په ایران کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله ۹ افغانان ټپيان شول

ایراني رسنیو د دغه هېواد په کرمان ولایت کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله د ۹ افغانانو د ټپي کېدو خبر ورکړ. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، پېښه تېره ورځ سهار وختي د دریو بجو شاوخوا کې شوې ده. ویل کیږي، چې د پېښې ټول ټپيان د سیمې روغتون ته لېږدول شوي دي.

په راپورونو کې دغه راز زیاته شوې ده، چې یاد افغانان په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
ایراني چارواکي وایي، چې یو شمېر بهرنیان د دې هېواد له ختیځو سیمو څخه کرمان ولایت ته ننوځي او بیا له دې ولایته د ایران په نورو سیمو کې مېشت کیږي.
دغه چارواکي د ورته پېښو لامل د غیر قانوني کډوالو د لېږدولو له امله د موټر چلوونکو ګړندی تګ په ګوته کوي.
ایران د سیمې له هغو هېوادونو څخه دی چې ډیری افغانان د کار کولو، بهر ته د تګ او د عادی ژوندلو په لپاره ور ځي.
سره له دې چې ایران په دې وروستیو میاشتو کې له دې هېواد د افغانانو د اېستلو پروسه چټکه کړې ده او په ځلونو ایراني چارواکو دا هم ویلي چې دغه هېواد نور د افغانانو د منلو وړتیا نه لري، خو له دې ټولو سره سره بیا هم یو شمېر افغانان ان له ویزې او قانوني اسنادو پرته دغه هېواد ته سفر کوي.