
وسلهوالو د بلوچستان په مستونګ کې د ګوادر پوهنتون مرستیال مشر په ګډون څلور کسان تښتولي دي
ناپېژاندو وسلهوالو د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې د ګوادر پوهنتون مرستيال مشر عبدالرزاق صابر، د هغه مرستیال سعيدمنظور احمد، د پوهنتون ښوونکی شکیل او د هغوی موټر چلوونکی تښتولي دي.



















