
طالبان: د هرات د صنعتي تولیداتو صادرات بهرنیو هېوادونو ته ۹۷ سلنه زیات شوي
د هرات لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر وايي، د دغه ولایت د صنعتي تولیداتو صادرات بهرنیو هېوادونو ته په تېره یوه میاشت کې ۹۷ سلنه زیات شوي دي. دغه دفتر زیاتوي، چې په دې موده کې د کرنې او مالدارۍ ۴۱ ډوله محصولات هم بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.



















