د ښځو د فوټبال نړیوال جام؛ سویډن دریم مقام خپل کړ

د ۲۰۲۳ میلادي کال د ښځو د فوټبال نړیوال جام د ډلبندۍ لوبه په استرالیا کې ترسره شوه او د سویډن لوبډلې وکولای شول چې استرالیا ته په دوو ګولونو ماتې ور کړي او دریم مقام وګټي.

د ۲۰۲۳ میلادي کال د ښځو د فوټبال نړیوال جام د ډلبندۍ لوبه په استرالیا کې ترسره شوه او د سویډن لوبډلې وکولای شول چې استرالیا ته په دوو ګولونو ماتې ور کړي او دریم مقام وګټي.
دا لوبه د بریزبین په لوبغالي کې ترسره شوه او د کوربه هېواد په توګه استرالیا ونه شو کړای چې کوم مډال وګتي. سویډن هم په دغو سیالیو کې د څلورم ځل لپاره دریم ځای خپل کړ.
د ۲۰۲۳ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې اول ځل ۳۲ لوبډل, ګډون لري. دا سیالۍ د اسټرالیا او نوي زیلنډ په کوربتوب روانې وې او تر ۶۳ لوبې پکې وشوې.
د انګلنډ او اسپانیا لوبډلې د دې اتلولۍ پایلوبې ته وتلې او سبا سره لوبېږي.


د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې لوبغاړي محسن رضايي په کوریا کې د تکواندو د نړیوال فسټیوال پایلوبه وګټله. نوموړي د کډوالو نړیوال فدراسیون د لوبډلې لوبغاړي مهدي خاوري ته په ۵۸ کیلو ګرامه وزن کې ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتل شو.
رضايي د تکواندو د نړیوال فسټیوال په نیمه پایلوبه کې د جنوبي کوریا«جون ون جینوګ» ته په ماتې ور کولو سره د سپینو زرو مډال ګټلی و.
نوموړي د پاکستان لوبغاړي شاه زېب خان ته هم ماتې ور کړې وه.

په اسټرالیا کې د ښځو نړیوال جام روان دی، خو د افغانستان لوبډله یې یوازې ملبورن کې ننداره کولی شي. د افغان ملي لوبډلې غړې مرسل سادات ته دا سخته ده او باور یې هم نه کېږي چې نړیوالو لوبو کې د افغانانو استازولي نشي کولی.
دا وايي، یوه ورځ دې نړیوال لوبغاړي ته د ستنېدو لپاره یوازې خوب لیدلی شي.
نوموړې د اسټرالیا له اې بي سي تلوېزون سره په مرکه کې وايي، کله به یې چې د افغانستان په نوم لوبه کوله، ځان ورته زړور، پیاوړی او ویاړلی ښکارېده.
د هغې په خبره: «د لوبې ګټل یا بایلل مهم نه و، مهمه دا وه چې خپل بیرغ مو پورته کړی و او په هېواد کې د نورو مېرمنو غږ و.»
دوه کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پسې د فعالانو، حقوقپوهانو او د افغان لوبډلې د پخوانۍ مشرې له هڅو وروسته اسټرالیا دې لوبغاړو ته بېړنۍ ویزې ور کړې.
د ملبورن د اې لیګ کلب په ملاتړ دې افغان لوبډلې تېر کال یوه ایالتي لیګ کې هم لوبه وکړه.
خو دا لوبډله په نړیوالو لوبو کې له سیالیو بې برخې شوې ده، ځکه فیفا یا د فوټبال نړیواله اداره یې په رسمیت نه پېژني.
د ښځو نړیوال جام ته په پام په یوه لیک کې د څو اونیو په ترڅ کې نږدې یو لک شپېته زره کسانو له فیفا د افغان جلا وطنه لوبډلې د رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه.
د سولې نوبل جایزه ګټونکې او پښتنه ملاله یوسفزۍ هم د دوی ملاتړې ده او له سپورتي چارواکو یې غوښتي چې د جسني انډول لپاره هڅې بهترې کړي.
ټاکلې ده چې نوموړې په ملبورن کې سبا د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډلې سره وویني.

د افغانستان د نارینه وو فوټبال لوبډله د فیفا له خوا په رسمیت پېژندل کېږي، همدا وجه ده چې د ښځو فوټبال لوبډلې پخوانۍ مشره خالده پوپل وایي، فیفا باید دوی هم په رسمیت وپېژني.
خو فیفا وايي، چې دا د افغانستان کورنۍ مسله او د دې هېواد د فوټبال فدراسیون سره تړلې ده.
د فیفا یوه ویاند ویلي، دا اداره تر هغه یو لوبډله په رسمیت نشي پېژندلی چې د اړوند هېواد ادارې په رسمیت پېژندلې نه وي.
خو د فیفا دا اصول په داسې مهال دي چې طالبانو پر نجونو او ښځو د نورو بندیزونو سره د دوی پر لوبه هم بندیز لګولی دی.
د ۲۰۲۳ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې اول ځل ۳۲ لوبډلې ګډون لري. دا سیالۍ د اسټرالیا او نوي زیلنډ په کوربتوب روانې دي.
د انګلنډ او اسپانیا لوبډلې د دې اتلولۍ پایلوبې ته وتلې دي او د راتلونکي یکشنبه سره لوبېږي.

د افغانستان په پنجشېر ولایت کې د ورورولۍ فوټبال جام په پای لوبه کې د خوست ولایت بريال لوبډلې د هرات صرافان ټیم ته په ماتې ورکولو سره د دې جام اتلولي خپله کړه. د خوست بريال لوبډلې د ۰-۱ په توپير سره د هرات صرافان لوبډلې ته د جمعې په ورځ ماتې ورکړه.
د دې سياليو په نيمه پايلوبه کې د خوست بريال لوبډلې د کندهار خانزاده او د صرافان لوبډلې د بلخ اتفاق ټیم ته ۰-۲ ماتې ور کړې وه.
دغه سيالۍ د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو د اتو ټيمونو په ګډون د ۱۴۰۲ لمریز کال د اسد له ۲۰مې تر ۲۸مې نېټې پورې د پنجشير په لوبغالي کې ترسره شوې.
په دې ټورنمنټ کې د کابل متحد افغان، د هرات صرافان، د غزني جوانان امید ، د کندهار خانزاده، د پنجشیر اتحاد، د پروان اتحاد، د خوست بریال او د بلخ اتفاق لوبډلې برخه اخیستې وه.

د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلمشره، ۲۱ کلنه فاطمه یوسفي وايي: '' مونږ نه تسليميږو''. هغه وایي: "موږ په افغانستان کې د خپلو خویندو او میندو لپاره لوبېږو. موږ د هغوی غږ یو".
له دوو کلونو را په دې خوا کله چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسېدل، افغان مېرمنې له بنسټیزو حقونو؛ لکه له زده کړو، کار او په سپورت کې له ګډونه محرومې شوې دي.
اغلې یوسفي له ای خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي: "افغانستان اوس مهال د ښځو لپاره زندان دی".
نوموړې زیاتوي؛ کله چې طالبانو پلازمېنه کابل ونیوه، هغه په دې بریالۍ شوه، چې له خپلې لوبډلې سره یو ځای اسټرالیا ته لاړه شي.
هغې وویل: "زموږ د لوبې کولو مهمه برخه داده، چې خپلو هغو خویندو ته چې په افغانستان کې مبارزه کوي ښکاره کړو چې دوی یوازې نه دي، بلکې موږ ورسره یو".
نوموړې وايي، چې دوی په جلاوطنۍ کې د خپل هېواد استازیتوب نه شي کولی او غواړي چې یو ځل بیا د خپل هېواد په استازیتوب سیالۍ وکړي.
بلخوا د فوټبال نړۍوالې ادارې «فیفا» د افغان ښځینه فوټبال لوبډلې له رسمیت پېژندنې څخه ډډه کړې ده.
هغه وايي، چې فیفا د دوی له پر له پسې غوښتونو سره - سره هم دوی ته ځواب نه دی ویلی.
د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې بنسټګره او اوسنۍ مشره وایي، چې د افغانستان د فوټبال فدارسیون د طالبانو په کنټرول کې دی.
هغه له فیفا غواړي، چې د لوبډلې، لوبغاړو، اتحادیې او فیفا له استازو یوه موقته کمېټه جوړه کړي، چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون څخه خپلواکه وي او بیا دې په رسمیت وپېژني.
دوی د یوه غوښتنلیک په لیکلو سره چې تر سل زرو زیات لاسلیکونه پکې شوي له فیفا څخه غوښتې چې اجازه ورکړي یو ځل بیا د افغانستان استازیتوب وکړي.
د پاکستان د ښځو او جونو د زده کړو فعالې ملالۍ یوسفزۍ هم په دې برخه کې خپل ملاتړ له افغان ښځینه فوټبال لوبډلې سره څرګند کړی دی.

د انګلنډ د ښځو فوټبال لوبډلې د چارشنبې په ورځ کوربه لوبډلې اسټرالیا ته د ۳ـ۱ ماتې ور کولو سره اول ځل د ښځو فوټبال نړیوال جام پایلوبې ته لار ومونده. انګلنډ د یکشنبې په ورځ له اسپانیا سره پایلوبه لري.
د هالنډ اوسېدونکې او د انګلنډ ملي لوبډلې روزونکې سرینا وایګمن چې ۲۰۱۹ کې یې خپله ملي لوبډله تر پایلوبې رسولې وه، د انګلنډ په نننۍ بریا سره لومړنۍ روزونکې شوه چې د دوو مختلفو هېوادونو لوبډلې د نړیوال جام تر پایلوبې رسوي.
د انګلنډ د ښځو لوبډلې تر دې مخکې د اروپا جام پایلوبه ګټلې ده.
که د ښځو نړیوال جام هم وګټي، نو اول ځل به په یوه کال کې دوه نړیوالې اتلولۍ په خپل نوم کړي.
تېرو دوو نړیوالو جامونو کې د انګلنډ ښځینه لوبډله نیمه پایلوبه کې له لوبغاړي اېستل شوې وه.
په سږنیو سیالیو کې د اسټرالیا د ښځو لوبډله هم اول ځل نیمه پایلوبې ته رسېدلې وه او اوس به د دریم مقام د ګټلو لپاره له سوېډن لوبډلې سره سیالي کوي.
د ۲۰۲۳ کال د فوټبال نړیوال جام سیالیو کې اول ځل ۳۲ لوبډلې ګډون لري. دا سیالۍ د اسټرالیا او نوي زیلنډ په کوربتوب روانې دي.