسین پر اوبو ډیرې شخړې لا هم پر خپل ځای دي، ځکه چې سندھ ته د اباسین اوبه وړومبی پر پنجاب کې تېرېږي بیا سندھ ته ورداخلیږي.

سندھیان وايي، چې پنجاب په اباسین کې د سندھ پر اوبو ګېډه اچوي، نو په ۲۰۲۵ کال کې د سویلي پنجاب د کانالونو د پروژې د پلي کېدو پر ضد مخالفت دومره پراخ او کلک شو چې زرداري هغه وخت جنرالانو ته وویل، چې له دغې پروژې نه لاس واخلي، ګنې نو هغه به د ولسمشرۍ له څوکۍ نه استعفا ورکړي. پوځ د زرداري خبره هغه وخت ومنله، خو د زرداري مخالفت یې تر اوسه په زړه پروت دی، چې د هغې د پاسه د ایالتونو د وېش دغه نوې کشاله منځ ته راغلله.

د پاکستان جنرال‌واکي نړۍوالو ته داسې ښيي، چې د هغوی تر واک لاندې پاکستان یو موټی او ځواکمن دی، خو د پاکستان په دوو ایالتونو بلوچستان او پښتونخوا کې اوږدې، پراخې او وینه تویوونکې جګړې، د پاکستان ژور اقتصادي او مالي بحران او د دغو ټولو د پاسه د یوه برحاله ولسمشر په توګه په لندن کې د مرورتیا په حال کې د اصف علي زرداري ناستې دا حقیقت په ګوته کوي، چې پاکستان کې دننه جدي او ژور سیاسي او ټولنیز تضادودنه موجود دي، چې د هغو حل کول د جنرال‌واکۍ د وس کار نه‌دی.

جالبه خبره دا ده، چې جنرالانو د نويو ایالتونو د پروژې په مسئله کې د نواز شریف او اصف زرداري د مجبورولو د پاره داسې زیګنالونه هم خواره کړل، چې که چېرې نواز شریف او زرداري د نویو ایالتونو په جوړولو کې له پوځ سره مرسته ونه‌کړي، نو پوځ به عمران خان له محبس نه راوباسي او هغه به نوې ټول‌ټاکنې وګټي.

شنونکي وايي، چې څو ورځې وړاندې سترې محکمې ځکه د عمران خان په باره کې امر کړی وو، چې هغه دې له محبس نه روغتون ته انتقال کړای شي، چې جنرالانو د سترې محکمې قاضیانو ته سترګه وهلې وه، خو د شهباز شریف حکومت عمران خان بېرته محبس ته واستاوه.

بامیان د لرغونو هنرونو خزانه

۱۲ وږی ۱۴۰۵ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۷:۴۸ GMT+۱
•
عبدالغفور لېوال
100%

دا ورځې بیا هغه کسان چې د بامیان تاریخي مجسمې یې ړنګې کړې، په ویاړ او غرور دغه د ملي فرهنګ ضد جنایت د خپلې کارنامې په توګه یادوي. پوره پینځه‌ویشت کاله پخوا د بامیان له زړه څخه تورې لوخړې پورته شوې او په نړۍ کې یې تر ټولو لوړې ولاړې لرغونې مجسمې راونړولې.

باروتو یوازې د صلصال او شهمامې اندامونه خاورې نه‌کړل، بلکې د یوه تاریخي هنري میراث داسې ظریف او بې‌ساري هنري اثار یې هم وتوږل، چې ښايي تراوسه به ډېرخلک ترې خبر هم نه‌وي. بامیان د لرغونپوهانو، هنرپېژندونکیو او د هرې څانګې هنرمندانو لپاره ولې دومره مهم و؟

یو خوا د قدرت جمال بل خوا د انسان کمال
زه یې لیونی کړمه چارچاپېره نور دی
نه‌‌دی بامیان نه‌دی دا دا خو کوه طور دی

هرخوا چې دې لاړ نظر غرونه نا ګلونه دي
هرغر دی دریاب د رنګ یو نا په زرګونه دي
بل خوا د ادم د ژوند مینې او ایمان قصه

هرغار کې نغمې د عشق هرخوا د جانان قصه
هریوغارکې پروت خاموش ساز یو د نورونو دی
دا ورک او ویجاړ جهان کور مې د نیکونو دی
(غني خان)

بامیان د افغانستان په زړه کې د لرغونې اریانا د برم یوه هنري تابلو وه، چې اوس ټوټې ټوټې د خپل عظمت د یادونو د څلي پښتو ته پرته ده.
ویل کیږي، په بامیان کې د مهایانا یو لوی ښوونځی و، چې له ټولې بودايي حوزې به د ورېښمو په لار له درېیو خواو څخه بامیان ته کاروانونه راتلل:
ـ له پېښور یا ژمني باګرام څخه د دوبني باګرام او د (نیلاب) پرغاړه د غوربند و شېبر په لار
- د سیکاراما له اړخه د پکتیانا، لوکرانا او چکړي و خوردکابل له لارې مخ په وردیکا بیا د بامیان تر زړه پورې
- د بګولان (بغلان) له ستر منځي څخه د شمالي هیندوکوښ پر څنډو تر بامیان پورې
بامیان یوازې د صلصال و شهمامې د مجسمو لپاره مشهور نه‌و، بلکې دلته د ګڼو هنرونو یوه بشپړه مجموعه پرته وه.
د بېلابېلو مغارو په دیوالونو او چتونو د طبیعي رنګونو داسې انځورونه ترپېړیو پېړیو رادیخوا هماغسې رنګین او زړه‌راکښونکي پاتې و، چې د سیلانیانو او څېړونکیو ډلې به یې دغې سیمې ته راکاږلې.
د سترې مجسمې د رواق په خورا ارزښمنو انځورونو کې یوه هم د چنګ‌غږونکیو نجونو نقاشي وه، چې د لرغونپوهانو له خوا بېسارې ګڼل کېده، دا انځور د هېواد پیاوړي انځورګر استاد یوسف کهزاد په یوه تابلو کې بیاځلې وپنځوله او پوهاند دکتور محمد رحیم الهام په یوه ښکلې مثنوي کې ستایلې وه، چې پیل یې داسې وو:

ای خداوندِ طرب را دختران
آسمانِ ذوق ِ ما را اختران
یادگارِ جاودانِ آریان
لعبتان ِ باستان ِ بامیان

د ټولې نړۍ د بشري ګډ فرهنګ د دغه میراث ویجاړونکي به يې په ورانولو ویاړي، خو د افغانستان خلک، نخبه‌ګان او فرهنګیان یې ښايي هرکله یاد په ویر او ماتم ولمانځي، چې بیا هيڅوک او هیڅکله د ملي فرهنګ له ارزښتونو سره داسې لوبه ونه کړي .

د امریکا له وتلو پنځه کاله وروسته؛ افغانستان څه وګټل او څه یې له لاسه ورکړل؟

۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۵:۱۵ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

پنځه کاله وړاندې، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۳۱مه د امریکا وروستی سرتېری له افغانستانه ووت. د امریکا له وتلو سره نه یوازې د شل کلنې جګړې پوځي فصل پای ته ورسېد، بلکې هغه جمهوریت هم سقوط وکړ چې واشنګټن او متحدانو یې د دوو لسیزو لپاره د جوړولو او ساتلو هڅه کړې وه.

پنځه کاله وروسته، د افغانستان انځور متناقض دی.

له یوې خوا، هغه پراخه جګړه چې نږدې دوه لسیزې یې د هېواد ډېری برخې سوځولې وې، تر ډېره پای ته رسېدلې ده. طالبانو نږدې ټول هېواد تر خپل کنټرول لاندې لري، د جګړې د جبهو کچه په بې‌ساري ډول راټیټه شوې او د پخواني جمهوریت په څېر د پراخو جبهه‌یي جګړو نښې نه لیدل کېږي.

له بلې خوا، افغانستان له یوه بل ډول بحران سره مخ دی؛ د ښځو او نجونو د حقونو محدودېدل، اقتصادي ستونزې، بشري اړتیاوې، نړۍواله انزوا او د یوه ټول‌شموله سیاسي نظام نشتوالی.

نو پنځه کاله وروسته اصلي پوښتنه دا ده چې افغانستان له امریکا وروسته څه وګټل؟ او څه یې له لاسه ورکړل؟

افغانستان څه وګټل؟

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان تر ټولو لوی بدلون د جګړې د کچې کمېدل دي.

د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ ترمنځ افغانستان د طالبانو، افغان حکومت او نړۍوالو ځواکونو ترمنځ د اوږدې جګړې میدان و. په لسګونو زره افغانان هر کال د جګړې، چاودنو او بریدونو قرباني کېدل.

د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته، د پخوانۍ جګړې هغه بڼه نوره نږدې له منځه ولاړه.

د طالبانو حکومت اوس د هېواد پر ډېره برخه کنټرول لري او د پخواني جمهوریت په څېر د ولسوالیو، ولایتونو او لویو ښارونو د نیولو او بېرته له لاسه ورکولو جګړه نه شته.

دا بدلون د افغانستان د عادي خلکو لپاره مهم دی.

هغه بزګر چې پخوا به یې د لارې په اوږدو کې د جګړې له وېرې سفر نه شو کولای، هغه سوداګر چې د سړکونو پر سر له امنیتي ګواښونو وېرېده او هغه کورنۍ چې د چاودنې او جګړې له وېرې یې د شپې خوب نه شو کولای، لږ تر لږه د پخواني پراخ جنګ له خطر سره نه مخ کېږي. که په بل عبارت یې شرحه کړو، اوس طالبان په لارو او کوڅو کې ځانمرګي بریدونه نه کوي، د سړک غاړې ماین چاودنې نه کوي او جګړه درېدلې ده.

خو دا امنیت مطلق نه دی.

داعش خراسان لا هم د طالبانو لپاره امنیتي ګواښ دی او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه نړۍوالې اندېښنې هم دوام لري.

یعنې جګړه کمه شوې، خو امنیتي ستونزه نه ده ورکه شوې.

د طالبانو لپاره د واک بشپړ کنټرول

له ۲۰۲۱ وروسته طالبان د یوه یاغي حرکت له حالت څخه د یوه حاکم ځواک په حالت کې بدل شول.

دوی د افغانستان د ډېرو برخو اداري، امنیتي او قضایي جوړښتونه تر خپل کنټرول لاندې راوستل.

دا د طالبانو لپاره ستره سیاسي لاسته راوړنه ده؛ خو د افغانستان لپاره یې بل اړخ هم شته.

طالبانو تر اوسه داسې سیاسي جوړښت نه دی رامنځته کړی چې د هېواد ټول سیاسي، قومي او ټولنیز جریانونه پکې ځان وویني.

له همدې امله، د جګړې پای ته رسېدل د سیاسي جوړجاړي په معنا نه دي.

افغانستان څه له لاسه ورکړل؟

تر ټولو ستر زیان ښايي د افغانستان د سیاسي نظام بدلون وي.

په ۲۰۲۱ کې یوازې یو حکومت سقوط ونه کړ؛ بلکې د ۲۰۰۱ وروسته جوړ شوی سیاسي نظم هم پای ته ورسېد.

اساسي قانون، ټاکنیز نظام، پارلمان او د جمهوریت ډېری بنسټونه له منځه ولاړل.

هغه نظام، له ټولو ستونزو، فساد، کمزورۍ او سیاسي اختلافونو سره - سره، د انتخاباتو، رسنیو، مدني ټولنې او سیاسي سیالۍ لپاره یو چوکاټ درلود.

د هغه نظام تر سقوط وروسته، دا سیاسي فضا محدوده شوه.

تر ټولو دروند زیان؛ ښځې او نجونې

که د تېرو پنځو کلونو د افغانستان د بدلون یو سمبول انتخاب شي، ښايي هغه د نجونو تړل شوي ښوونځي وي.

د ۲۰۲۶ کال تر اګسټ پورې شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان نجونې له منځنیو ښوونځیو څخه محرومې دي. افغانستان لا هم د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له ثانوي او لوړو زده‌کړو څخه په رسمي ډول منع دي.

دا بدلون یوازې د نن ورځې ستونزه نه ده. که یوه ۱۴ کلنه نجلۍ نن ښوونځي ته نه ځي، اغېزه یې یوازې پر همدې کال نه پاتې کېږي؛ د هغې پر راتلونکي مسلک، عاید، کورنۍ او د ټولنې پر اقتصادي ظرفیت اغېز کوي.

یونیسف خبرداری ورکړی چې د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار محدودیتونه د افغانستان د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو پر راتلونکي هم ژور اغېز کولی شي او د ښځو مساله یوازې تعلیم نه دی. د کار، سفر، عامه ژوند او سیاسي ګډون په برخه کې هم محدودیتونه پراخ شوي دي. ملګري ملتونه وايي چې د ښځو د عامه ژوند څخه د ایستلو بهیر په تېرو پنځو کلونو کې تر ډېره عادي شوی دی.

اقتصاد سقوط ونه کړ، خو عادي هم نه شو

له ۲۰۲۱ وروسته ډېرو خلکو وېره لرله چې افغانستان به په بشپړ اقتصادي سقوط کې ډوب شي.

د نړۍوالو مرستو کمېدو، د بهرنیو اسعارو د زېرمو کنګل کېدو او د بانکدارۍ د ستونزو له امله اقتصاد له سخت فشار سره مخ شو.

خو اقتصاد په بشپړ ډول ونه نړېد؛ سوداګري روانه ده، داخلي عواید راټولېږي او طالبان هڅه کوي چې د کانونو، کرنې، سوداګرۍ او سیمه‌ییز اتصال له لارې اقتصادي فعالیت پراخ کړي.

په وروستیو کلونو کې چین، ایران، روسیه او د سیمې ځینو نورو هېوادونو له طالبانو سره اقتصادي او سیاسي اړیکې پراخې کړې دي. د ۲۰۲۵ کال په جولای کې روسیه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول وپېژاند.

خو دا لا هم د افغانستان د نړۍوال اقتصادي حالت د عادي کېدو معنا نه لري.

افغانستان لا هم له پراخو بشري اړتیاو، کمې پانګونې او د نړۍوالې مرستې له کمېدو سره مخ دی. د ۲۰۲۶ کال د بشري وضعیت په اړه راپورونه ښيي چې د خلکو اړتیاوې د طبیعي افتونو، راستنېدونکو کډوالو او د مرستو د کمېدو له امله لا هم ډېرې دي.

نړۍواله انزوا

د طالبانو یوه مهمه لاسته راوړنه دا ده چې له پنځو کلونو وروسته هم واک یې نه دی له لاسه ورکړی.

ډېرو هېوادونو له طالبانو سره اړیکې ساتلي دي. چین، روسیه، ایران، پاکستان، د منځنۍ اسیا هېوادونه او نور دولتونه له کابل سره سیاسي او اقتصادي تعامل لري.

خو د طالبانو حکومت لا هم د نړۍوالې ټولنې له پراخ رسمي مشروعیت څخه محروم دی.

روسیه په ۲۰۲۵ کې لومړنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول وپېژاند، خو د ډېرو هېوادونو دریځ لا هم د رسمي پېژندنې پر ځای له عملي تعامل سره محدود دی.

نو افغانستان نه په بشپړ ډول منزوي دی او نه نړۍوال نظام ته بېرته بشپړ داخل شوی.

د امریکا میراث څه دی؟

پنځه کاله وروسته د امریکا د شلو کلونو میراث هم دوه مخونه لري. د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ ترمنځ میلیونونه افغان ماشومان ښوونځیو ته لاړل، خصوصاً په ښارونو کې رسنۍ، پوهنتونونه، مدني ټولنه او ښځینه مسلکي حضور پراخ شو.

خو هغه نظام چې دغه بدلونونه یې رامنځته کړل، د بهرني پوځي او مالي ملاتړ د له منځه تلو سره سقوط وکړ.

دا د امریکا د افغانستان پالیسۍ تر ټولو لویه پوښتنه ده چې ولې هغه دولت چې امریکا یې د شلو کلونو لپاره جوړاوه، د امریکا له وتلو وروسته دومره ژر ونړېد؟

ځواب یوازې په طالبانو کې نه دی. د جمهوریت داخلي سیاسي اختلافات، فساد، د واک تمرکز، کمزوری اداري جوړښت، د امنیتي ځواکونو پر بهرني ملاتړ اتکا او د امریکا د وتلو څرنګوالی ټول د دې سقوط په کیسه کې برخه لري.

له پاکستان سره دښمني

له امریکا وروسته افغانستان یو ځل بیا د سیمې په جیوپولیټیک کې ډېر مهم شوی دی.

طالبان هڅه کوي له چین، روسیې، ایران او مرکزي اسیا سره اړیکې پراخې کړي.

خو له پاکستان سره اړیکې، چې یو وخت د طالبانو له مهمو سیمه‌ییزو اړیکو څخه ګڼل کېدې، په وروستیو کلونو کې سختې شوې دي. د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ډېورنډ پر کرښې، تحریک طالبان پاکستان او متقابلو امنیتي تورونو له امله اړیکې ترینګلې شوې دي.

دا بدلون هم د ۲۰۲۱ وروسته افغانستان د نوې جیوپولیټیکي نقشې یوه مهمه برخه ده.

نو که په لنډ ډول ووایو، چې افغانستان څه وګټل او څه یې له لاسه ورکړل؟

افغانستان وګټل:

  • د پراخې جبهه‌یي جګړې پای؛
  • د طالبانو تر کنټرول لاندې نسبي سراسري امنیت؛
  • د یوه مرکزي واک بیا ټینګېدل؛
  • د سیمه‌ییزو هېوادونو له لوري د اقتصادي او سیاسي تعامل زیاتېدل؛
  • د اوږدې بهرنۍ پوځي مداخلې پای.

خو افغانستان له لاسه ورکړل:

  • د جمهوري نظام سیاسي جوړښت؛
  • انتخاباتي او پارلماني نظام؛
  • د ښځو او نجونو د تعلیم او کار پراخ حقونه؛
  • د رسنیو او مدني فعالیتونو ډېره برخه؛
  • د نړۍوالې پراختیايي مرستې لویه برخه؛
  • د میلیونونو افغانانو د راتلونکي په اړه سیاسي او اقتصادي ډاډ.

پنځه کاله وروسته؛ افغانستان د جګړې له پای او د بحران له دوام سره مخ دی

د افغانستان د پنځو کلونو کیسه نه یوازې د «بریا» کیسه ده او نه یوازې د «ماتې».

طالبان کولای شي ووایي چې جګړه یې پای ته ورسوله، بهرني ځواکونه ووتل او د هېواد کنټرول یې ترلاسه کړ.

د دوی مخالفان کولای شي ووایي چې د دې بریا قیمت د سیاسي ازادۍ، د ښځو د حقونو، تعلیم او نړۍوال مشروعیت په برخه کې ډېر دروند دی.

د دواړو روایتونو ترمنځ یو حقیقت شته، افغانستان له یوې جګړې وتلی، خو لا هم له یوه ژور سیاسي، اقتصادي او ټولنیز بحران څخه نه دی وتلی.

پنځه کاله مخکې پوښتنه دا وه چې امریکا به کله ووځي؟ خو نن پوښتنه بدله شوې ده:

افغانستان به کله داسې نظام ومومي چې هم امنیت ولري، هم مشروعیت، هم اقتصادي ثبات او هم د خپلو ټولو وګړو—ښځو او نارینه‌وو—لپاره د راتلونکي حق؟

همدا به د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر ټولو مهم میراث او د راتلونکو کلونو تر ټولو ستره ازموینه وي.