• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو ویاند شهباز شریف ته: که مونږ تهدید کړئ د ټي‌ټي‌پي مخه نشو نیولی

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۵ GMT+۱

د طالبانو ویاند وايي، چې که د پاکستان لومړی وزیر او چارواکي له ګواښونکې ژبې څخه کار واخلي، نو دا ډله نشي کولی پاکستاني طالبان اصلاح یا د دوی د بریدونو د بندولو مخه ونیسي. مجاهد پر پاکستاني چارواکو تور ولګاوه چې د "جګړې غوښتونکې" ژبې په کارولو یې د اړیکو فضا خرابه کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پاکستاني چارواکو ته وویل:«مخکې لدې چې موږ په رسنیو کې خبرې وکړو، فضا خرابه کړو یا پوځي اقدام وکړو، باید یوه معقوله حل لاره وموندل شي.»

د طالبانو ویاند ‌ذبیح الله مجاهد تېره ورځ د پاکستان د امنیتي مطالعاتو مرکز ته وویل، د کابل او اسلام اباد ترمنځ باید باور رامینځته شي.

دا څرګندونې شاوخوا یوه اوونۍ وروسته له هغه وشوې، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د افغان طالبانو سره د اړیکو پرې کولو ګواښ وکړ.

شریف طالباو ته ویلي و چې د پاکستان او پاکستاني طالبانو ترمنځ باید یو انتخاب کړي.

هغه زیاته کړه، چې طالبان نشي کولی په ورته وخت کې د هغو وسله‌والو کوربه‌توب وکړي چې د دوی ګاونډیان بې ثباته کوي او بیا له اسلام‌اباد سره د عادي اړیکو تمه هم ولري.

ذبیح الله مجاهد په ځواب کې وویل چې موږ له اوسني وضعیت څخه راضي نه یوو ځکه چې دواړه خواوې د یو بل په وړاندې رسنیز تبلیغات کوي او پاکستاني چارواکي د ګواښونکو کلمو څخه کار اخلي او د طالبانو په وړاندې خبرداری ورکوي.

مجاهد ټینګار وکړ، چې ګواښونکي بیانونه هېڅ ګټه نلري او پاکستاني چارواکي باید د ګواښونو پرځای په پاکستان کې د مرګونو بریدونو مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه په پاکستان کې امنیتي پیښې د هېواد داخلي مسله ده او د پاکستان امنیتي ځواکونه د هېواد د ښارونو د امنیت ډاډمن کولو مسوولیت لري.

اسلام‌اباد پر افغان طالبانو تور لګوي، چې د پاکستاني طالبانو مشرانو ته پټنځایونه ورکوي او له افغان خاورې څخه په پاکستان کې وژونکي بریدونه تنظیموي، دا هغه تور دی چې افغان طالبانو تل رد کړی دی.

تازه، پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په بلوچستان کې پر جعفر اېکسپریس اورګاډي د برېد تنظیمونکی په افغانستان کې وژل شوی دی. جیو نیوز ویلي چې وژل شوی کس ګل الرحمن نومېده، خو د وژل کېدو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

تر دې دمه افغان طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د طالبانو د ادعا خلاف، په تخار، کابل او هرات کې نشه‌یي توکي نیول شوي

۵

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

•
•
•

نور کیسې

جیو نیوز: پر جعفر اېکسپریس اورګاډي د برید تنظیموونکی په افغانستان کې وژل شوی دی

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۱ GMT+۱
جیو نیوز: پر جعفر اېکسپریس اورګاډي د برید تنظیموونکی په افغانستان کې وژل شوی دی
100%

پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په بلوچستان کې پر جعفر اېکسپریس اورګاډي د برېد تنظیمونکی په افغانستان کې وژل شوی دی. جیو نیوز ویلي چې وژل شوی کس ګل الرحمن نومېده، خو د وژل کېدو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

یادي رسنۍ د امنیتي سرچینو په حواله ویلي، چې د بلوڅ ازادۍ غوښتونکي پوځ یو لوړ پوړۍ قوماندان ګل الرحمن چې د استاد مرید په نوم مشهوره و درې ورځې وړاندې په هلمند ولایت کې وژل شوی دی.

دغو سرچینو په هلمند ولایت کې د ګل الرحمن د وژل کېدو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي، چې ګل الرحمن پر جعفر اېکسپرېس اورګاډي برېد ترڅنګ د ملکي وګړو، امنیتي سرتېرو، چینايي وګړو او نورو بنسټونو پر وړاندې برېدونو کې هم لاس درلود. سرچینو نوموړی د سي پیک پروژې پر چارو د بریدونو پر تنظیمولو هم تورن کړی.

پر جعفر اېکسپریس اورګادي د مارچ میاشت په لومړیو کې برید وشو د یاد برید پړه بلوڅ ازادۍ غوښتونکو پر غاړه اخېستې و او د لسګونو پاکستاني نظامیانو د وژلو ادعا یې کړې وه، خو د پاکستان حکومت ویلي وو، چې په یاده پېښه کې د څلورو امنیتي سرتېرو په ګډون ۲۶ مساپر وژل شوي وو.

د پاکستان امنیتي سرچینو په هلمند کې د بلوڅ ازادۍ غوښتونکو د یو لوړپوړي قوماندان د وژل کېدو ادعا داسې مهال کړې چې تر دې وړاندې هم د پاکستان لوړپوړو چارواکو پر طالبانو تور لګولی، چې په افغانستان کې یې د پاکستان پر ضد وسله والو ډلو ته پټنځایونه ورکړي، خو طالبانو تل دغه ډول ادعاوې رد کړي دي.

د بګرام په اړه د ټرمپ له څرګندونو وروسته تاجمیر د ځانمرګو بریدونو د بیا پیلولو ګواښ وکړ

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۲ GMT+۱
د بګرام په اړه د ټرمپ له څرګندونو وروسته تاجمیر د ځانمرګو بریدونو د بیا پیلولو ګواښ وکړ
100%

د طالبانو د استخباراتو مرستیال تاجمیر جواد ویلي، که اړتیا پیدا شي نو د طالبانو د رژیم د ساتنې او دفاع لپاره به دا ډله یوځل بیا د ځانمرګي بریدونو لړۍ پیل کړي. تاجمیر جواد دا څرکندونې د بګرام په اړه د ټرمپ له وروستیو خبرو وروسته کړي. ټرمپ ویلي غواړي د بګرام اډه بیا ونیسي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون د شنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) د طالبانو استخباراتو مرستیال تاجمیر جواد غږیږ پیغام خپور کړی دی.

تاجیمر جواد په دغه پیغام کې وايي، چې طالب جنګیالیو واک ته د رسېدو لپاره ځانمرګي برېدونه وکړل او د خپل واک ساتلو لپاره به هم ورته برېدونه وکړي.

تاجمیر جواد چې د ځانمرګو برېدونو «طراح» په نوم پیژندل کېږي، خپل مخالفین یې د “کفر او اشغال” په نوم یاد کړي او هغوی یې په ځانمرګي برېدونو ګواښلي.

نوموړي د خپلو څرګندونو پرمهال ژمنه وکړه چې د طالبانو د نظام د ساتلو لپاره «ټوک ټوک» کېدلو ته چمتو دی.

نوموړي دا ګواښوونکې څرګندونې له هغه وروسته کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ بریتانیا ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل، چې امریکا غواړې بېرته بګرام ته ستنه شي.

ټرمپ تېره ورځ هم په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې بګرام اډې ته د ستنېدو لپاره یې له طالبانو سره خبرې دوام لري.
که څه هم تاجمیر جواد د خپلو څرکندونو پر مهال د ټرمپ نوم نه دی اخیستی، خو هممهاله د دواړو څرګندونو خپرېدو دا خبره روښانه کړې چې د طالبانو د استخباراتو مرستیال دا پیغام د امریکا د ولسمشر د څرکندونو پر وړاندې د غیرمستقیم ګواښونکي غبرګون په مانا دی.

د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تاجمیر جواد د دې ډلې د استخباراتو د مرستیال په توګه وټاکل شو. نوموړي په تېرو څلورو کلونو کې په وار وار د ځانمرګو برېدونو پر پیل ټینګار کړی دی.

تاجمیر جواد د ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کې د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د دې ډلې د ځانمرګو برېدګرو سره په یوه غونډه کې وویل، چې که اړتیا وي د طالبانو د رژیم د ساتنې او دفاع لپاره به ځانمرګي برېدونه وکړي.

تاجمیر جواد د حقاني شبکې یو مهم غړی دی، چې د افغانستان پخواني حکومت نوموړی پر ملکي وګړو په مرګوني بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړی و.

خلیلزاد: د بګرام هوايي اډې د کارولو امکان شته

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۸ GMT+۱
خلیلزاد: د بګرام هوايي اډې د کارولو امکان شته
100%

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې د امریکا د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره د بګرام هوايي اډې د کارولو امکان شته. خلیلزاد د بګرام هوايي اډې د کارولو موضوع د امریکا او طالبانو ترمنځ د یرغمل شویو کسانو پر سر رامنځته شوې ستونزې د حل سره مشروطه بولي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن شنبه د (وږي ۲۹مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې که امریکا او طالبان د یرغمل شويو کسانو په اړوند ستونزه حل کړي، نو د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې به نورو مرحلو ته لاړې شي او نور مسایل به هم وڅېړل شي او پرې موافقه به ترسره شي.

هغه زیاتوي چې په دې حالت کې د پراخو امنیتي همکاریو د امکان په شمول د ترهګرۍ پروړاندې ګډو عملیاتو لپاره د بګرام په څېر تاسیساتو کارول به رد نه شي.

خو هغه ټینګار کړی چې د دې موخې ترلاسه کول ډېر کار ته اړتیا لري.

له دې وړاندې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تایید کړه، چې واشنګټن د بګرام اډې ته د بېرته راستنیدو لپاره له طالبانو سره په خبرو اترو بوخت دی.

د دې خبرو اترو جزییات لا نه دي خپاره شوي.

وال سټریټ ژورنال د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې طالبانو او متحده ایالاتو د بګرام هوايي اډې ته د امریکا د ترهګرۍ ضد ځواکونو د ځای پرځای کولو په اړه خبرې کړي دي.

زلمي خلیلزاد مخکې ویلي وو چې د بندیانو او یرغمل شویو کسانو مسله د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د اړیکو د پراختیا اصلي خنډ دی.

د اسلام کلا له لارې څه باندې یو میلیون افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۹ GMT+۱
د اسلام کلا له لارې څه باندې یو میلیون افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
100%

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ستنولو د بهیر له پیله تر دې مهاله یو میلیون و ۵۷ زره او ۶۸۶ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمد الله متقي د دې ډلې تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو د بهېر له پیل څخه تردې مهاله یوازې د اسلام کلا له لارې له یو مېلیون څخه ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوې دي.

نوموړي ویلي، چې راستانه شویو کډوالو سره یې د نغدي مرستو، کډوال خپلو اصلي سیمو ته د استولو ترڅنګ نورې اسانتیاوې هم ورته چمتو کړي دي.

طالب چارواکو ویلي، چې له ایران څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره یې په اسلام کلا کې موقتي پنډغالۍ هم جوړ کړی دی.

پر همدغه مهال په هرات کې د طالبانو د کار او ټولینزو چارو ریاست ویلي، چې له ایران څخه د راستانه شویو کډوالو له ډلې څخه یې ۱۵ زره مسلکي کسان هم ثبت کړي او یادو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران د روان کال په غبرګولي میاشت کې له دغه هېواد څخه د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو بهر پیل کړ او په لومړیو ورځو کې یې په هرو څلورویښت ساعتونو کې زرګونه کسان په زور افغانستان ته ستنول.

ضعیف: امریکا په افغانستان کې د درېیمې نړیوالې جګړې د چمتوالي لپاره د حضور په لټه کې ده

۲۹ وږی ۱۴۰۴ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۵ GMT+۱
ضعیف: امریکا په افغانستان کې د درېیمې نړیوالې جګړې د چمتوالي لپاره د حضور په لټه کې ده
100%

په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف ویلي چې امریکا په افغانستان کې د درېیمې نړیوالې جګړې د چمتوالي لپاره د حضور په لټه کې ده. د نوموړي په وینا له افغانستان څخه دا ډول تمه لرل بې اساسه او بې ګټې ده. ضعیف دا هم ویلي چې د افغانستان په اړه د ټرمپ برداشت غلط دی.

عبدالسلام ضعیف د شنبې په ورځ (د وږي ۲۹مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، تاریخ ثابته کړې چې هېڅ ځواک نه دی توانېدلی افغانستان له خپلې بې طرفۍ څخه د یوه لوري په ګټه وکاروي.

هغه زیاتوي، چې هېڅ واکمن نه شي کولی د افغانستان په خاوره کې د بهرنیو ځواکونو د پوځي حضور په اړه معامله وکړي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې په تېرو وختونو کې دا ډول هڅو ثابته کړې چې افغانستان د ورانۍ او بربادۍ پر لور یوسي.

ضعیف وایی:«امریکا هڅه کوي چې په پاکستان، افغانستان او اذربایجان په اراضي کې ځانته ځای پیدا کړي او سیمه تر خپل پوځي او استخباراتي پوښښ لاندې راولي.»

ضعیف اټکل کوي، چې درېیمې نړیوالې جګړې لپاره چمتوالی روان دی او ښايي تر ۲۰۲۵ کال پورې یوه لویه جګړه رامنځ ته شي.

دغه پخواني طالب چارواکي یادې څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ تایید کړه چې له طالبانو سره د امریکا د ځواکونو د بېرته ستنېدو په اړه خبرې راوانې دي.

د رویټرز د راپور له مخې دغه خبرې د جون له میاشتې پیل شوي دي.

ټرمپ په یوه خبرې ناسته کې وویل چې امریکا غواړي د بګرام هوایي اډې کنټرول بېرته ترلاسه کړي. ټرمپ ویلي:«یو دلیل دادی چې بګرام یوازې یو ساعت لرې دی له هغه ځایه چې چین خپلې اټومې وسلې تولیدوي.»

د هغه په وینا طالبان له امریکا ځینې غوښتنې لري او په بدل کې یې باید د بګرام کنټرول واشتنګټن ته وسپارل شي.

د وال سټریټ ژونال د راپور پر بنسټ امرکايي چارواکي د طالبانو سره د ترهګرۍ د ځواکونو د محدودې استوګنې پر سر په لومړنیو خبرو بوخت دي.