
پاکستان له طالبانو غوښتي چې خپل مسوولیتونه ادا کړي او د وسلهوالو فعالیتونو مخه ونیسي
پاکستان یو وار بیا له طالبانو غوښتنه کړې، چې خپل مسوولیتونه ادا کړي او د افغانستان له خاورې د وسلهوالو فعالیتونو مخه ونیسي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي خبرداری ورکړی، که له افغانستان نه ګواښ دوام وکړي؛ نو دوی به د ځان د دفاع لپاره لازم ګامونه پورته کړي.



















