
روسیې ته د طالبانو تللي پلاوي د خوړو او درملو په برخه کې د همکارۍ پر پراختیا خبرې کړې
د طالبانو روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد په مشرۍ روسیې ته تللي پلاوي د دغه هېواد له روغتیايي چارواکو سره په لیدنه کې د درملو په برخه کې د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا، د پانګونې پر جلب او د صادراتو او وارداتو پر اسانتیاوو خبرې کړې.



















