د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندنو لهمخې، په وژل شویو پولیسو کې د ټرافیک پولیسو یو لوړپوړی افسر (ایس پي) اکبر شینواری، یو پولیس انسپکټر او د ترهګرۍ ضد پولیسو څانګې (سيټيډي) افسران او سرتېري شامل دي.
د مرستیال کمېشنر په خبره، په ټپیانو کې هم ډېری د پولیسو او سيټيډي سرتېري دي او تر ۲۰ د ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
محمد نواز زیاته کړه، چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال شوې، او تر اوسه د چاودنې څرنګوالی معلوم نهدی.
نوموړي وویل، د پولیسو په مرکز کې د بریدګرو وسلهوالو پر ضد د پولیسو او پوځ عملیات دوام لري او په وینا یې، داسې ښکاري چې یو یا دوه وسلهوال لا هم په مرکز کې موجود دي او له امنیتي ځواکونو سره یې نښته روانه ده.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د پولیسو مرکز ته پوځي موټر رسېدلي او پوځیان هم په دې عملیاتو کې دخیل شوي دي.
له دې وړاندې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید سیمهییزو رسنیو ته ویلي وو، چې لومړني معلومات ښيي، بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک موټر په وسیله د پولیسو پر مرکز برید کړی دی.
د راپورونو له مخې، د حافظ ګل بهادر اړوندې «اتحاد المجاهدین» نومې ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.
د پاکستان ولسمشر، لومړي وزير، د کورنیو چارو وزیر او د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت او سياسي ګوندونو دا پېښه غندلې ده.
په پاکستان کې د طب پوهنځیو افغان محصلینو د ویزو او په دغه هېواد کې د زدهکړو د دوام موضوع وروسته له هغې جنجالي شوه، چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا یو شمېر افغان محصلینو ته د تحصیلي ویزو له پایته رسېدو وروسته د بېرته ستنېدو لارښوونه وکړه.
د محصلینو د وکیلانو په وینا، یو شمېر هغه افغانان چې له وړاندې په پاکستان کې د طب په پوهنځیو کې شامل شوي او د زدهکړو مهم پړاوونه یې بشپړ کړي، له دې پرېکړې سره له خپلو زدهکړو د پاتې کېدو له خطر سره مخ شول.
د لاهور عالي محکمې تر دې مخکې د افغان طبي محصلینو د عریضو له څېړلو وروسته د هغوی د جبري اېستلو د اقدام د ځنډولو امر کړی وو او محصلینو ته یې اجازه ورکړې وه، چې تر راتلونکې پرېکړې پورې خپلې زدهکړې او ازموینو ته دوام ورکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو، چې هغه افغان محصلین چې په معتبره تعلیمي دوره کې شامل وي او معتبره ویزه ولري کولای شي په پاکستان کې پاتې شي او خپلې زدهکړې بشپړې کړي.
د تیراه د اغېزمنو غورځنګ ویاند صحبت خان اپریدي افغانستان انټرنشنل ته وویل، بېځایه شویو خلکو د خپلو غوښتنو او باعزته ستنېدو لپاره پرلت پیل کړی؛ د تیرا اغېزمن شوي له بنسټیزو اسانتیاوو هم بېبرخې دي.
هغه زياته کړه، له يوې خوا اغېزمن کسان له خپلو کورونو تر اېستلو وروسته له سختو ستونزو سره مخ دي له بلې خوا د قربانيانو په نوم په بېلابېلو ډولونو د شخصي او يا سياسي موخو لپاره کار اخیستل کېږي چې له امله يې د بېځایه شویو کسانو د ستنېدو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي.
صحبت خان اپريدي وويل، صوبایي حکومت او انتظاميه دې د اغېزمنو خلکو د ستونزو د لاپراخولو پر ځاي عملي ګامونه پورته کړي. د هغه په وینا، قربانیان نور د بېباورۍ په حالت کې نهشي پاتې کېدی او حکومت باید د دوی بنسټیزو حقونو، باعزته ستنېدو او مالي مرستو ته لومړیتوب ورکړي.
بل پلو څو ورځې وړاندې د اپريديو ولسونو مشرانو او د بېلابېلو ادارو استازو له ځایي امنيتي ادارو سره لیدلي وو. په دغه ليدنه کې د تحريک ظفرين وياند صحبت خان اپريدي هم ګډون لاره. هغه زياته کړه، چې د عملياتو له امله په تيراه کې ګڼ کورونه ويجاړ شوي او ځينې کورونه يې د سړکونو او امنيتي پوستو د جوړولو لپاره هم نړولي دي.
هغه وويل، اغېزمن شوي کسان د ژمي په سوړ موسم کې له خپلو کورونو وتلي وو چې د ځینو کسانو د مرګ ژوبلې لامل شوې وه او اوس داسې ښکاري چې د ستنېدو پلان هم ځنډول کېږي. هغه زياته کړه، که تر ژمي د دوی د بېرته ستنېدو چاره وځنډول شي؛ نو یو وار بيا د سر زیان اوښتو امکان شته.
د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې افغان زده کړیالان اندېښه لري چې افغانستان ته په ستنېدو به یې د کلونو زدهکړې او خواري له منځه ولاړه شي.
د سند په ډاو پوهنتون یوې افغان محصلې، چې د امنیتي دلایلو له امله یې مستعار نوم «ډاکټره فاطمه» ښودل شوی، وویل چې تر اوسه له لیلیې نه دي ایستل شوي، خو ورته سپارښتنه شوې چې یا ځانونه د پاکستان له طبي او غاښونو شورا سره ثبت کړي او یا له پاکستانه ووځي.
نوموړې وایي: «زموږ زدهکړې نورې اخیر دي او په دې وخت کې داسې پرېکړه له افغان نجونو سره ناانصافي ده.»
د هغې په وینا، که افغان محصلین افغانستان ته ستانه شي، د کلونو هڅې به یې بېګټې شي.
فاطمه زیاتوي: «زموږ خواري افغانستان ته په ګرځېدو له منځه ځي. په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو بندیز دی او که زموږ زدهکړې بشپړې نه شي، نو ټوله خواري مو له منځه ځي.»
د پښتونخوا د خیبر د غاښونو طب پوهنځي یوه افغان محصله، چې د زدهکړو په وروستیو کلونو کې ده، هم د امنیتي دلایلو له امله له نوم ښودلو پرته وايي، د ثبت موضوع باید د محصلینو پر ځای د پوهنتونونو او اړوندو ادارو مسولیت وای.
نوموړې وویل: «د پاکستان حکومت افغان محصلینو ته بهانه جوړه کړې. دوی وایي چې د پاکستان له طبي شورا سره باید موږ راجسټر شو. دا کار اصلاً زموږ نه دی، دا د پوهنتون او د یاد وزارت دی.»
هغې وویل، که محصلین د ثبت لپاره شورا ته مراجعه هم وکړي، د ویزې ستونزه ورسره مخ ده.
نوموړې وایي: «فرض کړه موږ د پاکستان طبي شورا ته د ثبت لپاره لاړو؛ اول خو پاکستان افغانانو ته ویزه نه ورکوي. که موږ ورته ووایو چې غواړو راجسټر شو، نو دوی به معتبره ویزه غواړي، له کومه یې کړو؟»
نوموړې وايي، د لاهور د محکمې حکم د خیبر پښتونخوا د محصلینو وضعیت نه دی روښانه کړی او دوی لا هم د نامعلوم برخلیک په حالت کې دي.
یاده زدکړیاله وایي: «موږ تر اوسه په ځوړند حالت کې یو او هره شېبه زموږ د ویستلو پرېکړه کېدای شي. د افغان محصلینو غم باید وخوړل شي.»
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په پنجاب کې شاوخوا ۵۰ افغان نجونې، په سند کې شاوخوا ۴۰ او په خیبر پښتونخوا کې هم یو شمېر افغان نجونې په طبي او نورو زدهکړو بوختې دي.
په طبي برخه کې ۱۴ افغان محصلینو خپلې زدهکړې بشپړې کړي، اته نور تمه ده راتلونکی کال فارغ شي، او د نورو ۱۷۶ محصلینو د ثبت او اسنادو د ارزونې بهیر روان بلل شوی دی.
محصلین بیا وايي، د ثبت ستونزه د پوهنتونونو او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ موضوع ده او دوی باید د خپلو زدهکړو په وروستیو کلونو کې د داسې اداري ستونزې له امله له زدهکړو بېبرخې نه شي.
د پاکستاني چارواکو او رسنیو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۷ زره افغان محصلین په پاکستان کې په پوهنتونونو او مسلکي کالجونو کې زدهکړې کوي، خو د ښځینه محصلینو د دقیق شمېر په اړه تازه رسمي احصایه نه ده خپره شوې.
نوموړي وویل، تر اوسه داسې پرېکړه نه ده شوې چې ټول افغان محصلین دې بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي.
سجاد حیدر خان وویل: «هغه افغان محصلین چې قانوني ویزې لري، کولای شي په پاکستان کې پاتې شي.»
د بهرنیو چارو وزارت دا دریځ دپاکستان طبي او غاښونو شوراد ثبت له موضوع سره په داسې حال کې مطرح کېږي چې یو شمېر افغان طبي محصلین وايي، دوی د زدهکړو په منځ یا د فراغت په درشل کې له داسې ستونزې سره مخ شوي چې د دوی د راتلونکي په اړه یې جدي اندېښنې پیدا کړې دي.
په دې توګه د افغان طبي محصلینو د قضیې اصلي اختلاف د درېیو موضوعاتو پر محور راڅرخي: دپاکستان طبي او غاښونو شوراد ثبت او اسنادو غوښتنې، د محصلینو د زدهکړو د دوام حق او د پاکستان د حکومت د قانوني ویزو لرونکو افغان محصلینو په اړه رسمي دریځ.
که څه هم لاهور او سند عالي محکمو تر اوسه د اړوندو محصلینو لپاره موقتي حقوقي خوندیتوب برابر کړی، خو د محصلینو په وینا د دوی اساسي ستونزه لا نه ده حل شوې او د قضیې وروستۍ پرېکړې ته سترګې په لار دي.