
طالبان خپلو لوړپوړو چارواکو ته د ملا هبتالله د عقیدې کتاب تدریسوي
طالبانو خپلو لوړپوړو حکومتي کارکوونکو ته د خپل مشر هبتالله اخوندزاده د «اهل السنة والجماعة عقیده» کتاب تدریس پیل کړی دی. په داسې حال کې چې افغانستان له پراخ اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی، طالبانو په ګڼو ادارو او سیمو کې ورته پروګرامونه پيل کړي،


















