د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په انټرکانټیننټال جام کې د لوبېدو لپاره تایلنډ ته ځي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د منځنۍ اسیا د فوټسال په سیالیو کې د دویم مقام ترلاسه کولو وروسته په نېږدې ورځو کې تایلینډ ته ځي، دغه سیالۍ په دوه ډلو کې د ټایلنډ، چک جمهوريت، سلیمان ټاپو، میانمار، موزامبیک او د افغانستان لوبډلې په موجودیت ترسره کیږي.