• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طلوع نیوز د «ځانمرګي برید» کلمې د کارولو له امله د خپل خبر حذفولو ته اړ شو

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۲ GMT+۱

طلوع نیوز د طالبانو د استخباراتو د لومړي مرستیال د وروستیو څرګندونو په تړاو خپل لیکلی خبر د طالبانو د فشارونو له امله بېرته حذف کړ. په دغه خبر کې د تاج میر جواد له قوله لیکل شوي و: «طالبان د خپل نظام د ساتنې لپاره ځانمرګي برید ته چمتو دي.»

طلوع نیوز د شنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) د طالبانو د استخباراتو د لومړي مرستیال تاج میر جواد د وروستیو څرګندونو په تړاو یو خبر خپور کړی و او په هغه کې د «ځانمرګي برید» کلمه کارول شوې وه، نو دغه شبکه د فشارونو له امله د خپل خبر حذفولو ته اړه شوه.

د طلوع نیوز په همدې خبر کې لیکل شوي و: «د استخباراتو ریاست لومړی مرستیال تاج میر جواد وايي، د اوسني نظام د ساتنې او په ځانګړې توګه د هغو کسانو پر وړاندې چې موخه یې د نظام کمزروي کول دي، چمتو دي چې ځانمرګي بریدونه وکړي او ټول طالبان پر همدې باور دي.»

طلوع نیوز دغه خبر له خپرېدو څو دقیقې وروسته بېرته حذف کړ او د حذفولو د لامل په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.

د دغه خبر له خپرېدو وروسته یو شمېر طالبانو پر اېکس پاڼه د طلوع نیوز رهبري د «کفر او الحاد ادبیاتو» پر کارولو تورن کړي او د «ځانمرګي برید» کلمه یې مزخرفه کلمه ګڼلې او زیاته کړې یې ده، چې نه غواړي داسې «مزخرف ادبیات» بیا دود شي.

په دې لړ کې د جواد څارګر په نوم د طالبانو د استخباراتو یوه پخواني کارکوونکي ویلي: «طلوع نیوز سپکه او بې باکانه لهجه کارولې، زموږ شته ادیانو ته انتحاریان ویل هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي، دا ډول څرګندونې نه د مسلمان د شان سره مناسب دي او نه هم موږ چاته دا فرصت ورکوو چې د «شهیدانو» په اړه سپکه لهجه وکاروي.» او همداراز یې زیاته کړې: «د طلوع نوې رهبري فکر کوم هماغه د کفر او الحاد ادبيات په ذهن کې ګرځي او را ګرځي.»

د طالبانو د استخباراتو یو پخوانی کارکوونکی
100%
د طالبانو د استخباراتو یو پخوانی کارکوونکی


ځينو نورو طالبانو بیا پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د تاج میر جواد ویناوې تحریف شوي او په وینا یې، «د "استشهادي" پر ځای د "انتحاري" اصطلاح کارول، د «شهیدانو» د ارزښتناکې مبارزې سپکاوی او د خپلواکۍ د مفکورې سره ښکاره جفا ده. دا تعبیر نه یوازې تحریف دی، بلکې د ملي ارزښتونو توهین هم دی.»

یوه بل طالب بیا ویلي: «د خپل وطن، خپلواکۍ او عقیدې په دفاع کې ځان قربانول "استشهاد" دی، نه "انتحار".»

پر اېکس پاڼه یوه بل طالب بیا لیکلي: «طلوع نیوز چې د شیطان ځاله بلل کېږي د استشهادیانو په حق کې یې سخت ظلم کړی دی؛ دا رسنۍ به کله هم اصلاح نه شي داسې سپک الفاظ کارول هېڅ مجاهد ته د منلو وړ نه دي. دا دومره منکرات چې بند شول دغه دې هم نور بنده کړي.»

نورو طالبانو بیا طلوع نیوز «دجالان» او پر راکابو کولو یې ټينګار کړی او همداراز یې د دغې رسنۍ د تړل کېدو غوښتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۳

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۴

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۵
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د امر بالمعروف قانون د پلي کولو لپاره د “همکارۍ کمیټې” جوړې کړې

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۳ GMT+۱
طالبانو د امر بالمعروف قانون د پلي کولو لپاره د “همکارۍ کمیټې” جوړې کړې
100%

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې د امر بالمعروف د قانون د پلي کولو لپاره یې په مرکز او ولایتونو کې “د همکارۍ کمیټې”طرزالعمل توشېح او په رسمي جرېده کې خپور شو. دغه طرزالعمل د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له خوا په ۱۳ مادو کې لاسلیک شوی دی.

د طالبانو د عدلیې وزارت د شنبې په ورځ د دې ډلې د امر بالمعروف د قانون د پلي کولو د پلاوي طرزالعمل توشېح او په رسمي جرېده کې یې خپور کړ.

په دغه طرزالعمل کې ویل شوي، چې ټاکل شوی پلاوی به لومړی د طالبانو د امر بالمعروف قانون په بشپړه توګه لولي او بیا به یې په وزارتونو، خپلواکو ریاستونو، دولتي ادارو او د ولایتونو په رسمي غونډو کې تشریح کوي.

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې ټول دولتي کارکوونکي باید د دې قانون مطابق خپل کارونه عیار کړي.

په دغه طرزالعمل کې راغلي، چې طالبانو د ټولو ولایتونو د پوهنې ریاستونو ته امر کړی چې د پوهنې چارواکو لپاره غونډې جوړې کړي او د ښوونځیو، مدرسو، خصوصي اکاډمیو، انګلیسي او کمپیوټر مرکزونو ښوونکي او زده کونکي دې د امر بالمعروف قانون په پلي کولو مکلف کړي.

همدارنګه د طالبانو د حج او اوقافو وزارت ته هم دنده سپارل شوې چې د هېواد په کچه د جوماتونو امامانو ته دې د دغه قانون اهمیت تشریح کړي ترڅو خلک د یاد قانون پلي کولو ته وهڅوي.

دې پلاوي ته دنده سپارل شوې ده ،چې د ولایتونو، ولسوالیو، پوهنتونونو، ورزشي مرکزونو، د سوداګرۍ او صنایعو خونو، شرکتونو، اتحادیو او فابریکو له چارواکو سره غونډې وکړي او د امر بالمعروف قانون په پلي کولو کې له هغوی څخه مرسته وغواړي.

د طالبانو د مشر له خوا د یاد طرز العمل په جوړولو سره ښايي د خلکو ټولنیز ژوند په پراخه کچه وڅارل شي.

طالبانو دا نه ده په ډاګه کړې چې د امر بالمعروف د قانون د پلي کولو پلاوي د طرزالعمل لپاره به د یاد وزارت پخواني کارکوونکي په دنده وګومارل شي که نوي کسان به د یاد قانون د پلي کولو لپاره وګماري.

طالبان وايي سږ کال په کندز کې د وریژو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۳ GMT+۱
طالبان وايي سږ کال په کندز کې د وریژو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی
100%

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې سږکال په کندز کې پر ۴۸ زره او ۷۲۷ هکټاره ځمکه شولې کرل شوې وې، چې له دغو کروندو څخه ۱۷۷ زره او ۳۶۷ مټریک ټنه د وریژو حاصلات تر لاسه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلویزیون د راپور له مخې د طالبانو د کرنې وزارت د کرنیزو معلوماتو او احصایې ریاست د شمېر له مخې کندز کې تېر کال په ۴۰ زره او ۶۶۱ هکټاره ځمکه کې شولې کرل شوې وې، ۱۲۹ زره او ۷۴۸ مټریک ټنه وریژې ترې ټولې شوې وې، چې دغه شمېر د شولو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د کندز ځايي کروندګر وايي، د نورو کرنیزو محصولاتو په پرتله د شولو کر او راټولونه ډېرو هڅو ته اړتیا لري، خو عاید یې له زحمتونو سره برابر نه دی.

د یادونې وړ ده، چې په یاد ولایت کې ډول ډول شولې کرل کېږي، لکه سرخه زراعتي، باسمتي، مونده، شالونګي، ایراني، سرده‌باره او ګرمه‌باره، چې له یادو ډولونو څخه د «سرده‌باره» وریژې د خپل ځانګړي خوند او شهرت له امله ځانګړی مقام لري.

د طالبانو ویاند شهباز شریف ته: که مونږ تهدید کړئ د ټي‌ټي‌پي مخه نشو نیولی

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۷ GMT+۱
د طالبانو ویاند شهباز شریف ته: که مونږ تهدید کړئ د ټي‌ټي‌پي مخه نشو نیولی
100%

د طالبانو ویاند وايي، چې که د پاکستان لومړی وزیر او چارواکي له ګواښونکې ژبې څخه کار واخلي، نو دا ډله نشي کولی پاکستاني طالبان اصلاح یا د دوی د بریدونو د بندولو مخه ونیسي. مجاهد پر پاکستاني چارواکو تور ولګاوه چې د "جګړې غوښتونکې" ژبې په کارولو یې د اړیکو فضا خرابه کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پاکستاني چارواکو ته وویل:«مخکې لدې چې موږ په رسنیو کې خبرې وکړو، فضا خرابه کړو یا پوځي اقدام وکړو، باید یوه معقوله حل لاره وموندل شي.»

د طالبانو ویاند ‌ذبیح الله مجاهد تېره ورځ د پاکستان د امنیتي مطالعاتو مرکز ته وویل، د کابل او اسلام اباد ترمنځ باید باور رامینځته شي.

دا څرګندونې شاوخوا یوه اوونۍ وروسته له هغه وشوې، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د افغان طالبانو سره د اړیکو پرې کولو ګواښ وکړ.

شریف طالباو ته ویلي و چې د پاکستان او پاکستاني طالبانو ترمنځ باید یو انتخاب کړي.

هغه زیاته کړه، چې طالبان نشي کولی په ورته وخت کې د هغو وسله‌والو کوربه‌توب وکړي چې د دوی ګاونډیان بې ثباته کوي او بیا له اسلام‌اباد سره د عادي اړیکو تمه هم ولري.

ذبیح الله مجاهد په ځواب کې وویل چې موږ له اوسني وضعیت څخه راضي نه یوو ځکه چې دواړه خواوې د یو بل په وړاندې رسنیز تبلیغات کوي او پاکستاني چارواکي د ګواښونکو کلمو څخه کار اخلي او د طالبانو په وړاندې خبرداری ورکوي.

مجاهد ټینګار وکړ، چې ګواښونکي بیانونه هېڅ ګټه نلري او پاکستاني چارواکي باید د ګواښونو پرځای په پاکستان کې د مرګونو بریدونو مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه په پاکستان کې امنیتي پیښې د هېواد داخلي مسله ده او د پاکستان امنیتي ځواکونه د هېواد د ښارونو د امنیت ډاډمن کولو مسوولیت لري.

اسلام‌اباد پر افغان طالبانو تور لګوي، چې د پاکستاني طالبانو مشرانو ته پټنځایونه ورکوي او له افغان خاورې څخه په پاکستان کې وژونکي بریدونه تنظیموي، دا هغه تور دی چې افغان طالبانو تل رد کړی دی.

تازه، پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په بلوچستان کې پر جعفر اېکسپریس اورګاډي د برېد تنظیمونکی په افغانستان کې وژل شوی دی. جیو نیوز ویلي چې وژل شوی کس ګل الرحمن نومېده، خو د وژل کېدو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

تر دې دمه افغان طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

جیو نیوز: پر جعفر اېکسپریس اورګاډي د برید تنظیموونکی په افغانستان کې وژل شوی دی

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۱ GMT+۱
جیو نیوز: پر جعفر اېکسپریس اورګاډي د برید تنظیموونکی په افغانستان کې وژل شوی دی
100%

پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په بلوچستان کې پر جعفر اېکسپریس اورګاډي د برېد تنظیمونکی په افغانستان کې وژل شوی دی. جیو نیوز ویلي چې وژل شوی کس ګل الرحمن نومېده، خو د وژل کېدو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

یادي رسنۍ د امنیتي سرچینو په حواله ویلي، چې د بلوڅ ازادۍ غوښتونکي پوځ یو لوړ پوړۍ قوماندان ګل الرحمن چې د استاد مرید په نوم مشهوره و درې ورځې وړاندې په هلمند ولایت کې وژل شوی دی.

دغو سرچینو په هلمند ولایت کې د ګل الرحمن د وژل کېدو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي، چې ګل الرحمن پر جعفر اېکسپرېس اورګاډي برېد ترڅنګ د ملکي وګړو، امنیتي سرتېرو، چینايي وګړو او نورو بنسټونو پر وړاندې برېدونو کې هم لاس درلود. سرچینو نوموړی د سي پیک پروژې پر چارو د بریدونو پر تنظیمولو هم تورن کړی.

پر جعفر اېکسپریس اورګادي د مارچ میاشت په لومړیو کې برید وشو د یاد برید پړه بلوڅ ازادۍ غوښتونکو پر غاړه اخېستې و او د لسګونو پاکستاني نظامیانو د وژلو ادعا یې کړې وه، خو د پاکستان حکومت ویلي وو، چې په یاده پېښه کې د څلورو امنیتي سرتېرو په ګډون ۲۶ مساپر وژل شوي وو.

د پاکستان امنیتي سرچینو په هلمند کې د بلوڅ ازادۍ غوښتونکو د یو لوړپوړي قوماندان د وژل کېدو ادعا داسې مهال کړې چې تر دې وړاندې هم د پاکستان لوړپوړو چارواکو پر طالبانو تور لګولی، چې په افغانستان کې یې د پاکستان پر ضد وسله والو ډلو ته پټنځایونه ورکړي، خو طالبانو تل دغه ډول ادعاوې رد کړي دي.

د بګرام په اړه د ټرمپ له څرګندونو وروسته تاجمیر د ځانمرګو بریدونو د بیا پیلولو ګواښ وکړ

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۲ GMT+۱
د بګرام په اړه د ټرمپ له څرګندونو وروسته تاجمیر د ځانمرګو بریدونو د بیا پیلولو ګواښ وکړ
100%

د طالبانو د استخباراتو مرستیال تاجمیر جواد ویلي، که اړتیا پیدا شي نو د طالبانو د رژیم د ساتنې او دفاع لپاره به دا ډله یوځل بیا د ځانمرګي بریدونو لړۍ پیل کړي. تاجمیر جواد دا څرکندونې د بګرام په اړه د ټرمپ له وروستیو خبرو وروسته کړي. ټرمپ ویلي غواړي د بګرام اډه بیا ونیسي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون د شنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) د طالبانو استخباراتو مرستیال تاجمیر جواد غږیږ پیغام خپور کړی دی.

تاجیمر جواد په دغه پیغام کې وايي، چې طالب جنګیالیو واک ته د رسېدو لپاره ځانمرګي برېدونه وکړل او د خپل واک ساتلو لپاره به هم ورته برېدونه وکړي.

تاجمیر جواد چې د ځانمرګو برېدونو «طراح» په نوم پیژندل کېږي، خپل مخالفین یې د “کفر او اشغال” په نوم یاد کړي او هغوی یې په ځانمرګي برېدونو ګواښلي.

نوموړي د خپلو څرګندونو پرمهال ژمنه وکړه چې د طالبانو د نظام د ساتلو لپاره «ټوک ټوک» کېدلو ته چمتو دی.

نوموړي دا ګواښوونکې څرګندونې له هغه وروسته کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ بریتانیا ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل، چې امریکا غواړې بېرته بګرام ته ستنه شي.

ټرمپ تېره ورځ هم په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې بګرام اډې ته د ستنېدو لپاره یې له طالبانو سره خبرې دوام لري.
که څه هم تاجمیر جواد د خپلو څرکندونو پر مهال د ټرمپ نوم نه دی اخیستی، خو هممهاله د دواړو څرګندونو خپرېدو دا خبره روښانه کړې چې د طالبانو د استخباراتو مرستیال دا پیغام د امریکا د ولسمشر د څرکندونو پر وړاندې د غیرمستقیم ګواښونکي غبرګون په مانا دی.

د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تاجمیر جواد د دې ډلې د استخباراتو د مرستیال په توګه وټاکل شو. نوموړي په تېرو څلورو کلونو کې په وار وار د ځانمرګو برېدونو پر پیل ټینګار کړی دی.

تاجمیر جواد د ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کې د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د دې ډلې د ځانمرګو برېدګرو سره په یوه غونډه کې وویل، چې که اړتیا وي د طالبانو د رژیم د ساتنې او دفاع لپاره به ځانمرګي برېدونه وکړي.

تاجمیر جواد د حقاني شبکې یو مهم غړی دی، چې د افغانستان پخواني حکومت نوموړی پر ملکي وګړو په مرګوني بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړی و.