
طالبانو له ایران سره د ورېښمو پله ټرانسپورټي بندر د تګ راتګ خدمات ۲۴ ساعته کړل
د طالبانو د نیمروز ولایت چارواکي وايي، له ایران سره پر ګډه پوله د ورېښمو پله، زرنج ټرانسپورټي بندر خدمات ۲۴ ساعته شوي دي. د یادو چارواکو په وینا، له دې وروسته به مسافروړونکي او باروړونکي موټر د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د چټکتیا او اسانتیاوو لپاره شپه او ورځ تګ راتګ کوي.



















