دا اداره وايي، جکارتا چې له لس میلیونو ډیر وګړي لري، نږدې هره ورځ پکې د ککړې هوا ناسالمه کچه ثبتېږي.
د دې ښار اوسېدونکي رزکي پوترا له رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې په دې خواشیني ښودلې چې خرابه هوا یې د ماشومانو روغتیا ته خطر دی.
د نوموړي په خبره، د ده پر بچیانو سربېره نور ډېر ماشومان هم د ټوخي او زکام په څېر ورته شکايتونه او ناروغۍ لري.
د جکارتا اوسیدونکي له اوږدې مودې راهیسې له اوږدمهاله ترافیک او د صنعتي او د ډبرو سکرو د لوګي له زهرجنې هوا شکایت کوي.
ځینو یې په ۲۰۲۱ کال کې د مدني دعوا ګټلو سره له حکومت وغوښتل چې د ککړې هوا د کنټرول لپاره ګامونه پورته کړي.
محکمې په هغه وخت کې ولسمشر جوکو ویدودو ته حکم وکړ چې د روغتیا ساتنې لپاره باید د هوا کیفیت ملي معیارونه رامینځته کړي او د روغتیا وزیر او د جکارتا والي باید د ککړې هوا د کنټرول لپاره ستراتیژي جوړه کړي.
خو د انډونیزیا د هوا کیفیت یوه اداره وايي، د ککړتیا کچه په دوامداره توګه مخ په زیاتېدو ده.
ولسمشر ویدودو پرون هم له رسنیوسره خبرو کې د دې ستونزې د حل لاره له جکارتا څخه نوسنتارا ته د پلازمینې لیږدول وبلل.
د نوموړي حکومت دا مهال په بورنیو ټاپو کې د نوې پلازمېنې پر جوړولو بوخت دی.