• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امرالله صالح: د سمنګانو د ډبرو سکرو له کانه ۲۵ میلیونه ډالر غلا شوي دي

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۲۳ GMT+۱

په داسې حال کې چې نن د طالبانو د کانونو وزارت د ۷سترو کانونو تړونونه لاسلیکول،د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال په ټوېټر پاڼه کې ادعا کړې، ګواکې داسې اسناد یې موندلي چې له مخې یې د سمنګانو د سکرو له عوایدو ۲۵ ملیونه ‌‌‌‌‌‌ډالر غلا شوي.

امرالله صالح لیکلي، چې د طالبانو د چارو د ادارې یوه چارواکي سیف الله ته دنده سپارل شوې چې د دغې موضوع په اړه پلټنه وکړي.

ښاغلی صالح زیاتوي، چې د پلټنې دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې تر دې مهاله د غلا او درغلیو څوارلس پېښې څېړلي، چې په هغو کې د طالبانو د کانونونو وزیر شهاب الدین دلاور ښکېل دی.


ښاغلي صالح ادعا کړې، چې د سکرو د کان ټول عواید د بانکي سیستم پر ځای د حوالو له لارې لېږل کېږي، چې د همدغو حوالو له لارې د سکرو د عوایدو یوه برخه دوبۍ ته د شهاب الدین دلاور د زوی بانکي حساب ته لېږدول شوې ده.
موږ دغه موضوع د طالبانو د کانونو وزارت له ویاند همایون افغان سره شریکه کړه، هغه د دې پر ځای چې زموږ پوښتنې ته ځواب ووایي د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال پېژندنه یې تر پوښتنې لاندې راوسته او ویې ویل:«هغه څوک دی؟ موږ یې نه پېژنو.»
ښاغلي افغان یوازې پر همدغو دوو کرښو لیکلي پيغام بسنه وکړه او د زیاتو معلوماتو له ورکولو په څنګ تېر شو.
تر دې وړاندې هم یو شمېر شنونکو د افغانستان په کانونو کې د نا مسلکي کېندنو او په قراردادونو کې د درغلیو خبرې کړې وې.

ان یو شمېر کارپوهانو له ګاونډیو هېوادونو سره د کانونونو په تېره بیا د ‌‌‌‌‌‌ډبرو د سکرو د تړونونو پر سر نېوکې کړې وې، او دا یې ویلي وو چې ګواکې دغه تړونونه ‌‌‌‌‌قانوني بڼه نه لري او د افغانستان کانونه ‌‌‌‌‌‌په ‌‌‌‌‌‌ډېره ارزانه بیه لیلامیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

درې افغان خبریالان وروسته له درې اونیو د طالبانو له بنده خوشې شول

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۲۷ GMT+۱

د کلید ګروپ خبریالان محمد فقیرزی او جان اغا صالح او عطالله عمر له درې اونیو بند وروسته د طالبانو له بنده خوشې شول. محمد فقیرزی او جان اغا صالح په ننګرهار کې او د طلوع‌نیوز خبریال عطاالله عمر کندهار کې د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوي وو.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ ځینو ټولنو له شل ورځني بند وروسته د دغو خبریالانو د راخوشې کولو هرکلی کړی؛ خو د ژورنالستانو نیونه او په هغوی کې د وېرې خپرول نه یوازې دا چې د حل لاره نه بولي، بلکې هغه د بیان ازادۍ سره په ټکر کې چاره بولي.


په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د خبریالانو نیونې ګڼې اندېښنې راپارولي دي.


تر دې وړاندې ملګرو ملتونو او د بې پولې خبریالانو ټولنې هم د خبرپاڼو په خپرولو سره د دغو خبریالانو پر نیونې اندېښنې ښودلې وې، او له طالبانو یې غوښتي وو، چې نیول شوي خبریالان دې بې له قید او شرطه خوشې کړي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې دا هم ویلي و، چې د دغو خبریالانو نیونه د طالبانو د هغو څرګندونو خلاف ده، چې د بیان د ازادۍ په اړه یې کړې وې.
تر دې وړاندې هم دغه سازمان ویلي و، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د خبریالانو وضعیت د ژورې اندېښنې وړ دی.

هیدر بار: د دې وخت را رسېدلی، چې د طالبانو د جنایتونو په اړه خبرې وشي او سزا ورکړل شي

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۰۶:۱۴ GMT+۱

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مرستیاله وايي، له طالبانو سره د هېوادونو جوړجاړي د دې ډلې پر چلند اغېز نه دی کړی او د طالبانو په سیاستونو کې بدلون نه دی راغلی. هغې وویل، د طالبانو «د جنایتونو او هغوی ته د سزا» په اړه دې خبرې وشي.

مېرمن بار د چهارشنبې په ورځ له فرانس ۲۴ چېنل سره په مرکه کې وویل، چې د طالبانو د حساب ورکولو په اړه باید ژور تمرکز وشي.
هغې زیاته کړه، چې د بشري حقونو د څار سازمان به یو ځل بیا د سپېټمبر په میاشت کې د بشري حقونو له شورا څخه وغواړي چې په افغانستان کې د طالبانو د جنایتونو د محاکمې لپاره د بشري حقونو د سرغړونو د لاسوندونو د راټولولو او ساتلو لپاره یوه کړنلاره جوړه کړي.


هغې وړاندې وويل: «موږ د جرمونو نړۍوالې محکمې په لټه کې هم یو، چې د افغانستان په اړه د ښځو او نجونو سره د شويو جرمونه د پلټنې او عمل په برخه کې ګام پورته کړي. نو زه فکر کوم، د دې وخت را رسېدلی چې د دغو جرمونو د څار او سپیناوي د څرنګوالي په اړه خبرې وکړو.»


هېدر بار د درېیو هېوادونو فنلینډ، ډنمارک او سویډن د هغې پرېکړې ستاینه وکړه، چې د افغان مېرمنو او نجونو ټولې پناه غوښتونې يې منلې وې، هغې زیاته کړه چې باید نور هېوادونه هم دغه ډول ګامونه پورته کړي.


اغلې بار وویل، چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره لا زیاتو هڅو ته اړتیا ده.
د بشری حقوقو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې ټینګار وکړ ، د افغان ښځو له نظره له طالبانو سره جوړجاړی هیڅ لاسته راوړنه نه لري؛ خو برعکس د دې وېره شته چې طالبان په افغانستان کې د یو حقیقت په توګه ومنل شي. او ان کېدای شي دوی په نارسمي توګه په رسمیت وپېژندل شي.


هېدر بار په افغانستان کې د ښځو د کړکېچن حالت په وړاندې د نړۍوال غبرګون په برخه کې د مشرۍ پر نشتوالي هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې مخکښو هېوادونو لکه جاپان او په ځانګړې توګه فرانسه چې د ښځو د بهرنۍ پالیسۍ د دودونکي په توګه په دې برخه کې ډېر کمزوری چلند کوي.

له نړۍوالې ټولنې غوښتنه:د طالبانو په لاس له بشري حقونو سرغړونو په تړاو هراړخیزه څېړنه وکړئ

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۲۰ GMT+۱

یوه نړۍوال سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د هر اړخیزې څارنې او تعقیب لپاره زیاتې سرچینې ځانګړې کړي.

"د ساتنې لپاره د مسوولیت نړۍوال مرکز" ویلي، چې د بشري حقونو د سرغړونو شواهد باید راټول شي او عاملین یې ځواب ووایي.

دغه مرکز ویلي، چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې له بشري حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونې کړې او وړاندیز یې کړی، چې د څارنې لپاره د سرچېنو پر زیاتولو سربېره دې په افغانستان کې د دغه سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت پراخ شي.

د بشري حقونو دغه سازمان په ژینو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا څلور پنځوسمې غونډې ته په یوه لیک کې لیکلي، چې د بشري حقونو د شورا له‌خوا د یوه پرېکړه لیک صادرول به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د څار لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي دریځ پیاوړی کړي.

له بشري حقونو په پراخه کچه سرغړونه

نړۍوال مرکز په خپله ليکنه کې ليکلي، دوه کاله وړاندې چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، دغې ډلې د محدودو تګ‌لارو په پلې کولو سره د ښځو او نجونو پر وړاندې جنسیتي تبعيض ته دوام ورکړی.

د دغه مرکز په خبره، دغو بندیزونو ښځې او نجونې له خپلو هغو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو څخه بې برخې کړي، چې په هغه کې د تګ راتګ ازادي، د بیان او عقیدې ازادي، کاري فرصتونه، په سیاسي او ټولنیزو ډګرونو کې ګډون او همداراز ښوونې او روزنې او روغتیايي خدمتونو ته لاس‌رسی شامل دي.

په دغه لیک کې چې د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته استول شوی راغلي، چې طالب چارواکو په ټول افغانستان کې له بشري حقونو پراخې و سیسټماتیکې سرغړونې کړې دي.

دغه مرکز د نورو قضیو تر څنګ د تېر حکومت د دولتي چارواکو او امنیتي ځواکونو، د رسنیو د کارکوونکو او د بشري حقونو د مدافعینو د نا قانونه وژنو، خپلسرو نیولو، ځورولو او ناوړه چلند ته اشاره کړې ده.

د دغه لیک په دوام کې داعش ته د منسوبو بریدونو د تلفاتو یادونه هم شوې ده او یاد مرکز ویلي چې د ۱۴۰۰ کال د زمري له میاشتې د ۱۴۰۲ کال د غبرګولي تر نهمې پورې په افغانستان کې څه باندې درې زره و اوه سوه څلور اویا ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د دغه بنسټ په وینا د دغو بریدونو قربانیان د هزاره ټبرو په ګډون ډېری مذهبي اقلیتونه دي.

دغه مرکز همداراز د ۱۴۰۱ کال په وږي میاشت کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي راپور ته هم اشاره کړې، چې پکې ویل شوي و، پر قومي او مذهبي لږکیو بریدونه سیستماټیک ماهیت لري چې ښايي د بشریت ضد جرم ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د غبرګولي په میاشت کې هم راپور ورکړ چې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو سخت محدودیتونه کیدای شي د جنسیت پر بنسټ د ځورونې او د جنسیت د توپیر په توګه وپیژندل شي.

په امريکا کې ميشت د بشري حقونو دغه سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه وغوښتل چې په خپله څلور پنځوسمه غونډه کې دې ډاډ ورکړي، په هغه پرېکړه ليک کې چې دوى يې صادروي او د طالبانو له خوا د بشري حقوقو سرغړونې غندي او په عين حال کې دا د غړو هېوادونو له خوا د دغو مقرراتو سره سم عمل کولو او د دې ډول سرغړونو لپاره د ځواب ویلو په اړتیا ټینګار کوي.

په هغه پرېکړه ليک کې چې دوى يې صادروي او د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو سرغړونې غندي او په ورته وخت کې دا د غړو هېوادونو له‌خوا د دغو مقرراتو سره سم عمل کولو او د دې ډول سرغړونو لپاره د ځواب ویلو په اړتیا ټینګار کوي.

د افغانۍ لوړېدل؛ یو ډالر ۷۷ افغانۍ او ۸۶ پولو ته ښکته شوی دی

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۰۲ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې مرکزي بانک د افغانیو د ارزښت د لوړېدو اعلان وکړ او د چهارشنبې په ورځ یې د یو ډالر ارزښت په ۷۷ افغانۍ او ۸۶ پوله اعلان کړ. پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د نورو اسعارو پروړاندې افغانۍ هیڅکله دومره نه‌وه لوړه شوې.

د (وږي ۷مه) تر سه شنبې ورځې ځينو سرچینو د ډالرو د تبادلې بیه له ۸۲ افغانیو پورته ښودلې وه؛ خو د چهار شنبې په سهار د افغانیو په وړاندې د ډالرو د بیې ناڅاپي رالوېدل د تمې خلاف وو.

د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې د رالوېدو لامل لا هم روښانه نه دی او د طالبانو تر کنټرول لاندې مرکزي بانک چې د اسعارو د تبادلې رسمي بیه اعلانوي، هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

یوشمېر اقتصادي کارپوهان وايي، د بشري مرستو په ا‌‌‌‌‌‌ډانه کې د لویدیځو هېوادونو د مرستو دوام، چې په اونۍ کې له څلوېښتو تر اتیا میلیونو ډالرو پورې افغانستان ته لېږل کېږي، په تېرو دوو کلونو کې د افغانیو د نسبي ارزښت ساتلو یو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کېږي.

همدارنګه د طالبانو تر واک لاندې د مرکزي بانک رییس هدایت بدري په کندهار کې په پنځو سویل لوېدیځو ولایتونو کې د دغې ډلې له والیانو او سیمه ‌ چارواکو سره په یوې غونډه کې د افغانیو د ثبات په اړه خبرې وکړې؛ خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي څرګند کړي.

دغه طالب چارواکي په دې غونډه کې ټینګار وکړ، چې افغانۍ د ډېرو سیمه‌ییزو هېوادونو د اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت ساتلی دی.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د بهرنیو اسعارو پر راکړه ورکړه بندیز ولګول شو؛ خو په عملي توګه په بازار کې د ډېرو توکو بیې د ډالر پر وړاندې د افغانیو د ارزښت له مخې ټاکل کېږي او په ډېرو سویلي او ختیځو ولایتونو کې په پاکستانۍ کلدارو او په ځینو لویدیځو سیمو کې په ایراني تومانو راکړه ورکړه کېږي.


خو د طالبانو د مرکزي بانک رییس په دې غونډه کې وويل:« تر راتلونکو دوه نيمو مياشتو پورې به په سویل لويديځه حوزه کې په افغانیو راکړه ورکړه عامه شي او له دې وروسته څوک نه شي کولاى چې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د ګاونډیو هېوادونو اسعار وکاروي.»

د طالبانو تر کنټرول لاندې مرکزي بانک اعلان وکړ، چې د غویي په میاشت کې د پيسو د پړسوب یا انفلاسیون منځنۍ کچه منفي ۶،۵۲ سلنې ته رسېدلې ده.


د دغه بانک د خبر له مخې، په روانه میاشت کې د خوراکي توکو پر وړاندې د پولي انفلاسیون کچه منفي ۱۱،۱۶ سلنه او د غیر خوراکي توکو پر وړاندې منفي ۰،۹۴ سلنه وه.

یوه جګپوړې امریکايي چارواکې وايي، لا هم د حقاني په سر لس میلیونه ډالره انعام ورکوي

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۴۵ GMT+۱

د نړۍوال جنايي عدالت لپاره د امریکا استازې وايي، که سراج الدین حقاني اوس هم د امریکا په مطلوب لېست کې وي، د هغه د نیولو په سر ۱۰میلیونه ډالره انعام په خپل ځای پاتې دی. حقاني په افغانستان کې په ځینو خونړیو ترهرګریزو بریدونو کې په لاس لرلو تورن دی.

بث وان شاک د سې شنبې پ ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان انټرنشنل د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «که د هغه (حقاني) په نیولو کې لا هم هغه انعام په خپل حال پاتې وي؛ نو هغه څوک چې د هغه په اړه معلومات ورکړي او هغه (حقاني) ونيول شي. عدالت ته وړاندې شي، نو د هغه د کره معلوماتو په بدل کې به هغه کس دا انعام ترلاسه کړي.»


که څه هم د طالبانو په وړاندې د امریکا دریځ اوس نرم او سوله‌ییز دی؛ خو د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر نوم لا هم د امریکا د فدرالي پولیسو له لوري د مطلوبو خطرناکو کسانو په لیست کې دی او دغه اداره د هغه د نیولو په اړه د معلوماتو ورکولو په بدل کې ۱۰ میلیونه ډالره جایزه ورکوي.


د راپورونو له مخې، اېف بي ای وروسته له هغه د د نیولو پر سر انعام له پنځو میلیونو ډالرو څخه لس میلیونه ډالرو ته لوړ کړ، چې هغه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو.
مېرمن وان شاک وويل، امريکا د ترهګریزو کړنو د ترسره کوونکو خطرناکو کسانو د پېژندلو او محاکمه کولو په بدل کې يو شمېر انعامونه ټاکلي دي.
هغې زیاته کړه، چې داسې پروګرامونه «موږ ته اجازه راکوي چې د معلوماتو لپاره انعامونه وټاکو یا یې ورکړو او د نړۍ په کچه داسې کسان ونیسو او په نړۍوالو حقوقي محکمو کې يې عدالت ته وړاندې کړو.»


سراج الدين حقاني


د افغانستان د پخواني حکومت او د هغه د نړۍوالو ملاتړو پر ضد د طالبانو د شل کلنې جګړې پر مهال د سراج الدین حقاني په مشرۍ حقاني شبکه په افغانستان او په ځانګړې توګه په پلازمېنه کابل کې د یوشمېر خونړیو ترهرګریزو بریدونو تر شا وه.

د ۱۳۹۶ کال غبرګولی، په کابل کې د حقاني شبکې اړوند ځانمرګي برید شاوخوا ۱۵۰ کسان ووژل او ۴۰۰ نور یې ټپیان کړل.
سراج الدین حقاني په ۱۴۰۰ کال کې د افغانستان په سوېل کندهار ښار په یوه غونډه کې ومنله، چې یوازې په تېره یوه نیمه لسیزه کې د ده د ډلې ۱۰۵۰ غړو ځانمرګي بریدونه کړي دي.


په همدې کال کې د حقاني شبکې مشر د هغو طالبانو له کورنیو سره چې په تېرو کلونو کې یې ځانمرګي بریدونه کړي وو د کابل په کانټیننټل هوټل کې وکتل او په خپلو خبرو کې یې هغوی د "هېواد اتلان" وبلل او مننه یې ترې وکړه.