• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روان کال؛ له ایران نه تر ۵۲۲زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲۷ وږی ۱۴۰۵ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، د ۲۰۲۶کال له پیل راهیسې د سپټمبر تر ۱۲مې پورې له ایران نه تر ۵۲۲زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي چې له دې ډلې ۴۳۹زره کډوال په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

یاد سازمان (د وږي ۲۶مه) په خپور شوي راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۶کال کې له ایران نه د ټولو ستنېدونکو افغانانو شاوخوا ۸۴ سلنه په جبري توګه ستانه کړای شوي دي. د راپور له مخې، په ۲۰۲۵کال کې بیا دغه شمېر شاوخوا ۱.۹ مېلیونه و، چې له ډلې یې ۶۷ سلنه په جبري توګه ستانه کړای شوي وو.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶کال له جنورۍ راهیسې له ایران نه د ستنېدونکو کډوالو له ډلې ۳۹ سلنه یې ښځې او ماشومان دي. راپور زیاتوي، چې له ایران نه افغانستان ته ګڼ ستنېدونکي کډوال زابل، کندوز، فراه، کابل او هرات ولایتونو ته ستانه شوي.

په راپور کې د افغان کډوالو د ستنېدو مهم لاملونه جګړه، د ایراني چارواکو ناوړه چلند، د نیول کېدو یا د جبري ستنولو وېره، اقتصادي ستونزې او د کورنۍ یوځای کېدل یاد شوي دي.

راپور کاږي، په اسلام‌کلا او زرنج سرحدي دروازو کې یې د راستنېدونکو لپاره د خوندیتوب او بشري مرستو فعالیتونه پراخ کړي او روان کال یې له ۲۹زره او ۵۰۰ زیاتو ستنېدونکو کورنیو سره مرسته کړې ده.

د یادې ادارې په وینا، له ایران نه د افغان کډوالو پراخې ستنېدنې په افغانستان کې پر لومړنیو خدمتونو، سرپناه او د خلکو پر معیشت فشار زیات کړی او پر کوربه ټولنو یې هم اغېز کړی دی.
وړاندې رویټرز په یوه راپور کې ویلي و، د ایران اقتصادي ناورين، لوړې بیې او د خلکو د پېرلو کمزوري ځواک زرګونه افغان کډوال اړ اېستي چې له کلونو کډوالۍ وروسته بېرته هغه هېواد ته ستانه شي چې په‌کې پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۳

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۴

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۵

د خاتم‌النبیین پوهنتون د امتیاز خاوند: د مذهبي دلایلو له کبله طالبانو زموږ جواز لغوه کړ

•
•
•

نور خبرونه

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۹ GMT+۱
100%

پاکستان هغو اتو افغان طبي محصلینو ته یو کلنې د زده‌کړې ویزې ورکړي، چې تر دې مخکې د ویزو له پای ته رسېدو وروسته له دغه هېواده اېستل شوي وو. په همدې حال کې د لاهور عالي محکمه د افغان محصلینو د وضعیت په تړاو سبا (جمعه) خپله پرېکړه کوي.

په پاکستان کې یوه خبریال طاهر خان د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۶مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «پاکستان د طب هغو اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړې چې د ویزو له ختمېدو وروسته اېستل شوي وو».

هغه په پاکستان کې د طب پوهنځي افغان محصل ډاکټر نصیب‌الله کاکړ له قوله زیاته کړې: «زه او ۷ نور محصلین په یو کلنو د زده‌کړې ویزو پر ترلاسه کولو بریالي شوي یو».

په ورته وخت کې، په پاکستان کې یوه افغان محصل چې نه غواړي نوم یې یاد شي، له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې په بهاولپور کې د قاید اعظم میډیکل کالج ۷ افغان محصلین چې د پاکستان پولیسو له‌خوا افغانستان ته استول شوي وو، د نویو ویزو له ترلاسه کولو وروسته بېرته خپلو درسونو ته راغلي دي.

نوموړي ویلي: «په بهاولپور کې د قاید اعظم میډیکل کالج ۷ محصلین چې د پاکستان پولیسو ډېپورټ کړي وو، بېرته ورته نوې ویزې ورکړل شوي».

دغه محصل وايي، د لاهور محکمې افغان محصلینو ته تر جمعې ورځې وخت ورکړی وو او په وینا یې، په راتلونکې اورېدنه کې به د دوی د پاتې کېدو او یا هم له پاکستان څخه د اېستلو په تړاو پرېکړه وشي.

هغه زیاته کړې: «لاهور محکمې تر جمعې ورځې افغان محصلینو ته وخت ورکړی وو، سبا به د لاهور محکمه دویمه پرېکړه کوي چې افغان محصلین پاتې شي او که ووځي».

نوموړي د محکمې د احتمالي پرېکړې په اړه هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي: «تمه شته چې د لاهور محکمه به د افغان محصلینو په ګټه پرېکړه وکړي».

په پاکستان کې د طب پوهنځیو افغان محصلینو د ویزو او په دغه هېواد کې د زده‌کړو د دوام موضوع وروسته له هغې جنجالي شوه، چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا یو شمېر افغان محصلینو ته د تحصیلي ویزو له پایته رسېدو وروسته د بېرته ستنېدو لارښوونه وکړه.

د محصلینو د وکیلانو په وینا، یو شمېر هغه افغانان چې له وړاندې په پاکستان کې د طب په پوهنځیو کې شامل شوي او د زده‌کړو مهم پړاوونه یې بشپړ کړي، له دې پرېکړې سره له خپلو زده‌کړو د پاتې کېدو له خطر سره مخ شول.

د لاهور عالي محکمې تر دې مخکې د افغان طبي محصلینو د عریضو له څېړلو وروسته د هغوی د جبري اېستلو د اقدام د ځنډولو امر کړی وو او محصلینو ته یې اجازه ورکړې وه، چې تر راتلونکې پرېکړې پورې خپلې زده‌کړې او ازموینو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو، چې هغه افغان محصلین چې په معتبره تعلیمي دوره کې شامل وي او معتبره ویزه ولري کولای شي په پاکستان کې پاتې شي او خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

اوس د اتو اېستل شویو افغان طبي محصلینو لپاره د یو کلنو ویزو صادرېدل او د لاهور محکمې راتلونکې پرېکړه، د هغو افغان محصلینو لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي چې په پاکستان کې د خپلو زده‌کړو د دوام په اړه له نامعلوم وضعیت سره مخ دي.

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۳۸ GMT+۱
100%

د ایران په دوغارون پوله کې زرګونه باروړونکي موټر افغانستان ته د اوښتلو په تمه ولاړ دي. افغان موټرچلوونکي وايي، د اوږده انتظار ترڅنګ د پارکینګ لوړو بیو، د ویزې ستونزو، د تشناب او حمام نشتوالي، د سون‌توکو محدودیتونو او امنیتي خطرونو یې ژوند او اقتصادي وضعیت سخت اغېزمن کړی دی.

د ایران او افغانستان ترمنځ د دوغارون- اسلام کلا پوله د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزیټ له مهمو دروازو څخه ده، خو د دې پولې په اوږدو کې زرګونه موټرو د چارو د زر نه ترسره کېدو له امله ولاړ وي.

ځینې موټرچلوونکي له څو اونیو تر ۴۰ ورځو پورې د پولې په شاوخوا کې بند پاتې دي. د اوږده انتظار تر څنګ، د استوګنې، تشناب، حمام، خوراک، روغتیا، امنیت، مخابراتي اړیکو او د موټرو د ساتنې اسانتیاوې هم کمې دي.

د دې وضعیت تر ټولو دروند بار هغه افغان موټرچلوونکي په اوږو وړي، چې له افغانستان څخه د ایران له لارې د ترانزیټ په موخه سفر کوي او د ویزې، اقامې او د سفر د ستونزو له امله ښايي په پوله کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.

په دوغارون کې یوه افغان موټرچلوونکي ایرنا اژانس ته ویلي چې ۱۳ورځې مخکې یې ویزه پای ته رسېدلې، خو لا هم د تېرېدو لپاره نوبت نه دی ورکړل شوې. نوموړي ویلي چې نه پوهېږي څنګه له پولې واوړي او افغانستان ته ستون شي.

د هغه په وینا، هره ورځ د موټر د پارکینګ لپاره شاوخوا ۵۵۰ زره ایراني تومان ورکوي او د شپې د پاتې کېدو او خوراک لپاره هم اضافي لګښتونه پرې کوي.

هغه ویلي چې په پارکینګ کې نه حمام شته، نه مناسب تشناب، نه د استراحت ځای او نه داسې اسانتیاوې چې یو موټرچلوونکی څو ورځې یا څو اونۍ په انساني شرایطو کې پکې پاتې شي.

دغه افغان موټرچلوونکی وايي چې له افغانستان نه د سفر له پیل څخه تر دې وخته یې شاوخوا ۱۵۰میلیونه تومان او ۳۰۰ امریکايي ډالر لګښت کړی.

د هغه په وینا، د پولې چارواکو ورته ویلي، چې ویزه دې تمدید کړي او بیا دې راشي، خو اصلي ستونزه دا ده چې تر هغه وړاندې باید د موټر او بار د تېرېدو پروسه هم بشپړه شي.

100%

د نوبت ځنډنی سیستم

د دوغارون د ستونزو یوه مهمه برخه د موټرو د تېرېدو د نوبت سیستم دی.

د راپور له مخې، تر دې مخکې به ځینې نوبتونه په ډېر لنډ وخت کې صادرېدل، خو د وروستیو دوو میاشتو په ترڅ کې د انتظار موده زیاته شوې ده. یو شمېر موټرچلوونکي وايي چې یوازې د سفر د کوډ د ناوخته لېږل کېدو له امله یې خپل نوبت له لاسه ورکړی او بیا یې باید له سره انتظار ایستلی وای.

دغه وضعیت د افغان موټرچلوونکو لپاره لا پېچلی دی، ځکه که د انتظار پر مهال یې ویزه یا د پاتې کېدو قانوني موده پای ته ورسېږي، موټرچلوونکی له یوې خوا پر سرحد د تېرېدو لپاره انتظار باسي او له بلې خوا د قانوني اسنادو د تمدید ستونزه وي.

یو بل افغان موټرچلوونکي، چې شاوخوا ۴۰ ورځې یې انتظار کړی، ویلي چې لا هم نه پوهېږي د دې ځنډ مسوول څوک دي.

د یوه موټرچلوونکي په وینا، د موبایل شبکې د کمزورتیا له امله کورنۍ یې څو ځله زنګ وهي او نه پوهېږي چې هغه چېرته دی.د اوږده انتظار له امله موټر د موټرچلوونکي د خوب، خوراک او استراحت یوازینی ځای ګرځي.

د یخچالي موټر د یوه چلوونکي په وینا، د درملیزو بوټو بار یې لېږداوه، خو د اوږده انتظار له امله یې د بار د خرابېدو اندېښنه لرله.

بل لوري ته، د چرګوړو لېږدوونکو هم ویلي، چې د انتظار له امله یې چرګوړي تلف شوي او زیانمن شوي دي.

د راپور له مخې، د ډیزلو بیه او د اضافي سون‌توکو د مدیریت لپاره موجود مقررات د موټرچلوونکو لپاره یو بل سرخوږ دی. ځینې موټرچلوونکي له ټاکل شوې اندازې څخه د ډېرو ډیزلو له امله له دوو انتخابونو سره مخ کېږي، چې یا باید د اضافي سون‌توکو بیه ورکړي او یا یې په سیمه کې خالي کړي. له همدې امله د موټرو اضافي ډیزل په ځمکه تویېږي چې د اورلګېدنې خطر هم ورسره مل دی.

ایراني سرحدي چارواکي د ستونزو پړه پر یوه او بل اچوي

په دوغارون کې د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې، شاوخوا ۱۶ادارې فعالیت کوي.

ددې سیمې مسولان وايي، چې د موټرو د نوبت او تګ راتګ اصلي واک لا هم له ګمرک سره دی، خو ګمرک وايي چې ستونزه د یوې ادارې مسوولیت نه دی او نوبت د ورځني ظرفیت له مخې ورکول کېږي.

100%

د تایباد ولسوال د ستونزې یوه مهمه برخه د دوغارون سیمې او حکومتي ادارو ترمنځ د مسوولیت په وېش کې ابهام بولي، خو د دې ټولو ادارو د کمکاریو له امله تر ټولو ډېر زیان هغه څوک ویني چې موټر ته ناست دي.

د دوغارون د ترمینل د مسوول په وینا، شاوخوا ۶۱۷۹ باروړونکي وسایط په دوو ترمینلونو کې درېدلي او یوازې د دوغارون په دوو پارکینګونو کې شاوخوا ۲۸۰۰ موټر ولاړ دي.

د طالبانو د امارتي شرکتونو یوه پلاوي په دې وروستیو کې ایران ته سفر کړی او ددغه هېواد له چارواکو سره یې د تېلو د قراردادونو او شته ستونزو د اواري په اړه خبرې کړې دي، خو ددغو خبرو اترو جزئیات تراوسه نه دي په ډاګه شوي.

ملګري ملتونه: له پاکستان نه د افغان کډوالو ستنېدنه د افغانستان پر بشري وضعیت فشار زیاتوي

۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۱۸ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، په پراخه کچه له پاکستان نه افغانستان ته د افغان کډوالو ستنېدنه د دغه هېواد پر روان کړکېچن بشري وضعیت اضافي فشار واردوي.

د یادې کمېشنرۍ په تازه راپور کې راغلي، د پاکستان له‌خوا د «بې‌اسناده افغان کډوالو د اېستلو» پلان له اعلان نږدې درې کاله وروسته هم د یادې پالیسۍ اغېزې دوام لري او یوازې په ۲۰۲۵کال کې یو مېلیون افغانان یا اېستل شوي او یا هم په سختو شرایطو کې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د راپور له مخې، دغه لړۍ په ۲۰۲۶کال کې هم روانه ده او د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه ۷۰۵زره او ۴۰۰ افغانان له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، دغه ستنېدنې داسې مهال کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچونه زیات شوي او دغه وضعیت د بشري حقونو ستونزې لا ژورې کړې دي.
راپور یادونه کوي، د تورخم دروازه چې له پاکستان نه افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو شاوخوا ۸۰ سلنه افغانانو د تګ اصلي لاره وه، د مارچ په ۳۱مه د بېرته ستنېدونکو لپاره پرانېستل شوه.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ ټینګار کړی، دا مهمه ده چې د افغانانو ستنېدنه خوندي، په خپله خوښه او د انساني کرامت له اصولو سره سم ترسره شي او بېرته ستنېدونکو او کوربه ټولنو ته لازمې مرستې دوام ومومي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۳کال د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې تراوسه تر ۷۹۴زرو ډېرو هغو افغانانو ته نغدي مرستې ورکړل شوې چې له پاکستان نه ستانه شوي دي. یاده کمېشنري وایي، له دې ډلې شاوخوا ۴۷۸زره کسان یوازې په ۲۰۲۵کال کې او تر ۱۹۸زرو ډېر کسان په ۲۰۲۶کال کې د کابل، کندهار او جلال‌اباد له لارې له مرستو برخمن شوي دي.
راپور همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو کړکېچونو یادونه کوي او وایي، چې په ۲۰۲۶کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچونو د ختیځو ولایتونو په ځینو سیمو کې د بې‌ځایه کېدو پېښې هم رامنځته کړې دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان په نورو سیمو کې د بې‌اسناده افغانانو پر وړاندې نیونې، چاپې، اېستل او توقیفونه زیات شوي دي. راپور زیاتوي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مارچ په لومړۍ نېټه یو وار بیا ټینګار وکړ چې د «ناقانونه بهرنیانو» پر ضد به عملیات دوام ولري.
د راپور له مخې، د افغانستان په ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول ننګرهار، پکتیا او خوست کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د امنیتي پېښو، ډزو او پوځي فعالیتونو راپورونه هم ثبت شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، په افغانستان کې د بې‌ځایه شویو کسانو ۷۴ سلنه ښځې او ماشومان دي.
راپور ښيي، چې د بې‌ځایه کېدو له اغېزو سره مخ ښځو تر ټولو مهمې اړتیاوې سرپناه، د خوړو خوندیتوب او روغتیايي خدمتونه دي. د یادې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، ۷۱ سلنه ښځو سرپناه، ۵۲ سلنه د خوړو خوندیتوب او ۴۴ سلنه روغتیايي خدمتونه خپلې لومړنۍ اړتیاوې بللې دي.

ستانه شوي افغان کډوال: د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له امله بېرته پاکستان ته پر قاچاقي لارو اوړو

۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۰۰ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

له پاکستان نه افغانستان ته یوشمېر ستانه شوي افغان کډوال وايي، د سرپناه نشتوالی، بې‌کاري او اقتصادي ستونزې هغوی اړ اېستي چې خپل د کور سامان وپلوري او بېرته پر قاچاقي لارو پاکستان ته ولاړ شي.

محمد رفیق چې له پاکستان نه کندوز ته ستون شوی افغانستان انټرنشنل پښتو ته یې ویلي، چې ستانه شوي کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي او ډېریو ته لاهم د اوسېدو مناسب ځایونه نه‌دي برابر شوي.
هغه وویل: «دلته ستونزې ډېرې دي. د سرپناه وضعیت تر ټولو بد دی. ډېرو راستنېدونکو ته تراوسه د اوسېدو ځایونه نه‌دي ورکړل شوي او که چا ته ځای ورکول کېږي هم، له ښارونو ډېر لرې وي چې خلک په‌کې د کار فرصت نه‌لري».
رفیق زیاته کړه، بې‌کاري او فقر د دې لامل شوی چې یوشمېر کډوال یو ځل بیا کډوالۍ ته اړ اېستل شوي. د نوموړي په وینا: «ګڼ خلک اوس د کور توکي پلوري؛ څو پاکستان ته د تګ لګښت برابر کړي».
د رفیق ورور شاه‌ولي بیا وايي، په ځانګړي ډول کندوز ته ستانه شوي کډوال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او همدا لامل دی چې یوشمېر یې بېرته پاکستان ته ستنېږي. نوموړي وویل، هغه کسان چې خپل د کور توکي پلوري، اړ کېږي چې خپل توکي په ډېره ټیټه بیه وپلوري.
د هغه په وینا، د پنځو کورنیو د کور وسایل یوازې په ۶۰زره افغانیو پلورل شوي دي. شاه‌ولي زیاته کړه: «په دغه وسایلو کې د دوو هغو کورنیو د ودونو سامان هم شامل وو، چې څه موده مخکې یې ودونه کړي وو».
هغه وویل، د ژمي له رانږدې کېدو سره ستونزې نورې هم ډېرې شوې دي. نوموړي وویل: «کندوز ډېرې سړې سیمې لري او په خېمو کې ژوند کول اسانه نه‌دي. دا هم یو له هغو لاملونو دی، چې خلک بېرته تګ ته اړ شوي دي».
د نوموړي په وینا، دیورنډ کرښې ته د رسېدو او د قاچاقي تګ راتګ لګښت هم لوړ دی. هغه ادعا وکړه: «پر ډیورنډ کرښه له هر کډوال تر ۲۵زره تر ۴۰زره افغانیو پورې قاچاق کوونکي اخلي».
شاه‌ولي وایي، یوازې د هغه په پېژندنه کې نږدې سل کورنۍ بېرته پاکستان ته تللې دي.
بل لور ته د بلوچستان د کوټې ډویژن کمېشنر ذېشان لاشاري په مشرۍ د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځې په یوه غونډه کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او بیا ننوتلو موضوع هم ارزول شوې ده.
په غونډه کې پرېکړه شوې، چې د پاکستان د کورنیو چارو له وزارت څخه به د هغو افغان وګړو په اړه لارښوونې وغوښتل شي چې تر ستنېدو وروسته بېرته پاکستان ته داخل شوي یا یې د بیا ننوتلو راپورونه ورکړل شوي دي.
د غونډې د پرېکړې له مخې، له دې وروسته به د ورته قضیو په اړه د پاکستان د قانون او حکومتي تګلارې له مخې اقدام کېږي.

اسټرالیا د عدالت په نړۍواله محکمه کې د طالبانو قضیه څاري

۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۴۰ GMT+۱
100%

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه هېواد د کاناډا، جرمني او هالنډ په ګډون له خپلو نړۍوالو شریکانو سره یوځای د طالبانو د ځواب‌ ویلو لپاره حقوقي اقدامات څاري؛ څو طالبان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له‌منځه وړلو کنوانسیون د پراخو سرغړونو په تړاو حساب ورکونې ته اړ باسي.

د دغه وزارت یوه ویاند افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان د دوامداره او سیستماتیکې ځپنې د یوه کمپاین په پلي کولو سره هڅه کوي ښځې په بشپړه توګه له ټولنې څنډې ته کړي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د طالبانو دغه اقدامات په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ښکاره سپکاوی ښيي. د اسټرالیا د حکومت د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه څلورو هېوادونو د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له‌منځه وړلو کنوانسیون ۲۹مې مادې پر بنسټ د شخړو د حل مېکانیزم فعال کړی او د طالبانو له ادارې یې غوښتي چې په صادقانه خبرو اترو کې برخه واخلي.

اسټرالیايي چارواکو ویلي، که څه هم دغه بهیر وخت ونیسي؛ خو کانبرا د افغانستان د ښځو او نجونو د ملاتړ په برخه کې پر خپله ژمنه ولاړه ده. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له‌منځه وړلو کنوانسیون له مخې د دغه حقوقي اقدام څار، په هېڅ ډول د کانبرا هغه دریځ نه بدلوي چې د طالبانو اداره نامشروع بولي.

د اسټرالیا حکومت یو وار بیا ټینګار کړی، چې طالبان د افغانستان د خلکو د مشروع استازي په توګه په رسمیت نه پېژني او د دې اراده نه‌لري چې د یادې ډلې ډیپلوماتان، افتخاري کونسلان یا هر ډول استازي ومني.

په دې برخه کې تر دې وړاندې هوکړه شوې وه، چې په کانبرا کې د افغانستان سفارت په اسټرالیا کې خپل فعالیتونه دروي. اسټرالیايي چارواکي وايي، دغه قانوني نوښت د افغان ښځو د ژوند له تجربو څخه سرچینه اخلي او اسټرالیا ژمنه ده، چې د دغه بهیر پرمهال له افغان ښځو او د مدني ټولنو له سازمانونو سره معناداره تعامل ولري.

ټاکل شوې، چې اسټرالیا د روان کال په تلې میاشت کې له مدني ټولنې سره کورنۍ مشورې ترسره کړي؛ څو د دغه نوښت جزییات لا وڅېړي. دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو تل د ښځو په اړه د طالبانو پر سیاستونو نیوکه کړې ده.
په همدې تړاو د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) او د بښنې نړۍوال سازمان یو وار بیا له طالبانو غوښتي، چې د نجونو پر زده‌کړو ټول محدودیتونه لغوه کړي او ښځو او نجونو ته اجازه ورکړي چې ژر تر ژره ښوونځیو او پوهنتونونو ته بېرته ستنې شي.

د بښنې نړۍوال سازمان هم له نړۍوالې ټولنې د بېړني او همغږي اقدام غوښتنه کړې؛ څو پر طالبانو فشار راوړل شي او د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي.