• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لیدلوری

پیتر جوونال؛ هغه سړی چې څلور لسیزې یې افغانستان له نږدې لیدلی

طاهر قادري
طاهر قادري

خبریال، افغانستان انټرنشنل

۲۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۳:۳۸ GMT+۱

«زه لا هم افغانستان ته هیله من یم»؛ دا خبره خبریال پیتر جوونال کوي. هغه له څلورو لسیزو ډېر وخت په افغانستان کې جګړې، د حکومتونو نسکورېدل او د بېلابېلو واکمنیو راټوکېدل او له منځه تلل له نږدې لیدلي دي.

پیتر جوونال افغانستان ته د شوروي پوځونو له ننوتلو یوازې درې میاشتې وروسته لاړ. د ډاکټر نجیب‌الله د حکومت نسکورېدل یې ولیدل، د طالبانو د راټوکېدو په لومړیو ورځو کې یې په کندهار کې د دې ډلې له مشرانو سره چای او فانتا وڅښل، د اسامه بن لادن راڅرګندېدل یې له نږدې تعقیب کړل، د القاعدې د مشر له لومړنیو مهمو مرکو څخه د یوې په چمتو کولو کې یې ونډه واخیسته، د احمدشاه مسعود ترور او د سپټمبر د ۱۱مې بریدونه یې تعقیب کړل او په پای کې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، خپله هم څه موده بندي شو.

100%

هغه د افغانستان له فرهنګ او ژوند او ژواک سره نږدې پاتې شوې او ان د خبرو پر مهال کله ناکله د افغانستان عامې کلمې او اصطلاحات کاروي.

جوونال وايي: «د شوروي پوځونو له راتګ درې میاشتې وروسته، د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راغلم او تر اوسه څه باندې ۷۰ ځله دې هېواد ته تللی یم».

هغه د جهاد له کلونو وروسته د جګړې جبهې هم لیدلې او هم یې د افغانستان سیاسي او پوځي بدلونونه له نږدې څارلي دي.

په ۱۹۹۲ کال کې، چې د ډاکټر نجیب‌الله حکومت نسکورېده، جوونال په کابل کې و او د افغانستان د تاریخ د یوې نوې مرحلې پیل یې له نږدې ولید.

د طالبانو په لومړیو ورځو کې له ملا برادر سره فانتا

د جوونال د مسلکي ژوند یوه له تر ټولو نه هېرېدونکو لیدنو څخه په ۱۹۹۴ کال کې وه. کندهار تازه د طالبانو لاس ته لوېدلی و او دې ډلې لا په ټول هېواد کې واک نه و ټینګ کړی.

په هغه وخت کې د افغانستان سوېل له پراخې ناامنۍ او ګډوډۍ سره مخ و. په لارو کې ګڼې پوستې جوړې شوې وې، له مسافرو پیسې اخیستل کېدې او د عادي خلکو ژوند د ناامنۍ تر اغېز لاندې و.

جوونال وايي: «د سپین‌بولدک او کندهار ترمنځ ۱۴ پوستې وې. هرې پوستې له مسافرو یو څه پیسې اخیستې. د عادي خلکو لپاره وضعیت ډېر خراب و».

هغه د کندهار له سقوط یوازې څلور ورځې وروسته، د طالبانو د اوسني رییس‌الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره ولیدل. د جوونال په وینا، په هغه وخت کې په سویلي ولایتونو کې یو شمېر خلکو د طالبانو ملاتړ کاوه، ځکه هیله یې لرله چې دا ډله به بې‌قانونۍ او ناامنۍ پای ته ورسوي. خو د طالبانو له مشرانو سره د هغه لیدنه په پیل کې چندان دوستانه نه ښکارېده.

طالبان د بي‌بي‌سي پر هغه راپور په غوسه وو چې د دې ډلې په اړه خپور شوی و او ان د یوه لوېدیز خبریال دلومړي ځل لپاره د بندي کېدو خبرې هم کېدې، خو څو دقیقې وروسته د لیدنې فضا بدله شوه.

جوونال وايي: «زما ژباړن له ملا برادر څخه وپوښتل: ده ته کوکاکولا ورکوې که فانتا؟ ملا برادر ماته مخ راواړاوه او ویې ویل: کوم یو غواړې؟ په هماغه شېبه پوه شوم چې خطر تېر شوی دی».

په هغه شېبه کې د کوکاکولا یا فانتا په اړه یوه ساده پوښتنه د جوونال لپاره بل مفهوم درلود. هغه پوه شوی و چې د بندي کېدو احتمال یې له منځه تللی دی.

د ډېرو بهرنیو خبریالانو خلاف، جوونال به د خپلو دندو له پای ته رسېدو وروسته تل افغانستان نه پرېښود.

هغه به کله ناکله څو ورځې او څو اونۍ نور هم پاتې شو، له قوماندانانو، قومي مشرانو او عادي خلکو سره به یې خبرې کولې او داسې اړیکې یې جوړولې چې کلونه به یې دوام کاوه.

هغه وايي: «نه مې غوښتل یوازې د خلکو فلم واخلم او بیا ورک شم». همدا چلند وروسته د هغه د مسلکي ژوند له تر ټولو مهمو پانګو څخه و.

100%

کله چې خبریال په منځګړي بدل شو

د افغانستان له ټولنې او سیمه‌ییزو شبکو سره د جوونال پېژندګلوي یوازې د ځانګړو راپورونو تر چمتو کولو محدوده نه وه، هغه په بېلابېلو پړاوونو کې د بندیانو او برمته شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره هم هڅې کړې دي.

د هغه په وینا، په ۲۰۰۴ کال کې یې په کابل کې د ملګرو ملتونو د درېیو تښتول شویو کارکوونکو په خوشې کېدو کې ونډه لرله. هغه همدارنګه د یو شمېر هغو پاکستاني بندیانو په خوشې کېدو کې همکاري کړې چې د متحدې جبهې له خوا نیول شوي وو او د شوروي پوځونو د یو شمېر هغو سرتېرو په خوشې کېدو کې یې هم برخه لرله چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې وو.

جوونال وايي، په افغانستان کې د خپلو کلونو د حضور پر مهال یې د لسګونو بندیانو او برمته شویو کسانو په خوشې کېدو کې ونډه اخیستې ده.

هغه باور لري چې په افغانستان کې ډېری اختلافونه د خبرو له لارې حل کېدای شي: «که افغانانو ته شرایط تشریح کړئ او له هغوی سره په درناوي چلند وکړئ، هغوی ډېری خبرو ته غوږ نیسي».

د اسامه بن لادن د مشهورې مرکې تر شا

په ۱۹۹۷ کال کې جوونال د سي‌اېن‌اېن له شبکې سره د اسامه بن لادن د مشهورې مرکې په چمتو کولو کې ونډه لرله. هغه مهال لا ډېرو خلکو تصور نه کاوه چې څو کاله وروسته به د بن لادن نوم د نړۍ د سیاست او امنیت له تر ټولو مشهورو نومونو څخه شي.

جوونال له طالبانو سره د بن لادن د اړیکو په اړه وايي: «طالبانو هغه ته پناه ورکړې وه، ځکه د جهاد پر مهال یې له افغانانو ملاتړ کړی و او پیسې او امکانات یې ورسره شریک کړي وو».

هغه د القاعدې د پلانونو په اړه د طالبانو د درک کچې په تړاو هم څرګند نظر لري: «زه نږدې ډاډه یم چې طالبان نه پوهېدل هغه پر امریکا د بریدونو پلان جوړوي».

څلور کاله وروسته، د بن لادن نوم د نړۍ د خبرونو په سر کې راغی او افغانستان یو ځل بیا د نړیوالې پاملرنې په مرکز بدل شو، خو تر هغه مخکې، دې هېواد د خپل معاصر تاریخ له تر ټولو مهمو ترورونو څخه د یوه شاهد و.

د احمدشاه مسعود ترور او د سپمټمبر ۱۱مه

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په نهمه، د متحدې جبهې قوماندان احمدشاه مسعود په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

جوونال هغه مهال په پاکستان کې و. هغه یادوي چې په لومړیو ساعتونو کې د مسعود د وژل کېدو خبر په رسمي ډول نه تأییدېده. نوموړی وايي، « په پیل کې یې د مسعود د وژل کېدو خبر نه تاییداوه، ځکه اندېښنه یې لرله چې د متحدې جبهې روحیه به زیانمنه شي».

د جوونال له نظره، مسعود د افغانستان د معاصر تاریخ له مهمو څېرو او له هغو لږو افغانانو څخه و چې د افغانستان لپاره یې جګړه کوله. د نوموړي په وینا، د هغه له لاسه ورکول د افغانستان لپاره یوه ستره ضایعه وه.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه، جوونال د پېښور په پرل کانټیننټل هوټل کې و.

هغه وايي: «ما په سي‌اېن‌اېن کې ولیدل چې الوتکې له نړیوالو سوداګریزو اسمانڅکو ودانیو سره ولګېدې».

په هغه شېبه کې لا څرګنده نه وه چې دغه بریدونه به د نړۍ او په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره څه پایلې ولري، خو څو اونۍ وروسته، افغانستان یو ځل بیا د نړیوال سیاست په مرکز کې راغی. د طالبانو حکومت نسکور شو، امریکايي ځواکونه او متحدین یې افغانستان ته ننوتل او داسې جګړه پیل شوه چې نږدې دوه لسیزې یې دوام وکړ.

په دې ټولو کلونو کې افغانستان د جوونال لپاره یوازې د کار ځای نه و. هغه د جګړې ویجاړۍ، بې‌ځایه کېدل او قربانیان له نږدې لیدلي دي. نوموړی وايي، « ما لیدلي چې راکټونه څنګه ملکي خلک وژني. ما لیدلي چې زما تر څنګ خلک وژل شوي دي. دا داسې څه نه دي چې هېر شي».

د هغه له نظره، عادي خلک تل د جګړو تر ټولو ستر قربانیان پاتې شوي دي.

د طالبانو بیا را ستنېدل

په ۲۰۲۱ کال کې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له افغانستان سره د جوونال اړیکې یو ځل بیا نوي پړاو ته داخلې شوې. دا ځل هغه نه د خبریال او نه د منځګړي په توګه، بلکې خپله د یوه بندي په توګه له طالبانو سره مخ شو.

هغه سړی چې کلونه یې د نورو د خوشې کېدو لپاره هڅې کړې وې، دا ځل پخپله بندي و.

خو هغه وايي چې خپله ارامي یې ساتلې وه. نوموړی زیاتوي، « د یوه ورانپوهاوي له امله طالبانو زه ونیولم. زه رښتیا هم ارام وم، ځکه پوهېدم چې څوک به ما ونه ساتي. زما تر ټولو ستره اندېښنه دا وه چې کورنۍ مې ونه پوهېږي چې زه چېرته یم».

له لسیزو جګړو، د حکومتونو له نسکورېدو، بهرنیو لاسوهنو او پرله‌پسې بحرانونو وروسته، جوونال چې اوس په برېتانیا کې ژوند کوي، لا هم د افغانستان لپاره هیله لري.

هغه وايي، « زه فکر کوم افغانستان کولای شي دا کړۍ ماته کړي. لا هم فرصت شته. د افغانستان د ستونزو یوه لویه برخه د بهرني نفوذ او بهرنیو پیسو له امله رامنځته شوې ده».

د هغه په باور، وروستۍ حل‌لاره باید د افغانستان دننه رامنځته شي او له سیاسي پلوه افغانان پرېښودل شي، چې خپلې ستونزې پخپله حل کړي. خو له دومره کلونو وروسته هم، چې د افغانستان په اړه خبرې کوي، لا هم یوه جمله تکراروي: «زه لا هم هیله لرم».

ښايي همدا هیله د هغه سړي د کیسې لپاره تر ټولو ښه پای وي چې د افغانستان د تاریخ څلور لسیزې یې له نږدې لیدلې دي، خو لا هم باور لري چې د دې کیسې فصلونه لا نه دي پای ته رسېدلي.

ډېر لیدل شوي

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی
۱

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی

۲

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نیول کیږي

۳

د پاکستان د سند ایالت چارواکو هم په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه کړې

۴

د ایران جګړه؛ ټرمپ د افغانستان د جګړې په څېر پر پخوانۍ لار روان دی

۵

د طالبانو استخباراتو د مخالفو جبهو پر ضد د ۷۰ میلیونه افغانیو تبلیغاتي بودجه وړاندیز کړې

•
•
•

نور خبرونه

افغانستان لا هم د القاعدې په نقشه کې

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۳۷ GMT+۱
100%

۲۵ کاله وروسته القاعده د ۲۰۰۱ کال په څېر نه ده ځکه د خپلو مشرانو، مالي سرچینو، اړیکو او منظمې مرکزي قوماندې په له لاسه ورکولو سره خورا کمزورې شوې ده. د دې شبکې د ماتې تر ټولو روښانه نښه ښايي د هغې د مشرانو وژل کېدل وي خو د دوی له منځه تلو القاعدې ته د پای ټکی نه دی اېښی.

د ۲۰۰۱ کال له بریدونو وروسته پر القاعدې د امریکا او د هغې د متحدانو پوځي او استخباراتي فشار، د شبکې د مشرانو پرله‌پسې وژل کېدو او د دې شبکې د پټنځایونو او اړیکلارو له منځه وړو د القاعدې وړتیاوې محدودې کړې. خو په ورته وخت کې د دې شبکې سیمه‌ییزو څانګو د ځان لپاره جلا ځایونه پیدا کړل.

په افریقا کې جماعت نصرت الاسلام والمسلمين (JNIM) او الشباب، په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې څانګه (AQAP) او په جنوبي اسیا کې د القاعدې د هند نیمې وچې څانګه (AQIS) د القاعدې د جولې د تغییر بېلابېلې بڼې دي.

په دغه نوي جوړښت کې محلي څانګې مکلفې نه دي، چې دایم د مرکزي مشرتابه تر مستقیمې قوماندې لاندې کار وکړي. اپوټه، د سیمې له سیاسي، ټولنیز او امنیتي چاپېریال سره یې ځان عیارول د پایښت مهمه وسیله ده. له همدې امله نننۍ القاعده د مشرتابه د ځایناستي پرځای له دې اړخه ارزول کیږي، چې په بېلابېلو سیمو کې یې شبکې، کدرونه او نظریاتي نفوذ تر کومه بریده پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څارډلې د ۲۰۲۶ کال په رپوټ کې هم همدې توپیر ته اشاره شوې ده.

رپوټ وايي چې «د القاعدې وضعیت او ځواک د تېر رپوټ په پرتله په بنسټیز ډول نه دي بدل شوي او د دې ډلې د بهرنیو عملیاتو لېوالتیا لا هم موجوده ده». رپوټ همداراز وايي، چې القاعده په افغانستان کې د طالبانو له ملاتړه برخمنه ده او د نورو وسله‌والو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (TTP) د جنګیالیو د روزنې او سلاکارۍ رول لوبوي.

طالبان د ملګرو ملتونو رپوټونه ردوي او وايي، چې په افغانستان کې بهرنۍ جنګیالۍ ډلې نشته.

100%
په مالي کې د القاعدې غړي د مالیاتو راټولولو او مرستو وېشلو له لارې خپل نفوذ پیاوړی کوي.

افغانستان لا هم د القاعدې په نقشه کې دی

د القاعدې لپاره افغانستان لاهم په سیمه کې د حضور، کدرونو ساتلو، روزنې او اړیکو مساعد چاپېریال دی.

په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې د ایمن الظواهري وژل کېدو وښوده چې د القاعدې جګپوړي مشران لا هم په افغانستان کې د فعالیت لپاره پټنځایونه موندلی شي. د ترهګرۍ ضد مرکز د ارزونو له مخې، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته القاعدې او په ځانګړي ډول ددې شبکې د هند نیمه وچې څانګې په افغانستان کې له نوي وضعیت څخه د ګټې اخیستو هڅه کړې ده.

خو د افغانستان اوسنی وضعیت د ۱۹۹۰مو کلونو د پای غوندې نه دی.

القاعده نور هغسې مرکزي او ډاګیز فعالیت نه شي کولی، چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې له افغانستان نه کاوه. اوس یې پایښت تر ډېره د محلي څانګو، سیمه ییزو متحدانو او د طالبانو له واکمن جوړښت سره د اړیکو پر ترکیب ولاړ دی.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال رپوټ وايي، چې د القاعدې د هند نیمه وچې څانګه لا هم د افغانستان په سوېل‌ختیځ کې، چې د حقاني شبکې پام وړ نفوذ پکې دی، فعاله ده. د دې ډلې مشر اسامه محمود او مرستیال یې یحیی غوري په کابل کې لیدل شوي او د شبکې رسنیز مرکز په هرات کې ښودل شوی. رپوټ دا اندېښنه هم ښيي، چې د القاعدې د هند نیمه وچې څانګه ښايي «بهرنیو عملیاتو ته ځیره شوې» وي. دې څانګې تراوسه داسې ډاګیز برید یا عملیات نه دي کړي.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له خپرېدو سره هممهاله، سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د پکتیکا د ګومل ولسوالۍ یو شمېر سیمې د القاعدې له غړو تخلیه کړې او خپل ځواکونه یې پکې ځای پرځای کړي دي.

په فبروري کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تودې نښتې روانې وې او ښايي د القاعدې له غړو د سیمې د تخلیې یو لامل همدا و، خو دا روښانه نه ده، چې دغه غړي د هند نیمه وچې څانګې اړوند وو، که د القاعدې عرب کدرونه هم پکې شامل ول.

پخوانۍ شبکې په نوي رول کې

د القاعدې د هند نیمه وچې څانګه په ۲۰۱۴ کال کې ایمن الظواهري په رسمي ډول اعلان کړه، خو د دې څانګې تاریخ له ۲۰۱۴ کال نه وړاندې پیلېږي.

القاعدې له ۲۰۰۴ کال وروسته، چې په افغانستان کې یې لیکې وپاشل شوې، په وزیرستان او کراچۍ کې د پاکستاني جهادي کدرونو د تنظیم لپاره له بېلابېلو پاکستانۍ او کشمیرۍ جهادي ډلو سره کار کاوه. دغه جوړښتونه په بشپړه توګه یو واحد تنظیم نه و، خو د القاعدې له مشرتابه سره یې له پخوا اړیکې لرلې. وروسته د همدې ډلو یوه برخه د القاعدې د هند نیمه وچې په څانګه کې منظمې شوې.

د هند نیمه وچې څانګه القاعدې ته له دې امله مهمه وه، چې په سویلي اسیا کې له یوه واحد نوم او منظمې سیمه‌ییزې اجنډا سره راڅرګنده شي. د الظواهري په اعلان کې پاکستان، هند، کشمیر، بنګله‌دېش او د میانمار مسلمانې سیمې د دې څانګې د جغرافیایي تمرکز د سیمو په توګه یادې شوې وې. خو په عملي توګه د دې ډلې حضور په ټولو دغو سیمو کې یو ډول نه دی.

په هند کې یې د پراخې او ثابتې شبکې جوړول له ستونزو سره مخ شول، خو په نوې څانګه کې د پاکستاني او کشمیري جهادیانو د حضور له امله کشمیر د دې ډلې په تبلیغاتي او سیاسي روایت کې مهم ځای وموند.

دالقاعدې د هند نیمه وچې څانګې د جوړېدو یو بل مهم اړخ د شبکې د سیمه‌ییز کېدو بهیر و. د بن لادن او الظواهري د نسل پر ځای، د دې څانګې په مشرتابه او کدرونو کې هغه کسان ډېر شول چې له سویلي اسیا سره یې مستقیمه ټولنیزه او جغرافیایي اړیکه لرله. په همدې توګه، القاعدې هڅه کوله چې له یوې بهر مرکزه شبکې څخه په سیمه کې د محلي هویتونو، محلي کدرونو او محلي سیاسي-امنیتي شخړو له لارې د نفوذ وړ جوړښت ته واوړي.

په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا له بریدونو وروسته د القاعدې د مشرانو او غړو یوه برخه د پاکستان ښارونو، په ځانګړي ډول کراچۍ او قبایلي سیمو ته ولېږدېده. له دې سره په شبکه کې د پاکستان او سویلي اسیا د نورو هېوادونو د کدرونو رول هم ورځ تر بلې ډېرېده.

الیاس کشمیري، بدر منصور، احمد فاروق، خالد شیخ محمد او نور هغه پاکستانۍ څېرې وې، چې د شنونکو په باور، د القاعدې په پاکستاني کېدو کې یې ټاکونکی رول درلود. د دوی په منځ کې د پنجاب، کراچۍ او بنګله دېش او میانمار جنګیالیو پام وړ ونډه درلوده.

د القاعدې د پاکستاني کدرونو د ډېرېدونکي رول په پایله کې د دې شبکې او د قبایلي سیمو د وسله‌والو ډلو ترمنځ اړیکې هم پېچلې شوې.

له ۲۰۰۴ کال نه تر ۲۰۱۳ کال پورې د وزیرستان او قبایلي سیمو د جګړه ییز چاپیریال تحلیل ښيي، چې د القاعدې د هند نیمه وچې د نااعلان شوې څانګې د مشرانو او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ اړیکې له پیله د بشپړې همکارۍ اړیکې نه وې. په وزیرستان او قبایلي سیمو کې د دواړو لوریو ترمنځ د مشرتابه، قوماندې، جلب او جذب، جغرافیایي نفوذ، قومي او ژبني هویت او د جګړې پر لومړیتوبونو یو ډول رقابت و. دغه رقابت د حکیم الله مسید د مشرۍ پرمهال تر دې بریده ورسېد، چې د القاعدې مشرانو هغه ته پر پنجابي طالبانو د کار نه لرلو خبرداري ورکړل.

پاکستاني طالبان تر ډېره په قبایلي او پښتني جوړښتونو متکي دي، خو د القاعدې د هند نیمه وچې څانګې خپل مهم کدرونه له پنجاب، کراچۍ او نورو غیرپښتني سیمو جذبول.

د پاکستاني طالبانو په لیکو کې د غیرپښتنو، په ځانګړي ډول پنجابي طالبانو حضور تل له بې‌باورۍ سره مل دی. د قبایلي سیمو طالبان پنجابي طالبان د پاکستان د امنیتي او استخباراتي ادارو د نفوذ له زاویې هم ګوري. هغوی په تېر کې د افغانستان جګړه د خپلې مبارزې له اصلي محورونو ګڼله، خو ټي ټي پي په پاکستان او افغانستان دواړو کې خپلې جګړې ته جهاد وایه.

د دواړو ترمنځ د اړیکو تر شا د دوو بېلابېلو سیمه‌ییزو لیدلوریو اغیز لیدل کېږي. د پاکستاني طالبانو د فعالیت ډېره برخه له پاکستاني دولت، امنیتي ځواکونو او د افغانستان-پاکستان له اوسني امنیتي چاپېریال سره تړلې ده. د القاعدې د هند نیمه وچې څانګې له پیله هڅه کړې چې خپل ځان د سویلي اسیا د پراخې جغرافیا په کچه تعریف کړي او د افغانستان، پاکستان، کشمیر، هند او بنګله‌دېش موضوعات په یوه پراخ تبلیغاتي روایت کې سره وتړي.

دا موضوع دالقاعدې د هند نیمه وچې څانګې په رسنیز چلند کې هم تر یوه حده لیدل کېږي. د دې ډلې رسنیز تولیدات پر افغان طالبانو، کشمیر، هند او د سویلي اسیا پر نورو شخړو ډېر تمرکز لري، خو ټي ټي پي د دوی په روایت کې د یوه مرکزي او خپلواک شریک په توګه نه دی منعکس شوی.

100%
د ملګرو ملتونه رپوټونه وايي، چې القاعده لاهم په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې حضور لري

طالبان د موډل په توګه معرفي کیږي

د القاعدې د هند نیمه وچې په تبلیغاتو کې افغان طالبان د یوې اوږدې جګړې د بري د بېلګې په توګه وړاندې کېږي.

د دوی په خپرونو کې د طالبانو د جګړې، د امریکا د وتلو او د کابل د بیا نیولو موضوع په تکرار سره خپریږي. دا روایت هڅه کوي چې د طالبانو د اوږدې جګړې تجربه د افغانستان له پولو هاخوا د سویلي اسیا او نورو سیمو لپاره د یوه ماډل په توګه وړاندې شي.

ددغو تبلیغاتو یوه مهمه سرچینه د القاعدې حطین مجله او «نوای غزوه هند» ویب‌پاڼه ده. دې «جهادي رسنۍ» په ۲۰۰۸ کال کې د «نوای افغان جهاد» په نوم خپرونې کولې، خو د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې د القاعدې د هند نیمه وچې د رسنیزې کمېټې د غړو په مشرۍ د نوای غزوه هند په نامه خپرونې کوي. ډېری د افغانستان، پاکستان، بنګله‌دېش، کشمیر او هند په اړه تبلیغات کوي او د خپلې رسنیزې محتوا له لارې سیمه‌ییز موضوعات د القاعدې له پراخ نړیوال روایت سره نښلوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر کابل د طالبانو بیا واکمنېدو د القاعدې په تبلیغاتي ادبیاتو کې ځانګړی ځای نیولی. دغه شبکه د طالبانو اوږده جګړه، له ۲۰۰۱ کال وروسته ماتې، بیا مقاومت او په پای کې د کابل بیا نیول د دې لپاره تبلیغوي، چې وښيي اوږدمهاله وسله‌واله مبارزه، یا د دې ډلې په تعبیر «جهاد»، د ماتې له پړاو وروسته هم بېرته بریالی کېدای شي.

دالقاعدې د هند نیمه وچې څانګې د رسنیزو تولیداتو په منځ کې «له دشت لیلې نه د کابل تر سوبې» په نوم مستند فلم هم د همدغه نریټیف برخه ده. په دغه مستند کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ سقوط، له ۲۰۰۱ کال وروسته جګړه، د طالبانو بیا راټولېدل او د کابل بیا نیول انځور شوي دي.

له بن لادن او الظواهري وروسته څه شی پاتې دی؟

د بن لادن او الظواهري وژل کېدل د القاعدې لپاره سترې ضربې وې او د هغې پخوانی مرکزي جوړښت یې سخت کمزوری کړی، خو دا په دې معنا نه دي، چې هغه ټولې اړیکې او سیمه‌ییز جوړښتونه هم له منځه تللي چې القاعدې په تېرو دوو لسیزو کې رامنځته کړي دي.

د ترهګرۍ ضد مرکز د ۲۰۲۵ کال په یوه ارزونه کې القاعده د یوه متمرکز او عمودي سازمان پر ځای یوه غیرمتمرکزه نړیواله شبکه بللې، چې څانګې یې په افغانستان، افریقا، منځني ختیځ، جنوبي اسیا او نورو سیمو کې پام وړ خپلواکي لري. په دې جوړښت کې د مرکزي مشرتابه نفوذ پاتې دی، خو د ورځنیو فعالیتونو، محلي لومړیتوبونو او اړیکو ډېره برخه د څانګو پر غاړه ده.

البته د القاعدې غیر متمرکز کېدل د دې شبکې د ځواک ډېرېدو نښه هم نه ده.

دې چارې د شبکې لپاره نوې ستونزې هم پیدا کړې. کله چې د یوې شبکې واک له مرکز څخه محلي څانګو ته لېږدیږي، پر شبکه د مرکزي مشرتابه کنټرول هم کمېږي. محلي څانګې د خپلو سیمو له شرایطو، جوړښتونو او سیاسي لومړیتوبونو سره ځان برابروي. ددې یوه ښه بېلګه په سوریه کې د القاعدې پخوانۍ متحدې ډلې دي. د القاعدې پخوانۍ سوریایي څانګې، چې جبهه النصره یې تر ټولو مهمه وه، په تدریج له مرکزي القاعدې فاصله واخیسته او د خپل محلي چاپېریال او پوځي او سیاسي اړتیاوو پر بنسټ یې خپل سازماني مسیر بدل کړ. په ۲۰۱۶ کال کې دې ډلې له القاعدې سره د اړیکو پرېکون اعلان کړ او وروسته یې خپل جوړښت هیئت تحریر الشام ونوماوه. دې محلي کېدو له القاعدې ډېره فاصله واخېسته او د القاعدې مرکزي مشرتابه دغه پریکړه د عهد ماتول وبلل.

له همدې امله د القاعدې ټولې څانګې نن د یوه واحد تنظیم په څېر عمل نه کوي. ځینې یې خپل محلي اهداف د القاعدې تر نړیوالې اجنډا مهم ګڼي او ځینې نورې د مرکزي القاعدې د نړیوال جهاد له نریټیف سره نږدې اړیکه ساتي. څېړونکي هم وايي چې د دې غیرمتمرکز جوړښت یوه پایله دا ده چې د القاعدې د نړیوال ایډیولوژیک یووالي او سازماني انسجام کچه تر پخوا کمزورې شوې ده.

نن ۲۵ کاله وروسته د القاعدې په اړه محتاطانه تحلیل ښايي دا وي، چې القاعده ټوټه شوې او د اړیکو او تمویل کانالونه یې ځپل شوي، خو هسته او محلي څانګې یې لا هم په افغانستان، پاکستان، سویلي اسیا، افریقا او عربي نړۍ کې فعالې دي.

د پخواني اختلاف نوی مخ؛ مسعود، مقاومت او طالبان

۱۸ وږی ۱۴۰۵ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۰۵ GMT+۱
100%

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، چې طالبان کابل ته ننوتل، د مسعود او مقاومت نومونه یو ځل بیا د افغانستان د سیاسي او امنیتي بحثونو په مرکز کې راغلل، خو دا ځل د طالبانو خلاف د «مقاومت» مشري د مسعود د ځوان زوی احمد مسعود پرغاړه ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سقوط په لومړیو ورځو کې چاریکار او جبل‌السراج ته ولاړ او د احمد مسعود له استازو سره یې خبرې وکړې. دواړو لوریو هڅه کوله چې د نوي نظام او پنجشېر ترمنځ د یوې سیاسي لارې لپاره زمینه برابره کړي، خو د واک، سیاسي مشارکت او د راتلونکي نظام پر جوړښت خبرې هوکړې ته ونه رسېدې. د خبرو له ناکامېدو وروسته طالبانو په پنجشېر کې پوځي عملیات پیل کړل.

د طالبانو مهم پوځي قوماندان ملا عبدالقیوم ذاکر د دغو عملیاتو قومانده پرغاړه درلوده او د مقاومت جبهې سرچینو تور ولګاوه، چې د پاکستان د پوځ ځانګړو ځواکونو په پنجشېر کې د دوی د ځواکونو سنګرونه په هوايي بریدونو کې په نښه کړي دي.

د پنجشېر له سقوط وروسته په ټولنیزو رسنیو کې داسې انځورونه او ویډیوګانې خپرې شوې چې د احمدشاه مسعود د مزار د زیانمنېدو او د طالبانو د ځینو کسانو د اتڼ صحنې پکې لیدل کېدې.

طالبانو وویل چې دا د دوی رسمي سیاست نه و. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا د ځینو کسانو شخصي عمل وباله او ویې ویل چې د ورته پېښو د مخنیوي هڅه به وشي.

خو د دغو صحنو خپرېدو پراخ غبرګونونه راوپارول، ځکه د یوه وژل شوي مخالف د مزار په خوا کې د خوښۍ او اتڼ صحنه، که په هر هدف شوې وي، له عادي سیاسي مخالفت څخه یې د سپکاوي تر کچې د تېرېدو معنا لرله.

د خبرو اترو ناکامي او د طالبانو انحصاري سیاستونو ددې ډلې مخالفان، چې په سر کې یې د مقاومت جبهه ده، د طالبانو خلاف وسله والې جګړې ته وهڅول او پنځه کاله وروسته لیدل کیږي، چې نښتې پراخیږي او نوي اړخونه خپلوي.

طالبان له مسعود نه یو روایت نه لري

د مسعود په اړه د طالبانو پر دریځ د پوهېدو لپاره باید دغه ډله د یوه واحد سیاسي ذهنیت په توګه ونه کتل شي. د دې ډلې مشران بېلابېل سیاسي او جهادي شالیدونه لري. د جګړې تجربې یې هم یو شان نه دي. د سیمو، قوماندانانو او پخوانیو اړیکو له مخې د مسعود په اړه د دوی برداشتونه هم توپیر لري.

د کندهار او هلمند له محور سره تړلي یو شمېر طالب مشران له مسعود او د هغه له ځواکونو سره په مستقیمه جګړه کې ښکېل پاتې شوي دي. ملا عبدالغني برادر، ملا عبیدالله اخوند، ملا فاضل مظلوم، ملا نورالله نوري او ملا عبدالقیوم ذاکر د همدې جګړه‌ییز نسل له مهمو څېرو څخه دي.

د دوی لپاره مسعود د جګړې یو واقعي مخالف و. له همدې امله د هغه نوم له شخصي خاطرو، پوځي تجربو او د اوږدې جګړې له حافظې سره تړلی دی. ښايي د همدې حافظې اغېز د ۲۰۲۱ کال له تحولاتو وروسته په پنجشېر کې د طالبانو په پوځي چلند کې هم لیدل شوی وي.

خو د طالبانو په بل مهم محور حقاني شبکه کې د مسعود په اړه تصویر تر یوه حده متفاوت دی.

د شوروي ضد جهاد پر مهال د جلال‌الدین حقاني او احمد شاه مسعود ترمنځ د اړیکو او متقابل درناوي سابقه یاده شوې ده. دواړه د شوروي ځواکونو پر وړاندې د جګړې په یوه پراخه جهادي جبهه کې شامل وو، خو وروسته یې سیاسي او پوځي لارې له یو بل څخه بېلې شوې. حقاني له مسعود سره نږدې پاتې شوی و او د قوماندانانو په شورا کې یې غړیتوب درلود.

همدغه تاریخي شالید ښايي د دې سبب شوی وي چې خلیل‌الرحمن حقاني په ۲۰۲۱ کال کې مسعود «مجاهد او اتل قوماندان» وباله.

د طالبانو په وسله‌وال جوړښت کې د تاجک‌توکمو قوماندانانو نفوذ هم پراخ دی. د دې ډلې له لوړپوړو تاجک توکمه طالبانو څخه یوهم د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت دی.

فصیح‌الدین په یوه مرکه کې د مسعود د شخصیت په اړه محتاط دریځ څرګند کړی و. هغه ویلي وو، « احمد شاه مسعود هم د جهادي قوماندانانو له ډلې و، چې د روسانو پر وړاندې یې ډېر جهاد او مبارزه وکړه. دا چې وروسته د اسلامي امارت پر وړاندې ودرېد، مخالفتونه پیدا شول... خواشیني یو چې د خپلو افغان وروڼو پر وړاندې ودرېد. هغه له هغو قوماندانانو و چې د جهاد پر وخت یې د روسانو خلاف ډېر زحمت ووېست».

د فصیح‌الدین دا څرګندونې ښيي چې د مسعود په اړه د طالبانو په داخل کې هم د «مخالف» او «جهادي قوماندان» دواړه تعریفونه په یوه وخت کې موجود دي. د هغه د څرګندونو تر شا قومي او سیمه‌ییز حساسیتونه هم مطرح کېدای شي، په ځانګړي ډول دا چې بدخشان د مسعود د فکري او تنظیمي مشر برهان‌الدین رباني د نفوذ له دودیزو مرکزونو څخه و.

100%
د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود د طالبانو د یوې مخالفې وسله والې ډلې ملي مقاومت جبهې مشري کوي

پخوانۍ تربګنۍ لا پرځای دي

د ۱۳۷۳ لمریز کال د سلواغې میاشتې په یوه واورینه ورځ د هغه وخت د ولسمشر برهان الدین رباني د حکومت دفاع وزیر احمد شاه مسعود له خپلو څو ملګرو سره د کابل له سویل لوېدیځ څخه شاوخوا ۳۵ کیلومتره لرې د میدان ښار پر لور لاړ. هغه د هغو وسله والو لیدو ته ورغی چې په سپین بیرغ لرونکو موټرو کې له کندهاره راوتلي وو. دا نوی بهیر د طالبانو اسلامي تحریک و، چې مشري یې ملا محمد عمر کوله او د شرعي نظام د پلي کولو ادعا یې لرله.

مسعود له طالب استازو، په ځانګړي ډول ملا محمد رباني او ملا بورجان، سره شاوخوا څلور ساعته پر یوه ټغر کښېناست. د مسعود او برهان الدین رباني تمه دا وه چې نوي راټوکېدلي طالبان به، د پخوانیو اړیکو او مرستو ترڅنګ، د نوي سیاسي تعامل له لارې ورسره همکاري وکړي او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار پر وړاندې په ګډه وجنګېږي.

خو د طالب استازو ځواب د دوی د تمې خلاف و. هغوی شرط کېښود چې رباني او مسعود باید بې‌شرطه واک پرېږدي، خپلې وسلې طالبانو ته وسپاري او د طالبانو د تعریف له مخې شرعي نظام ته غاړه کېږدي.

دغه څلور ساعته مجلس بې پایلې پای ته ورسېد. یاده ناسته چې ښايي د جوړجاړي یوه لاره یې پرانیستې وای، په راتلونکو کلونو کې د دواړو لوریو ترمنځ د اوږدې او خونړۍ مقابلې پر یوه بل پړاو واوښته.

طالبانو په لومړیو کې د سولې او د وضعیت د کرارولو له شعارونو سره د سپین بیرغ په نوم خپل حضور پراخ کړ، خو د قلمرو له پراختیا او په ۱۹۹۶ کال کې د کابل له نیولو وروسته، د جګړې مسیر هم بدل شو.

مسعود خپل ځواکونه شمالي سیمو، په ځانګړي ډول پروان، پنجشېر او تخار، ته واېستل او د طالبانو پر ضد یې د «افغانستان ملي متحدې جبهې» بنسټ کېښود. طالبانو او پاکستان دې جبهې ته د «شمال ټلوالې» نوم ورکړ.

په همدې کلونو کې د مسعود د جګړې یوه مهمه لوژستیکي او سیاسي تکیه د تاجکستان د کولاب سیمه وه. طالبانو په خپلو رسمي خپرونو او راډیو شریعت کې د مسعود وسله والو ته د «کولاب تښتېدلي» اصطلاح کاروله.

دغه اصطلاح شاوخوا ۲۵ کاله وروسته بیا د طالبانو د یوه لوړپوړي چارواکي په وینا کې راڅرګنده شوه. د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سږنۍ کالیزې په غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د خپل مخالف او د مسعود د یوه نږدې ملګري عبدالرب رسول سیاف یوې وروستۍ وینا ته په اشارې وویل: « زموږ د نظام، د امارت مؤسس مشر ملا صاحب مرحوم، ملامحمد عمر مجاهد څلور وارې د جهاد او د الله په لاره کې زخمي شوی دی. هغه وخت چې ټول افغانستان د تا پاټکونو اخیستی و، خو بیا هم دې سرسپارلو سر نه دی ټیټ کړی، را پورته شوي دي او له ټول افغانستان نه یې جارو کړئ، تر کولابه یې ورسولئ».

دې وښوده، چې د «کولاب» اصطلاح د طالبانو په سیاسي ادبیاتو کې لاهم ځای لري.

له تېر او راتلونکي سره چلند

طالبانو د واکمنۍ په تېره او اوسنۍ دوره کې د سیاسي مخالفانو، تاریخي څېرو او ملي سمبولونو په اړه د دوی چلند تل د بحث وړ پاتې شوی دی.

د ملي بیرغ او ځینو ملي نښانونو پر وړاندې د دریځونو، د عبدالعلي مزاري د مجسمې د نړولو او له ځینو دولتي دفترونو څخه د امان‌الله خان او خان عبدالغفار خان د انځورونو د لرې کولو په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي. په ۲۰۲۲ کال کې د پکتیا له یوه طبي بنسټ څخه د امان‌الله خان د انځور د لرې کېدو راپور ورکړل شوی و او په ۲۰۲۴ کال کې د تورخم د یوه دیوالي انځور په اړه هم د ورته اقدام ادعاوې خپرې شوې وې.

د دوی چلند ډېری د دوی له مذهبي تنګنظرۍ سرچینه اخلي اوقومي او سمتي اړخ ورکول عادلانه قضاوت او منطقي نه دي. په همدې چوکاټ کې د مخالفانو اقدامات هم په هیڅ قوم او سمت پورې اړه نه لري، خو لږترلږه دا روښانه ده، چې جګړه خپل اصول او قوانین لري.

له ډېرو سره لاهم دا پوښتنه مطرح ده، چې که طالبان لسیزې وروسته د خپل یوه وژل شوي مخالف نوم او درناوی نه شي زغملای، د افغانستان په شان د متنوع هېواد له متنوع ارزښتونو او څلوېښت میلیوني نفوس سره به څنګه پخلا او تر یوه چتر لاندې سوله ییز ژوند وکړي؟ طالبانو تراوسه داسې اقدامات نه دي کړي، چې دې پوښتنې ته ځواب وویلای شي.

د طالبانو او دلتا د تېلو او ګازو تړون که په سیمه کې د انرژۍ پر سر د نوې سیالۍ پیل؟

۱۷ وږی ۱۴۰۵ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۳ GMT+۱
•
رضا فرزام
100%

دطالبانو او سعودي «دلتا» کمپنۍ ترمنځ د کشک–تیرپل د تېلو او ګازو هوکړه لیک د انرژۍ د یوې پراخې طرحې پیل بلل شوی، چې تر ۲۵ کلونو پورې د ۲۰۰ میلیونو ډالرو پانګونه او د هرات–سپین بولدک شاوخوا ۷۰۰ کیلومتره پایپ لاین پکې شامل دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت او سعودي «دلتا» شرکت ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د یو لړ هوکړو لاسلیک د افغانستان د انرژۍ سکتور لپاره له وروستیو کلونو څخه یو له تر ټولو لویو او پراخو اعلان شویو پلانونو بلل کېږي.

دغه پلان د افغانستان په لویدیز کې د تېلو او ګازو له اکتشاف څخه پیلېږي، په هرات کې د صنعت او برېښنا د تولید لپاره د ګازو د کارونې امکان څېړي او که بریالی شي، ښايي د هرات له سیمې څخه ډیورنډ کرښې ته نږدې د شاوخوا ۷۰۰ کیلومتره پایپ لاین د جوړېدو زمینه برابره کړي.

طالبانو د کشک–تیرپل هوکړه لیک ارزښت ۲۰۰ میلیونه ډالر اعلان کړی دی. د دې هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د کانونو وزیر هدایت الله بدري، د افغانستان بانک رییس نوراحمد اغا، ذبیح الله مجاهد او د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد حاضر وو.

خو د دلتا شرکت له خوا وړاندې شوی پلان له لومړني هوکړې څخه ډېر پراخ دی. دغه شرکت د یوه ګډ پلان خبره کړې چې د ۲۵ کلونو په موده کې یې د احتمالي پانګونې کچه تر شاوخوا ۵۰ میلیارد ډالرو رسېدای شي.

کشک–تیرپل؛ جیولوجیکي ظرفیت، نا اثبات شوې زیرمې

د هوکړې اصلي برخه د افغانستان په لویدیز کې د کشک–تیرپل په سیمه کې د تېلو او ګازو اکتشاف دی.

د ډلټا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د دې پروژې ساحه شاوخوا ۲۳ زره او ۳۱۷ کیلومتره مربع ده چې په پام کې ده په دې سیمه کې جیولوجیکي او جیو فزیکي مطالعات، د زلزله پوهنې چارې، اکتشافي برمه کاري او د زیرمو ارزونه ترسره شي.

کشک او تیرپل د تېلو او ګازو له پلوه په بشپړه توګه نااشنا سیمې نه دي. د امریکا د ځمک پوهنې ادارې په ۲۰۰۹ کال کې په خپله څېړنه کې د تیرپل د مطالعې ساحه شاوخوا ۸۷۰۰ کیلومتره مربع اټکل کړې وه چې دا رقم د هغې ادارې د مطالعې ساحې پورې اړه لري او باید د کشک–تیرپل له نوې او پراخې هوکړې سره ګډ نه شي.

په همدې څېړنه کې د تیرپل د نه موندل شویو سرچینو منځنی اټکل ۲۱،۵۵ میلیونه بېرله تېل، ۴۴،۷۶ میلیارد مکعب فوټه طبیعي ګاز او شاوخوا ۰،۹۱ میلیونه بېرله د ګازو مایعات ښودل شوي وو.

خو دغه ارقام ناموندل شوې سرچینې دي، نه اثبات شوې او سوداګریزې زیرمې. اکتشافي برمه کاري باید معلومه کړي چې په رښتیا څومره تېل او ګاز شته او له هغې جملې څومره برخه یې له تخنیکي او اقتصادي پلوه د استخراج وړ ده.

پخوانیو مطالعاتو د تېلو د موجودیت نښې هم ثبت کړې دي. د بېلګې په توګه، په تیرپل کې له یوې متروکې څا څخه د تېلو بهېدل ثبت شوي وو، خو تر اوسه له دې حوزې څخه د پام وړ سوداګریز تولید نه دی راپور شوی.

په کشک کې د زلزله پوهني معلوماتو د راټولولو پخوانۍ هڅې هم له امنیتي، تخنیکي او اجرایي ستونزو سره مخ شوې وې.

له همدې امله، د ډلټا لپاره لومړنۍ واقعي ازموینه به دا وي چې ایا داسې زیرمې ثابتولی شي چې د راتلونکو لویو پانګونو د توجیه وړ وي که نه.

دا شمیر د قطعي او له مخکې تمویل شوې پانګونې معنا نه لري. د پروژې لوی پړاوونه د اکتشاف له پایلو، د استخراج وړ زیرمو له اثبات، تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو، د بازار له موجودیت، تمویل او د راتلونکو پانګونو له پرېکړو سره تړاو لري.

اصلي پوښتنه دا ده چې ایا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کولای شي دغه پلان له قرارداد او مطالعاتو څخه د سوداګریز استخراج او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د بنسټیزو تاسیساتو تر جوړېدو ورسوي؟

له اکتشاف څخه تر پایپ لاین؛ د دلتا کمپنۍ درې برخې

د ډیلټا اعلان شوی پلان درې اساسي برخې لري.

لومړۍ برخه د کشک–تیرپل د تېلو او ګازو اکتشاف او، که پایلې مثبتې وي، د هغې پراختیا او تولید دی. د پلان راتلونکي پړاوونه تر ډېره پر همدې مرحله ولاړ دي.

دویمه برخه په هرات کې د ګازو د کارونې مطالعه ده. دلتا غواړي د هرات ښار، صنعتي پارک، برېښنا تولید او نورو صنعتي اړتیاوو لپاره د ګازو د کارونې امکان وڅېړي. که د استفادې وړ زیرمې وموندل شي، په هرات کې دننه بازار ښايي د ګازو لومړنی مصرفوونکی وي.

درېیمه برخه د هرات د ګذرې ولسوالۍ له سیمې څخه د کندهار د سپین بولدک تر سیمې پورې د شاوخوا ۷۰۰ کیلومتره پایپ لاین د جوړېدو مطالعه ده.

ډلټا دغه طرحه «سنتګس – د هوساینې دهلېز» نومولې ده. دا نوم د ډلټا په تازه خپرو شویو معلوماتو کې راغلی، خو پایپ لاین اوس مهال یوازې د مطالعې په پړاو کې دی او جوړول یې وروستۍ شوې پرېکړه نه ده.

د دې برخې احتمالي لګښت شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالر ښودل شوی، خو عملي کېدل یې د کافي زیرمو، امکان ، تمویل، جوازونو او د وروستۍ پانګونې پرېکړې پورې تړلي دي.

د داسې پایپ لاین جوړول د ګازو لپاره کافي بازار ته هم اړتیا لري، څو ګاز یا په کور دننه مصرف او یا صادر شي. له همدې امله پاکستان او د سویلي اسیا بازارونه د دې پروژې په اقتصادي محاسباتو کې مهم ځای پیدا کوي.

په دې توګه، ۲۰۰ میلیونه ډالري قرارداد، ۱۰ میلیارد ډالري وړاندیز شوی پایپ لاین او ۵۰ میلیارد ډالري احتمالي اوږدمهاله پلان درې بېلابېلې کچې دي او باید د یوه واحد مالي تعهد په توګه ونه ښودل شي.

دلتا کمپنۍ او خلیلزاد؛ درې لسیزې وروسته د دوو نومونو بیا یوځای کېدل

د نوې هوکړې یوه سیاسي مهمه برخه دا ده چې نږدې درې لسیزې مخکې هم د افغانستان له لارې د ګازو د انتقال د یوه دهلېز د جوړولو هڅه شوې وه.

په ۱۹۹۷ کال کې د «سنتګس» په نوم یو کنسرسیوم جوړ شو، څو د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقال کړي. امریکايي شرکت «یونیکال» د ۴۶،۵ سلنې ونډې په لرلو د کنسرسیوم مشر و او سعودي «دلټا اویل» شرکت، چې ۱۵ سلنه ونډه یې لرله، د هغه له مهمو شریکانو څخه و.

سنتګس له پیله یوازې یوه اقتصادي پروژه نه وه. د ترکمنستان د ګازو د انتقال لاره د منځنۍ اسیا د انرژۍ د انتقال پر مسیرونو د پراخې سیالۍ یوه برخه وه داسې مسیر چې کولای یې شول په سیمه کې د روسیې پر ترانزیټي شبکو تکیه کمه او ایران د سویلي اسیا د ګازو له مسیر څخه بهر وساتي.

یونیکال هغه مهال د ارجنټایني «بریډاس» شرکت سره هم د دغه مسیر د پرمختګ پر سر په سیالۍ کې و.

خو د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت د پروژې د عملي کېدو خنډ شو او یونیکال په ۱۹۹۸ کال کې له کنسرسیوم ووت. د ترکمنستان د ګازو د انتقال دغه نظر وروسته د «تاپي» پروژې په بڼه تعقیب شو.

زلمی خلیلزاد د هغې دورې او نننۍ هوکړې ترمنځ بله اړیکه ده. هغه په ۱۹۹۰مو کلونو کې، هغه مهال چې د کمبریج د انرژۍ له څېړنیزې ادارې سره یې کار کاوه، د یونیکال لپاره په افغانستان کې د انرژۍ د پروژو پر سیاسي خطرونو کار کړی و.

نږدې درې لسیزې وروسته، خلیلزاد په کابل کې د هغې هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې حاضر شو چې یو ځل بیا یې د ډلټا او سنتګس نومونه د افغانستان د انرژۍ له بحث سره یوځای کړل.

د هغه حضور یوازې د هوکړې تر مراسمو محدود نه و او تر قرارداد مخکې هم خلیلزاد او د ډلټا اجرایوي رییس د طالبانو له چارواکو سره د ګازو د اکتشاف، استخراج او د پایپ لاین د پراختیا په اړه په ناستو کې ګډون کړی و.

دا سابقه په دې معنا نه ده چې د ۱۹۹۰مو کلونو معادلې یو ځل بیا تکرارېږي، خو د نوې پروژې سیاسي او سیمه ییز اړخونه د پام وړ دي په ځانګړي ډول که وړاندیز شوی مسیر په راتلونکي کې له پاکستان، تاپي یا د سویلي اسیا له پراخو بازارونو سره وتړل شي.

تر اوسه داسې معتبر عامه سند نه دی خپور شوی چې خلیلزاد په ډلټا کې ونډه وال، مدیر یا کارکوونکی معرفي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان انټرنشنل په ځواب کې ویلي: «زلمی خلیلزاد د امریکا د حکومت کارکوونکی نه دی. له همدې امله هغه د امریکا د حکومت استازیتوب نه کوي او خپل ټول فعالیتونه په شخصي ظرفیت کوي.»

د پټسبورګ پوهنتون استادې جنیفر مرتضاشویلي ویلي، د خلیلزاد تکراري حضور ښايي د هغه د شخصي یا مشورتي رول په اړه پوښتنې پیدا کړي، خو باید د امریکا د حکومت د دې پروژې د ملاتړ نښه ونه ګڼل شي.

همدارنګه باید د سعودي یوه خصوصي شرکت او د سعودي حکومت ترمنځ توپیر وشي. د ډلټا قرارداد د سعودي حکومت یا د دغه هېواد د دولتي صندوقونو له خوا د ۵۰ میلیارد ډالرو د پانګونې معنا نه لري.

که پروژه څو میلیارد ډالرو پړاوونو ته ورسېږي، اصلي پوښتنه به دا وي چې ډلټا کوم بانکونه، تخنیکي شریکان او د تمویل سرچینې له ځان سره راوستلای شي.

نوی «سنتګس» له تاپي سره څه تړاو لري؟

د سنتګس نوم بیا راڅرګندېدل، د تاپي پروژې په اړه د ډلټا پخوانیو وړاندیزونو ته په پام، لا ډېر اهمیت پیدا کوي.

د ترکمنستان له چارواکو سره د لیدنې پر مهال د عبدالغني برادر د څرګندونو له مخې، ډلټا تر دې نوې هوکړې مخکې د تاپي په پروژه کې د ګډون وړاندیزونه کړي وو. په دې کې د ترکمنستان د ګازو اوږدمهاله پېرل، د ګالکینیش د ګازو د ساحې د ظرفیت لوړولو لپاره پانګونه او د هرات له ګذرې څخه تر سپین بولدک پورې د پایپ لاین جوړول شامل وو.

په همدې وړاندیز کې د پاکستان له لارې د هند پولې او د ګوادر بندر پر لور د پایپ لاین غځولو احتمالي خبره هم شوې وه.

دا وړاندیزونه ښيي چې د ګذرې–سپین بولدک مسیر د سیمه ییزې انرژۍ بازارونو په اړه د ډلټا د پراخ لید یوه برخه ده.

خو نوې پروژه لا تر اوسه په رسمي توګه د تاپي برخه نه شي بلل کېدای.

په تاپي کې د ګازو اصلي سرچینه ترکمنستان دی او افغانستان د انتقال مسیر دی. خو د ډلټا په نوي پلان کې لومړی د افغانستان د احتمالي خپلو زیرمو موندل او بیا د هغې یوې برخې د کورني بازار لپاره کارول په پام کې دي.

تر اوسه داسې هېڅ اعلان شوې هوکړه هم نشته چې نوی پایپ لاین په رسمي ډول له تاپي سره ونښلوي یا پاکستان د ګازو پېر یا انتقال ته ژمن کړي.

قرارداد څنګه ډلټا ته ورسېد؟

د پروژې د سپارلو بهیر هم یو شمېر پوښتنې راولاړوي.

د طالبانو د کانونو وزارت په ۲۰۲۳ کال کې د کشک او تیرپل لپاره د لیوالتیا د څرګندولو غوښتنه خپره کړې وه او ویلي یې وو چې هوکړه لیک به د ازاد، شفاف او سیالۍ پر بنسټ بهیر له لارې ورکړل شي.

له غوښتونکو څخه غوښتل شوي وو چې خپل حقوقي، مالي او تخنیکي ظرفیتونه وړاندې کړي او د داوطلبۍ د راتلونکو پړاوونو لپاره هم مهال وېش ټاکل شوی و.

خو د دغه وزارت په عامه او لاسرسي وړ ارشیف کې د راتلونکو پړاوونو بشپړ اسناد، لکه د وړ شرکتونو نوملړ، د ارزونې پایلې او د دلټا د انتخاب اسناد، په اسانۍ نه لیدل کېږي.

دا په خپله نه ثابتوي چې قانوني پړاوونه نه دي بشپړ شوي، خو دا روښانه کول مهم دي چې ډلټا څه وخت دې پروسې ته داخل شو، له کومو شرکتونو سره یې سیالي وکړه او پر کوم اساس وټاکل شو، په ځانګړي ډول د داسې یوې پروژې لپاره چې د څو میلیارده ډالرو احتمالي ظرفیت لري.

په افغانستان کې د چین د پانګونې تجربه هم ښيي چې د قرارداد لاسلیک د هغه د عملي کېدو ضمانت نه دی.

چینايي شرکتونه، چې له پراخو مالي او تخنیکي سرچینو سره افغانستان ته داخل شوي وو، د مس عینک او امو سیند د تېلو په څېر له پروژو سره مخ شول، خو دغه پروژې له ځنډ او اختلافونو سره مخ شوې.

طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې د امو سیند د تېلو ۲۵ کلن قرارداد له یوه چینايي شرکت سره د هغو دلایلو له مخې لغوه کړ چې د دوی په وینا شرکت خپلو کړې ژمني عملي نه کړې.

پاکستان او ایران؛ دوه سیمه ییز عوامل

که پایپلاین یوازې په افغانستان کې د ګازو د انتقال لپاره جوړ شي، کېدای شي یوه کورنۍ پروژه پاتې شي. خو که دا په سیمه ییز انرژۍ دهلېز بدله شي، د پاکستان همکاري او د پولې هاخوا د بازار موجودیت به اړین وي.

دا موضوع په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د طالبانو او پاکستان اړیکې د ټي ټي پي او امنیتي مسایلو پر سر له کړکېچ سره مخ دي.

مرتضاشویلي باور لري چې د سعودي پانګه ښايي تر یوه حده د منځګړیتوب لپاره فضا رامنځته کړي، خو بنسټیز امنیتي اختلافات یوازې د یوې اقتصادي پروژې له لارې نه شي حل کېدای.

ایران هم ښايي دغه پروژه په حساسیت تعقیب کړي. هرات د سوداګرۍ، تېلو، برېښنا او ترانزیټ له پلوه له ایران سره پراخې اړیکې لري او هره طرحه چې د افغانستان د لویدیز د انرژۍ یوه برخه له بلې لارې برابرولای شي، په اوږده مهال کې د دې برخې پر اقتصادي نفوذ د تهران اغېز لرلای شي.

که په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې د سعودي پانګونه پراخه شي او د هرات–کندهار–پاکستان مسیر په یوه واقعي سیمه ییز دهلېز بدل شي، د افغانستان پر سر د ایران او خلیجي لوبغاړو ترمنځ د جیوپولیټیکې سیالۍ د رامنځته کېدو احتمال تصور کېدای شي په ځانګړي ډول د اقتصادي نفوذ، ترانزیټي مسیرونو او د انرژۍ بازار ته د لاسرسي په برخه کې.

خو طالبان اوس مهال له تهران سره رسمي او فعالې اړیکې لري او ایران هم د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو څخه دی.

له بلې خوا، ډلټا د سعودي یو خصوصي شرکت دی او تر اوسه داسې نښه نشته چې د سعودي حکومت په مستقیم ډول په دې پروژه کې داخل شوی وي.

له همدې امله، په اوسني پړاو کې د دې پروژې پر سر د ایران او سعودي عربستان د قطعي سیالۍ خبره کول له وخته مخکې ده، خو که پروژه پراخه شي، د داسې سیالۍ د رامنځته کېدو ظرفیت له پامه نه شي غورځول کېدای.

د مشروعیت او هوکړې د دوام ستونزه

حتا که د پام وړ زیرمې وموندل شي، د پروژې خطر یوازې تر جیولوجۍ محدود نه دی.

د طالبانو د حکومت نړیواله پېژندنه لا هم ډېره محدوده ده او د طالبانو یو شمېر مشران تر بندیزونو لاندې دي.

دغه وضعیت په بشپړه توګه بهرنۍ پانګونه ناشونې کوي نه، خو د نړیوالو بانکونو، بیمه‌کوونکو او شرکتونو لپاره حقوقي او سیاسي خطرونه رامنځته کوي.

د ۲۵ کلنې هوکړې لپاره بله مهمه پوښتنه دا ده چې د افغانستان راتلونکی حکومت به د طالبانو له خوا له اوږدمهاله لاسلیک شویو قراردادونو سره څه ډول چلند وکړي.

د کابل لپاره د امریکا د سفارت پخوانۍ مرستیالې اني فورزایمر د افغانستان انټرنشنل په ځواب کې ویلي، چې د ډلټا هوکړه ښيي چې د سعودي یو شرکت غواړي په پای کې د افغانستان د انرژۍ په بازار کې رول ولري، خو تر واقعي اکتشاف یا استخراج پورې ښايي کلونه واټن موجود وي.

فورزایمر ویلي: «زه په کلکه دا پوښتنه مطرح کوم چې ایا یو داسې واکمن چې مشروعیت نه لري، باید اجازه ولري چې د افغانستان طبیعي سرچینې وپلوري او که نه.»

هغې ویلي، تمه لري چې د افغانستان هر راتلونکی حکومت به دا هوکړه او ورته نور تړونونه وڅېړي، څو معلومه کړي چې ایا په رښتیا د افغانستان د خلکو په ګټه وو که نه.

په راتلونکي کې د قرارداد د بیاکتنې احتمال هم د ۲۵ کلنې پانګونې لپاره پخپله یو سوداګریز خطر جوړولای شي.

له ۲۰۰ میلیونه ډالري هوکړې تر ۵۰ میلیارد ډالري خوبه

د ډلټا کمپنۍ هوکړه په اوسني پړاو کې تر ډېره په افغانستان کې د ۵۰ میلیارد ډالرو د پانګونې د راتګ پر ځای د یوه اوږده مسیر د پیل معنا لري.

لومړی باید اکتشافي برمه‌کاري ترسره او د سوداګریزو زیرمو موجودیت ثابت شي.

که پایلې بریالۍ وې، په هرات کې د ګازو کارول د پروژې راتلونکی عملي پړاو کېدای شي.

د پایپ‌لاین جوړول او هغه د انرژۍ په سیمه‌ییز دهلېز بدلول لا سخت پړاو دی او پانګې، تخنیکي شریکانو، بازار او د سیمې د هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.

د هوکړې سیاسي اهمیت هم له اقتصادي اړخ څخه کم نه دی. له شاوخوا درې لسیزو وروسته د ډیلټا او سنت‌ګس نومونو بیا راڅرګندېدل، د خلیلزاد حضور او د افغانستان په لویدیز کې احتمالي سرچینې د سویلي اسیا له بازارونو سره د نښلولو هڅه، دغه پروژه د پراخو سیمه‌ییزو معادلو له چوکاټ سره تړي.

د طالبانو لپاره هم دا هوکړه یو فرصت دی چې وښيي، سره له محدود نړیوال مشروعیت ، دوی لا هم کولای شي بهرني پانګه‌وال راجذب کړي. خو د داسې پروژې تر ټولو ساده پړاو د قرارداد لاسلیک دی. د هغې برخلیک به نه د ۵۰ میلیارد ډالرو شمیر، بلکې د لومړنیو سروې‌ګانو او برمه‌کارۍ پایلې، د پانګې او تخنیکي شریکانو جذب، د ګازو لپاره د بازار موجودیت او د سیاسي او سیمه‌ییز چوکاټ دوام ټاکي.

که دغه پړاوونه بریالي شي، افغانستان کولای شي له هغه هېواد څخه چې په تاریخي سنت‌ګس او تاپي طرحو کې تر ډېره د ګازو د تېرېدو مسیر و، په تولیدوونکي، مصرفوونکي او د انرژۍ په انتقالوونکي هېواد بدل شي.که داسې ونه شي، نو نوی سنت‌ګس هم ښايي د تېرو ګڼو لویو پروژو په څېر یوازې د نقشې او هوکړې تر کچې پاتې شي.

د پاکستان ولسمشر زرداري ولې لندن کې ناست دی؟

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۱
•
افراسیاب خټک
100%

نزدې ۲ اونۍ وړاندې د پاکستان جمهور رییس اصف علي زرداري له کوم رسمي اعلان پرته په مرموز ډول له پاکستان نه بهر لاړ. دغه کار د ژورنالېسټانو له ډېرو پوښتنو سره مخ شو. د اګست په ۲۷مه د جمهوري ریاست له دفتر نه اعلان وشو چې زرداري د یوې اونۍ لپاره په یوه شخصي سفر اتریش (اسټریا) ته لاړ.

له دې سره د پاکستان په خواله رسنیو کې یو خبر د ځنګل د اور غوندې په ګړندي ډول خپور شو چې ګواکې اصف علي زرداري د خپل زوی بلاول بوټو زرداري د واده په مراسمو کې د ګډون په موخه اتریش ته تللی دی. خبر کې دا هم راغلي وو، چې د بلاول واده د سویس او اتریش تر منځ پروت د یوه کوچني هېواد لشټن سټاین له شهزادۍ سره کېدونکی دی.

له دې وروسته بیا ځینو خبریالانو وویل، چې د بلاول ناوې به د اتریش د پاچا لور وي. د لږ وخت د پاره د زرداري کورنۍ او د هغه ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ پر دغو خبرونو چپ پاتې شوه، خو د اګست په ۳۱مه نېټه بلاول بوټو په یوه ویډیويي پیغام کې د خپل واده خبر رد کړ او د دې خبر په خپروونکو یې تور پورې کړ، چې هغوی دا خبر له مهمو ملي مسایلو نه د پاکستان د خلکو پام اړولو د پاره خپور کړی دی.

بلاول په خپل ویډیويي پیغام کې د داخله چارو د وزیر محسن نقوي نوم وانه‌خیست، خو هغه ته یې په اشارې کولو پر هغه تور پورې کړ، چې هغه د پاکستان د ایالتونو د وېش د پلان په وړاندې کولو سره له ځان نه د پاکستان ګورباچوف جوړول غواړي.

د بلاول بوټو له‌خوا د پاکستان د ګورباچوف جوړېدو تور یعنې د ګورباچوف غوندې عمل د تکرار په وسیله د پاکستان د ړنګولو تور؛ ځکه هم ډېر سنګین دی چې هغه پر دې خبره ښه خبر دی، چې د ایالتونو د وېشلو پلان د داخله چارو د وزیر محسن نقوي پلان نه‌دی، په حقیقت کې دا د پاکستان د پوځ د لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر پلان دی او محسن نقوي په سیاسي چارو کې د عاصم منیر ویاند بلل کیږي، نو بلاول په غیر مستقیم ډول عاصم منیر ته د پاکستان ګورباچوف ویلی دی.

پاکستان یو نوی هېواد دی، خو د دغه هېواد څلور واړه ایالتونه یعنې پنجاب، سندھ، پښتونخوا او بلوچستان ډېر ستر شالیدونه لري او دغه ایالتونه د تاریخي قومونو یعنې د پنجابیانو، سندھیانو، پښتنو او بلوچو وجود ترسیموي.

شنونکي وايي، چې د پاکستان جنرال‌واکي په درېیو وجوهاتو د دغو ایالتونو له‌منځه وړل غواړي؛ وړومبۍ وجه یې دا ده، لکه څرنګه چې دغه ایالتونه تاریخي قومونه، ژبې او هویتونه ترسیموي، نو دا د یوه نوي پاکستاني قوم د جوړېدو په لاره کې خنډ دي. دویمه وجه یې دا ده، چې دغه ایالتونه د فدرالي ډيموکراټيک نظام د نسبي مالي او سیاسي اختیار په چوکاټ کې کار کوي او تل د پوځي دیکتاتورۍ د جوړیدو پرضد مقاومت کوي. درېیمه وجه یې دا ده، چې د پاکستان د اساسي قانون له‌مخې، ایالتونه په‌خپله خاوره کې د شته طبیعي منابعو او د معدنونو د ملکیت حق لري. د جنرال‌واکۍ اقتصادي امپراتورۍ پورې تړلي شرکتونه دا غوښتنه لري، چې دغه طبیعي منابع او معدنونه د جنرالانو تر لاس لاندې مرکزي دولت ته په لاس ورشي او د پوځ سوداګریز شرکتونه به د دغو معدنونو تولید په نړۍ‌وال مارکېټ کې په اسانه وپلوري او په میلیاردونه ډالر به وګټي.

په لندن کې په ظاهره د زرداري بې‌وجې ناستي کې یوه نوې موخه هغه وخت ولیدلای شوه، چې سندھیانو د سندھ ایالت د وېش پر ضد سترې مظاهرې وکړې. د سندھ ایالتي پارلمان د ایالت د وېش پر ضد یوه سخته پریکړه تصویب او د سندھ په پارلمان کې د زرداري خور فریال تالپور، د سندھ لومړی وزیر مراد علي‌شاه او د پیپلز ګوند نورو غړو توندې ویناوې وکړې.

اوس ځینې پاکستاني ژورنالېسټان وايي، چې د پاکستان د اوسني ولسمشر په توګه په لندن کې د زرداري مېشت کېدل که د تبعیض جدي عمل نه هم وي، خو د خپلې مرورتیا د څرګندونې په موخه د تبعیض علامتي ګام ضرور دی.

دا خبره د یادونې وړ ده، چې دوه کاله وړاندې جنرالانو غوښتل چې د پنجاب په سویل کې کوم ځای چې پوځي صاحب منصبانو ته د دولت له‌خوا وړیا ترلاسه شوې ځمکې دي له اباسین نه د یادو ځمکو د خړوبولو په موخه درې کانالونه جوړ کړای شي، خو د کانالونو پروژې په سندھ کې په لویه کچه مخالفت وزېږاوه، ځکه چې د پنجاب او سندھ تر منځ د اباسین پر اوبو ډیرې شخړې لا هم پر خپل ځای دي، ځکه چې سندھ ته د اباسین اوبه وړومبی پر پنجاب کې تېرېږي بیا سندھ ته ورداخلیږي.

سندھیان وايي، چې پنجاب په اباسین کې د سندھ پر اوبو ګېډه اچوي، نو په ۲۰۲۵ کال کې د سویلي پنجاب د کانالونو د پروژې د پلي کېدو پر ضد مخالفت دومره پراخ او کلک شو چې زرداري هغه وخت جنرالانو ته وویل، چې له دغې پروژې نه لاس واخلي، ګنې نو هغه به د ولسمشرۍ له څوکۍ نه استعفا ورکړي. پوځ د زرداري خبره هغه وخت ومنله، خو د زرداري مخالفت یې تر اوسه په زړه پروت دی، چې د هغې د پاسه د ایالتونو د وېش دغه نوې کشاله منځ ته راغلله.

د پاکستان جنرال‌واکي نړۍوالو ته داسې ښيي، چې د هغوی تر واک لاندې پاکستان یو موټی او ځواکمن دی، خو د پاکستان په دوو ایالتونو بلوچستان او پښتونخوا کې اوږدې، پراخې او وینه تویوونکې جګړې، د پاکستان ژور اقتصادي او مالي بحران او د دغو ټولو د پاسه د یوه برحاله ولسمشر په توګه په لندن کې د مرورتیا په حال کې د اصف علي زرداري ناستې دا حقیقت په ګوته کوي، چې پاکستان کې دننه جدي او ژور سیاسي او ټولنیز تضادودنه موجود دي، چې د هغو حل کول د جنرال‌واکۍ د وس کار نه‌دی.

جالبه خبره دا ده، چې جنرالانو د نويو ایالتونو د پروژې په مسئله کې د نواز شریف او اصف زرداري د مجبورولو د پاره داسې زیګنالونه هم خواره کړل، چې که چېرې نواز شریف او زرداري د نویو ایالتونو په جوړولو کې له پوځ سره مرسته ونه‌کړي، نو پوځ به عمران خان له محبس نه راوباسي او هغه به نوې ټول‌ټاکنې وګټي.

شنونکي وايي، چې څو ورځې وړاندې سترې محکمې ځکه د عمران خان په باره کې امر کړی وو، چې هغه دې له محبس نه روغتون ته انتقال کړای شي، چې جنرالانو د سترې محکمې قاضیانو ته سترګه وهلې وه، خو د شهباز شریف حکومت عمران خان بېرته محبس ته واستاوه.

بامیان د لرغونو هنرونو خزانه

۱۲ وږی ۱۴۰۵ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۷:۴۸ GMT+۱
•
عبدالغفور لېوال
100%

دا ورځې بیا هغه کسان چې د بامیان تاریخي مجسمې یې ړنګې کړې، په ویاړ او غرور دغه د ملي فرهنګ ضد جنایت د خپلې کارنامې په توګه یادوي. پوره پینځه‌ویشت کاله پخوا د بامیان له زړه څخه تورې لوخړې پورته شوې او په نړۍ کې یې تر ټولو لوړې ولاړې لرغونې مجسمې راونړولې.

باروتو یوازې د صلصال او شهمامې اندامونه خاورې نه‌کړل، بلکې د یوه تاریخي هنري میراث داسې ظریف او بې‌ساري هنري اثار یې هم وتوږل، چې ښايي تراوسه به ډېرخلک ترې خبر هم نه‌وي. بامیان د لرغونپوهانو، هنرپېژندونکیو او د هرې څانګې هنرمندانو لپاره ولې دومره مهم و؟

یو خوا د قدرت جمال بل خوا د انسان کمال
زه یې لیونی کړمه چارچاپېره نور دی
نه‌‌دی بامیان نه‌دی دا دا خو کوه طور دی

هرخوا چې دې لاړ نظر غرونه نا ګلونه دي
هرغر دی دریاب د رنګ یو نا په زرګونه دي
بل خوا د ادم د ژوند مینې او ایمان قصه

هرغار کې نغمې د عشق هرخوا د جانان قصه
هریوغارکې پروت خاموش ساز یو د نورونو دی
دا ورک او ویجاړ جهان کور مې د نیکونو دی
(غني خان)

بامیان د افغانستان په زړه کې د لرغونې اریانا د برم یوه هنري تابلو وه، چې اوس ټوټې ټوټې د خپل عظمت د یادونو د څلي پښتو ته پرته ده.
ویل کیږي، په بامیان کې د مهایانا یو لوی ښوونځی و، چې له ټولې بودايي حوزې به د ورېښمو په لار له درېیو خواو څخه بامیان ته کاروانونه راتلل:
ـ له پېښور یا ژمني باګرام څخه د دوبني باګرام او د (نیلاب) پرغاړه د غوربند و شېبر په لار
- د سیکاراما له اړخه د پکتیانا، لوکرانا او چکړي و خوردکابل له لارې مخ په وردیکا بیا د بامیان تر زړه پورې
- د بګولان (بغلان) له ستر منځي څخه د شمالي هیندوکوښ پر څنډو تر بامیان پورې
بامیان یوازې د صلصال و شهمامې د مجسمو لپاره مشهور نه‌و، بلکې دلته د ګڼو هنرونو یوه بشپړه مجموعه پرته وه.
د بېلابېلو مغارو په دیوالونو او چتونو د طبیعي رنګونو داسې انځورونه ترپېړیو پېړیو رادیخوا هماغسې رنګین او زړه‌راکښونکي پاتې و، چې د سیلانیانو او څېړونکیو ډلې به یې دغې سیمې ته راکاږلې.
د سترې مجسمې د رواق په خورا ارزښمنو انځورونو کې یوه هم د چنګ‌غږونکیو نجونو نقاشي وه، چې د لرغونپوهانو له خوا بېسارې ګڼل کېده، دا انځور د هېواد پیاوړي انځورګر استاد یوسف کهزاد په یوه تابلو کې بیاځلې وپنځوله او پوهاند دکتور محمد رحیم الهام په یوه ښکلې مثنوي کې ستایلې وه، چې پیل یې داسې وو:

ای خداوندِ طرب را دختران
آسمانِ ذوق ِ ما را اختران
یادگارِ جاودانِ آریان
لعبتان ِ باستان ِ بامیان

د ټولې نړۍ د بشري ګډ فرهنګ د دغه میراث ویجاړونکي به يې په ورانولو ویاړي، خو د افغانستان خلک، نخبه‌ګان او فرهنګیان یې ښايي هرکله یاد په ویر او ماتم ولمانځي، چې بیا هيڅوک او هیڅکله د ملي فرهنګ له ارزښتونو سره داسې لوبه ونه کړي .