په دې لاره کې نه یوازې میلیاردونه ډالره ولګېدل، بلکې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ستر بشري ځواک هم پر کار وګومارل شو او په هغو هېوادونو کې، چې د دې جګړې په اصلي ډګرونو بدل شول، درانه ځاني زیانونه هم واوښتل.
افغانستان د دې مبارزې له اصلي او ښايي تر ټولو مهمو ډګرونو څخه وو. اوس چې د سپټمبر له ۱۱مې نېټې نږدې یوه څلورمه پېړۍ تېره شوې، دا پوښتنه مطرح کېدای شي چې په افغانستان کې له افراطپالنې او ترهګرۍ سره د مبارزې پایله څه شوه؟ او د دې تجربې لپاره کومه کلمه ډېره مناسبه ده: بریا که ناکامي؟
د ځواب موندلو لپاره کېدای شي څو ساده پوښتنې مطرح شي. ایا نړۍ د سپټمبر له ۱۱مې مخکې خوندي وه، که نن ورځ خوندي ده؟ هغه کړۍ چې د خپلو ایډیالوژیکو افکارو له لارې یې د ټولنو ثبات ګواښلو، هغه مهال ډېرې وې که اوس؟ هغه مهال دغو ډلو تر خپل واک لاندې ډېره ځمکه او پراخه سیمه لرله که نن؟ د هغوی تبلیغاتي امکانات، چې د خلکو او په ځانګړي ډول د ځوانانو پر فکرونو د اغېز لپاره یې کارول، هغه مهال ډېر وو که اوس؟
پوښتنې لا مشخصې هم کېدای شي. ایا هغه مهال داسې روزل شوي او منظم ځواکونه موجود وو چې د همدې ډول افکارو خاوندان وو او د یوه منظم پوځ په څېر راڅرګند شي، له نورو هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړي او ان د خپلو ځواکونو د روزنې لپاره له هغوی سره تړونونه لاسلیک کړي؟ ایا د دغو ډلو د څارنې، استخباراتي فعالیتونو او نړیوالو اړیکو امکانات هغه مهال ډېر وو که اوس؟
د دغو پوښتنو په ځوابونو کې دقت ښايي وښيي چې لږ تر لږه په افغانستان او تر یوه بریده په سیمه کې د افراطي ډلو ځواک، امکانات او وړتیاوې نه یوازې کمې شوې نه دي، بلکې په ځینو برخو کې د سپټمبر له ۱۱مې مخکې د وخت پرتله څو برابره ډېرې شوې دي.
که داسې وي، نو یوه لا سخته پوښتنه مخې ته راځي: هغه میلیاردونه ډالره، هغه ستر بشري ځواک، هغه ګڼ شمېر پروګرامونه او پروژې او هغو قربانیو څه پایله لرله؟ ولې پایله له لګېدلو امکاناتو سره برابره نه وه؟ په ساده ژبه، د کار کومه برخه ناسمه وه؟
ستونزه له تعریف څخه پیلېده
له لومړنیو مهمو ټکو څخه یو دا دی، که څه هم د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ له ترهګرۍ او افراطپالنې سره د مبارزې پر اړتیا ظاهري هوکړه موجوده وه، خو د دغو پدیدو لپاره ګډ او منل شوی تعریف نه وو.
هر هېواد د خپلو ګټو او ملاحظاتو لهمخې د ترهګرۍ او افراطپالنې لپاره خپل تعریف درلود. په عمل کې له دې پدیدې سره چلند تر دې چې پر ثابتو او ګډو معیارونو ولاړ وي، تر ډېره سیاسي بڼه لرله.
ډېر ځله هغه ډلې ترهګرې یا افراطي بلل کېدې چې د یوه هېواد له ګټو سره په ټکر کې وې؛ په داسې حال کې چې هماغه ډله ښايي د بل هېواد لپاره، چې خپلې ګټې یې له ګواښ سره نه مخامخ کېدې، ترهګره یا افراطي نه ګڼل کېده. لا دا چې کېدای شي هماغه ډله په سیمهییزو او نړیوالو سیالیو کې د یوه دولت په ګټه هم تمامه شوې وای.
هغه مبارزه چې نړیواله بلل کېږي، لږ تر لږه د هغې موضوع په اړه ګډې هوکړې ته اړتیا لري چې مبارزه ورسره کېږي. که لږ تر لږه د اغېزناکو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په څېر بنسټونو ترمنځ د دې پدیدې د پېژندلو پر معیارونو جدي هوکړه رامنځته نهشي، نو دا به ګرانه وي چې له هغې سره د مبارزې د دوامدارې پایلې تمه وشي.
په خپله افغانستان کې تناقض
دا اختلاف یوازې د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ نه وو. ان په افغانستان کې د حکومت او د هغه د مهمو ملګرو ترمنځ هم د نظر او تګلارې یووالی موجود نه وو.
په هغه پړاو کې چې طالبان په کمزوري حالت کې وو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د خبرو او محدودو غوښتنو خبره کوله، امریکايي چارواکو طالبان داسې ډله بلله چې خبرې ورسره د منلو وړ نه وې؛ په داسې حال کې چې له افغان لوري د خبرو کولو لېوالتیا مطرح کېده.
څو کاله وروسته حالت بدل شو. هغه مهال چې طالبان په یوه مهم پوځي او سیاسي ځواک بدل شوي وو او د افغانستان حکومت له دې اندېښمن وو چې هغوی له امریکا سره مخامخ خبرې وکړي، کابل پر دې کار اعتراض هم وکړ، خو واشنګټن د کابل اندېښنو ته له پام پرته له طالبانو سره مخامخ خبرو ته داخل شو او دغه بهیر په پای کې د دوحې د تړون لامل شو.
پر هرې پرېکړې له قضاوت کولو پرته، دغه بدلون ښيي چې د جګړې په اوږدو کې د طالبانو د ماهیت او له هغوی سره د چلند په اړه یوه واحده او تلپاتې لیدلوري موجود نه وو. له همدې امله تګلارې هم د حالاتو او ګټو له بدلون سره بدلېدې.
د جمهوري نظام دننه اختلاف
دا ستونزه په لا کوچنۍ کچه هم موجوده وه. ان هغه ډلې چې د جمهوري نظام تر چتر لاندې یې فعالیت کاوه، که د واک د جوړښت برخه وې او که د قانوني مخالفانو په توګه یې فعالیت کاوه، د افراطپالنې او له هغې سره د مبارزې د څرنګوالي په اړه یې ګډ نظر نه درلود.
کله ناکله به چې حکومت له افراطپالنې سره د مبارزې لپاره یوه تګلاره غوره کړه، ځینو جریانونو به د خپل نفوذ په کارولو سره په پارلمان، رسنیو یا نورو هغو بنسټونو کې چې د دوی تر اغېز لاندې وو، د دغې تګلارې د ناکامولو هڅه کوله.
لامل یې تل د هغې تګلارې د ګټې او زیان تخنیکي ارزونه نه وه؛ کله نا کله موضوع د دوی له ایډیالوژیک لیدلوري سره تړاو درلود. په بل عبارت، له افراطپالنې سره چلند خپله هم ایډیالوژیک او سیاسي شوی وو، نه دا چې د ملي ګټو پر یوه ګډ درک ولاړ وي.
حتی له دې هم په کوچنۍ کچه، د حکومت د بېلابېلو ادارو ترمنځ لازمه همغږي نه وه؛ نه د لیدلوري له پلوه او نه هم د تګلارې او عملي کار له پلوه.
هغه تګلاره چې هېڅکله جوړه نه شوه
اړینه همغږي یوازې د څو کمېټو جوړول یا د ادارو ترمنځ د ګډو غونډو ترسره کول نه وو. اړینه وه چې د حکومت مهمې برخې لومړی یوه ګډ درک ته ورسېږي او وروسته د ملي ګټو پر بنسټ داسې پراخه هوکړه رامنځته شي چې قانوني مخالفین او د ټولنې اغېزناکې کړۍ هم پرې قانع او ورسره ملې شي.
د همدې ډول ګډې هوکړې پر بنسټ کېدای شول چې له افراطپالنې او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یوه هر اړخیزه ملي تګلاره جوړه شي.
په دې تګلاره کې باید د ښوونې او روزنې، رسنیو او مطبوعاتو، جومات او منبر، استخباراتي او امنیتي ادارو او د ټولنې د دودیزو بنسټونو ونډه روښانه شوې وای او ټولې برخې باید له یو بل سره په مناسبه همغږۍ کې کارول شوې وای.
له افراطپالنې سره مبارزه باید د افغانستان د پرمختګ او ثبات له عمومي تګلارې سره هم تړلې وای. لومړی باید د حکومت چارواکي دې درک ته رسېدلي وای او وروسته باید دغه پوهاوی ټولنې ته لېږدول شوی وای.
په دې صورت کې به د ټولنې د ډېرو خلکو لپاره دا موضوع روښانه شوې وای چې ښوونیز، تقنیني، رسنیز، کلتوري، دیني او امنیتي پروګرامونه له یو بل سره څه تړاو لري او څنګه ټول د ملي ګټو لپاره کارول کېږي.
په بل عبارت، له افراطپالنې سره مبارزه باید په یوه ملي خوځښت بدله شوې وای، نه دا چې یوازې د څو امنیتي ادارو دنده یا د څو پروژو نوم پاتې شوی وای.
کله چې له افراطپالنې سره مبارزه خپله په «پروژه» بدله شوه
په عمل کې څه چې ترسره شول، په ډېرو مواردو کې له دې انځور سره واټن درلود. له افراطپالنې سره مبارزه تر ډېره د مرستو د ترلاسه کولو لپاره په یوه پروژهییزه شورماشور بدله شوه؛ داسې پروژې چې ډېری وخت د افغانستان د ټولنپوهنیز واقعیت پر پوهه ولاړې نه وې، روښانه بدیل یې نه درلود او د هېواد له داخلي شرایطو څخه یې کافي درک نه درلود.
کله ناکله حالت داسې وو، لکه د دغو پروګرامونو پلي کوونکي هم پر هغه څه چې ترسره کوي، بشپړ باور نه لري.
د افراطپالنې، سولې، زغم او منځلاریتوب په اړه به عمومي خبرې کېدې، خو د خلکو د ډېری برخې لپاره به دا روښانه نه وه چې په دقیقه توګه د څه شي په اړه خبرې کېږي.
افراطپالنه څه ده؟ څنګه رامنځته کېږي؟ بېلګې یې کومې دي؟ ولې خطرناکه ده؟ او له ورځني ژوند، امنیت او د خلکو له راتلونکي سره یې څه تړاو لري؟
کله چې دغو پوښتنو ته روښانه ځواب موجود نه وي، یوازې د «له افراطپالنې سره مبارزې» د اصطلاح تکرار نه شي کولای ټولنه له افراطپالنې څخه خوندي او مقاومه کړي.
معکوسه پایله
د ځینو پروګرامونو کمزورتیا په ځینو مواردو کې ان د معکوسې پایلې لامل کېدای شوه.هغه نمایشي او بېمحتوا پروګرامونه چې د ټولنې کلتوري او دیني وضعیت ته له کافي پاملرنې پرته پلي کېدل، د ټولنې په یوه برخه کې یې دا وېره پیدا کوله چې د دوی دیني هویت له ګواښ سره مخ دی.
په داسې فضا کې طبیعي وه، چې د خلکو یوه برخه د خپل هویت د ساتنې لپاره لا ډېر دودیزو بنسټونو، دیني مدرسو او هغو سازمانونو ته مخه کړي چې ځانونه د دین او دود ساتونکي معرفي کوي.
لا جالبه خبره دا وه، چې له دغو بنسټونو څخه ځینو یې د خپلو مالي سرچینو یوه برخه په مستقیم یا غیرمستقیم ډول له حکومت، نړیوالې ټولنې یا هغو خلکو ترلاسه کوله چې د دوی د فعالیتونو مالي سرچینې هم په یوه ډول له حکومت او نړیوالو مرستو سره تړلې وې.
په دې توګه یو ډول تړلې کړۍ رامنځته شوې وه: له یوې خوا له افراطپالنې سره د مبارزې لپاره سرچینې لګېدې او له بلې خوا د همدې اقتصادي او ټولنیز جوړښت یوه برخه کولای شول له هغو بنسټونو سره مرسته وکړي چې په ځینو مواردو کې یې د افراطي لیدلورو د بیا تولید زمینه برابروله.
د خبرو او فکر تشه
په داسې فضا کې د توندلارو تمایلاتو لرونکو دیني مدرسو شمېر زیات شو، په رسنیو کې د دیني خپرونو حضور پراخ شو، د ځینو منبرونو ژبه لا تونده شوه او د افراطپالنې فکر وتوانېد چې په ټولنه کې له پیاوړو فکري جریانونو څخه یو جریان وګرځي.
خو ښايي تر ټولو مهمه ستونزه دا وه، چې د هغه پر وړاندې یو بدیل دیني فکر رامنځته نه شو.هغه ټولنه چې ژور دیني مخینه او جوړښت لري، یوازې د هغو الفاظو او مفاهیمو په وسیله نه شي کولای له افراطپالنې سره مقاومت وکړي چې د هغې له کلتوري چاپېریال څخه بهر رامنځته شوي وي.
افراطي فکر له دیني مفاهیمو، نښو، احساساتو او د ټولنې له دیني حافظې سره په داسې ژبه خبرې کولې چې خلک ورسره بلد وو، خو ډېری مدني فکرونه ونه توانېدل چې یوه بومي او د ټولنې له واقعیتونو سره برابره لاره خپله کړي.
د دغو فکرونو یوه برخه تر ډېره د هغو مفکورو خامه ژباړه وه، چې په نورو هېوادونو او د نورو ټولنیزو شرایطو لپاره رامنځته شوې وې.
په داسې نابرابره سیالۍ کې عجیبه نه وه، چې افراطي فکر د ټولنې د ځینو برخو لپاره لا د پوهېدو او پېژندلو وړ ښکاره شي.
یوه خوا په داسې ژبه خبرې کولې چې مخاطب له ماشومتوبه د هغې له ډېرو مفاهیمو او نښو سره بلد و؛ بله خوا کله ناکله په داسې کلیمو او اصطلاحاتو خبرې کولې چې مخاطب ته یې لا روښانه نه وه، چې د هغه له ژوند، کلتور او باورونو سره څه تړاو لري.
له همدې امله ستونزه یوازې د افراطي فکر ځواک نه وو؛ د بدیل فکر کمزورتیا او کله ناکله د هغه نشتوالی هم یوه ستره ستونزه وه.
هغه تجربه چې بیاکتنې ته اړتیا لري
د دغو ټکو د مطرح کولو موخه دا نه ده، چې له افراطپالنې سره د مبارزې لپاره یوه نوې نسخه وړاندې شي. له نسخې جوړولو مخکې تر دې مهم کار شته: تېره تجربه باید په رښتینولۍ او له پروژهییزو او سیاسي ملاحظاتو پرته وکتل شي او وڅېړل شي.
له سپټمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته، نږدې دوه لسیزې د نړۍ ستره انرژي، میلیاردونه ډالره او بېشمېره بشري ځواک په افغانستان کې ولګېد.اوږده جګړه وشوه، ډېر خلک ووژل شول او د ترهګرۍ، افراطپالنې، دولت جوړونې، پرمختګ، ولسواکۍ او ثبات تر نومونو لاندې سلګونه پروګرامونه پلي شول، خو د دې دورې پای د جمهوري نظام په سقوط او واک ته د طالبانو په بېرته رسېدو تمام شو.
دا پایله یوازې د جګړې په وروستیو ورځو کې یوه پوځي ماتې نه شي بلل کېدای. لږ تر لږه باید دا احتمال جدي وبلل شي چې موږ د لیدلوري، د تګلارې د طرحې او له افراطپالنې سره د مبارزې د عملي کولو په برخه کې له یوې ژورې ناکامۍ سره مخ وو.
له همدې امله، له ترهګرۍ او افراطپالنې سره د یوې څلورمې پېړۍ د مبارزې د بریا یا ناکامۍ پوښتنه یوازې د تېر وخت په اړه پوښتنه نه ده. دا پوښتنه په مستقیم ډول له راتلونکي سره تړاو لري.
که د تېرې تجربې له جدي نیوکې پرته هېره شي، که هماغه مبهم مفاهیم، هماغه سیاسي چلندونه، هماغه اداري ناهماهنګي، هماغه پروژې چې له بومي واقعیتونو څخه بېخبره وې او هماغه عمومي خبرې په نوو نومونو بیا تکرار شي، نو د بلې پایلې د تمې لپاره به هېڅ دلیل موجود نه وي.
دوه لسیزې انرژي او امکانات له لاسه ولاړل او افغانستان په پای کې د طالبانو لاس ته ولوېد. که له دې تجربې درس وانخیستل شي، اړینه نه ده چې فاجعه به په هماغه بڼه بیا تکرار شي، خو نورې فاجعې راتلای شي.
له افراطپالنې سره د مبارزې د یوه نوي پړاو له پیلولو مخکې، ښايي تر ټولو مهم کار دا وي چې یو ځل بیا او په لا ډېر جدیت دې پوښتنې ته راوګرځو: په تېر پړاو کې مو چېرته تېروتنه وکړه؟