• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن یوه ورځنۍ لوبې پیلیږي

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۲۴ GMT+۱

د افغانستان او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ نن سه شنبه د یوه ورځنیو لوبو، لوب لړۍ پیلیږي. د یو ورځنیو لوبو دغه لړۍ د افغانستان په کوربه توب په سریلانکا کې ترسره کېږي.

د افغانستان کرېکت بورډ وايي:«د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوه ورځنیو لوبو لومړنۍ لوبه نن سه شنبه د افغانستان پر وخت د ماسپښین دوه بجې پیلیږي او لوبغالي ته په ورتګ له نندارچیانو فیس نه اخیستل کېږي.»


د افغانستان په کوربه توب د دغو درې یو ورځنیو سیالیو جام تېره ورځ د افغانستان د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر حشمت الله شاهدي او د پاکستان د یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر بابر اعظم له لوري نندارې ته وړاندې شو.

د افغانستان کرېکت بورډ وايي، یاد جام ډېر په زړه پورې دی او درې ډوله توکي په کې کارول شوي دي.

د جام تنه د هلمند ولایت له قیمتي روخام ډبرې څخه جوړه شوې، د جام له پاسه د کرېکټ توپ له افغاني لاجوردو او د جام لاندینۍ برخه د کونړ له مشهور لرګي څخه جوړه شوې ده.

ګڼ افغانان د افغانستان له قیمتي ډبرو جوړ شوي جام ستاینه کوي، له کرکټ بورډ څخه غوښتنه کوي چې تل په دغسې نړیوالو دریځونو کې د افغانستان طبیعي محصولات نندارې ته وړاندې کړي.

د افغانستان او پاکستان د کرېکت لوبډلو ترمنځ تر دې مهاله د یو ورځنیو لوبو هیڅ لوب لړۍ نه ده شوې؛ خو یادې لوبډلې څلور ځله په یو ورځینیو لوبو کې سره مخامخ شوي، چې څلور واړه لوبې پاکستان ګټلې دي.

د یوه ورځنیو لوبو دغه سیالۍ پر داسې مهال ترسره کېږي، چې د روانې اګسټ میاشت پر ۳۰ مه نېټه د پاکستان په کوربه توب د اسیا جام لوبې هم پیلیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ذبیح الله شهزاد د ټکوانډو نړۍوال فیسټیوال کې د سرو زرو مډال خپل کړ

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۱۳ GMT+۱

د سختو توکو یا پاور برېکېنګ په برخه کې د ټکوانډو نړۍوال فیسټیوال د سویلي کوریا په ګنګواڼ ښار کې ترسره شو. افغان لوبغاړي ذبیح الله شهزاد چې په دغې سیالۍ کې برخه اخیستې وه، وتوانید چې د ۱۲ کانکریټي تختو په ماتولو سره د سرو زرو مډال ترلاسه کړي.

د منفي ۹۰ کیلو ګرامه او د سختو توکو د ماتولو په سیالیو کې د شهزاد اصلي سیال د کوریا د ملي لوبډلې هغه لوبغاړی و، چې د نړۍ څو ځلې اتلولي یې خپله کړې وه.

په دې برخه کې یوولسو لوبغاړو برخه اخیستې وه او شهزاد وتوانید چې دولس کانکریټي تختې ماتې کړي، په داسې حال کې چې کوریایي سیال یې یوولس تختې ماتې کړې.

د افغانستان ۳۲ کلن لوبغاړی او د ورزشي لوبو خبریال ذبیح الله شهزاد چې د کابل د ټکواندو په سیالیو کې د اتلولۍ او نایب اتلولۍ مخینه لري، د ملي لوبډلې غړی هم پاتې شوی دی.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل:« په دې فیسټیوال کې سیالي کول زما لپاره یو خوب و، چې رېښتیا شو او زه خوښ یم، چې له غوره نړۍوال لوبغاړي سره مې خپل بخت وازمایه او مډال مې ترلاسه کړ.»

د ښاغلي شهزاد په وینا:« دا مډال له نوولسو کلونو وروسته افغانستان ته راوړل شوی او د افغانستان خلکو ته یې وړاندې کوم.»

تر ده وړاندې بکتاش راسخ په ۲۰۰۴ کال کې د ټکواندو په نړۍوال فیسټیوال کې د سختو توکو په ماتولو کې د افغانستان لپاره مډال ګټلی و.

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې قرغزستان ته ماتې ور کړه

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۰۵ GMT+۱

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د یکشنبې په ورځ په کافا سیالیو کې ازبکستان ته په دریو ګولونو ماتې ور کړه. خو د افغانستان والیبال ملي لوبډلې له قطر ماتې وخوړه.

خو د والیبال خلاف د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د لوبې لومړۍ نیمايي کې دوه ګولونه او دویمه نیمايي کې یو ګول وکړ او قرغزستان ته یې ماتې ور کړه.

یاسر ساپی د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

په کافا یا د منځنۍ اسیا هېوادونو د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې په تاجکستان کې سره لوبېږي.

په سیالیو کې پر کوربه سربېره، افغانستان، ایران، ازبکستان او قرغستان ګډون لري.

دا سیالۍ نن د اګسټ پر ۲۰ پیل شوې او یوه اونۍ به روانې وي.

افغان لوبډله سبا له کوربه تاجکستان سره سیالي لري.

له بلې خوا د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې د یکشنبې په ورځ په تهران کې د قطر له ملي لوبډلې ماتې وخوړه.

افغان لوبډله سبا د هند والیبال لوبډلې سره سیالي لري.

ملاله یوسفزۍ فیفا ته: د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډله په رسمیت وپېژنئ

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۲۵ GMT+۱

د سولې نوبل جایزه ګټونکې پښتنه ملاله یوسفزۍ له فیفا غواړي چې د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډله په رسمیت وپېژني. د طالبانو په واکمنېدو سره د افغانستان د دې ملي لوبډلې لوبغاړې اسټرالیا ته کډه شوې دي.

اسټرالیا کې د افغانستان د ښځو لوبډله نړیواله سیالیو کې ګډون نشي کولی او یوازې د ښځو سږني نړیوال جام ننداره یې کوله، چې نن پای ته ورسېد.

ملاله یوسفزۍ چې په اسټرالیا کې د دې جام نندارې ته تللې وه، د شنبې په ورځ یې له افغان لوبډلې سره ولیدل.
د اسټرالیا د اې بي سي رسنۍ د راپور له مخې، ملالې یوسفزۍ وویل: اوس د دې وخت دی چې فیفا پرېکړه وکړي چې د طالبانو په خوا نه درېږي، اوس د دې وخت دې چې فیفا وښيي، د افغان ښځو سره ولاړه ده.

په یوه لیک کې له یو لک شپېتو زرو ډېرو کسانو له فیفا غوښتي چې د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډله په رسمیت وپېژني.
د افغانستان د نارینه وو فوټبال لوبډله د فیفا له خوا په رسمیت پېژندل کېږي، همدا وجه ده چې د ښځو فوټبال لوبډلې پخوانۍ مشره خالده پوپل وایي، فیفا باید دوی هم په رسمیت وپېژني.

خو فیفا وايي، چې دا د افغانستان کورنۍ مسله او د دې هېواد د فوټبال فدراسیون سره تړلې ده.

د فیفا یوه ویاند ویلي، دا اداره تر هغه یو لوبډله په رسمیت نشي پېژندلی چې د اړوند هېواد ادارې په رسمیت پېژندلې نه وي.

خو د فیفا دا اصول په داسې مهال دي چې طالبانو پر نجونو او ښځو د نورو بندیزونو سره د دوی پر لوبه هم بندیز لګولی دی.

دې بندیزونو ته په پام ملاله یوسفزۍ وايي، فیفا باید خپل قانون بدل کړي او جلا وطنه افغان لوبډلې ته د لوبو چانس ور کړي.

اسپانیا د انګلنډ په ماتولو سره اول ځل د ښځو نړیوال جام اتلولي وګټله

۲۹ زمری ۱۴۰۲ - ۲۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۲۲ GMT+۱

د اسپانیا د ښځو فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ کال د فوټبال نړیوال جام په ګټلو سره تاریخ جوړ کړ. دې لوبډلې د یکشنبې په ورځ په پایلوبه کې د انګلنډ ملي لوبډلې ته په یوه ګول ماتې ور کولو سره اول ځل دا نړیواله اتلولي وګټله.

د اسپانیا او انګلنډ دا سیالي د اسټرالیا په سیډني لوبغاړي کې تر سره شوه. لوبډلمشرې اولګا کارمونه د لوبې د لومړۍ نیمايي په ۲۹ دقیقه کې ګول وکړ.

تر اخره دواړو لوبډلو د بل ګول هڅه وکړه، خو څه یې ترلاسه نه کړل او اسپانیا اتلولي خپله کړه.

د سږني نړیوال جام دویم مقام انګلنډ او دریم ځای هم سوېډن خپل کړ.

د ښځو د فوټبال جام تر پایلوبې وروسته د اسپانیا لوبغاړې ای تانا بونماتي د سیالیو د غوره لوبغاړې طلايي توپ او د انګلنډ ګولساتې مري ارپس د غوره ګولساتې جایزه وګټله.

د اسپانیا نولس کلنه لوبغاړې سلما پارالولو چې د دې سیالیو حساسو پړاوونو کې یې ګولونه کړي وو، تر ټولو بهترینه ځوانه لوبغاړې غوره شوه.

اسپانیا پایلوبې ته د رسېدو پړاو کې سویس، هالنډ او سوېډن مات کړي وو او د انګلنډ لوبډلې هم دغه پړاو کې نایجیریا، کلمبیا او اسټرالیا له خپلې مخې لرې کړې وې.

د انګلنډ د ښځو ملي لوبډله هم څلور کاله وروسته پایلوبې ته وتلې وه او که دا سیالي یې ګټلی نو تاریخ کې به یې اول ځل نړیوال جام خپلاوه.

د ۲۰۲۳ کال د ښځو فوټبال نړیوال جام سیالیو کې اول ځل ۳۲ لوبډلو ګډون درلود. د اسټرالیا او نوي زیلنډ په کوربتوب دې سیالیو کې د پایلوبې په ګډون۶۴سیالۍ وشوې.

د ښځو د فوټبال نړیوال جام؛ سویډن دریم مقام خپل کړ

۲۸ زمری ۱۴۰۲ - ۱۹ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۳۸ GMT+۱

د ۲۰۲۳ میلادي کال د ښځو د فوټبال نړیوال جام د ډلبندۍ لوبه په استرالیا کې ترسره شوه او د سویډن لوبډلې وکولای شول چې استرالیا ته په دوو ګولونو ماتې ور کړي او دریم مقام وګټي.

دا لوبه د بریزبین په لوبغالي کې ترسره شوه او د کوربه هېواد په توګه استرالیا ونه شو کړای چې کوم مډال وګتي. سویډن هم په دغو سیالیو کې د څلورم ځل لپاره دریم ځای خپل کړ.

د ۲۰۲۳ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې اول ځل ۳۲ لوبډل, ګډون لري. دا سیالۍ د اسټرالیا او نوي زیلنډ په کوربتوب روانې وې او تر ۶۳ لوبې پکې وشوې.

د انګلنډ او اسپانیا لوبډلې د دې اتلولۍ پایلوبې ته وتلې او سبا سره لوبېږي.