داعش د پښتونخوا په باجوړ کې د ځانمرګي برید مسوولیت ومانه

داعش وسلوالې ډلې د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په باجوړ کې د پروني ځانمرګي برید مسوولیت ومانه، چې پکې ۴۵ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان دي. داعش د دوشنبې په ورځ د یوه بیان خپرولو سره ویلي، چې دا برید د دې ډلې یوه غړي عبدالله مهاجر کړی دی.