• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عطا محمد نور: ټرمپ ته د افغان خاورې سپارل پر ناموس د معاملې په معنا ده

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۹ GMT+۱

د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو په تړاو د ډونالډ ټرمپ له څرګندونو وروسته ځینو سیاستوالو په ځانګړې توګه د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند یوه غړي وویل، د ټرمپ هیله یوازې له دوستم سره په همکارۍ د عملي کېدو وړ ده، خو عطا محمد نور بیا دغه چاره پر ناموس د معاملې په معنا بللې ده.

د امریکا ولسمشر د تېرې پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۷مه) وویل، امریکا غواړي چې د کابل په شمال کې د بګرام هوايي اډه بېرته ونیسي او په سبا یې د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند یوه لوړپوړي غړي بشیر احمد ته‌ینج پر خپلې فېسبوک پاڼې ولیکل، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه هیله یوازې له عبدالرشید دوستم سره د همکارۍ له لارې پوره کېږي.

بشیر احمد ته‌ینج (د تېرې جمعې په ورځ د وږي په ۲۸مه) په خپلې فېسبوک پاڼې له مجاهدینو سره د دوستم د اتحاد په ترڅ کې د نجیب د حکومت رانسکورېدو ته په اشارې سره وویل: «د شمال د پنځو ولایتونو سقوط، تازه تاریخ دی.»

د بشیر احمد ته‌ینج دغې فېسبوکي لنډې لیکنې ته ګڼو خلکو غبرګون وښود او هغه یې «خیال» او د «ناکامو تجربو تکرار» وباله.

خو د جمعیت د انشعابي برخې مشر او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور بیا په خپله اېکس پاڼه لیکلي، افغانستان په نړۍ کې د اشغالګرو پر وړاندې د درېدو له امله نوم لري، خو «په خواشینۍ سره په دې ورځو کې ځینې کسان غواړي د خاورې د خرڅونې له لارې له یو بل څخه مخکې شي. زما په باور، ښاغلي ټرمپ یا بل هر چا ته، د خاورې وړاندې کول که هغه بګرام وي، که کابل او یا کندهار، له بې تفاوتۍ او پر ناموس له معاملې پرته بل څه نه دي.»

عطامحمد نور پرته له دې چې د چا نوم واخلي وايي، هېواد یا هغه کسانو چې افغان ملت له دغې ورځې سره مخ کړی، هېڅکله هم د دې وړ نه دي، چې د افغانستان د ازادولو هیله ترې وشي. هغه زیاته کړې: «طالبان له ټولو بدیو، نیمګړتیاوو او انساني ضد کړنو سره، لږ تر لږه د خاورې پلورنکي نه دي.»

نوموړي همداراز په ډاګه ویلي: «که امریکا په افغانستان کې له خپلو لاسپوڅو او په لاس کېنول شویو حاکمانو مایوسه شوي وي، ځکه نه دي توانېدلي او یا نه یې دي غوښتي چې سیمه ییزې پروژې یې عملي کړي، باید پوه شي چې زموږ هېواد د [هغوی] حضور او اشغال ته اړتیا نه لري. د خنډونو لرې کول او د طالبانو ضد له حوزې سره د وسلو مرسته، د افغانستان راتلونکې لپاره کافي ده.»

طالبانو هم ویلي، چې هېڅکله به هم بګرام هوايي اډه ټرمپ ته ورنه کړي او د امریکا ولسمشر دغه اډه ځکه غواړي چې په وینا یې د سیمې له کنټرول سربېره د چین هغې سیمې ته چې پکې اټومي وسلې دي او یا هم جوړېږي شاوخوا یو ساعت واټن لري.

طالبان: موږ به هېڅکله هم د بګرام هوايي اډه ټرمپ ته ورنکړو | افغانستان انټرنشنل پښتو

د بګرام هوايي اډه د کابل شمال ته شاوخوا ۶۵ کیلومترۍ کې د افغانستان یو له تر ټولو لویه اډه ده. دغه اډه د سپټمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته له ۲۰۰۱ کال راهیسې د طالبانو د لومړۍ دورې د رانسکورولو په موخه د امریکايي ځواکونو له لوري ونیول شوه او د دوو لسیزو لپاره د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لویه هوايي او نظامي اډه وه.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

په تېرو ۵۰ ورځو کې له پاکستان څخه څه باندې ۱۶۸ زره کسان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۹ GMT+۱
په تېرو ۵۰ ورځو کې له پاکستان څخه څه باندې ۱۶۸ زره کسان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي
100%

د پاکستان د کډوالو ادارو د شمېرو له مخې، د روان کال د اګسټ له لومړۍ نېټې راهیسې له پاکستان څخه ۱۶۸ زره او ۱۱۶ کسان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغو ادارو په دې اړه چې ایا دغه کسان په خپله خوښه تللي او که په زوره اېستل شوي څه نه دي ویلي.

د پاکستان د کډوالو ادارو د معلوماتو له مخې، د اګسټ له لومړۍ نېټې د سپټمبر تر ۲۰مې له پاکستان څخه ۱۱۷ زره او ۱۷۲ پي، او، ار کارټ لرونکي افغانان او همداراز ۵۰ زره او ۹۴۴ افغان سټیزن (اې، سي، سي) کارټ لرونکي افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د سرچینو په وینا، دغه بهیر همداراز دوام لري او د خېبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو د محکمې په وینا، یوازې د شنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) یعنې په یوه ورځ کې له پاکستان څخه څه باندې ۳۵۰۰ کسان یوازې د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

سرچینې زیاتوی، یوازې د شنبې په ورځ ۲ زره او ۲۵۱ پي، او، ار کارټ لرونکي افغانان، ۳۰۴ اې، سي، سي کارڼ لرونکي افغانان او همداراز ۹۵۸ ناقانونه افغانان بېرته خپل هېواد ته شړل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت د سپټمبر په لومړۍ له دغه هېواد څخه د ټولو پي، او، ار کارټ لرونکو افغانانو د اېستنې بهیر پیل کړی او د سرچینو په وینا، په راتلونکو ورځو کې به دغه بهیر لاپسې پراخ شي.

د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو او همداراز د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو له پاکستان او ایران څخه غوښتي، چې له خپلو هېوادونو په زوره د افغانانو د اېستنې بهیر ودروي، خو په ظاهره دغو دواړو هېوادونو د یادو بنسټونو او سازمانونو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

له دې سره سم، له دغو دوو هېوادونو ډېری اېستل کېدونکي افغانان خپلې راتلونکې ته سخت اندېښمن دي او وايي، له لسګونو کلونو راهیسې په یادو هېوادونو کې اوسېدلي او هلته یې کاروبارونه دي، خو په افغانستان کې ان د ناستې ځان هم نه لري.

دوی له دې سربېره د خپلو ماشومانو او په ځانګړې توګه د خپلو لوڼو د زده کړو نیمګړي پاتې کېدو ته هم اندېښمن دي، ځکه په افغانستان کې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو د دوام مخه نیولې ده.

طالبان: د شنبه په ورځ نږدې ۸ زره افغانان له ایران او پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۱ GMT+۱
طالبان: د شنبه په ورځ نږدې ۸ زره افغانان له ایران او پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې یوازي د شنبه په ورځ ۷۸۰۴ تنه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي. طالبانو ویلي، چې د دغو کورنیو شمېر ۱۲۰۳ ته رسېږي، چې تر ثبت وروسته خپلو مېنو ته لېږدول شوي‌ دي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د شنبه په ورځ (د وږي ۲۹مه) د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د نن ورځي په راپور کې ویلي، چې له پاکستان او ایران څخه د ستنو شویو افغان کډوالو سره یې مرستې او همکارۍ کړي دي.

دغه افغان کډوالو د هرات د اسلام کلا، د نیمروز د ورېښو، د کندهار د سپين بولدک، د ننګرهار د تورخم او د هلمند د بهرامچې له لارې افغانستان ته راغلي دي.

که څه هم طالبان له ستنو شویو افغان کډوالو سره د مرستې خبره کوي، خو دغه کورنۍ وایي، چې د سرپناه ترڅنګ د خوړو، روغتيا، کار او د ماشومانو د زده کړو په برخه کې لا هم پراخې ستونزې لري او دغه ډله ورته پاملرنه نه کوي.

د کډوالو په برخه کې نړۍوالو بنسټونو هم افغانستان ته د ستنو شویو کورنیو وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی او په وار-وار یې د مرستو او لاسنیوي ټينګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د کډوالو ادارو د شمېرو له مخې بیا د روان کال د اګسټ له لومړۍ نېټې راهیسې له پاکستان څخه ۱۶۸ زره او ۱۱۶ کسان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغو ادارو په دې اړه چې ایا دغه کسان په خپله خوښه تللي او که په زوره اېستل شوي څه نه دي ویلي.

طالبان: موږ به هېڅکله هم د بګرام هوايي اډه ټرمپ ته ورنکړو

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۴ GMT+۱
طالبان: موږ به هېڅکله هم د بګرام هوايي اډه ټرمپ ته ورنکړو
100%

د امریکا ولسمشر د تېرې پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۷مه) وویل، امریکا غواړي چې د کابل په شمال کې د بګرام هوايي اډه بېرته ونیسي، خو طالبانو بیا ویلي، دوی به هېڅکله هم د بګرام هوايي اډه چاته ورنکړي او په دې اړه یې د ولسمشر ټرمپ څرګندونې «له کرکې ډکې» وبللې.

د بګرام هوايي اډه د کابل شمال ته شاوخوا ۶۵ کیلومترۍ کې د افغانستان یو له تر ټولو لویه اډه ده. دغه اډه د سپټمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته له ۲۰۰۱ کال راهیسې د طالبانو د لومړۍ دورې د رانسکورولو په موخه د امریکايي ځواکونو له لوري ونیول شوه او د دوو لسیزو لپاره د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لویه هوايي او نظامي اډه وه.

ټرمپ دوه ورځې مخکې د برېتانیا له لومړي وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې په ډاګه وویل، غواړي دغه هوايي اډه په دې موخه چې چین ته نږدې ده، بېرته ونیسي. هغه وویل: «یو لامل چې موږ دا اډه غواړو دا دی، لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، دا د چین له اټومي وسلو جوړولو څخه یو ساعت لرې دی.»

له دې سره سم، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ټېلګراف ورځپاڼې ته ویلي: «د بګرام د هوايي اډې په تړاو د ټرمپ څرګندونې،«له حقایقو څخه لرې او له کرکې ډکې وې.»

قانع زیاته کړې: «موږ دا په کلکه غندو او ردوو یې. کله چې یو هېواد د نړۍ په استازیتوب خبرې کوي، نو باید د حقایقو پر بنسټ خبرې وکړي.»

هغه امریکا ته د بګرام د هوايي اډې د ورکړې مساله رد کړه او ویې ویل: «موږ به هېڅکله د بګرام کنټرول هېچا ته ونه سپارو. دغه ډول څرګندونې بې بنسټه او عجیبې دي.»

عبدالمتین قانع زیاته کړه: «زموږ بهرنۍ پالیسي له لوېدیځ، ختیځ او سیمه ییزو هېوادونو سره د متوازن تعامل پر بنسټ جوړه شوې ده، موږ له هېچا سره شخړه نه غواړو.»

د کابل په شمال کې بګرام هوايي اډه له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کاله د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو تر ټولو لویه نظامي او هوايي اډه ګڼل کېده او د لسګونه زره سرتېرو د ظرفیت په لرلو او له تاسیساتو سربېره پکې رستورانټونه او سوداګریز مرکزونه هم جوړ شوي و.

په دغه هوايي ډګر کې جنګي جېټ الوتکې، ډرون او بار وړونکې الوتکې د خپلو دوه ګونو رن وې په اوږدو کې فعالیت کاوه. په دغې اډې کې خپلو هېوادونو ته له لېږد مخکې د وژل شویو بهرنیو او په ځانګړې توګه د امریکايي سرتېرو جسدونو ته د درناوي مراسم هم جوړېدل.

په دغه اډه کې د امریکا ځانګړي ځواکونه هم ځای پر ځای و او موخه یې د افغانستان په غرنیو سیمو کې د القاعدې، داعش، طالبانو او نورو وسله والو ډلو پر وړاندې د عملیاتو ترسره کول و.

خو د بشري حقونو د څېړنو او ارزونو له مخې، یو شمېر مهم اسیران بګرام ته لېږدول کېدل او هلته بیا د امریکايي ځواکونو او په ځانګړې توګه د سي، ای، اې کارکوونکو له لوري له پوښتنو او ګروېږنو وروسته سخت شکنجه کېدل.

د یادونې وړ ده، چې امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه اډه پرېښوده. د امریکا ولسمشر د شواهدو او اسنادو له وړاندې کولو پرته یو ځلي ویلي و چې پر یادې اډې اوس چینایان ولکه لري، خو طالبانو بیا د هغه دغه ادعا رد کړې وه.

د طالبانو له واکمنېدو سره پخواني ملاتړي یې دندې غواړي، خو یوازې لږو کسانو ته ځای ورکړل شوی

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۴ GMT+۱
•
خبرخونه
د طالبانو له واکمنېدو سره پخواني ملاتړي یې دندې غواړي، خو یوازې لږو کسانو ته ځای ورکړل شوی
100%

په تېرو شلو کلونو کې طالبانو یوازې د جګړې پر ځواک بسنه نه کوله، بلکې د ګڼو خلکو پر مرستو یې هم تکیه درلوده. ډېرو کسانو په کلیو او ښارونو کې یادې ډلې ته پناه ځایونه جوړول، خواړه او امکانات یې ورکول او ان د خپلو کورنیو ښځو او ماشومانو تر څنګ یې پټول.

همدې خلکو د ټولو مرستو تر شا لویه هیله لرله او باوري وو چې که طالبان واک ته ورسېږي، د دوی زحمتونه به درک شي او د ژوند په بېلابېلو برخو کې به یې ونډه ورکړل شي؛ خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغو توقعاتو او واقعیت ترمنځ لویه فاصله رامنځته شوې ده.

د افغانستان په سوېلي‌ ولایتونو کې ډېری کسان وايي، چې د جګړې پر مهال د طالبانو ملاتړ کوونکي یو ډول نه وو، یو شمېر یې د طالبانو د فکر او عقیدې پلویان ول، ځینو د وېرې، فشار او مجبوریو له مخې ورسره مرسته کوله، یو شمېر نور بیا د دې په تمه وو چې سبا د واک په برخه کې دنده، امتیاز او لږ تر لږه درناوی ترلاسه کړي.

خو د دې ټولو سره سره، دغه مرستې د طالبانو د جګړې د دوام او د هغوی د بقا لپاره ډېر مهم رول ولوباوه.

د واک پر مهال د توقعاتو او واقعیت ترمنځ توپیر

په کندهار کې د طالبانو د والي او د دغه ډلې د لوی مشر د عرض پاڼو دفتر
100%
په کندهار کې د طالبانو د والي او د دغه ډلې د لوی مشر د عرض پاڼو دفتر

کله چې طالبان په ۲۰۲۱م کال کې واک ته ورسېدل، هماغه پخواني ملاتړي د ځان لپاره نوې ونډې ته سترګې په لاره شول؛ خو ډېر ژر څرګنده شوه چې طالبان نه یوازې هغوی ته ځانګړې ونډه نه ورکوي، بلکې ځینې وخت یې له پامه غورځوي چې دا کار د ډېری خلکو د شکایتونو سبب شوی.

د طالبانو د واک ته رسېدو سره، ډېری پخواني ملاتړي یې دندې او ونډې غوښتې، خو د حکومت د ادارو په محدود چوکاټ کې همدې کورنیو ته ډېر لږ ځای ورکړل شوی دی.

اکثره پوستونه د هغو کسانو په لاس کې دي چې د طالبانو د اوسني مشرتابه نږدې ملګري یا خپلوان دي، په همدې دلیل ډېر عادي ملاتړي چې د جګړې پر مهال یې کلونه زحمتونه ګاللي له دولتي دندو بې برخې پاتې دي.

د جګړې پر مهال خلکو خپل کورونه، خواړه او ژوند له ګواښ سره مخ کړل، خو اوس د طالبانو له خوا ورته هېڅ پام نه کېږي. دا چلند د پخوانیو ملاتړو په ذهن کې دا انځور جوړوي، چې ګواکې ټول زحمتونه یې ضایع شول او هېڅ قدر یې ونه شو.

ځینې پخواني ملاتړي وايي، نه یوازې ځای یې هېر شوی، بلکې کله ناکله د طالب چارواکو له لوري د سپکاوي چلند هم ورسره کېږي. دا ډول چلند د هغوی د خپګان او نارضایتۍ کچه څو برابره لوړه کړې، ځکه دوی ځان هغه کسان ګڼي چې د طالبانو د بریا لپاره یې قربانۍ ورکړې دي.

یو شمېر سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وايي: «په افغانستان کې د واک سرچینې محدودې دي، د کارونو، معاشونو او امتیازاتو ظرفیت ډېر کم دی، طالبان نه شي کولای زرګونه پخواني ملاتړي د کار او ونډې په برخه کې راضي کړي، د دې محدودیت له امله ډېری کسان بې برخې پاتې کېږي او په تدریجي ډول نارضایتي خپرېږي.»

کندهار میوند ولسوالي، په تېرو شلو کلنو کې د طالبانو د پټېدو تر ټولو خوندي سیمه
100%
کندهار میوند ولسوالي، په تېرو شلو کلنو کې د طالبانو د پټېدو تر ټولو خوندي سیمه

د کندهار د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي سیف‌الله خان چې په تېرو شلو کلونو کې یې له طالبانو سره مرستې او همکاري کړې وه، اوس وایي: «لکه د نورو افغان حکومتونو په څېر، په طالبانو کې هم خپلوان، قومي نږدې کسان او مشرتابه ته وفادار کسان زیاتې ونډې اخلي. دا خویش‌پرستي د هغو کسانو لپاره ډېره دردونکې ده، چې د جګړې پر مهال یې په صداقت مرسته کړې وه، خو اوس ځان له هر څه بې‌برخې ویني.»

طالبان د خلکو مرستې د دیني یا ملي وجیبو په توګه تعبیروي، د هغوی په فکر د جګړې پر مهال مرسته کول د مسلمان او افغان «فرض» وو، نه کومه ځانګړې مرسته چې اوس یې بدله ورکړل شي.

دا ډول تعبیر د هغو کسانو لپاره چې د خطرونو پر وړاندې یې د طالبانو ملاتړ کړی وو، د بې‌ قدرۍ او هېرېدو احساس زیاتوي.

د ستونزو پر مهال رسېدنه نه کېږي او نه خلک له مشرانو سره لیدلای شي

د هلمند ګرشک ولسوالۍ چې د طالبانو ملاتړي کورنۍ په کې اوسمهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي
100%
د هلمند ګرشک ولسوالۍ چې د طالبانو ملاتړي کورنۍ په کې اوسمهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي

د طالبانو پخواني‌ ولسي ملاتړي او کورنۍ وایي، کله چې دوی له ستونزو سره مخامخ کېږي، هېڅ چارواکی یې خبرې نه اوري.

دوی فکر کاوه، چې د طالبانو په ملاتړ سره به وروسته د دوی ستونزې حل شي، خو برعکس اوس یې ژوند لا ستونزمن شوی دی.

د سوېلي‌ ولایتونو د یو شمېر کلیوالو په وینا، نه یې زراعت ښه شوی، نه ورته کاري اسانتیاوې برابرې شوې او نه یې د ژوند کیفیت ښه شوی دی.

په ورته وخت کې کروندګر هم شکایت لري، هغه ځمکې چې په تېرو شلو کلونو کې یې کرلې، اوس د «دولتي ملکیت» په نوم ترې اخیستل کېږي، چې له امله یې هغوی بې‌ځایه او بې‌کاره شوي دي.

خلک وايي، د طالبانو له بریا وروسته یې تمه درلوده چې د کارونو او دندو په وېش کې به ځای ورکړل شي، خو اوس ان د عادي ماموریتونو لپاره هم ځای نه لري. د دوی په وینا، امتیازات یوازې د مشرتابه نږدې کسانو او خپلوانو ته ورکول کېږي.

د خلکو د شکایتونو یوه لویه برخه د طالب مشرانو او ولس ترمنځ د واټن په اړه ده.

دوی وایي، کله چې غواړي له کوم چارواکي سره وویني، په میاشتو یې د لیدو اجازه نه ترلاسه کېږي.

دا شکایت په ځانګړي ډول د هبت الله اخوندزاده په اړه ډېر دی.

د پنجوايي یو اوسېدونکی وايي: «موږ شل کاله د طالبانو ملاتړ وکړ، د کورونو په کوټو کې مو و ساتل، له خپلو ښځو سره مو دوی پټول، خو نن چې واک ته رسېدلي، زموږ سره نه ویني، موږ تر اوسه خپل مشر هبت الله نه دی لیدلی، دا ډېره د افسوس خبره ده.»

طالبان په خپلو رسمي ویناوو کې تل وایي، چې د خلکو خدمت یې لومړیتوب دی.

د طالبانو مشر هبت الله په خپلو پیغامونو کې په وار وار ویلي: «د اسلامي امارت دروازې د خلکو پر مخ خلاصې دي، مشران باید د خلکو ستونزې واوري او د هغوی خدمت وکړي.»

خو واقعیت بل ډول دی، خلک وایي چې طالب مشران له خلکو لرې دي، نه د لیدو اجازه ورکوي او نه د هغوی ستونزې اوري.

د خلکو په وینا، که د ستونزو د حل لپاره مراجعه وکړي په میاشتو میاشتو انتظار کوي، خو بیا هم نه بریالي کېږي.

د ژېړۍ ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي چې په مستعار نوم (سنبل خان) یې د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره خبرې کولې وايي: «شېخ صاحب وایي، ولس په غېږ کې ونیسئ، خو موږ خپله مشر په سترګو نه دی لیدلی څنګه به زموږ ستونزې حل کړي، څنګه موږ په غېږ کي نیسي چې هر مشر ته ورشو په میاشت نه شو ورسره لیدلای.»

د طالبانو مشران په ځانګړې توګه هبت‌الله اخوندزاده، په خپلو ویناوو کې ځانونه ډېر ستایي او وایي چې ولس یې ملاتړ کړی و؛ خو د خلکو ورځنی ژوند او شکایتونه ښيي، چې د دغو خبرو او عملي تګلارو ترمنځ لوی واټن شته.

د طالب مشرانو خبرې او د عمل توپیر

فراه، هغه سیمه چې ډېرو ملکي کورنیو د جګړې پر مهال طالبان پټول
100%
فراه، هغه سیمه چې ډېرو ملکي کورنیو د جګړې پر مهال طالبان پټول

طالب مشران او وزیران تل د خلکو د مرستو او ملاتړ ستاینه کوي او وایي، چې د ولس په مرسته واک ته رسېدلي دي.

د هغوی په وینا، خلک د جګړې پر مهال دومره له دوی سره نږدې شوي وو چې ان د خپلو ښځو تر څنګ یې طالبان پټول، ډوډۍ یې ورسره نیمه کوله او ژوند یې ورسره شریک کړی وو، خو د همدې خبرو تر شا یو داسې واقعیت پروت دی چې د طالبانو ډېری پخواني ملاتړي یې اوس له خپګانه شکایت کوي.

همدغه کسان وايي، د طالبانو عمل د خپلو مشرانو له خبرو سره ستر توپیر لري.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په خپلو ویناوو کې په وار-وار د ولس ونډه ستایلې ده، هغه ویلي دي: «اسلامي امارت د ولس په مرسته راغلی دی، خلک زموږ تر څنګ ولاړ وو، خپله ډوډۍ یې نیمه کړې وه، موږ یې په خپلو غېږو کې ساتلي وو. نو باید دا ولس په غېږ کې ونیول شي، د هغوی ستونزې حل شي او هېڅکله هېر نه شي.»

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم هم څو ځله په خپلو ویناوو کې ټینګار کړی، چې طالبان یوازې د ولس په مرسته بریالي شول. هغه ویلي دي: «که د ولس مرسته نه وای، موږ هېڅکله واک ته نه شوای رسېدلی، دا خلک وو چې موږ ته یې ځایونه راکړل، زموږ ساتنه یې وکړه او موږ یې تر دې ځایه ورسولو.»

د پوهنې وزیر حبیب الله اغا هم په پرله‌ پسې ډول دا خبره کړې چې طالبان د خلکو له ملاتړ پرته بریالي کېدلای نه شوای او دا خلک وو، چې د خپلو مېرمنو سره یې طالبانو ته ځای ورکړ.

هغه همداراز ویلي و: «موږ یوازې د ولس په مرسته بریالي شوو، ولس موږ ته په خپلو کورونو کې ځایونه راکړل، د خپلو مېرمنو ترڅنګ یې موږ پټولو او زموږ ملاتړ یې وکړ، نو زموږ دنده ده چې د خلکو خدمت وکړو او د هغوی ستونزې حل کړو.»

د دې څرګندونو ترڅنګ، د طالبانو ډېری پخواني ملاتړي اوس شکایت کوي چې د دغو خبرو عملي بڼه یې نه ده لیدلې. د کندهار د پنجوايي، میوند، ژېړۍ او ځینو نورو ولسوالیو اوسېدونکي وایي، هغوی کلونه طالبان په خپلو کورونو کې ساتلي، د ژوند خطرونه یې منلي، خو اوس چې طالبان واکمن دي، د خلکو له ستونزو سرغړونه کوي او د هغوی په اړه هېڅ فکر نه کوي.

د کندهار پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی ۷۳ کلن حاجي عبدالستار وايي: «شېخ صاحب خپله وايي ولس زموږ سره ډوډۍ نیمه کړې، خو نن موږ خپله ډوډۍ نه شو پیدا کولای، موږ چې طالبانو ته کورونه ورکړل، اوس زموږ کورنۍ د لوږې او بېکارۍ سره مخ دي، نه یې زموږ زحمتونه یاد کړل او نه یې کوم کار راکړ، طالبانو له ډېرو خلکو څخه لا ځمکې هم واخیستلې.»

د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکی حمیدالله اخوند چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د طالبانو سره د مرستې پر مهال یو زوی او یو وراره د افغان پوځ په عملیاتو کې وژل شوي وايي: «وزیران وایي ولس د خپلو ښځو تر څنګ طالبان پټول، دا خبره سمه ده، موږ خپله کورنۍ له خطر سره مخ کړې وه، قربانۍ مو ورکړي؛ خو نن چې طالبان واکمن دي، زموږ ژوند تر هر وخت تریخ شوی دی، کار نشته، مرسته نشته، درناوی نشته، خلک وايي که دا حالت دوام وکړي، ښایي موږ بېرته د مخالفت لاره ونیسو.»

خلک وایي، که طالبان د خپلو خبرو عملي کول پیل نه کړي او د خلکو ستونزې جدي و نه ګڼي، نو د خپګان دا څپه ښایي په ښکاره مخالفت بدله شي.

د دوی په وینا، ځيني کسان ان د وسله وال مقاومت خبرې کوي، چې دا کار به د طالبانو لپاره ستره ننګونه وي.

حمیدالله اخوند وايي: «د ولس ملاتړ د هر نظام د بقا بنسټ دی او که دا بنسټ ټوټې شي، یوازې پر وسله ولاړ نظام اوږده بقا نه شي تضمینولی.»

په ځینو سیمو کې د طالبانو پر ضد پټه ناخوښي او نارضایتي وده کوي

کندهار، د طالبانو د لوی مشر د اوسېدو ځای، چې د دغه ډلې ډېری ملاتړی ترې خفه دي
100%
کندهار، د طالبانو د لوی مشر د اوسېدو ځای، چې د دغه ډلې ډېری ملاتړی ترې خفه دي

یو شمېر کسانو د نوم د نه یادولو په شرط ویلي، چې په ډېرو سیمو په خاص ډول کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، فراه او یوشمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو پخواني ملاتړي چې کلونه یې هغوی ته ځای ورکړی وو، پټ کړي یې وو، مرستې یې ورسره کړې وې، اوس ځان بې‌ قدره او هېر شوي ګڼي.

د دوی په خبره، که څه هم ډېری خلک ښکاره د طالبانو مخالفت نه شي کولای، خو په پټه یې د زړه له کومي نارضایتي او خپګان زیات شوی دی.

سرچینو زیاته کړې: «دا ناخوښي که دوام وکړي، ښایي په راتلونکې کې د طالبانو پر ضد د مقاومت یا مخالفت د یوې نوې څپې سبب شي.»

د دوی په خبره، چې دا نارضایتي یوازې د فردي ګیلو خبره نه ده، د خلکو شکایتونه د یوې پراخې ټولنیزې او سیاسي ستونزې نښه ده.

د سوېلي‌ ولایتونو همدا خلک وايي: «کله چې زرګونه کورنۍ د یوه نظام پر وړاندې خپګان ولري، نو دا خپګان ورو ورو د ولسي ملاتړ کمښت ته بدلېږي او ولسي ملاتړ د هر نظام د بقا لپاره مهم دی.»

که طالبان د خپلو پخوانیو ملاتړو ناخوښي په پام کې و نه نیسي، ښایي په اوږده موده کې د واک د ټینګښت له لویو ستونزو سره مخ شي.

په ځینو سیمو کې خلک وايي، چې نه یوازې د طالبانو د بې‌اعتنايۍ له امله خپه دي، بلکې د ژوند ستونزې یې هم لا ډېرې شوې دي.

د هغوی په وینا، د طالبانو واکمنۍ کې د دوی اقتصادي حالت خراب شوی، کارونه نشته او د ژوند تریخوالی ورځ تر بلې زیات شوی دی.

ځینې اوسېدونکي حتا د دې خبرې جریت کوي، چې که دغه حالت دوام وکړي، ښایي دوی بیاد وسلو اخیستو ته اړ شي.

د کندهار د غورک ولسوالۍ یو اوسېدونکي داسې ویلي دي:«موږ شل کاله طالبانو ته ځایونه ورکړل، کورونو کې مو پټول، له خپلو ښځو سره مو خوندي کول. خو نن چې طالبان واکمن دي، زموږ ژوند لا تریخ شوی دی. نه کار شته، نه مرسته. موږ ته هېڅ ونډه نه ده راکړل شوې که همداسې روان وي، نو خلک به بېرته وسله واخلي.»

د ارزګان د خاص روزګان ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي پيرمحمد د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې زياته کړه: «موږ طالبانو سره په سر او مال مرسته وکړل هر څه مو ورسره شریک کړل. خو اوس چې واک ته رسېدلي، موږ یې هېر کړي یو، موږ ته نه کار راکړل شو او نه یې زموږ زحمتونه یاد کړل، اوس خلک وايي چې که نور حل نه وي، باید د طالبانو پر ضد راپورته شو، طالبانو ان زموږ شخصي وسلې هم راڅخه ټولې کړې چې دا لویه بې انصافي ده.»

هغه خلک چې پخوا د طالبانو لپاره د ژوند خطرونه منلي وو، اوس د هغوی د واکمنۍ له امله د دومره خپه ښکاري، چې ان د مخالفت او وسله وال مقاومت خبرې کوي.

دا حالت ښایي د افغانستان د راتلونکې سیاسي ثبات لپاره یوه ستره ننګونه شي.

طلوع نیوز د «ځانمرګي برید» کلمې د کارولو له امله د خپل خبر حذفولو ته اړ شو

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۲ GMT+۱
طلوع نیوز د «ځانمرګي برید» کلمې د کارولو له امله د خپل خبر حذفولو ته اړ شو
100%

طلوع نیوز د طالبانو د استخباراتو د لومړي مرستیال د وروستیو څرګندونو په تړاو خپل لیکلی خبر د طالبانو د فشارونو له امله بېرته حذف کړ. په دغه خبر کې د تاج میر جواد له قوله لیکل شوي و: «طالبان د خپل نظام د ساتنې لپاره ځانمرګي برید ته چمتو دي.»

طلوع نیوز د شنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) د طالبانو د استخباراتو د لومړي مرستیال تاج میر جواد د وروستیو څرګندونو په تړاو یو خبر خپور کړی و او په هغه کې د «ځانمرګي برید» کلمه کارول شوې وه، نو دغه شبکه د فشارونو له امله د خپل خبر حذفولو ته اړه شوه.

د طلوع نیوز په همدې خبر کې لیکل شوي و: «د استخباراتو ریاست لومړی مرستیال تاج میر جواد وايي، د اوسني نظام د ساتنې او په ځانګړې توګه د هغو کسانو پر وړاندې چې موخه یې د نظام کمزروي کول دي، چمتو دي چې ځانمرګي بریدونه وکړي او ټول طالبان پر همدې باور دي.»

طلوع نیوز دغه خبر له خپرېدو څو دقیقې وروسته بېرته حذف کړ او د حذفولو د لامل په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.

د دغه خبر له خپرېدو وروسته یو شمېر طالبانو پر اېکس پاڼه د طلوع نیوز رهبري د «کفر او الحاد ادبیاتو» پر کارولو تورن کړي او د «ځانمرګي برید» کلمه یې مزخرفه کلمه ګڼلې او زیاته کړې یې ده، چې نه غواړي داسې «مزخرف ادبیات» بیا دود شي.

په دې لړ کې د جواد څارګر په نوم د طالبانو د استخباراتو یوه پخواني کارکوونکي ویلي: «طلوع نیوز سپکه او بې باکانه لهجه کارولې، زموږ شته ادیانو ته انتحاریان ویل هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي، دا ډول څرګندونې نه د مسلمان د شان سره مناسب دي او نه هم موږ چاته دا فرصت ورکوو چې د «شهیدانو» په اړه سپکه لهجه وکاروي.» او همداراز یې زیاته کړې: «د طلوع نوې رهبري فکر کوم هماغه د کفر او الحاد ادبيات په ذهن کې ګرځي او را ګرځي.»

د طالبانو د استخباراتو یو پخوانی کارکوونکی
100%
د طالبانو د استخباراتو یو پخوانی کارکوونکی


ځينو نورو طالبانو بیا پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د تاج میر جواد ویناوې تحریف شوي او په وینا یې، «د "استشهادي" پر ځای د "انتحاري" اصطلاح کارول، د «شهیدانو» د ارزښتناکې مبارزې سپکاوی او د خپلواکۍ د مفکورې سره ښکاره جفا ده. دا تعبیر نه یوازې تحریف دی، بلکې د ملي ارزښتونو توهین هم دی.»

یوه بل طالب بیا ویلي: «د خپل وطن، خپلواکۍ او عقیدې په دفاع کې ځان قربانول "استشهاد" دی، نه "انتحار".»

پر اېکس پاڼه یوه بل طالب بیا لیکلي: «طلوع نیوز چې د شیطان ځاله بلل کېږي د استشهادیانو په حق کې یې سخت ظلم کړی دی؛ دا رسنۍ به کله هم اصلاح نه شي داسې سپک الفاظ کارول هېڅ مجاهد ته د منلو وړ نه دي. دا دومره منکرات چې بند شول دغه دې هم نور بنده کړي.»

نورو طالبانو بیا طلوع نیوز «دجالان» او پر راکابو کولو یې ټينګار کړی او همداراز یې د دغې رسنۍ د تړل کېدو غوښتنه کړې ده.