• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خوست د عامې روغتیا روغتون سرچینې: نننۍ چاودنې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

۲۳ زمری ۱۴۰۲ - ۱۴ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ زمری ۱۴۰۲ - ۱۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۱۲ GMT+۱

د خوست د عامې روغتیا د ولایتي روغتون یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته د یوه لېست په ورکولو تایید کړه، چې د خوست په یوه هوټل کې د شوې چاودنې پنځه جسدونه او اته ټپیان وروړل شوي دي.

د طالبانو د خوست د والي دفتر په یوه اعلامیه کې منلې ده، چې نن دوشنبه ( اسد ۲۳ مه ) د دغه ولایت په مرکز کې د (قاري ځدراڼ ) په نوم یو ځايي هوټل کې چادونه شوې ده.

100%

که څه هم د طالبانو په اعلامیه کې ددې چادونې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو ویلي یې دي، چې په چاودنه کې وزیرستاني کډوالو او د خوست اوسیدونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خوست د مرکز اوسیدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د برید پرمهال په هوټل کې دننه د خلکو ګڼه کوڼه زیاته وه او له یوې غښتلې چاودنې وروسته د هوټل چت پرېوت او ځینې کسان ترې لاندې شول.

دوي زیاتوي؛ سمدستي سیمې ته د طالبانو وسلوال ورسېدل، سیمه یې کلابنده کړه او جسدونه یې ولایتي روغتون ته انتقال کړل.

د عامې روغتیا په روغتون کې یوې سرچینې وویل، چې د پېښې له سیمې ورته پنځه جسدونه او اته ټپیان ور وړل شوي دي.

خو عیني شاهدان وايي؛ مرګ ژوبله له دې هم لوړ ه ده.

له بريد څخه څو دقیقې وروسته پاکستاني سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په خوست کې یې د یو هوايي برید په پایله کې پاکستاني طالبان وژلي دي.

دغه سرچینه زیاتوي؛ په یاد برید کې د تحریک طالبان پاکستان د حافظ ګل بهادر د ډلې څلور مهم قومندانان وژل شوي دي.

پاکستان تر اوسه په رسمي ډول د دغه برید د موخې په اړه څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې د طالبانو دفاع وزیر ملایعقوب او د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانګزي ویلي وو، چې د افغانستان فضاء اشغال ده.

یادو طالب چارواکو پاکستان ته په اشارې زیاته کړې وه، چې دغه بریدونه د پاکستان له خاورې ترسره کیږي او دوی به یې پر وړاندې چپ پاتې نه شي.

د طالب چارواکو له تندو څرګندونو وروسته هم په کونړ ، پکتیکا او خوست ولایتونو د پاکستاني ځواکونو له خوا د بې پېلوټه الوتکو او راکټي بریدونه ترسره شول خو طالبان یې پر وړاندې خاموش پاتې شول.

څو اونۍ وړاندې پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی و، چې دوی به د پاکستان ضد وسلوال په افغانستان کې دننه په نښه کړي.

د خوست له ننني برېد څخه څو ساعتونه تېریږي خو تر اوسه کابل او کندهار کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ډېر لیدل شوي

د اسلام‌اباد د عالي محکمې قاضي ویلي «افغانستان دښمن هېواد دی»
۱

د اسلام‌اباد د عالي محکمې قاضي ویلي «افغانستان دښمن هېواد دی»

۲

پزشکیان: سیمه کې د امن او ثبات لپاره د افغانستان په ګډون نورو ګاونډیانو سره هوکړې ته رسېږو

۳

افغان ایواک: ۸۴ سلنه امریکایان د امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو پر ملاتړ ټینګار کوي

۴

امرالله صالح: د سولې پروسه د جمهوري نظام د ړنګولو لپاره د رژیم د تغییر جعلي نوم و

۵

مجاهد: غواړو په افغانستان کې د امریکا سفارت بېرته پرانیستل شي