
طالبانو په هرات کې د کوترو تاریخي کوټنۍ پر ساتنې او بیارغونې ټینګار کړی
هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عتیقالله عزیزي وايي، د کوترو د تاریخي کوټنیو د خوندي کولو، ساتنې، ترمیم او بیارغونې لپاره له همکارو ادارو سره خبرې کوي. نوموړي زیاته کړې، دغه تاریخي کوټنۍ د کرنې او مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو نسلونو پوهه، هنر او نوښت څرګندوي.



















