• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بریتانیا له خپلو وګړو وغوښتل چې ګلګت بلتستان ته له تلو ډډه وکړي

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۲ GMT+۱

بریتانیا خپلو وګړو ته ویلي چې د پاکستان تر واک لاندې د ګلګلت بلتسان ته له تګ ډډه وکړي. خو د امریکا سفارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې دغې سیمې ته په تګ کې خورا ډېر احتیاط وکړي. د پاکستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر وايي، هلته اوس حالات عادي دي.

مرتضا سولنګي پر خپله اېکس شبکه داسې ویډیووې خپرې کړې، چې هلته حالات نورمال ښيي

د ګلګلت بلتستان په سکرود، دیامیر، چلاس او نورو سیمو کې له څه مودې راهیسې د مذهبي ډلو لاریونونه روان دي.

دا ډلې پر یو بل تورونه لګوي او په حکومت کې د مقابل لوري په خلاف دوسیې ثبتوي.

ګلګت بلتستان کې چارواکي وايي، حالات کنټرول دي، خو دا مني چې له دې سیلاني سیمې زرګونو سیلانیان ستانه شوي دي.

ځايي حکومت د قانون د ۱۴۴ مادې نافذولو سره په دغه سیمه کې پر غونډو او مظاهرو بندیز لګولی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو دفاع وزیر د ترکیې له سفیر سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزير ملا يعقوب مجاهد په کابل کې د ترکيې له سفير ايرګينای سره په ليدنه کې د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا غوښتنه وکړه.

د طالبانو د دفاع وزارت له خوا د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۲مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ملا یعقوب په دې لیدنه کې له ترکیې سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

د طالبانو د دفاع وزارت د دغې ناستې د جزییاتو په اړه ډېر څه نه دي ویلي.

ترکیه که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو په کابل کې یې خپل سفارت ساتلی او اوس هم په دغه سفارت کې د دغه هېواد ډېپلوماتان په کار بوخت دي.

ترکیې په استانبول کې د افغانستان قونسلګري هم د طالبانو استازي ته سپارلې ده.

له بلې خوا د افغانستان د ژغورنې د ملي مقاومت د عالي شورا د مشرانو په ګډون د طالبانو د مخالفو ګوندونو زیاتره مشران په ترکیه کې میشت دي او وخت نا وخت له طالبانو سره د مقابلې لپاره په خپلو کې مجلسونه کوي.

په دوی کې د ولسمشر پخوانی لومړی مرستیال او د اسلامي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم چې له څه مودې راهیسې له ترکیې سره نږدې اړیکې لري، په دغه هېواد کې ژوند کوي.

یو شمېر نور منتقدین او اعتراض کوونکي چې د طالبانو پر ضد کار کوي هم په ترکیه کې دي. په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنېټ په ترکیه کې د افغانستان د پارلمان له یو شمېر پخوانیو غړو او یو شمېر افغان ښځینه فعالانو سره وکتل.

نایجیر کې لسګونو زرو لاریونوالو له دغه هېواد د فرانسوي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۶ GMT+۱

د نایجیر پلازمېنه نیامي کې پرون لسګونو زرو کسانو د فرانسوي ځواکونو د اډې مخ ته په اعتراض سره له دغه هېواد د دې پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه. فرانسې په نایجیر کې د پوځي حکومت له رسمیت پېژندلو ډډه کړې ده، چې د ولس پراخ ملاتړ لري.

نایجیر کې د تېر جولای پر ۲۶ پوځ ولسي حکومت وپرځاوه او څو ورځې مخکې په ګابون کې هم پوځ کودتا وکړه.

دا له ۲۰۲۰ کال راهیسې په لوېدیځه او منځنۍ افریقا کې اتمه کودتا ده او په نړیواله کچه یې پر پوځي واکمنۍ د سیمې د بدلېدو وېره پیده کړې ده.

د دې کودتاوو له امله فرانسه تر ټولو ډیره اغیزمنه شوی او په وروستیو کلونو کې یېپه لویدیځه افریقا کې پر خپلو پخوانیو ښکېلاکمېنو یا مستعمرو نفوذ له منځه تللی دی.

له دې کودتاو راهیسې د فرانسې ځواکونه د نایجیر له ګاونډیو مالي او بورکینا فاسو ایستل شوي او ور سره په سیمه کې دوسلوالو ډلو په وړاندې د پاریس هڅې پیکه شوې دي.

لاریونوالو د فرانسې د اډې مخ ته په فرانسوي جامو کې اوزه حالاه کړه او په فرانسوي بیرغونو پوښلي تابوتونه یې د اعتراض په ډول له ځان سره لرل او نورو هم «فرانسې ووځه» شعارونه ور کول.

دا په نایجیر کې له کودتا راهیسې تر ټولو لویه مظاهره وه چې د پوځ ملاتړ او د فرانسوي ځواکونو د وتلو غوښتنه یې کوله.

فرانسې له بې واکه شوي ولسمشر محمد بازوم سره ښه روابط درلودل او په دغه هېواد کې یې نږدې ۱۵ سوه سرتېري شته.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د جمعې په ورځ وویل، چې له ښاغلي بازوم سره هره ورځ په تماس کې دی.

د فرانسې پوځي حکومت د ښاغلي مکرون دا څرګندونې غندلې دي.

پر فرانسه سربېره د امریکا او نورو اروپايي هېوادونو سرتېري هم په نایجیر کې شته.

د امریکايي سرتیري خور بایډن ته: هیله لرم د دوزخ په لمبو وسوځې

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۴۶ GMT+۱

اتلانتیک مجلې په خپله یوه مقاله کې د جمهوریت د پرځېدو او له افغانستانه د امریکايي پوځ د وتلو د بهیر په اړه لیکلي، په دې موده کې د امریکا ولسمشر جوبایډن یوازې هغه شیبه له افغانستانه په وتلو شکمن شو، چې د یوه امریکايي سرتېري خور له بس نه ور غږ کړ: «هیله لرم د دوزخ په لمبو و سوځې.»

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د چټک وتلو پر مهال د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۶ مه کابل هوايي ډګر ته د ننوتو په یوه دروازه کې چاودنه وشوه چې د ۱۳ امریکايي پوځیانو په ګډون شاوخوا ۲۰۰ افغان ولسي وګړي ووژل شول. د دغه برید مسولیت داعش ډلې پر غاړه واخیست.

د دې مجلي په وینا، دا یوازینۍ شېبه وه چې د امریکا ولسمشر له افغانستان څخه د وتلو پریکړې په اړه شک وکړ. جوبایډن د سپینې ماڼۍ له ویاند جن ساکي څخه وپوښتل "ایا تیروتنه مې وکړه؟ شاید په بل ډول مې دا کار تر سره کړی وی ".

د سپینې ماڼۍ ویاند د بایډن پر مخ خپګان ویني او ورته وايي: «تاسو هغه پریکړه وکړه چې باید کړې مو وای. جګړه یو وحشي عمل دی. موږ به مخته ګامونه اخلو.»

له افغانستان څخه د امریکا چټک وتلو او د امریکايي پوځیانو مرګ ژوبلې یو شمېر امریکايي چارواکي او د وژل شویو سرتیرو کورنیۍ غوسه کړې وې.

تر دې وړاندې د امریکا د کانګرس غړي مایک واټز له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي وو، هغه څه چې دی او د امریکايي پوځیانو کورنۍ په غوسه کوي، دا دي چې د بایډن د ادارې چارواکي د خپلو تېروتنو د منلو پر ځای له افغانستان څخه د وتلو د عملیاتو لپاره د یو او بل ستاینه کوي.

امریکا د خپلو افغان همکارانو په ګډون ټولټال ۱۲۴ زره کسان له افغانستانه امریکا ته لېږدولي دي.

شمالي کوریا د "تاکتیکي اټومي برید" ازموینه وکړه

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۱ GMT+۱

د شمالي کوریا دولتي رسنیو د یکشنبې په ورځ د (وږي ۱۲مه) خبر ورکړ، چې دغه هیواد د یو ډول خیالي تاکتیکي اټومي برید ازمایښت وکړ. ویل کیږي په دغه ازمايښت کې دوه کروز توغندي وتوغول شول.

پیونګ یانګ دغه ګام خپلو دښمنانو ته خبرداری بللی دی.

د راپورونو له مخې، د دې ازمايښت په ترڅ کې دوه کروز توغندي چې جعلي اټومي سرګلولې یې لیږدولې د دې ټاپو وزمې د لودیځ سمندر په لور وتوغول شول.

په ورته مهال د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د سمندري ماشینونو د جوړولو له ګډ مرکز او د وسلو د یوې لویې فابریکې څخه لیدنه وکړه.

شمالي کوریا د تېرې پنجشنبې په ورځ د سویلي کوریا او امریکا تر منځ د ګډو پوځي آزموینو په اعتراض کې د تاکتیکي اټومي برید ازمايښت تر سره کړ.

د راپورونو له مخې دغه هیواد په خپلو آزموینو کې پر سویلي کوریا د اټومي برید او د هغه هیواد د خاورې نیولو ته ورته خیالي طرحه جوړه کړې وه.

دغه هېواد په دې وروستيو کې د امريکا او سویلي کوريا پر وړاندې خپل پوځي خوځښتونه زيات کړي دي.

د ځمکنیو پولو په تړلو سره لا هم ډیر پناه غوښتونکي د کاناډا خاورې ته ننوځي

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۰ GMT+۱

رویټرز راپور ور کړی چې د پناه غوښتونکو د بیرته ستنیدو په اړه د کاناډا او متحده ایالاتو د موافقې له لومړني بریالیتوب سره سره، کاناډا ته د کډوالو د ننوتلو شمیر ډیر شوی دی. د دې راپور له مخې، ډېر خلک اوس د کاناډا خاورې ته د هوایی سرحدونو او یو څو پټو ځمکنیو لارو سره ننوځي.

د مهاجرو په چارو کې ښکیلو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، له هغې موافقې پنځه میاشتې وروسته، چې امریکا او کاناډا د روان کال په مارچ میاشت کې د پناه غوښتونکو د استرداد په اړه لاسلیک کړه، کاناډا کې د پناه غوښتونکو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. دوی وویل هغه کسان چې د ځمکې له لارې کاناډا ته راځي د یو څه وخت لپاره پټیږي او بیا پرته د ویستلو له ویرې د پناه غوښتنې غوښتنه کوي.

خو، د کاناډا چارواکي د اوسیدولو د ځای د کمښت له ستونزو سره مخ دي. ډېری خلک د اوسیدو ځای نه لري او اوسمهال په سلګونه کسان په ټورنټو کې په سړکونو ویده کیدو ته اړ دي.

کاناډا یو کډوال مننونکی هېواد دی او د کارګرانو د کمښت ستونزې ته د رسیدو لپاره یې تر ۲۰۲۵میلادي کال پورې د نیم ملیون مهاجرینو د راجلبولو اعلان کړی.

په همدې حال، له امریکا سره د لاسلیک شوي تړون له مخې کاناډا هغه کسان چې له امریکا څخه دغه هېواد ته داخلېږي بېرته هغه هېواد ته استوي.

همداراز، یوازې تېر کال، له۳۹ زروڅخه ډیر کډوال د نا رسمي لارو د نیویورک د روکسهالم له لارې د کاناډا کبک ته ننوتل. دې ایالت شکایت کړی چې د ګڼ شمېر کډوالو له امله هغوی ته سمه پاملرنه نشي کولې.

کاناډا ته د پناه غوښتونکو د لیوالتیا یو له اصلي دلیلونو څخه دا دی چې په دې هیواد کې د کډوالۍ دوسیې په چټکۍ سره پرمخ وړل کیږي او د کډوالو د منلو شمېر د امریکا په پرتله دلته لوړ دی.

د دې کال په مارچ میاشت کې، کاناډا او متحده ایالاتو یو تړون لاسلیک کړ چې د رسمي پولو لپاره نه بلکې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ۴ زره مایليځمکنۍ پولې په ټول اوږدوالي کې پلي کیږي.

خو د دې تړون له لومړنیو بریاوو سره سره کاناډا ته د داخلیدونکو د پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی دی. په کاناډا کې د پناه غوښتنې د ټولو غوښتنلیکونو شمېر د جولای په میاشت کې ۱۲۰۱۰کسانو ته لوړ شو، چې د ۲۰۱۷میلادي کال د جنورۍ راهیسې ترټولو لوړه میاشتنۍ شمېره ده. په مارچ کې، دا شمېره ۱۰۱۲۰ تنه وه.