په کابل کې معترضې مېرمنې له نیول کېدو څو ساعته وروسته خوشې شوې

د «افغانستان د ښځو د یووالي او پیوستون غورځنګ مسوولې» زهرا حقپرست اعلان وکړ، چې طالبانو د دغې ډلې اته غړې له څو ساعته نيول کېدو وروسته بېرته خوشې کړې. طالبانو دغه ښځې د کابل ښار خیرخانې مېنې په یوه کور کې د اعتراضي هڅې د پلان په تور نیولې وې.