د افغانستان کرېکټ بورډ د راتلونکو اسیا جام سیالیو لپاره د ملي لوبډلې ۱۷کسیز نوملړ اعلان کړ

د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۳۰مه نېټه د پاکستان په ملتان ښار کې پیل شي، چې د راتلونکې سېپټمبر میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې به د پاکستان او سریلانکا هېوادونو په بېلابېلو ښارونو کې روانې وي.