• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان بانک د زړو بانکنوټونو د ټولولو خبر ور کړی

۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۲:۲۱ GMT+۱

د طالبانو په واک کې د افغانستان بانک وايي، له بازارونو یې د زړو بانکنوټونو د راټولولو او پر ځای یې د نویو نوټونو د وېش بهیر پیل کړی دی.

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، هغه بانکنوټونه د راټولولو په بهیر کې شامل دي چې د ډېرې استفادې له امله یې بڼه بدله شوې، یوه برخه یې ورکه شوې یا پرې ډېرې لیکنې شوې وي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري ویلي، چې خلک کولای شي خپل زاړه او زیانمن بانکنوټونه د سوداګریزو بانکونو یا د افغانستان بانک استازولیو ته وسپاري.

ډېر لیدل شوي

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري
۱

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري

۲
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۳

عبدالمتین قانع: د ترکیې له پلاوي سره له پاکستان سره د کړکېچ او د ایران پر وضعیت خبرې شوې

۴

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۵

روغتیا نړیوال سازمان: د ماشومانو د سرطان ژر تشخیص د ژوند د ژغورلو چانس زیاتوي

•
•
•

نور خبرونه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۴۰ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
100%

د طالبانو د باخبره سرچینو له قوله، د سپټمبر پر ۱۱مه د پکتیا په ګرده څېړۍ کې د سراج الدین حقاني په کوربه توب ددې ډلې یو شمېر مشرانو ناسته کړې. په ناسته کې ملا برادر، حقاني، د طالبانو د وژل شوي مشر اختر محمد منصور زوی فتح‌الله منصور او یو شمېر نورو طالب چارواکو ګډون کړی و.

د سرچینو د ادعا له مخې، په دې ناسته کې د طالبانو د مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده د واک پر څرنګوالي، د هغه پر فرمانونو او د حکومتولۍ پر اوسني ډول بحث شوی او ګډونوالو د احتمالي ګډ دریځ، یا ایتلاف په اړه خبرې کړې دي.

دې ناستې ته هغه طالب چارواکي نه وو بلل شوي چې مولوي هبت‌الله ته نږدې کسان ګڼل کېږي. په دغو کسانو کې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم، د پوهنې وزیر حبیب‌الله اغا او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالاحد فضلي شامل دي.

د طالبانو اړوند یوه سرچینه، چې په یاده ناسته کې یې د ګډون ادعا کوي، چې ګډونوالو د مولوي هبت‌الله اخوندزاده د حکومتولۍ پر څرنګوالي او د هغه پر ځینو فرمانونو او پالیسیو نیوکې درلودې.

د دغو سرچینو په وینا، د ناستې ګډونوالو هڅه کوله، چې د خپلو ګډو اندېښنو پر بنسټ یو غیر رسمي ټولی یا ایتلاف رامنځته کړي او د هبت‌الله د ځینو سیاستونو پر وړاندې ګډ دریځ ولري. سرچینې ادعا کوي چې د دې هڅې موخه د هبت‌الله منزوي کول او د هغه پر سیاستونو داخلي فشار زیاتول دي.

سرچینې همداراز وايي، چې که سراج‌الدین حقاني، عبدالغني برادر، د ملا اختر محمد منصور زوی فتح‌الله منصور او د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري په څېر یو شمېر بانفوذه کسان په یوه ګډ دریځ کې سره راټول شي، د هبت‌الله لپاره به اوسني سیاسي او اداري مسیر ته دوام ورکول اسانه نه وي.

د افغانستان د اوسني وضعیت تغییر، پر سیاسي څېرو او عامو افغانانو د ځینو بندیزونو کمول او د حکومتولۍ د لارې د اصلاح غوښتنه هم په دې ناسته کې د بحث یو محور و. د ناستې ګډونوالو پر دې هم بحث کړی چې د هبت‌الله د هغو پرېکړو پر وړاندې چې د دوی په باور د طالبانو د ادارې لپاره زیانناکې پایلې لرلی شي، باید ګډ دریځ غوره شي. د سرچینو په وینا، دا دریځ کېدای شي د مدلل مخالفت او یا د ځینو پرېکړو د نه ملاتړ په بڼه څرګند شي.

په طالبانو کې د هبت الله په اړه دوه لیدلوري

په کابل کې یو شمېر لوړپوړي طالب چارواکي د ادارې د ورځني مدیریت، اقتصاد، امنیت، بهرنیو اړیکو او نړیوال تعامل له موضوعاتو سره مستقیم سروکار لري، خو صلاحیتونه یې محدود دي. د طالبانو د ادارې جوړښت د دې ډلې مشر، یا ددوی په وینا، امیر المومنین ته خورا ډېر واکونه ور کړي او هغه یې په یوه « اطاعت وړ او نه چیلنج کېدونکي» امیر بدل کړی.

د تېرو څو کلونو په بهیر کې په طالبانو کې دوه لیدلوري راټوکېدلي، چې یو یې د مشر د فرمانونو او لارښوونو پر اطاعت ټینګار کوي او بل لیدلوری د حکومت د ادارې، نړیوال تعامل او د اوسنيو سیاستونو د تعدیل اړتیا په ګوته کوي.

د بېلګې په توګه، په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې یو شمېر رپوټونو د هبت‌الله او سراج‌الدین حقاني، یعقوب مجاهد او ځینو نورو جګپوړو چارواکو ترمنځ د اختلافاتو ادعاوې مطرح کړې دي. په ۲۰۲۴ کال کې داسې رپوټونه خپاره شول چې حقاني او یعقوب په چارو کې د هبت الله له خورا ډېرې مداخلې خوښ نه دي.

خو په ورته وخت کې د طالبانو چارواکو په وار وار د داخلي اختلافاتو رپوټونه رد کړي او د خپل مشر د اطاعت او خپلمنځي یووالي دریځ یې څرګند کړی دی.

د ګردې څېړۍ د ناستې ترکیب ځکه مهم بلل کېږي چې د طالبانو له بېلابېلو څېرو او دورو سره تړلي کسان پکې شامل دي.

سراج‌الدین حقاني د طالبانو په امنیتي جوړښت کې مهم کس دی او د کورنیو چارو وزارت مشري کوي. عبدالغني برادر د طالبانو له بنسټګرانو شمېرل کیږي، چې د دې ډلې په سیاسي او مذاکراتي بهیر کې یې هم مهم رول درلود. برادر د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د مذاکراتو له بهیر سره هم تړلی و.

فتح‌الله منصور بیا د ملا اختر محمد منصور زوی دی. ملا اختر محمد منصور د طالبانو دویم مشر و چې د ملا محمد عمر له مړینې وروسته د دې ډلې مشر شو او په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا په برید کې ووژل شو. د طالبانو په ډله کې د منصور خپل پلویان دي.

له همدې امله، که رښتیا هم د دغو څېرو ترمنځ د ګډ سیاسي دریځ د جوړولو هڅه شوې وي، دا ښايي لومړی ځل وي، چې د طالبانو په منځ کې د هبت الله پر وړاندې د یوه ایتلاف هڅه کیږي.

د ایتلاف لپاره باید څو نښې ولیدل شي، لکه منظمې ناستې، ګډې پرېکړې، ګډ دریځ او نور، چې تراوسه نه دي لیدل شوې.

ایا د تغییر او فشار څه امکان شته؟

د طالبانو په منځ کې د اختلاف یوه مهمه موضوع د هبت الله بندیزونه او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل څرنګوالی دی.

د طالبانو ځینو چارواکو په تېرو کلونو کې د نړیوال تعامل، اقتصادي اړیکو او د افغانستان د نړیوالې انزوا د کمولو پر اړتیا ټینګار کړی او یونیم ځل د طالبانو د مشرتابه پر سیاستونو نیوکې هم شوې دي، خو په دې وروستیو کې دا ډول نیوکې او ټینګارونه کم یا بیخي نه ترسترګو کیږي.

په ۲۰۲۵ کال کې د عباس ستانکزي د قضیې په اړه هم رپوټونه ورکړل شول، چې د طالبانو ځینو لوړپوړو چارواکو له هبت‌الله څخه د هغه د بښلو غوښتنه کړې وه، خو دغه غوښتنه تراوسه نه ده منل شوې او هغه لا هم له هېواده بهر اوسیږي. دې د طالبانو په منځ کې د نقد جرئت له منځه وړی دی.

د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او عامه ژوند محدودیتونه لا هم د طالبانو د ادارې پر وړاندې سترې ننګونې او د نړیوالو د نیوکو مهم موارد دي.

برادر او حقاني د طالبانو په اداره کې د بېلابېلو کړیو استازیتوب کوي.

برادر په دې ډله کې پخوانۍ اړیکې، نفوذ او مخینه لري. حقاني هم د طالبانو په منځ کې او هم بهرنیو جنګیالیو کې له کافي نفوذه برخمن دی. که دواړه د هبت‌الله د ځینو سیاستونو په اړه ګډې اندېښنې او ګډ دریځ ولري، دا د طالبانو د ادارې پر اوسني وضعیت اغیز ښندلی شي.

د طالبانو د ادارې په تحلیل کې د کندهار او کابل ترمنځ د واک مساله هم مطرح ده.

کابل د حکومت اداري او دیپلوماتیک مرکز دی، خو هبت‌الله په کندهار کې مېشت دی او د طالبانو د اصلي رهبرۍ مهم تصمیمونه له هغه ځایه نیول کیږي. د هبت الله شاوخوا د کندهار حوزې شیوخ او مذهبي عالمان راټول دي، چې ډېر کم مسایلو ته په پرانېستي فکر ګوري. خو په کابل کې ځینې هغه چارواکي چې له نړیوالو استازو، اقتصادي ستونزو، اداري چارو او د خلکو له ورځنیو اړتیاوو سره مخ دي، د حکومتولۍ په اړه ښايي متفاوت لید ولري. سره له دې، چې هبت الله په ډېرو ادارو کې تغییرات راوستي او خپل نږدې کسان یې ګومارلي، خو په ځینو پوسټونو لکه د کورنیوچارو، دفاع وزارتونو د وزیرانو په کچه، یا د رییس الوزرا د مرستیالانو په کچه تغییر راوستل ظاهرا د هغه لپاره اسانه تصامیم نه دي.

د ګردې څېړۍ د ناستې د پایلو په تړاو درې احتمالي سناریوګانو مطرح دي:

لومړی، ممکن د طالبانو مشران د ستونزو د حل لپاره مشورتي بهیر غوره وګڼي او د هبت‌الله د رهبرۍ چوکاټ ومني. په دې حالت کې به اختلافات د حکومت په دننه کې د بحثونو تر کچې محدود وي، خو هبت الله ښايي پر هغوی کنټرول ډېر کړي او کابینه په کندهار کې مستقره کړي.

دویم ، شونی ده، چې د کابل یو شمېر لوړپوړي چارواکي پر هبت‌الله د ځینو فرمانونو د بدلولو په برخه کې ګډ فشار راوړي او هغه نرمښت ته وهڅوي، چې شته وضعیت او د هبت الله اخوندزاده طبیعت ته په پام د دغسې فشار د عملي پایلو کچه لا روښانه نه ده.

درېیم، که د کندهار محافظه کاره حلقه مقاومت وکړي، د طالبانو د مهمو څېرو ترمنځ منظم ایتلاف رامنځته شي او د خپل مشر د تصمیمونو پر وړاندې یې ګډ دریځ عملي بڼه واخلي؛ ښايي ددې ډلې په منځ کې نور منځلاري کسان هم له دې ډلې سره د یوځای کېدو جرئت وکړي. دغه سناریو د اختلاف کچې ته رسېدای شي، چې د طالبانو پر سیاستونو او داخلي یووالي او انسجام هم اغیز کولی شي.

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۲۸ GMT+۱
100%

نن د سپټامبر۲۰مه د پاکوالي له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د خځلو د سم مدیریت لپاره یو منظم سیستم نه لري او دې مسلې د خلکو پر ورځني ژوند، چاپیریال، او روغتیا مستقیم اغیز کړی دی.

نړیوالو سازمانونو د افغانستان د استوګنې چاپیریال په اړه په دې وروستیو کې اندېښنې ښودلي، چې ښايي د کافي بودجې د نشت له امله به دغه برخه نوره هم اغیرمنه شي.
د اقلیمي او نورو چاپیریالي ستونزو ترڅنګ، د کثافاتو مدیریت هم د افغانستان د ښارونو او استوګنې چاپیریال تر ټولو ستره ستونزه ګڼل شوې او د دغو راپورونو پر بنسټ د طالبانو واک ته رسېدو سره دغه ستونزه لا ډېره شوې ده.

د چاپېریال ساتنې کارپوه ساحل دوران وایي چې افغانستان کې د کثافاتو د مدیریت لپاره امکانات هومره هم ندي کم چې په دغه برخه کې خدمات نشي وړاندې کولی. د نوموړي په وینا ښاروالي او د چاپیریال ساتنې ملي اداره د کثافاتو د مدیریت په برخه کې ځانګړې دنده او تګلارې لري او باید هغه په سمه توګه وکارول شي.
د ساحل په وینا د کثافاتو د راټولولو برخه کې افغانستان د کثافاتو ملی پالیسي لري او همداراز د کثافاتو د لیږد او ټولولو برخه کې خصوصي شرکتونه هم فعالیت کوي.
نوموړی وایي چې اصلي ستونزه د امکاناتو کمښت نه دی بلکه د منظم سیستماتیک مدیریت ستونزه ده.
ښاغلی ساحل وایي چې که چیرې د دغو کثافات د تولید، راټولولو، لیږد، بیلولو، بیا کارونې او خوندي دفعې بهیر په منظم ډول په پام کې ونیول شي د ښه مدیریت لپاره یې زمینه برابریږي.
د هغه په وینا که کثافات په سمه توکه له چاپیریال څخه لرې نشي د اوبو د زهرې کولو نه نیولو د هوا او خاورې تر ککړتیا پورې رسیږي چې په مستقیمه توګه د چاپیریال په ککړتیا او د ناروغیو د رامنځته کېدو لامل کیږي.
وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنځایونو پروګرام (یو اېن–هېبیټاټ) خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان لوی ښارونه د هوا له سختې ککړتیا سره مخ دي. د دغه سازمان په وینا، د هوا ککړتیا د خلکو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ ده. د یاد سازمان په وینا، د موټرو لوګي، د صنعتي تولیداتو، د سکرو او پلاستیکونو سوځولو له امله په بېلابېلو ښارونو کې د هوا ککړتیا په بې‌ساري توګه لوړه شوې ده.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د پاکوالي نړۍوالې ورځې په مناسبت راپور کې چې یکشنبه(د وږي۲۹مه) خپور شوی ویلي، چې د خځلو د مدیریت ستونزه یوازې د کثافاتو تر راټولولو او له ښارونو څخه د هغو تر لېږد پورې محدوده نه ده، بلکې د خځلو د تولید له کمولو، بیا کارونې، بیلول او د عضوي موادو له بیا پروسس سره هم تړاو لري.
د ملګرو ملتونو په وینا، سږکال د پاکوالي نړۍوالې ورځې تمرکز پر خوړو د ضایعاتو دی او د «له پاکو لوښو تر پاکو ښارونو» تر شعار لاندې دغه ورځ په ټوله نړۍ کې نمانځل کیږي.
ملګري ملتونه وایي هره ورځ په ټوله نړۍ کې له یو میلیارد ټنو ډېر خواړه ضایع کېږي، په داسې حال کې چې میلیونونه خلک له لوږې سره مخ دي. ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د خوړو ضایع کېدل نه یوازې د کثافاتو د مدیریت ستونزه زیاتوي، بلکې د اقلیم بدلون، د اوبو او ځمکې د سرچینو د ضایع کېدو لامل هم کېږي او د خوړو د ښه او عادلانه سیستم جوړولو هڅې هم اغېزمنوي.
په راپور کې د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې پروګرام د خوړو د ضایعاتو برخې، د ۲۰۲۴ کال راپور ته په کتو ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې په کورونو، هوټلونو او رسټورانتونو او پرچون پلورنځیو کې شاوخوا ۱،۰۵ میلیارده ټنه خواړه ضایع شوي، چې د مصرف کوونکو لپاره د موجودو خوړو نږدې ۱۹ سلنه جوړوي.

شیما هاشمي چې د کابل ښار اوسېدونکې ده افغانستان انټرنشل-پښتو ته ویلي چې کابل ښار له دې امله چې پلازمېنه ده او ګڼ نفوس لرونکی ښار دی د خځلو زیاتوالی پکې له نورو ښارونو پرتله ډیر محسوسیږي.
نوموړې وایي د کثافاتو په کمولو کې د حکومتونو تر څنګ خلک هم خورا مهم رول لري او په وینا یې تر هغو چې په خلکو کې د ښار د پاک ساتلو فرهنګ پیاوړی نشي د ښار پاکوالی ناشوني ده.
د میرمن هاشمي په وینا طالبان هم له دې امله چې ډیر مسلکي کسان او پیاوړی د مدیریت سیستم نه لري نشي کولی د ښار دغه وضعیت کنټرول کړي.
هغه همداراز وایي چې د ویالو د بوی له امله خلک ډېر زوریږي او د باران په ورځو کې د دې پر ځای چې له باراني فضا خوند واخلو د ښار او کوڅو د بد بوی له امله له کوره نشي راوتلي.
طالبانو له خپلې واکمنۍ راهیسې د کثافاتو د مدیریت په برخه کې کومه ځانګړې تګلاره نه ده عملې کړې. بلخوا د ګډوالو راتګ په لویو ښارونو کې نفوس زیات کړی چې د خځلو په تولید او د هوا په ککړتیا یې اغیز کړی.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت څو میاشتې وړاندې ویلي و، چې یو ترکي شرکت غواړي په افغانستان کې له خځلو او کثافاتو څخه د برېښنا د تولید او د برېښنايي تاسیساتو د بیا رغونې په برخو کې پانګونې وکړي. چې طالبانو دغه چاره د کثافاتو د مدیریت په برخه کې یو ګام بللی و.

د طالبانو له برید څخه تر اېورسټ څوکې؛ د یوې افغانې ښځې د بقا او بریا کیسه

۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۷:۵۱ GMT+۱
100%

برېټانوۍ ورځپاڼې «ډېلي مېل» د ریور په نوم د یوې افغانې ښځې کیسه خپره کړې چې وايي، په ۲۰۱۴ کال کې یې د طالبانو د یوه برید پر مهال ځان مړ اچولی و او له پېښې ژوندۍ وتلې ده. نوموړې وروسته له افغانستانه وتلې او سږ کال د اېورسټ څوکې ته د ختلو لومړنۍ افغانه ښځه شوې ده.

ریور، چې پخوا په زکیه نوم یادې ده، ډېلي مېل ته ویلي چې ۱۷ کلنه وه او له غزني څخه کابل ته د زده‌کړو لپاره پر لاره وه چې طالبانو یې بس ودراوه.

هغې ویلي، له خپل کلي څخه تر کابل پورې یې شاوخوا دوه ساعته سفر کاوه، ځکه دا یوازینۍ لار وه چې ښوونځي ته پرې تللی شوه. ریور له ماشومتوبه غوښتل چې خبریاله شي او د ښځو د حقونو په اړه راپورونه ولیکي.

د هغې په وینا، وسله‌والو د بس له درولو وروسته پر سپرلیو ډزې پیل کړې. ریور ادعا کړې چې طالبان د ښځو له سفر او له نارینه خپلوانو پرته د هغوی له زده‌کړو سره مخالف وو.

هغې ویلي، کله چې خلک یې مخامخ په ډزو وژل کېدل، یوازې په دې فکر کې وه چې څنګه ځان وژغوري.

ریور ویلي، په هماغه شېبه یې یوه چټکه پرېکړه وکړه، پر مخ یې وینه ووهله، د مړو ترمنځ پریوته، ساه یې کنټرول کړه او ځان یې مړ واچاوه.

د هغې په وینا، وسله‌والو چې وینه ولیده، ګومان یې وکړ چې مړه ده او له هغه ځایه ولاړل.

ریور ویلي، نه پوهېږي چې څومره وخت د مړو په منځ کې پرته وه او حتی خپلې سترګې یې نه پرانیستلې.

د هغې په وینا، وروسته پوځیانو وموندله. هغې ویلي، په برید کې د بس ۱۲ سپرلۍ ووژل شوې او یوازې درې کسان ژوندي پاتې شول.

ریور ویلي چې له دې پېښې وروسته هم له طالبانو سره د هغې د مخامخ کېدو وېره پای ته ونه رسېده او د ولسوالیو ترمنځ د سفرونو پر مهال به وسله‌والو موټر درول او خلک به یې ځورول.

د بس له برید لږ وخت وروسته ریور او کورنۍ یې کابل ته کډه شول، ځکه فکر یې کاوه چې هلته به خوندي وي.

نوموړې وروسته د خبریالې په توګه کار پیل کړ او د افغانستان د ښځو د ژوند او تجربو په اړه یې راپورونه جوړول.

د هغې په وینا، خبریالي هم ورته له خطرونو سره مل وه. هغې ګواښونه ترلاسه کړل او یو ځل په سړک کې ودرول شوه او خبرداری ورکړل شو چې خپل کار پای ته ورسوي.

ریور او کورنۍ یې بالاخره د افغانستان پرېښودو پرېکړه وکړه. هغوی لومړی هند ته ولاړل او هلته یې د کډوالو په توګه ژوند وکړ، وروسته استرالیا ته کډه شول.

هغې ویلي، له افغانستانه وتلو یې ټولې ستونزې پای ته ونه رسولې. په هند کې یې کورنۍ د کار اجازه نه درلوده او د نوي ژوند جوړول ورته ستونزمن وو.

ریور ویلي، استرالیا ته له رسېدو شپږ میاشتې وروسته یې ۲۰ کلن ورور خپل ژوند له لاسه ورکړ. د دې پېښې او کډوالۍ له امله له ژور خپګان سره مخ شوه.

نوموړې ویلي، د ژوند په یوه تر ټولو ستونزمن پړاو کې یې الکحولو ته مخه کړه او د بس د برید خاطرې هم ورسره پاتې وې. هغې به د وسله‌والو د برید په اړه بد خوبونه لیدل او داسې به یې احساس کاوه چې نقاب‌لرونکي کسان ورپسې دي.

ریور د ماشومتوب پر مهال له خپلو وروڼو سره د افغانستان په واورو پوښلو غرونو کې ختله او حتی د مسلکي غره ختونکې کېدو فکر یې هم کړی و، خو د طالبانو حضور یې دغه خوب له منځه یووړ.

استرالیا ته تر رسېدو وروسته هغې بیا غره ختلو ته مخه کړه او سږ کال د اېورسټ څوکې ته وخته.

د راپور له مخې، ریور د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې د اېورسټ څوکې ته ورسېده او لومړنۍ افغانه ښځه شوه چې دا کار یې وکړ.

د ریور لپاره اېورسټ یوازې یوه ورزشي لاسته‌راوړنه نه وه. هغې ویلي، په افغانستان کې تل یو څوک شته چې ښځو ته وایي څه وکړي، څه وخوري او څه واغوندي.

هغې ویلي چې په اېورسټ کې تر بریا وروسته یې ځان ډېر پیاوړی او باوري احساس کړ او دې پایلې ته ورسېده چې د انسان د وړتیاوو لپاره ټاکلی چوکاټ نشته.

ریور ویلي، د خومبو په سیمه کې غره ختونکو د سختې یخنۍ له امله خپل مخونه پټول، خو د هغوی پټو مخونو دې ته هغه وسله‌وال کسانو ورپه یادول چې غوښتل یې هغه ووژني.

هغې ویلي: «ووېرېدم او په ژړا شوم.»

ریور وایي، ځان ته یې ویل چې دلته طالبان نشته، دا غر خوندي دی او باید پر خپلې وړتیا او سفر تمرکز وکړي.

د هغې په وینا، اېورسټ په ناڅاپي ډول په داسې ځای بدل شو چې له ۱۷ کلنۍ راهیسې ورسره پاتې وېره یې پکې مخامخ کړه.

هغې ویلي، د همدې وېرې تر اېورسټ پورې له ځان سره وړلو او هلته ورسره د مخامخېدو تجربې ورسره مرسته وکړه چې د تېر وخت د ترخو خاطرو له یوې برخې ځان خلاص کړي.

راپور: کابل کې خلک د طالبانو د محدودیتونو ترمنځ د عادي ژوند لارې لټوي

۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۴۶ GMT+۱
100%

اېن‌پي‌ار په یوه راپور کې ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، په کابل کې خلک له ګڼو ټولنیزو محدودیتونو سره سره هڅه کوي خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي او د دغو محدودیتونو ترمنځ د ژوند کولو لارې پیدا کړي.

د راپور له مخې، طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د واک له ترلاسه کولو وروسته د حجاب، د ښځو د مخ پوښلو او د ښځو او نارینه‌وو د ټولنیزو اړیکو په ګډون یو شمېر محدودیتونه بېرته نافذ کړل، خو د دغو مقرراتو عملي کېدل او د خلکو غبرګون په ځینو برخو کې د طالبانو د ۱۹۹۰مې لسیزې له واکمنۍ سره توپیر لري.

اېن‌پي‌ار د «وېکټور ازمون» په نوم د یوې ټلوېزیوني سیالۍ بېلګه ورکړې چې چلوونکې او ګډونوالې یې ښځې دي او دوه ډلې پکې له یو بل سره سیالي کوي. راپور وايي، ښځې لا هم په بېلابېلو ټلوېزیوني خپرونو کې لیدل کېږي او ډېری یې د مخ د بشپړ پوښ پر ځای ماسکونه کاروي.

راپور زیاتوي چې په کابل کې ځینې ښځې له نارینه محرم پرته هم په ښار کې ګرځي او نسبتا ساده حجاب اغوندي. د دغه رسنۍ خبریالې ویلي چې په مرکزي کابل کې یې یوه ښځه لیدلې چې یوازې روانه وه، لنډه چپنه یې اغوستې وه او په ډاډه زړه یې خپل تګ راتګ کاوه.

یوه کابل مېشتې افغانې، چې د طالبانو د احتمالي غبرګون له وېرې یې نوم نه دی اخیستل شوی، ویلي: «تر کومه چې وکولای شم، له ماسک پرته به ګرځم. تر کومه چې وکولای شم، خپل غږ به لرم او غواړم چې ولیدل شم.»

هغې دا ډول چلند د مقاومت یوه بڼه بللې او ویلي یې دي چې باور لري دا مقاومت به یوه ورځ د بدلون لامل شي.

خو راپور وايي، د ښځو دغه ډول کړنې له خطر سره هم مل دي، ځکه د طالبانو د امر بالمعروف محتسبین وخت ناوخت د مقرراتو د عملي کولو لپاره څارنه او عملیات کوي.

راپور د ښځینه سینګارتونونو فعالیت هم د کابل د ټولنیز ژوند یوه بېلګه بللې ده. طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې په کابل کې د شاوخوا درې زره او په ټول افغانستان کې د نږدې ۱۲ زره ښځینه سینګارتونونو د تړلو امر کړی و، خو د راپور له مخې، ځینې سینګارتونونه اوس هم په پټه فعالیت کوي او پر انټرنېټ اعلانونه خپروي، پرته له دې چې خپل ادرسونه ښکاره کړي.

یوه کابل مېشتې سینګارګرې، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم نه دی اخیستل شوی، ویلي چې په خپل کور کې په پټه سینګارتون چلوي. هغې ویلي چې دا کار «ډېر خطرناک» دی او اړ ده چې مراجعینې په پټه کور ته دننه او بهر کړي، څو د خلکو پام وروا نه وړي.

د راپور له مخې، په کابل کې سینماګانې تړل شوې دي، خو خلک لا هم د ایران، پاکستان او هند له ټلوېزیوني شبکو څخه فلمونه ګوري. همداراز، د نجونو او هلکانو ترمنځ د مینې اړیکو ته رسمي اجازه نشته، خو راپور وايي چې دغه ډول اړیکې لا هم شته او ځینې وخت په ښکاره هم لیدل کېږي.

ټولنیز محدودیتونه یوازې پر ښځو نه دي لګېدلي. د راپور له مخې، نارینه هم د ځینو لوېدیځ ډوله وېښتانو له بڼو، تنګو کمیسونو او هغو لنډو جامو منع دي چې زنګونونه پکې ښکاره وي.

له دې سره، په کابل کې د جیمونو، بدن جوړونې او ظاهري ښکلا ته د ځوانانو لېوالتیا زیاته شوې ده. راپور وايي، د طالبانو د غړو په ګډون یو شمېر نارینه جیمونو ته ځي او د غذایي مکملونو او سټرایډونو کارول هم مخ په زیاتېدو دي.

کابل مېشتي خپلواک خبریال علي لطیفي ویلي، د کابل په جیمونو کې د افغان ځوانانو خبرې او غوښتنې «له دوحې، استانبول، کراچۍ یا سان‌فرانسیسکو کې د ځوانانو له ورته غوښتنو سره ډېر توپیر نه لري».

لطیفي وايي، جیمونه، کافې، رستورانتونه او دوکانونه هغه ځایونه وو چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې د له منځه تلو اندېښنه موجوده وه، خو داسې ونه شول. د راپور له مخې، ځینې ځوانان د بدن جوړونې ترڅنګ د وېښتانو کښت او د پوستکي او مخ د ښکلا درملنو، لکه مایکرونېډلینګ او بوټوکس، ته هم مخه کوي.

راپور وايي، د هغو افغانانو ترمنځ چې نه غواړي افغانستان د طالبانو د ۱۹۹۰مې لسیزې سختو ټولنیزو مقرراتو ته په بشپړه توګه ستون شي، د تدریجي بدلون هیله هم شته.

د افغانستان د امریکایي پوهنتون د مدني ټولنې او ډیموکراسۍ استاد عبیدالله باهیر ویلي: «افغانان نه دي تسلیم شوي» او د طالبانو په منځ کې هم داسې کسان شته چې خبرو ته غوږ نیسي او بدلون او ښه‌والي ته چمتو دي.

باهیر زیاتوي چې دا به اسانه نه وي، خو افغانان به د خبرو له لارې د داسې ژوند د رامنځته کولو هڅه وکړي چې د دوی لپاره د منلو وړ وي.

راپور: طالبان د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو د وړتیا د پراخولو هڅه کوي

۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۳۳ GMT+۱
100%

د «هو وټ وای» ادارې په یوه راپور کې د ملي امنیت د پخواني رییس احمد ضیا سراج له قوله ویلي چې طالبان د پوځي ډرونونو د کارونې او جوړولو وړتیا پراخوي، بهرني ډرونونه پوځي کارونې ته اړوي او د خپلو ډرونونو د جوړولو لپاره افغان انجنیران ګماري.

سراج د دغه رسنۍ له خبریال سره په خبرو کې ویلي چې طالبان لا هم په ځانګړي ډول له چینایي شرکتونو سوداګریز ډرونونه اخلي او وروسته یې د پوځي کارونې لپاره بدلوي. د هغه په وینا، دا ډرونونه د هغو وسایلو په پرتله چې طالبانو د واک تر نیولو مخکې کارول، ګران دي.

سراج ادعا کوي چې طالبان د دغو ډرونونو د پراختیا لپاره له هند څخه هم مالي ملاتړ ترلاسه کوي، خو ټینګار کوي چې تر اوسه داسې «کلک شواهد» نشته چې وښيي د هند حکومت په رسمي ډول د دې ملاتړ تر شا دی.

هغه همداراز وايي، د طالبانو بله سرچینه د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواک یا سپاه پاسداران دی. د سراج په وینا، دغه ځواک طالبانو ته د ایران له لوري ورکړل شوي ثابت‌وزري ډرونونه برابروي او د طالبانو او سپاه پاسداران اړیکې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لا نږدې شوې دي.

اسلام‌خان غفاروف، د ازبکستان د نړۍ اقتصاد او دیپلوماسۍ پوهنتون استاد او د «پرمختګ‌پالو اصلاحاتو مرکز» شنونکی، هم د سراج د معلوماتو ډېره برخه تاییدوي. هغه وايي، په تېر یو کال کې یې دوه ځله افغانستان ته سفر کړی او له طالب چارواکو، عادي خلکو او د طالبانو له لیکو سره یې خبرې کړې دي.

غفاروف وايي، طالبانو د ډرونونو د جوړولو لپاره هغه افغان انجنیران هم ګمارلي چې په بهر کې یې زده کړې کړې دي او ځینې یې مخکې له امریکايي او بریتانوي ځواکونو سره کار کړی و. د هغه په وینا، ځینو دغو انجنیرانو ځکه له طالبانو سره د کار پرېکړه کړې چې تمه یې لرله طالبان به د خپلې پخوانۍ واکمنۍ په پرتله عملي چلند غوره کړي.

د راپور له مخې، طالبان یوازې له هند او ایران سره د ډرونونو په برخه کې اړیکې نه لټوي. غفاروف وايي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر شاوخوا شپږ میاشتې مخکې ترکیې ته د سفر پر مهال د ترکیې له چارواکو سره د «کامیکاز» یا ځانمرګو ډرونونو په اړه لېوالتیا ښودلې وه، خو د دغو خبرو د پایلو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

راپور زیاتوي چې د طالبانو د پوځ لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت هم د روان کال په جنورۍ کې په قطر کې د دفاعي ټکنالوژۍ په یوه نړیوال نندارتون کې د ترکیې د مصنوعي ځیرکتیا لرونکو ځانمرګو ډرونونو په اړه پوښتنې کړې وې. طالبانو تېر کال له روسیې سره د تخنیکي همکاریو تړون هم لاسلیک کړی، خو د هغه دقیق شرایط نه دي روښانه شوي.

سراج، غفاروف او په کابل کې یوه افغان خبریال چې د نوم نه خپرېدو په شرط یې خبرې کړي، وايي د طالبانو د ډرونونو د پراختیا دوه مهمې موخې د کورنیو وسله‌والو مخالفانو، په ځانګړي ډول اسلامي دولت ډلې، پر وړاندې د پوځي وړتیا لوړول او د یوه هوايي ځواک د رامنځته کولو هڅه ده.

راپور وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د افغانستان حکومت د امریکا او نورو نړیوالو متحدانو له لوري میلیاردونه ډالر پوځي تجهیزات ترلاسه کړي وو. د ۲۰۲۱ کال د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یو شمېر تجهیزات په افغانستان کې پاتې شول، خو ډېری الوتکې او چورلکې یا له منځه یووړل شوې او یا د پرزو او ترمیم د نشتوالي له امله له کاره ولوېدې.

د «هو وټ وای» په راپور کې همداراز ادعا شوې چې طالبانو د روان کال په فبرورۍ او مارچ کې د پاکستان پر پوځي تاسیساتو ۱۶ ډرون بریدونه کړي دي. د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې تر ډېره سوداګریز ډرونونه کارول شوي چې د چاودېدونکو توکو د لېږد او ځانمرګو بریدونو لپاره بدل شوي وو.

تر اوسه د ایران جوړ ثابت‌وزري ډرونونو د دغو بریدونو په کارولو کې د استعمال راپور نه دی ورکړل شوی. راپور وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پوځي کړکېچ د دوام له امله طالبان ښايي د دودیز هوايي ځواک پر ځای د بریدیزو ډرونونو د پراختیا هڅې لا زیاتې کړي.