• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان په سند ایالت کې د اورګاډي چپه کېدلو پېښه کې ۳۰ کسان ووژل او تر ۸۰ ډېر ټپیان شول

۱۵ زمری ۱۴۰۲ - ۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ زمری ۱۴۰۲ - ۶ اګست ۲۰۲۳، ۲۲:۲۷ GMT+۱

د پاکستان په سند صوبه کې د اورګاډي د لسو ډبو د چپه کېدو له امله تر ۳۰ کسان ووژل او تر ۸۰ ډېر ټپیان شول.اورګاډی له کراچۍ نه د پنجاب راولپنډۍ ښار ته روان و، چې په نواب شاه ولسوالۍ کې یې ډبې له پټلۍ وغړېدې او چپه شوې. د پېښې مړي او ټپیان د نوابشاه او سانګړ روغتونونو ته وړل شوي.

د جیو نیوز د راپور له مخې، د دې دواړو سیمو په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

پولیس او ژغورونکي د پېښې ځای ته رسېدلي او ځايي خلک هم د خلکو په ژغورلو بوخت دي.

لا هم د اورګاډي د چپه کېدو علت مالوم نه دی، خو سپرلۍ یې ویلي چې ډېر کسان پکې سپاره وو.

له دې پېښې وروسته پر دغه پټلۍ ته د ګاډو چلښت بند شوی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ایران پخوانی سفیر: د افغانستان پیښې د ایران او پاکستان امنیت ګواښي

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۰۰ GMT+۱

په افغانستان کې د ایران پخوانی سفیر فدا حسین مالکي د نړیوالو اصولو پر وړاندې د طالبانو نه پاملرنې ته په اشارې سره وايي چې د افغانستان پیښې د ایران او پاکستان امنیت ګواښي. ښاغلی مالکی زیاتوي، په نږدې راتلونکي کې به له طالبانو سره پاکستاني او ایراني چارواکي "جدي" خبرې وکړي.

ښاغلي مالکي د شنبې په ورځ (د زمري ۱۳مه) له همشهري انلاین خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د طالبانو له چارواکو سره د راتلونکو خبرو مهم ټکي « ترهګرۍ په ځانګړي ډول د داعش خطر او د ګاونډیو هېوادونو په تېره د هلمند د حقابې په هکله نړیوالو قوانینو ته د طالبانو نه پاملره» د دې خبرو مهم ټکي یاد کړل.

د اسلامي جمهوریت دغه پخواني چارواکي دا هم څرګنده کړه چې څه موده مخکې یې په یوه غونډه کې له پاکستانې چارواکو سره د ترهګرۍ د ودې په اړه خبرې کړې او هغوی ویلي چې «له بېلا بېلو لارو د ترهګرۍ سخت قربانیان دي».

ښاغلي مالکي په دې غونډه کې د خپل لیدلي حال له مخې وویل «د پاکستان حکومت په افغانستان کې د ترهګرۍ د خطر او بدلونونو او د دغه هېواد د اوسني وضعیت په اړه» په ښکاره او بیا بیا اندېښنه څرګنده کړه.

هغه په نږدې راتلونکي کې د پولو یا سرحدونو د بندولو په اړه د ایران او پاکستان تر منځ د امنیتي سند د لاسلیکولو اعلان هم وکړ.


په افغانستان کې د ایران پخواني سفیر د پاکستان له لوري د پولې د یوې برخې بندولو ته اشاره ویل چې بله برخه یې باید د ایران د نظامي چارواکو تر څړنې او څارنې لاندې بنده شي.

ښاغلي مالکي له افغانستان د پېښېدونکو حرکتونو او خوځښتونو په یادولو سره وویل چې په افغانستان کې له «ترهګرو ډلو» سره د مقابلې لپاره به د اسلامي جمهوریت امنیتي چارواکي طالبانو ته اړین استخباراتی معلومات ورکړي.

پاکستانۍ ورځپاڼه: د اشرف غني په څیر طالبان هم د پاکستان ضد احساساتو له پارولو کار اخلي

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۲۴ GMT+۱

نیشن ورځپاڼې لیکلي، چې طالبان د پخواني حکومت د چارواکو لکه اشرف غني او امرالله صالح په څېر د «پاکستان پر ضد د احساساتو له پارولو کار اخلي». دغې پاکستانۍ ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې له مسوولیت د خلاصون اسانه لار د اسلام اباد ملامتول دي.

تیمور شاه په هاغه یاددښت کې چې د جمعې په ورځ (د زمري ۱۳مه) په نیشن ورځپاڼه کې خپور شوی، پر پاکستان یې د افغانستان د پخوانیو حکومتونو نیوکې یوه عامه ناروغي بللې ده.

دغه خبریال لیکلي چې افغانستان د ښځو د حقونو، بشري حقونو، امنیت او اقتصاد په ګډون په مختلفو برخو کې له ناورین سره مخ دی. پر پاکستان تور لګول په افغانستان کې له مسوولیت څخه د خلاصون یوه اسانه لارده او طالبان هم له دې لارې کار اخلي.

په ورته وخت کې ښاغلي شمیل ویلي چې "افغانستان کې ترهګري" اوس د پاکستان او سیمې تر ټولو لویه ستونزه ده.

هغه وایي د ترهګرۍ مسله څو اړخیزه ده او ریښې یې د طالبانو په جوړښت کې دي.

د افغانستان پخوانیو حکومتونو پرله پسې د پاکستان پر حکومت نیوکې کړې چې طالبانو ته یې پناه ځایونه ورکړي دي.

په دې وروستیو کې د امریکا د مرکزي اطلاعاتو د ادارې پخواني مشر ډیویډ پیټریاس هم له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و، اسلام اباد طالبانو ته د دې لپاره پناه ورکړې وه چې کله دغه ډله واک ته ورسېږي، د پاکستان ملګرې شي، خو داسې ونه شول.

ښاغلي پیټریاس وویل، «موږ په ښکاره وینو چې افغان طالبان اوس د پاکستاني طالبانو کوربه توب کوي، دا ډېره عجیبه خبره ده ځکه چې پاکستانیانو په خپله خاوره کې د افغان طالبانو او حقاني شبکې د خوندي پټنځیو له منځه وړلو ډډه کوله».

پاکستانۍ نیشن ورځپاڼې بیا ټینګار کړی چې طالبانو ته باید یو څرګند پیغام ورکړل شي چې ترهګریز سازمانونه باید افغان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کاروي او طالبان هم باید د هغه څه د څارنې مسوولیت په غاړه واخلي چې په افغانستان کې روان دي.

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د خونړیو بریدونو په زیاتېدو سره د پاکستاني چارواکو او طالبانو ترمنځ اختلافونه زیات شوي دي.

پاکستاني چارواکې طالبان په دې تورنوي چې د پاکستان طالبانو تحریک ته یې د افغانستان په خاوره کې ځای ورکړی دی. دوی دا ادعا هم کړې چې د پاکستان په ځینو خونړیو بریدونو کې یو شمېر افغانان هم لاس لري. خو طالبانو تل دغه تورونه رد کړي دي.

د محکمې په حکم پسې عمران خان په لاهور کې د پولیسو له خوا ونیول شو

۱۴ زمری ۱۴۰۲ - ۵ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۲۱ GMT+۱

د اسلام اباد د ضلعي محکمې په حکم پسې د لاهور پولیسو د شنبې په ورځ پخوانی لومړی وزیر عمران خان په خپل استوګنځي کې ونیو. د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ویاند له افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې منلې، چې ښاغلی خان په زمان پارک کې د امنیتی ځواکونو له خوا خپل کور کې نیول شوی.

د پولیسو دا ګام له هغه وروسته دی چې د اسلام اباد ضلعي محکمې عمران خان د توشه خانې د دوسیې په درې کاله بند محکوم کړ

ښاغلی خان پنځه کاله له سیاسي فعالیت او ټاکنو کې له ګډون هم منع شوی دی. هغه باید یو لک یا سل زره روپۍ جرمانه هم ور کړي.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د خپل مشر په هکله د محکمې دا پرېکړه غندلې ده.

د دې ګوند یوه بیان کې د عمران خان اړوند محاکمې قاضي همایون دلاور متعصب او د هغه پرېکړه یې په تاریخ کې کې تر ټولو شرموونکې بللې ده.

د پاکستان ټاکنو کمېسون عمران خان تورن کړی و چې د خپلې شتمنۍ د ثبت یا راجسټر پر مهال یې بهر کې ترلاسه کړې ټولې ډالۍ نه دي راجسټر کړې.

نوموړي دا ډالۍ د خپل لومړي وزارت پر مهال ترلاسه کړې وې، چې له ۱۴۰ میلیون پاکستانۍ کلدارو یا شپږ لکه پنځه دېرش زره ډالرو زیات ارزښت لري.

د محکمې تر دې حکم وروسته د اسلام اباد پولیسو په هر ډول غونډو بندیز لګولی او په ښار کې یې امنیتي تدبیرونه ډېر کړي دي.

د محکمې دا پرېکړه د پاکستان د ټولټاکنو په درشل کې ده او ممکن د عمران خان له غبرګون سره مخ شي.

ټاکلې ده د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف څلور ورځې وروسته( د اګسټ پر ۹) پارلمان منحل کړي.

د پارلمان منحلېدو پسې د دریو میاشتو لپاره سرپرست حکومت جوړېږي، چې په څارنه به یې ټاکنې هم وشي.

د پاکستان سترې محکمې د دولتي ډالیو د خرڅلاو په تړاو د عمران خان محاکمه وځنډوله

۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۲۱:۴۸ GMT+۱

د پاکستان سترې محکمې د جمعې په ورځ د حکومتي ډالیو اړوند د پخواني لومړي وزیر محاکمه په موقتي توګه ودروله. عمران خان تورن دی چې په بې قانونه ډول یې دا ډلۍ پلورلې دي. د هغه وکیل وايي، که په دې دوسیه کې د اپوزیسیون مشر ښاغلی خان مجرم ثابت شي نو سیاسي ژوند به یې ور سره پای ته ورسېږي.

نوموړی د مجرم ثابتېدو په صورت کې راتلونکی نومبر د پاکستان په ملي ټاکنو کې هم بیا ګډون نشي کولی.

د عمران خان وکیل نعیم پنجوته او یو شمیر سیمه ییزو رسنیو ویلي، دا دوسیه ځکه ځنډول شوې، چې سترې محکمې له ابتدایه محکمې غوښتي چې وګوري د خان پرضد د ټاکنو کمېسون شکایت یو جنايي بهیر دی که نه.

د عمران خان قانوني ټیم د کمېسون شکایت ننګولی او ویلي یې و چې دا یوه جنایي قضیه نه وه، بلکې د دې محاکمې مشر قاضي له خان سره تعصب کړی.

بلخوا د قضیې له اوریدو سره د خان حقوقي ټیم د دې قاضي د لرې کولو غوښتنه هم وکړه، خو سترې محکمې ونه منله.

د خان وياند فرخ حبيب د سترې محکمې له خوا د دې قضیې د ځنډېدو د پرېکړې هرکلى کړی.

لا معلومه نه ده چې قضیه به کله بیا پیل شي.

دا محاکمه په خپل وروستي پړاو کې ده چې پکې د ټاکنو کمېسون عمران خان د ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ میلادي کال پورې چې لومړی وزیر و، په غیرقانوني توګه د دولتي سوغاتونو په پلورلو تورن کړی دی.

۷۰ کلن پخوانی کرکټر چې پر سیاستوال بدل شوی د دولتي ډالیو پېر او پلور کې د خپل واک په ناوړلو کارولو تورن شوی دی.

ویل کېږي نوموړي د خپل لومړي وزارت پر مهال بهرنیو سفرونو کې دا ډالۍ ترلاسه کړې وې، چې له ۱۴۰ میلیون پاکستانۍ کلدارو یا شپږ لکه پنځه دېرش زره ډالرو زیات ارزښت لري.

خو خان هر ډول تور رد کړی دی.

د لومړي وزیر په توګه د عمران خان دوره هغه وخت پای ته ورسیده چې مخالفینو یې په پارلمان کې د هغه پر وړاندې د عدم اعتماد رایه وګټله، خو خان ادعا کوي چې دا کار د هېواد د ځواکمن پوخ په مرسته وشو. پوځ دا تورونه ردوي.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف ۵ ورځې وروسته پارلمان منحلول غواړي

۱۳ زمری ۱۴۰۲ - ۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۰۰ GMT+۱

د پاکستان سیاسي سرچینو د جمعې په ورځ د اسد پر ۱۳ رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف د اګست په نهمه د پارلمان منحلولو وړاندیز کړی دی. د خپلې قانوني دورې له بشپړولو درې ورځې مخکې د پارلمان منحلېدو پسې به د روان کال نومبر کې عمومی ټاکنو ته لار جوړه شي.

د پارلمان دوو غړو ویلي چې د شهباز شریف په کوربتوب مېلمستیا کې نوموړي دا خبره خپلو متحدانو ته کړې ده.

د پارلمان تر ړنګېدو وروسته به پاکستان کې سرپرست حکومت جوړ شي او په څارنه به یې دغه هېواد کې ټاکنې وشي.

په پاکستان کې یو سرپرست حکومت ۹۰ ورځې موده لري او د پارلمان دورې پای ته رسېدو څخه وروسته په ۶۰ ورځو کې باید عمومي ټاکنې ترسره شي.

دا پرمختیا په داسې مهال ده چې پخوا اټکل و، د سیاسي او اقتصادي کړکېچ درلودو سره ممکن دغه اټومي او د ۲۲۰ میلیوني نفوس لرونکي هېواد کې ټاکنې وځنډیږي.

په پاکستان کې د شهباز شریف په مشری ایتلافي حکومت له هغه وروسته جوړ شوو ، چې د دغه هېواد پارلمان د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې له پخواني لومړی وزیر عمران خان باور رایه واخیسته .

له هغه وخت راهیسې ، عمران خان د شهباز شریف اتیلافي حکومت او ددغه هیواد پوځ خلاف لاریونونه ترسره کړل چې دا لاریونونه د روان کال په ۹ مۍ باندې په تاوتریخوالي واوښتل .

عمران خان د پاکستان پر پوځ تور پوری کړیچې دد پرضد کړنې یې ترسره کړې دي او په دې باور وه چې پوځ له واکه څخه غورځولی دی، خو پوځ په وار وار دا تورونه رد کړي دي .

پاکستاني سیاسي شنونکي په دې باور دي چې په وروستیو اوونیو کې د عمران خان ګوند ددې هیواد پوځ لخوا له کړکېچ سره مخ دی .

د سیاسي کړکېچ ترڅنګ اقتصادي بحران بله یوه لویه ستونزه ده چې پاکستان ورسره مخامخ دی .

تېره میاشت، د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته ۳ ملیاردو ډالرو د ورکولو پرېکړه وکړه ترڅو د پاکستان اقتصادي ستونزې راکمې کړي .