• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کوهاټ کې پر جومات برید غندلی

۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د خیبر پښتونخوا د کوهاټ پر یوه جومات د جمعې د لمانځه پر مهال شوی برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

بلخي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د کوهاټ په بنار سیمه کې پر جومات برید په «کلکو ټکو» غندي او په وینا یې پر سپېڅلو ځایونو بریدونه د توجیه وړ نه دي.

نوموړي د دې پېښې له امله د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
تېره ورځ د خیبر پښتونخوا پولیسو خبر ورکړی و چې په کوهاټ کې د پولیسو پر مرکز موټر بم برید کې ۲۳ کسان وژل شوي او تر ۸۰ ډېر ټپیان شوي دي. برید د جمعې د لمونځ پر مهال شوی و.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د خپلۍ نا امنۍ پړه پر طالبانو اچوي او دغه ډله د ورته بریدونو د تنظیم او د ټي ټي پي پر ملاټړ تورنوي، خو طالبانو په وار وار د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې دي.
بلخوا، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له العربیه سره په مرکه کې له سعودي عربستان څخه غوښتي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل منځګړیتوب وکړي.

ډېر لیدل شوي

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي
۱

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۲
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۳

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

۴

حمدالله محب خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط په تړاو پر «لوی خیانت» تورن کړی

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي

•
•
•

نور خبرونه

په پېښور کې د لاسي پکو پخوانی کاروبار د عصري وسایلو او تورخم بندېدو له امله پیکه شوی

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۱۰ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د خیبرپښتونخوا مرکز پېښور په لاس جوړېدونکو دودیزو او لاسي پکو تر ټولو لوی بازار بلل کېږي. یو وخت به له دې بازار څخه په لاس جوړې شوې پکې نه‌ یوازې د خیبر پښتونخوا بېلابېلو سیمو بلکې افغانستان او هند ته هم لېږل کېدل، خو د عصري وسایلو او تورخم بندېدو له امله یې کاروبار پیکه شوی دی.

شاوخوا یوه لسیزه مخکې په دې بازار کې لسګونه هټۍ او څو کوچنۍ کارخونې وې چې ماهرو کاریګرو به په‌کې په لاس پکې جوړولې. هغه مهال د دغو پکو غوښتنه هم زیاته وه او ګڼ کسان پر دې کاروبار بوخت وو.

خو د وخت په تېرېدو او د برېښنايي پکو او همداراز نورو عصري وسایلو د عامېدو له امله د لاسي پکو کاروبار ورو ورو کم شوی دی. یو شمېر کاریګرو خپل پخوانی دغه کسب پرېښی او ګڼ دوکانونه او کارخونې هم تړل شوې دي.

د پېښور د هټیوالو په وینا، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بند پاتې کېدو هم دې کاروبار ته سخت زیان رسولی دی. افغانستان ته د لاسي پکو لېږد نږدې درېدلی چې له امله یې سوداګر او کاریګر له مالي ستونزو سره مخ شوي دي.

په پېښور کې د لاسي پکو جوړونکی فضل الرحمن افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د پکو جوړولو دا کاروبار د دوی په کورنۍ کې له څو نسلونو راهیسې روان دی. د هغه په وینا، دوی هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ لاسي پکې جوړوي او د یوې پکې په جوړولو کې په بېلابېلو پړاوونو کې له څلورو تر پنځو کسانو پورې د کار زمینه برابریږي.

فضل الرحمن وايي، پخوا په دې بازار کې ګڼ کاریګر پر دې کسب بوخت وو، خو اوس د وخت په تېرېدو یوازې څلور کاریګر پاتې دي.

هغه وايي، د پکو په جوړولو کې ښځې هم مهم رول لري. د پکې بېلابېلې برخې ښځې په خپلو کورونو کې په لاس جوړوي او بیا د دغې برخې کاریګرو ته سپارل کېږي او هغوی یې سره یو ځای کوي او بشپړه پکه ترې جوړوي. په دې توګه له دې واړه کاروباره سره د څو کورنیو روزګار هم تړلی دی.

100%

د فضل الرحمن په وینا، پخوا به له پېښوره جوړ شوي لاسي پکې د افغانستان ننګرهار، کابل او نورو سیمو ته په لویه کچه لېږل کېدل خو د تورخم دروازې د بندېدو له امله افغانستان ته د دغو پکو لېږد سخت اغېزمن شوی دی.

هغه وايي، پخوا له افغانستان څخه د لاسي پکو ښه غوښتنه موجوده وه، خو پر ډیورند کرښه د ستونزو له امله اوس خپل تولیدات افغانستان ته نه‌شي لېږلی او د خرڅلاو کچه یې هم په څرګند ډول راټیټه شوې ده.

په پېښور کې د لاسي پکو یو بل کاروباري شهباز افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې نږدې ۴۰ کاله کېږي چې په دې کاروبار کې دی او په وینا یې، د دودیزو او لاسي پکو جوړولو او پلورلو کاروبار شاوخوا ۲۰۰ کاله مخینه لري او تر اوسه په یو ډول نه یو ډول دوام لري.

شهباز وايي، سره له دې چې اوس عصري برېښنايي وسایل شته، خو مشران لا هم لاسي پکې خوښوي او د ګرمۍ پر مهال ترې استفاده کوي، خو د وخت په تېرېدو یې کاروبار پيکه شوی دی.

د هغه په وینا، پخوا د ده د کاروبار نږدې سل سلنه برخه پر لاسي پکو ولاړه وه، خو اوس د برېښنا د اسانتیاوو او عصري وسایلو او په ځانګړي ډول له افغانستان سره د لارو د بندېدو له امله کاروبار یې یوازې شاوخوا ۲۰ سلنه پاتې دی.

شهباز وايي، اوس هم د دغو پکو د غوښتنې یوه مهمه وجه دا ده، چې بې‌وزله کورنۍ د ګران بیه لمریزې برېښنا سیستمونه او نور بدیل وسایل نه‌شي اخیستلای، نو د ګرمۍ پر مهال له همدې ارزانه لاسي پکو استفاده کوي.

هغه زیاتوي، چې مسافر هم د سفر پر مهال لاسي پکې له ځان سره وړي او د لارې په اوږدو کې ترې استفاده کوي.

په دې توګه که څه هم د عصري وسایلو او له افغانستان سره د لارو د ستونزو له امله په پېښور کې د لاسي پکو پخوانی کاروبار سخت زیانمن شوی، خو دا دودیزې پکې لا هم د ځینو خلکو اړتیا پوره کوي او د پېښور د پخواني کلتور او لاسي صنایعو یوه نښه بلل کېږي.

د پاکستان پخوانی سفیر: افغانستان په اړه د اسلام‌اباد په تګلاره کې بنسټیز بدلون ته اړتیا ده

۱۲ وږی ۱۴۰۵ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۲۷ GMT+۱
100%

د پاکستان پخوانی سفیر او د امریکا د جورج ټاون پوهنتون استاد توقیر حسین وايي، د افغانستان په اړه د اسلام‌اباد تګلارې بنسټیز بدلون ته اړتیا لري او د دې هېواد په اړه د پاکستان تر اوسه امنیت‌محوره چلند برعکس پایلې لرلې دي.

حسین دا څرګندونې هغې لیکنه کې کړې دي چې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د «ډان» ورځپاڼې خپره کړې ده. هغه افغانستان «له پوځي اړخ سره یوه سیاسي ننګونه» بللې او ویلي یې دي چې له دې هېواد سره یوازې له امنیتي لیدلوري چلند نه شي کېدای او نه هم د افغانستان ټولو ستونزو ته یوه ګډه حل‌لاره ټاکل کېدای شي.

نوموړي لیکلي، افغانستان، که هر چا پرې واکمني کړې وي، تل د پاکستان لپاره د ستونزو لامل پاتې شوی، خو د اسلام‌اباد خپله تګلاره هم د دې حالت په پېچلېدو کې ونډه لري.

د حسین په وینا، افغانستان له قومي، مذهبي او فکري وېشونو او د ښار او کلیو تر منځ له اختلافونو سره مخ دی او د سیمې او نړۍ د قدرتونو سیالۍ هم دغه اختلافونه لا پسې زیات کړي دي.

ښاغلي حسین د افغانستان په څو لسیزو جګړو کې د امریکا، شوروي اتحاد او پاکستان ونډه هم څېړلې ده. د هغه په وینا، په افغانستان کې اوږدې جګړې داسې «جګړه‌ییز اقتصاد» رامنځته کړ چې زورواکو او فاسدو کسانو او ډلو ترې ګټه اخیسته او د بې‌ثباتۍ له دوام سره یې خپلې ګټې خوندي کولې. نوموړي دا حالت د طالبانو د راټوکېدو له مهمو لاملونو څخه بللی دی.

حسین د طالبانو د رامنځته کېدو په اړه د پاکستان د ونډې په تړاو لیکلي چې پاکستان د جګړې پر مهال یوازې د طالبانو د پناه ځای نه و، بلکې طالبانو په پاکستاني ټولنه کې هم ټولنیزې او سیاسي ریښې پیدا کړې.

د هغه په وینا، جهادي شبکې او د افراطیت مرکزونه د پاکستان له کورنیو ستونزو او ناخوښیو سره وتړل شول او د هغو وسله‌والو ډلو د ودې لپاره یې زمینه برابره کړه چې اسلام‌اباد نن ورسره جګړه کوي.

حسین لیکلي چې همدې حالت طالبانو ته دا زمینه برابره کړې چې پر پاکستان فشار راوړي. د هغه په باور، اسلام‌اباد د دې فشار د کمولو لپاره باید هغو کورنیو سیاسي او ټولنیزو ستونزو ته پام وکړي چې خلک وسله‌والو ډلو ته د ورګډېدو لپاره هڅوي.

د طالبانو په اړه د پاکستان پر تګلارې نیوکه

دغه پخواني پاکستاني دیپلومات لیکلي چې د افغانستان په اړه د پاکستان پخوانۍ تګلاره تر ډېره پر امنیتي مسایلو راڅرخېده.

هغه لیکلي: «افغانستان یوازې د یوې امنیتي ستونزې په توګه لیدل، د طالبانو د ملاتړ ناکامې تګلارې ته لاره هواره کړه او اوس به هم د هغوی پر وړاندې د ناکامې تګلارې لامل شي.»

د حسین په باور، د پاکستان او افغانستان اړیکې د دواړو هېوادونو د امنیت، اقتصاد او سیاسي ثبات لپاره ډېرې مهمې دي.

نوموړي په ورته وخت کې د کابل پر پخوانیو تګلارو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان پخوانیو حکومتونو باید د طالبانو د ستونزې د هواري لپاره له پاکستان سره همکاري کړې وای.

حسین د افغانستان پخواني ولسمشران حامد کرزي او اشرف غني تورن کړي چې هڅه یې کوله د امریکا او هند په مرسته پاکستان د طالبانو د ستونزې د هواري لپاره تر فشار لاندې راولي.

هغه همداراز لیکلي چې ښايي ډېر افغانان نن دا هیله ولري چې په تېر کې د پښتونستان مسئله نه وای راپورته شوې او افغانستان د ډیورنډ کرښه منلې وای.

دا لیدلوری د افغانستان او پاکستان تر منځ له تر ټولو پخوانیو او لانجمنو اختلافونو څخه یوه ته اشاره کوي.

پاکستان ته خبرداری؛ بیا د امریکا جګړې ته مه ننوځئ

توقیر حسین د خپلې لیکنې په بله برخه کې په افغانستان کې د امریکا د جګړې پر څرنګوالي نیوکه کړې ده.

هغه ویلي چې واشنګټن افغانستان ته له روښانه تګلارې پرته داخل شو او داسې یې انګېرله چې پوځي او ټکنالوژیک برلاسی کولای شي د افغانستان واقعیتونه د امریکا په ګټه بدل کړي.

نوموړي د امریکا وتل د «د ماتې له امله د ستړیا» پایله بللې او ویلي یې دي چې د امریکا هېڅ اندازه مالي مرسته نه شي کولای هغه زیانونه جبران کړي چې د دې هېواد د ناکامو جګړو له امله رامنځته شوي دي.

دغه پخواني پاکستاني دیپلومات وړاندیز کړی چې پاکستان باید د افغانستان په اړه هر اړخیزه تګلاره خپله کړي او په ورته وخت کې د پولې د سمبالښت، کډوالو، سوداګرۍ، پوځي اقداماتو او له چین سره د همکارۍ په برخو کې له فشار او هڅونکو لارو چارو کار واخلي.

حسین همداراز خبرداری ورکړی چې پاکستان باید یو ځل بیا د طالبانو د مخالفو ډلو ملاتړ ته مخه نه کړي؛ که دا کار د اسلام‌اباد د ګټو له مخې وي او که د واشنګټن په غوښتنه.

هغه ټینګار کړی: «پاکستان باید هېڅکله بیا د امریکا د یوې جګړې برخه نه شي».

شهباز شریف: تر هغو چې ترهګر له افغان خاورې ګټه اخلي په سیمه کې سوله ناشونې ده

۱۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۱۸ GMT+۱
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سې‌شنبې په ورځ د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې وویل، تر هغو چې ترهګرې ډلې د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو د بریدونو لپاره کار اخلي، په سیمه کې د تلپاتې سولې ټینګښت ناشونی دی.

شهباز شریف د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د مبارزې په اړه وویل، دغه هېواد په تېرو دوه نیمو لسیزو کې د ترهګرۍ له امله له ۹۰ زرو ډېر کسان له لاسه ورکړي او له ۱۵۰ میلیارده امریکايي ډالرو ډېر اقتصادي زیانونه یې ګاللي دي.

هغه زیاته کړه، پاکستان د شانګهای د همکارۍ سازمان د سیمه‌ییزې ترهګرۍ ضد جوړښت د مشر په توګه هڅه کوي چې د سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ امنیتي همکاري لا پراخه کړي.

د پاکستان لومړي وزیر وویل، اسلام‌اباد د یوه سوله‌ییز، باثباته او سمسور افغانستان غوښتونکی دی؛ خو تر هغو چې وسله‌والې ډلې د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو د بریدونو لپاره کار اخلي، په سیمه کې تلپاتې سوله نه شي ټینګېدای.

طالبانو تر دې وړاندې څو ځله دا تور رد کړی او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي. خو اسلام‌اباد وايي، د ترینګلتیا د راکمولو او د خبرو اترو د بیا پیل لپاره طالبان باید د وسله‌والو ډلو پر وړاندې «څرګند او د کره کولو وړ» ګامونه واخلي.

په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنې یوازې تر پاکستان پورې محدودې نه دي. تاجکستان هم څو ځله د افغانستان له خاورې څخه د امنیتي ګواښونو او منځنۍ اسیا ته د ناامنۍ د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. د دواړو هېوادونو د پولې په اوږدو کې وروستیو نښتو او شخړو هم دغه اندېښنې لا زیاتې کړې دي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وسله‌والو ډلو د شتون او فعالیت پر سر اختلافاتو په وروستیو میاشتو کې د دواړو لورو اړیکې ډېرې ترینګلې کړې دي. دغو اختلافاتو پر سوداګرۍ او د پولې د تګ راتګ پر لارو هم اغېز کړی دی.

په همدې مهال، د شانګهای د همکارۍ سازمان مشرانو د بشکېک د غونډې په وروستۍ اعلامیه کې پر داسې یوه ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو ټینګار کړی چې د افغانستان د بېلابېلو قومي او سیاسي ډلو استازي په پراخه کچه پکې ونډه ولري.

طالبانو تر دې وړاندې ویلي چې اوسنی حکومت یې ټول‌ګډونه دی او د افغانستان ټول قومونه پکې ونډه لري.

شهباز شریف د خپلې وینا په بله برخه کې د سیمې ترمنځ د نښلونې د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز کولای شي د سیمې د هېوادونو اقتصادونه له عربي سمندرګي سره ونښلوي.

هغه همداراز د اوسپنې پټلۍ، سړکونو او سیمه‌ییزو انرژۍ پروژو له نښلولو څخه د اسلام‌اباد د ملاتړ یادونه وکړه او د شانګهای د همکارۍ سازمان د ۲۰۳۵ کال د پراختیايي تګلارې د بشپړ پلي کېدو غوښتنه یې وکړه.

د هغه په وینا، د شانګهای د همکارۍ سازمان د پراختیايي بانک جوړول به په دې برخه کې یو مهم ګام وي.

شریف وویل، پاکستان به د خپلې مشرۍ پر مهال د معلوماتي ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا، انرژۍ، د بېوزلۍ د کمولو، د طبیعي افتونو د مدیریت، روغتیا، فرهنګ او سپورت په برخو کې همکاري هم له خپلو لومړیتوبونو څخه وګرځوي.

پاکستان د ۲۰۲۶ تر ۲۰۲۷ کال پورې د شانګهای د همکارۍ سازمان دوره‌یي مشري پر غاړه اخیستې ده او ټاکل شوې چې د دغه سازمان د مشرانو راتلونکې غونډه په ۲۰۲۷ کال کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې جوړه شي.

شهباز شریف هیله څرګنده کړه چې د شانګهای د همکارۍ سازمان په داسې بنسټ بدل شي چې د مقابلې پر ځای همکارۍ او د وېش پر ځای خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي.

پاکستان داسې مهال د دغه سازمان دوره‌یي مشري پر غاړه اخیستې چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت او د وسله‌والو ډلو فعالیتونه لا هم په سیمه کې له مهمو امنیتي موضوعاتو څخه شمېرل کېږي.

د اسلام‌اباد د عالي محکمې قاضي ویلي «افغانستان دښمن هېواد دی»

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۲۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۳۷ GMT+۱
100%

د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد د عالي محکمې يوه قاضي د افغان محصلينو د تحصيلي ويزو د تمدېدو د څرنګوالي د قضيې په اورېدنه کې ويلي، « موږ دا مهال له افغانستان سره د جګړې په حالت کې یو او افغانستان دښمن هېواد دی».

د سه شنبې په ورځ ۸۷ افغان محصلينو (هلکانو او نجونو) په اسلام اباد کې په عالي محکمې کې د ویزو د تمدیدو په تړاو خپله قضيه ثبت کړې وه. د محصلينو مدافع وکیل ايمل خان مندوخېل افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، د جمعې په ورځ (د وږي ۶مه) په همدې تړاو استعماعیه غونډه وشوه.

د اورېدنې پر مهال د یادو محصلینو وکيل او د عالي محکمې ترمنځ شوې مکالمه ايمل خان مندوخېل له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره شريکه کړې، چې په‌کې د یادې محکمې یوه قاضي خادم حسین سومرو د افغان محصلينو پر غوښتنليک قانوني پوښتنې راولاړې کړې.

قاضي خادم حسین سومرو: «وکیل صیب موږ دا مهال له افغانستان سره د جګړې په حالت کې یو او افغانستان دښمن هېواد دی».

د محصلينو وکیل: «زما د معلوماتو له مخې د پاکستان حکومت داسې کوم اعلان نه‌دی کړی».

قاضي خادم حسین سومرو: «که د هند محصلین راشي، ایا تاسو به هغوی ته هم د راتلو اجازه ورکړئ»؟

د محصلينو وکیل: «افغان محصلینو ته یو کال مخکې کورنیو چارو وزارت ویزې ورکړې وې، هغه وخت زموږ ملي پالیسي بل ډول وه».

قاضي خادم حسین سومرو: «تاسو یو اییني غوښتنلیک وړاندې کړی، ایا زموږ اساسي قانون افغانانو ته د داسې غوښتنلیکونو د دایرولو حق ورکوي»؟

د محصلينو وکیل: «هو بالکل، د اساسي قانون ۱۹۹ ماده افغانانو ته د غوښتنلیکونو د دایرولو حق ورکوي».

قاضي خادم حسین سومرو: «وکیل صیب ایا تاسو د قانون له مخې له دغو ۸۷ افغان محصلینو څخه د استازولۍ واک اخیستی دی»؟

د محصلينو وکیل: «هو بالکل، زه د وکیل په توګه د دې ټولو محصلینو استازیتوب کوم».

قاضي خادم حسین سومرو: «تاسو باید د افغانستان (طالبانو) سفارت ته لاړ شئ هلته به ستاسو خبره واورېدل شي، افغان سفارت به د پاکستان له سفارت سره اړیکه ونیسي».

د محصلينو وکیل: «هو بالکل موږ افغان سفارت ته لاړو او افغان سفارت د پاکستان حکومت ته رسمي لیکونه هم لیکلي دي چې د دغې دوسیې برخه ده، خو بیا هم د محصلینو ویزې نه غځول کېږي».

نوموړي وکيل محمکې ته ويلي، چې دوی به په دې اړه محکمې ته نور اسناد هم وړاندې کړي، خو محکمې بیا د قضیې نوره اورېدنه ځنډولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د نیونې او اېستنې بهیر پراخ او چټک کړی او ان همدا ۶ ورځې مخکې د پاکستان په پلازمېنې اسلام‌اباد کې ۲ افغان محصلینې د پولیسو له‌خوا په خپل کور کې ونیول شوې. دغو دوو خویندو محصلینو د خپلو ویزو د تمديد لپاره پر وخت غوښتنلیکونه سپارلي، خو تر اوسه ویزې نه‌دي ورکړل شوي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت له تېر یوه کال راهیسې د افغانانو د هر ډول ویزو د تمدیدولو چارې له کوم دلیل پرته درولي دي.

د بحران نړۍواله ډله: د منځني ختیځ کړکیچ د پاکستان او افغانستان اړیکې هم اغېزمنولی شي

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۲۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۴۹ GMT+۱
100%

د بحران نړیواله ډله وايي، په منځني ختیځ کې د جګړې پراخېدل د پاکستان امنیتي او ډیپلوماتیکې ستونزې زیاتوي او د بلوڅو وسله‌والو د فعالیتونو له ډېرېدو سره ښايي له افغانستان سره د پاکستان د ترینګلتیا او د نوې وسله‌والې نښتې خطر هم لوړ شي.

دغه بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په منځني ختیځ کې د جګړې دوام په پاکستان کې هم امنیتي اندېښنې زیاتې کړې دي. راپور د شیعه او سني مذهبي ډلو ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدل او د ایران پولې ته څېرمه د بلوڅو وسله‌والو فعالیتونه یو له دغو اغیزو یاد کړي.

د بحران نړیواله ډله خبرداری ورکوي، چې د منځني ختیځ د جګړې دوام ښايي د پاکستان پر لوېدیځ امنیتي وضعیت هم اغېز وکړي. د راپور له مخې، که د ایران او پاکستان پر پوله د بلوڅو وسله‌والو فعالیتونه زیات شي او هغوی د افغانستان له خاورې څخه د پناه ځایونو په توګه کار واخلي، نو د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د ترینګلتیاو د زیاتېدو احتمال نور هم زیاتیږي.
راپور زیاتوي، په داسې حالت کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وسله‌والې نښتې خطر هم لوړېدای شي.

دغه بنسټ زیاتوي، چې د تیلو د بیو لوړوالی او د هرمز تنګي له تړل کېدو وروسته د انرژۍ په لېږد کې ګډوډي د پاکستان نازک اقتصادي وضعیت تر فشار لاندې راوستی دی ځکه پاکستان د خپلې وارداتي انرژۍ د پام وړ برخه له منځني ختیځ څخه ترلاسه کوي.

د راپور له مخې، جګړې د پاکستان لپاره له ایران، امریکا او د خلیج له عربي هېوادونو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو ساتل هم ستونزمن کړي دي. اسلام‌اباد هڅه کوي له دغو هېوادونو سره خپلې اړیکې وساتي او په ورته وخت کې د جګړې د لا پراخېدو مخه ونیسي.

د بحران نړیواله ډله وايي، پاکستان له تهران او واشنګټن سره د خپلو اړیکو په کارولو هڅه کوي د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو لارې پرانیستې وساتي او د منځګړیتوب رول ولوبوي.

خو د دغه بنسټ په وینا، پاکستان دومره ډیپلوماتیک نفوذ نه لري چې امریکا او ایران د جګړې پای ته رسولو ته اړ کړي. خو سربېره پر دې بیاهم د پراخې جګړې د احتمالي پایلو له امله اسلام‌اباد لا هم خپلو ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکوي.

د راپور له مخې، پاکستان هڅه کوي له سعودي عربستان سره خپلې نږدې امنیتي او اقتصادي اړیکې وساتي خو د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب رول اسلام‌اباد له نویو ډیپلوماتیکو خطرونو سره هم مخ کړی دی.

د بحران نړیواله ډله وايي، که جګړه بیا پراخه شي، پاکستان ښايي د ایران، امریکا او سعودي عربستان ترمنځ د خپلو اړیکو په ساتلو کې له سخت فشار سره مخ شي.

راپور زیاتوي، چې د ریاض او تهران ترمنځ د احتمالي مستقیمې جګړې په صورت کې، پاکستان د سعودي عربستان له دفاعي تړون سره د خپلې ژمنې له امله ښايي په شخړه کې ښکېل شي چې دا حالت د پاکستان پر کورني امنیت او له ایران سره پر اړیکو هم اغېز کولی شي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان دې وروستیو کې د سعودي عربستان او ترکیې سره د «مکې دفاعي» تړون په نوم امنیتي او دفاعي هوکړه لیک لاسلیک کړی.