د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډلې د اسيا په کافا سیالیو کې ایران ته ماتې ورکړه

د منځنۍ اسيا یا کافا د فوټبال سیالیو په لړ کې د افغانستان د ١٧ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د دوه پر یو ګول سره ايران ته ماتې ورکړه. د افغانستان لوبډلې دواړه ګولونه په ډله ییزه همکارۍ وکړل.