د پښتونخوا په باجوړ کې د ځانمرګي برید د مړو شمېر ۴۵ ته ورسېد

د پاکستان په پښتونخوا کې چارواکي وايي، د دې صوبې باجوړ کې پروني ځانمرګي برید کې ۴۵ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان دي. ځانمرګي د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علما اسلام غونډه په نښه کړه او پکې د دې ډلې یو ځایي مشر هم ووژل شو. تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.